تروريزم

غير مسلکي جاسوس شهرام پورصافي: د 'سپاه پاسداران د احمقتوب' يوه بېلګله ده

د ولید ابوالخیر لخوا

شهرام پورصافي عرف مهدي رضايي، چې د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په میاشت کې په انلاین خپور شوي عکس کې ښودل شوی، د متحده آيالاتو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره د پلان په جوړولو تورن دی. [د شهرام پورصافي د فېسبوک اکاونټ]

شهرام پورصافي عرف مهدي رضايي، چې د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په میاشت کې په انلاین خپور شوي عکس کې ښودل شوی، د متحده آيالاتو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره د پلان په جوړولو تورن دی. [د شهرام پورصافي د فېسبوک اکاونټ]

قاهره -- د ایران په چارو کې تخصص لرونکو ګڼ شمېر سیاسي او امنیتي شنونکو د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) لخوا د امریکایي چارواکو د وژلو لپاره پلانونه د "سپاه پاسداران په احمقتوب" کې یو نوی فصل بللی دی.

د سپاه پاسداران غړی شهرام پورصافي، ۴۵ کلن، چې د مهدي رضايي په نوم مشهور دی، د اګست په ۱۰مه د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت لخوا په غیر حاضرۍ کې په دې تور تورن شو چې هغه په متحده ایالاتو کې یو کس ته د متحده ایالاتو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره د ۳۰۰۰۰۰ ډالرو ورکولو وړاندیز کړی و.

پورصافي لا تر اوسه ندی نيول شوی.

دغه پلان، چې د تېر اکتوبر څخه د اپرېل تر میاشتې پورې و، هېڅکله پرمختګ ونکړو ځکه چې هغه اجرتي قاتل چې پورصافي ورسره اړیکه درلوده د متحده ایالاتو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (FBI) یو مخبر و.

شهرام پورصافي د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې په آنلاین خپور شوي عکس کې خپل امریکايي جوړ شوي موټرې ښيي. د هغه شاته ګرافیتي ته په کتلو سره داسې ښکاري چې دا عکس په ایران کې اخیستل شوی دی. [د شهرام پورصافي د فېسبوک اکاونټ]

شهرام پورصافي د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې په آنلاین خپور شوي عکس کې خپل امریکايي جوړ شوي موټرې ښيي. د هغه شاته ګرافیتي ته په کتلو سره داسې ښکاري چې دا عکس په ایران کې اخیستل شوی دی. [د شهرام پورصافي د فېسبوک اکاونټ]

یو انځور د متحده ایالاتو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره د سپاه پاسداران د ناکامه دسیسې پورې خنده کوي. [ديجوار ابراهیم]

یو انځور د متحده ایالاتو د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره د سپاه پاسداران د ناکامه دسیسې پورې خنده کوي. [ديجوار ابراهیم]

د محکمې اسناد ښیي چې FBI د پورصافي او د ایران د پراخو پلانونو په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره دغه پلان د میاشتو لپاره برداشت کړو.

په دې کې یوه بله دسیسه هم شامله وه چې د یو ملیون ډالرو تاديې په بدل کې د متحده ایالاتو یو خورا مشهور پخواني چارواکي وژل و.

د وژنې د دسیسې د پلي کولو په بهیر کې، پورصافي خپل هویت په ډاګه کړو او خپل شخصي تماس او د هویت اسناد یې افشا کړل.

د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو له مخې، د هغه د ایراني ملي پیژندنې شمېره ۱۹۳۰۰۹۸۴۳۱ ده، برېښنالیک یې [email protected] دی، د تلیفون شمیره یې ۹۸۹۱۲۵۶۶۶۳۶۶+ ده او د ټویټر اکاونټ یې shahrampoursafi@ دی.

ډېر امنیتي څارونکي وايي، دا ډول څرګندونه د یو لوړ پوړي استخباراتي شخصیت څخه نه اوریدل کیږي.

د FBI ایجنټ سره د خبرو اترو په بهیر کې، پورصافي هغه معلومات افشا کړل چې چارواکو ته يې توان ورکړو او د پورصافي هغه عکسونو او نور شيانو ته یې لاسرسی وموندلو چې د سپاه پاسداران د بيج سره يې پکې یونیفورم اغوستی دی.

د حماقت نوی فصل

ډاکټر فتحي السید، چې د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د منځني ختیځ مرکز کې د ایران د چارو څیړونکی دی، وویل، د جان بولټن د وژلو لپاره پلان "د حماقت یو نوی فصل دی چې په ایران کې دننه او بهر د سپاه پاسداران لخوا پلي کيږي."

هغه المشارق ته وویل، د داسې عملیاتو یوازې پلان جوړول "د ایران انزوا زیاتوي او نور هم تاییدوي چې دا په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ تمويلوونکی دی. هغه زیاته کړه، "که چېره دا پلان ترسره شوای وی، "دې به د ايرانيانو لپاره خورا سختې پايلې رامنځته کړي وې".

ناسم لومړیتوبونه له کلونو راهیسې د ایراني رژیم یوه ځانګړتيا ده. په داسې حال کې چې چارواکي او د سپاه پاسداران غړي په ​خفيه معاملو​،د تېلو او د مخدره موادو په قاچاق، سمندري غلا، د پیسو مینځلو فعالیتونو او د ګرانو وسلو په جوړولو کې ښکېل دي، په ایران کې دننه ​اتباع د خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي او نږدې هره ورځ په مظاهرو کې ګډون کوي​.

السید وویل، دا وروستۍ پېښه "د قتلونو، وژنو او چاودنو په لړۍ کې یوازې یوه اړیکه ده چې سپاه پاسداران او د هغې ایجنټان يې په ټوله نړۍ کې ترسره کوي."

د مصري ميجر جنرال (متقاعد) عبدالکریم احمد دسیسه د منافقت ترټولو لويه بېلګه وه.

هغه المشارق ته وویل، ایران د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د سپاه پاسداران د ایستلو غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې د سپاه پاسداران یو افسر ته یې د امریکایي چارواکو د وژلو امر کولو.

احمد وویل، "دا یوازې په لوړه کچه د سیاسي لیونتوب د قضیې په توګه بیانېدی شي."

دا وروستۍ دسیسه په ۲۰۱۱ کال کې د متحده ایالاتو په واشنګټن ډي سي کې په یو مشهور رستورانت کې د لارۍ بم سره د سعودي سفیر د وژلو لپاره د ایران لخوا د ناکامه او مساوي ناوړه پلان یادونه وه.

دا داسې وه لکه په انټرنیټ کې توکي پیردول

په حلوان يونيورسټۍ کې د انجینرينګ ډپارټمنټ د مخابراتو پروفيسر محمود شاهین وویل، "د بولټن د وژنې د پلان په اړه يوه عجیبه خبره دا ده ... چې پورصافي، چې د عملیاتو پلان یې جوړ کړی و، دا مسله داسې سمبال کړه چې ګويا هغه آنلاین يو شی اخيستلو."

هغه المشارق ته وویل، "دا چلند یوازې د بې پروایۍ او د امنیت د احساس د نشتوالي په توګه تشریح کېدې شي."

هغه وویل، تر ټولو ښکاره ثبوت دا دی چې هغه منځګړی چې پورصافي ورسره اړیکه نیولې وه، سمدستي امریکایي چارواکو ته خبر ورکړو، او دا هڅه یې افشا او ناکامه کړه.

پورصافي د متحده ایالاتو یو اوسیدونکي ته وويل چې هغه د بولټن عکس اخیستو لپاره آنلاین لیدنه کړې وه، او ادعا یې وکړه چې ياد عکسونه د هغه کتاب لپاره دي چې هغه يې لیکي.

دغه کس پورصافي هغه یو "ملګري" ته راجع کړو چې د FBI لپاره يې کار کولو.

شاهین وویل، دا پېښه "په ډاګه کوي چې سپاه پاسداران په ښکاره ډول د تروریستي خدماتو استخدامولو ته مخه کوي یا بلکې دوی داسې خلک استخداموي چې شک پرې نه کيږي او د مختلفو ملیتونو، مذهبونو او فرقو سره تړاو لري، او لامل يې ممکن په ټوله نړۍ کې د سپاه پاسدران د افسرانو او عناصرو او د هغوی د همکارانو سخت امنيت او تعقیب وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500