ځوانان

د فاطمیون يو پخوانی جنګیالی وايي چې ملېشو د سوریې ځوانان دوکه کړي او ژمنې یې ماتې کړي

د ولید ابوالخیر لخوا

د فاطمیون ډويژن عناصر دلته په ۲۰۲۱ کال کې د سوریې په ختیځ دښته (بادیه) کې د پالمیرا ښار ته نږدې د یوې پروپيګنډې ویډیو په سکرین شاټ کې لیدل کیږي.

د فاطمیون ډويژن عناصر دلته په ۲۰۲۱ کال کې د سوریې په ختیځ دښته (بادیه) کې د پالمیرا ښار ته نږدې د یوې پروپيګنډې ویډیو په سکرین شاټ کې لیدل کیږي.

د خپلو ډېرو ملګرو په څېر، ​​د فاطمیون ډويژن​ ۲۵کلن پخواني جنګیالي خپلې زده کړې بشپړې نه کړې ځکه چې د سوریې جګړې د هغه اصلي ښار دیر ايزور ویجاړ کړو او په پای کې یې هغه دې ته اړ کړو چې له سیمې څخه وتښتي.

خو وروسته له هغه چې د سوریې د رژیم ځواکونو او متحدینو دغه سیمه ونیوله، دغه ځوان، چې تخلص يې مصطفی ال لاهیب دی، فکر کولو چې هغه د کار او ثبات یو چانس لري.

هغه المشارق ته وویل، "رژیم هغو سیمو ته پلاوي ولېږل چې د دیر ايزور او البو کمال بې ځایه شوي اوسېدونکي په کې مېشت وو چې هغوی قانع کړي چې په خپله خوښه بېرته ستانه شي."

هغه وویل، "هغوی ژمنه وکړه چې امنیتي ځواکونه به هغوی نور نه ځوروي او نه به هغوی مجبوره کړي چې په [لازمي] پوځي خدمت کې شامل شي."

د فاطمیون ډويژن عناصر په ۲۰۲۱ کال کې د سوریې په ختیځ دښته (بادیه) کې د یوې پروپيګنډې ویډیو په سکرین شاټ کې په یو پوځي پريډ کې برخه اخلي.

د فاطمیون ډويژن عناصر په ۲۰۲۱ کال کې د سوریې په ختیځ دښته (بادیه) کې د یوې پروپيګنډې ویډیو په سکرین شاټ کې په یو پوځي پريډ کې برخه اخلي.

د فاطمیون ډويژن غړي د اګست په ۶مه په مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د ټیلیګرام اکاونټ]

د فاطمیون ډويژن غړي د اګست په ۶مه په مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د ټیلیګرام اکاونټ]

هغه وویل، پلاويانو ژمنه وکړه چې ځوان سوریایانو ته به د کار زمینه برابره کړي، او زیاته یې کړه چې دا یوه تشه ژمنه وه، ځکه چې د رژیم امنیتي ځواکونه لا هم د دوی د راستنیدو په وخت کې د پوځي خدماتو لپاره د ځوانانو تعقيب کوي.

په ورته وخت کې، ال لاهیب وویل، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) پورې تړلې ملېشې له ځوانانو سره د یوځای کېدو غوښتنه کوي او د هغوی سره له رژیم څخه د لوړ معاش او معافیت ژمنه کوي.

د ملېشو په منځ کې اختلافات

هغه وویل، "زه شاوخوا یو نیم کال مخکې د فاطمیون له ملېشې سره یوځای شوم، په دې فکر سره چې د دیر ايزور په شاوخوا کې به خپل کاري ساعتونه له خپلې کورنۍ سره نږدې تېر کړم، د هغه زياتره ځوانانو په شان چې د دې سره یوځای شوي وو."

ال لاهيب وويل، که څه هم فاطمیون ډويژن ژمنه کړې وه چې د دوی د استوګنې سیمو ته نږدې پوستونو کې به د سوریې ملېشې عناصر ځای پر ځای کړي، خو "موږ د بادیه (ختیځ صحرا) مختلفو سیمو ته واستول شو."

هغه زیاته کړه، "زموږ پوستونه خطرناکو سړکونو ته نږدې ول چې د هغه کانوايو لخوا به کارول کېدل چې د تېلو په څېر کارګو به يې ليږدول، چې کله ناکله ترهګرو به پرې برید کولو، موږ به يې د خطر سره مخ کولو او د ژوبل کېدو یا حتی د مرګ سبب به ګرځيدو."

په فاطمیون ډويژن کې دننه، هغه ژر پوه شو چې سوریایان د دریمې درجې عناصر ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې د ملېشو په لیکو کې لبنانیانو او افغانانو سره په ترتیب د لومړۍ او دویمې درجې عناصرو په توګه چلند کیږي.

سربېره پردې، هغه پوه شو چې د سوریې ملېشې عناصر د فاطمیون ډويژن تر کنټرول لاندې او خوندي سیمو ته د ننوتلو څخه منع شوي وو، چېرې چې یوازې لبناني او افغان عناصرو اجازه لرله.

هغه وویل، د افغان عناصرو له خوا مذهبي مراسم په بشپړه توګه د سوریې په عناصرو پورې محدود وو. هغه یادونه وکړه چې دا او نورو تبعیضي کړنو د ملېشو په منځ کې اختلافات رامنځته کړو.

ال لاهیب وویل چې په ملېشو کې د منلو لپاره د شرط په توګه، هغه او د هغه کورنۍ دې ته اړ شول چې کلتوري او مذهبي کورسونه بشپړ کړي چې نوعيت يې جبري او فرقه ایز وو.

هغه وویل، د هغه ماشومان د سکاوټینګ او دیني کورسونو بشړولو ته اړل شول. هغه یادونه وکړه چې د دې ډول مذهبي او کلتوري روزنې له لارې، "د دیر ايزور خلک د خپلې فرقې بدلولو لپاره د زور زیاتي سره مخ شول".

هغه وویل، کوچنيان او په ځانګړې توګه ځوانان د فاطمیون ایډیالوژۍ او د ولایت ​فقيه (د فقيهانو سرپرستي)​ نظریه، چې د ایران له مشر علي خامنه يي سره د وفادارۍ غوښتنه کوي، په زور ترلاسه کوي.

په دیر ايزور کې د سپاه پاسدارانو نفوذ

ال لاهیب وویل، د دیر ايزور سیمه د سوریې د بیرغ او د سوریې د صدر بشارالاسد د انځورونو د ښودلو سربېره چې په ډېرو پوستونو کې لیدل کېدې شي، د سوریې د رژیم تر کنټرول لاندې نه ده.

هغه وویل، بلکې، دا د سپاه پاسداران لخوا کنټرول کیږي او د سوریې د رژیم د ځینو پوستونو شتون "د دې ملېشو د شتون لپاره د پوښښ پرته بل څه نه دي".

هغه وویل، د استخدام پر مهال د فاطمیون ډويژن هغه ته ویلي و چې د میاشتې به ۱۵۰ ډالره معاش ترلاسه کړي، او هغه ته به خوراکي او طبي مرستې ورکړل شي. هغه وویل، خو هغه یوازې ۴۰ ډالره ترلاسه کړل، چې کله ناکله پیسې به د درېو میاشتو لپاره ځنډول کېدې.

هغه زیاته کړه، خوراک به یوازې په هرو درېو میاشتو کې یا په مذهبي مراسمو کې ویشل کېدو، او د ملېشو په مذهبي مراسمو کې د ګډون کولو سره مشروط وو.

ال لاهیب وویل، کله چې هغه د فاطمیون ډويژن له ژمنو څخه په بشپړه توګه خبر شو، هغه د یوې سیمه ییزې قبیلې له یو بانفوذه غړي څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې د هغه د استعفا په ورکولو او بالاخره له ملېشې څخه په وتلو کې يې مرسته وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500