اقتصاد

سیمه ایز اقتصاد د ایران د محصولاتو د وارداتو اغیز محسوسوي

د نبیل عبدالله التمیمي او فارس العمران لخوا

یو یمني پلورونکی د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۲مه د صنعا په یو بازار کې وچه میوہ او کشمش خرڅوي. [محمد حویس/ای اېف پي]

یو یمني پلورونکی د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۲مه د صنعا په یو بازار کې وچه میوہ او کشمش خرڅوي. [محمد حویس/ای اېف پي]

ایراني محصولات او تولیدات په ټوله سیمه کې د هټیو او سوپر مارکیټونو المارۍ ډکوي، پداسې حال کې چې په بازار کې د دغه توکو زيات مقدار د ځایي توکو د لرې کولو لامل ګرځي او د تولیدونکو لپاره اقتصادي ستونزې رامنځته کوي.

د سیمه ایزو اقتصاد پوهانو په وینا، دا په ځانګړې توګه د سوریې، عراق او یمن په څېر هیوادونو کې يو حقيقت دی، چېرې چې ایران خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ پراخوي.

په سوریه کې، شنونکو خبرداری ورکړی چې د ایران او د هغې د نیابتي ډلو کړنې به د سوریې د اقتصاد لپاره ناوړه پایلې ولري.

د سوریې د اقتصاد پوه او د دمشق يونيورسټۍ ليکچرار محمود مصطفی په وینا، ایران توان لري چې د سوریې له رژیم سره د لاسلیک شويو تړونونو له لارې د سوریې د اقتصاد په ټولو برخو کې خپله ولکه ټینګه کړي.

یوه عراقۍ ښځینه کروندګرہ د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۲مه په دیوانیه کې د شنو خونو بهر په ټوکرو کې شوکول شوي ټماټر اچوي. [حیدر همداني/ای اېف پي]

یوه عراقۍ ښځینه کروندګرہ د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۲مه په دیوانیه کې د شنو خونو بهر په ټوکرو کې شوکول شوي ټماټر اچوي. [حیدر همداني/ای اېف پي]

هغه یادونه وکړه چې په دغو تړونونو کې ډېر یو اړخیزه تړونونه دي، چې ایران پکې تر ټولو ډېره ګټه ترلاسه کوي. د بیلګې په توګه، په سوریه کې د ایران بازارونه جوړ شوي او ایران د سوریې د انرژۍ او زیربناوو په برخو کې د پام وړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

فارس النجار المشارق ته وویل، په ورته ډول، "یمن د ایراني محصولاتو لپاره یو خلاص بازار جوړ شوی دی."

النجار وویل، "دا د کورنیو تولیداتو او نورو وارد شويو محصولاتو لپاره لوی ګواښ دی چې د رسمي بندرونو له لارې هېواد ته داخلیږي او د معیارونو او مشخصاتو معاینه يې ترسره کيږي."

هغه وویل، له ایران څخه د مېوو لکه مڼې او کیوي او د ځینو ډولونو بسکټو او کیکونو راتګ د محلي تولیداتو او توکو تقاضا کمه کړې ده.

دا "د تولیدونکو لپاره د زیان او په تولید کې د کمیدو لامل کیږي، چې په پایله کې د ځینې هغه کارکونکو د بې کاره کېدو لامل کیږي چې د کورنیو ملاتړ کوي، چې په پایله کې ستونزه لاپسې زیاتوي".

یمني کروندګر د دې اغیز محسوسوي

اقتصاد پوه عبدالعزیز وویل، له ایران څخه وارد شوي محصولات "په سیمه ایزو کرنیزو محصولاتو باندې د پام وړ اغیزه لري."

هغه یادونه وکړه چې د یمن د کرنې وزارت د ایران پشمول د کشمش او وچې ميوې په وارداتو بندیز لګولی، ځکه چې دوی په ورته یمني محصولاتو باندې منفي اغیزه لري.

هغه وویل، "واردات ارزان دي او کیفیت یې ټیټ دی، او یمني مصرف کونکي ټیټ نرخ غوره کوي ځکه چې د دوی د پیرودلو ځواک په دوامداره توګه کمیږي."

هغه وویل چې دې کار یمني بزګران زیانمن کړي دي. هغه په ګوته کړه چې د ایراني کشمش وارداتو "د ۵۰ څخه تر ۷۰ فيصده پورې بزګرانو ته زیان رسولی دی".

هغه وویل، لکه څنګه چې یمنیان د جګړې، د حکومت لخوا د معاشونو د ځنډولو او د کار د بندیدو په جریان کې د روزۍ په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وو، "دایراني کشمشو غوښتنه د ټیټو بیو له امله زياته شوه، که څه هم دوی خورا ټیټ کیفیت لري."

هغه وویل، "په دې حالاتو کې یمنیان کیفیت ته پام نه کوي بلکې د دې توکو پیرودلو ته ترجيح ورکوي، په ځانګړي توګه په جشنونو کې."

په صنعا کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې د کرنې وزارت د یو راپور له مخې، د یمني انګورو کرل شوې سیمه په ۲۰۱۳ کال کې د ۱۳۰۰۰ ايکړه له پخوانۍ سیمې څخه ۱۸۶۹ ايکړه ته راټیټه شوې ده.

عبدالعزیز وويل، دا د یمني محصولاتو د غیر عادلانه سیالۍ پایله ده چې په سختو حالاتو کې مصرف کونکي ورسره مخ دي.

هغه وويل، "هغه څه چې په انګورو او کشمش باندې تطبيقېږي، په نورو ايراني محصولاتو هم تطبيقېږي چې د يمن بازارونه ترې ډک دي، لکه د پخلي او د ګاډو تېل، چې د ارزانو بيو له امله ځايي محصولات اغېزمن کوي."

عبدالعزیز وویل چې ځینې دا محصولات هم "د انسان په روغتیا او چاپیریال باندې منفي اغیزه لري، ځکه چې دوی ټیټ کیفیت لري".

تېر کال، ګڼ شمېر هېوادونو په وارد شويو توليداتو کې د سرې د شتون او همدارنګه د قرنطین د ناکافي وخت له کبله وارد شوي ايراني توليدات رد کړل.

هند، روسیې، ازبکستان، متحده عرب اماراتو (UAE)، عمان او ترکمنستان له ایران څخه د میوو او سبزیجاتو واردات بېرته ولیږل او یا يې پرې بنديز ولګوو، چې پدې کې کيويز، غټ مرچکي او الوګان شامل ول.

"د عراق اقتصاد ته جدي زیان رسېدلی"

په عېن حال کې، د عراق بازارونه د ایران د لبنیاتو محصولاتو لکه پنیر، کریم، شیدې او ماستو څخه ډک دي، چې د عراق د لبنیاتو محصولاتو په پرتله په ټیټه بیه خرڅيږي.

د ایراني ټماټرو او د ټماټرو د پېسټ په پراخه کچه رسد د عراقي ټماټرو په کروندګرو هم ناوړه اغیزه کړې، چې د احتجاج په توګه هغوی دغه فصل تباه کړو او په پايله کې یې د عراق حکومت د ټماټرو په وارداتو باندې بندیز لګولو ته اړ کړو.

اقتصاد پوهې سلام سمیسم د عراق پر حکومت غږ وکړو چې داسې اقتصادي پالیسي غوره کړي چې د وارداتو په پرتله کورني تولید ته ترجيح ورکړي.

هغې المشارق ته وویل، "د عراق بازار اوس مهال له ایران او نورو هېوادونو څخه د وارد شویو توکو او محصولاتو څخه ډک دی.

هغې وویل، "د محصولاتو روان واردات، چې د اغیزمن کنټرول یا څارنې میکانیزمونو پرته ترسره کیږي، ملي اقتصاد ته جدي زیان رسولی دی، ځکه چې ډېرو فيکټريو او شرکتونو په بشپړ ډول فعالیت بند کړی دی."

هغې زیاته کړه، "حتی یو څو محلي تولید شوي توکي د وارداتو د قوي سیالۍ له امله په بازار کې د ځان لپاره پیرودونکي نه لري."

سمیسم وویل، "د وارداتو لپاره په پراخه کچه دروازې پرانیستل اساساً په هېواد کې د کرهنیز او صنعتي تولیداتو د ګډوډۍ معنی لري، او په پایله کې به دا د بیکارۍ د زیاتوالي او د دولت د اسعارو د زیرمو د کمي لامل شي."

هغې زیاته کړه، "په عېن حال کې، د هغو هېوادونو اقتصاد چې له هغې څخه دا توکي واردوي بیا ژوندی کیږي."

د عراقي توکو د ساتنې لپاره اقدامات

سمیسم يادونه وکړه، دوه کاله مخکې، د عراق حکومت د تېلو د بیو له راټیټېدو وروسته د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د امریکايي ډالر پر وړاندې د دینار د رسمي تبادلې بيه راټیټه کړه.

هغې وويل، "پاتې کورني توليدات په بازار کې د ايراني، چينايي او ترکي توکو د سيالۍ په وړاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي."

هغې وویل، د عراقي مالونو د ساتنې لپاره، "حکومت باید د عکس العمل یا لنډمهاله اقداماتو په پرتله د ښه فکر کولو او ریښتیني لید او پلان پر بنسټ اقتصادي پالیسي پلي کړي".

هغې وویل، د بیلګې په توګه، دا اړینه ده چې لومړی د صنعتي شرکتونو لپاره کافي ملاتړ او تمویل چمتو کړي ترڅو د تولید فيکټرۍ بېرته فعالې شي او د بازار د اړتیاو سره سم ورته وده ورکړل شي.

هغې زیاته کړه، خصوصي سکتور او محلي صنعت ته باید مراعات ورکړل شي چې د تولیدي پراختیا په هڅو کې برخه واخلي او په کم نرخونو سره د خام موادو او عملیاتي توکو پیرودلو توان ولري.

د کرنې سکټور او د خوراکي توکو صنعتونه کروندګرو او د مالدارۍ پالونکو ته د مالي ملاتړ چمتو کولو له لارې راژوندي کیدې شي، ترڅو له دوی سره مرسته وکړي چې د تخمونو، سرې، واښو او تولیدي مشینونو اړتیاوې پوره کړي.

هغې وویل، "د کورنیو تولیداتو د بیا راژوندي کولو پلان د داسې اقداماتو او قانون جوړولو ته اړتیا لري چې محلي محصولات د زیانمنونکو سوداګریزو د کړنو او فاسدو فعالیتونو څخه خوندي کړي، پداسې حال کې چې په ځانګړې توګه د دوی بازارموندنې ته پاملرنه وکړل شي."

هغې وویل، په دې کې د وارداتو په پرتله د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره آنلاین هڅې شاملې دي. هغې زياته کړه چې "د کورني صنعتونو د ودې لپاره د محلي محصولاتو لپاره اخلاقي مرسته اړینه ده".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500