رسنۍ

داسې څرګندیږي چې چین د پروپېګنډې د خپرولو لپاره د آنلاین پلیټ فارمونو لړۍ کاروي

د پاکستان فارورډ لخوا

د څېړونکو په وینا، چین په ټوله نړۍ کې د پروپيګنډې او د غلطو معلوماتو خپرولو لپاره ټولنیزې شبکې کاروي. [پیکسلز]

د څېړونکو په وینا، چین په ټوله نړۍ کې د پروپيګنډې او د غلطو معلوماتو خپرولو لپاره ټولنیزې شبکې کاروي. [پیکسلز]

بیجینګ د ټولنیزو رسنیو د نفوذ کونکو پوځ کاروي او د چين په اړه، په ځانګړي توګه ​​د شينجيانګ په سيمه کې د اويغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو د وضعيت په اړه، ​​ د غلطو معلوماتو پراخولو او خپرولو لپاره د لټون انجن پایلې کاروي.

بروکینګز انسټیټیوټ د جولای په ۶مه راپور ورکړو چې چین ګوګل، بینګ، یوټیوب، فېسبوک، ټویټر او نور پلېټ فارمونه کاروي څو داسې داستانونه خپاره کړي چې موخه يې د جمهوري بنسټونو کمزوري کول او په ټوله نړۍ کې اوریدونکو ته د ​پروپيګنډې خپرول​ دي.

بروکینګز د آلمان په همکارۍ د یو راپور، چې د مۍ په میاشت کې جمهوريت د خوندي کولو لپاره د مارشال فنډ اتحاد لخوا خپور شوی و، په حواله وویل، "د جیو پولیټیکل اهمیت د یو لړ موضوعاتو په اړه، بیجینګ د دولتي ملاتړ لرونکو رسنیو خپرولو لپاره د لټون انجن پایلې کارولي چې د چین د کمونست ګوند [CCP] پروپيګنډې ته تقويت ورکوي."

دغه انسټيټوټ وويل، د انټرنېټ کاروونکي چې د شینجیانګ په اړه د معلوماتو لپاره د لټون انجنونو ته مخه کوي "په حیرانتیا سره احتمال لري چې د دې موضوعاتو په اړه له هغه مقالو سره مخ شي کوم چې د چین د دولتي رسنیو لخوا خپرې شوي دي."

اویغوران د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۲مه د ترکیې په استانبول کې د چین د قونسلګرۍ مخې ته مظاهره کوي ترڅو د خپلو خپلوانو په اړه د خبر غوښتنه وکړي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

اویغوران د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۲مه د ترکیې په استانبول کې د چین د قونسلګرۍ مخې ته مظاهره کوي ترڅو د خپلو خپلوانو په اړه د خبر غوښتنه وکړي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

په بيجينګ تور لګول شوی چې په لرې لوېدیځه سیمه کې یې تر یو میلیون ډېر اویغوران او نور ډېر مسلمانان او ترک نژاده وګړي د څو کلونو د عملیاتو په ترڅ کې بنديان کړي دي. متحده ایالاتو، نورو حکومتونو او د بشري حقونو فعالانو دا کار "نسل وژنه" بللې ده.

نويو فایلونو، چې د مۍ په میاشت کې ​​په شينجيانګ کې د توقيف ځايونو​​په اړه خپاره شوې ول، د حقونو څخه د سرغړونې نور شواهد وړاندې کړي، چې پدې کې په ډله ایزه توګه د توقيف د پلي کولو لپاره د تاوتریخوالي میتودونه، ځورونه، ​​په منظمه توګه جنسي تیري​​، ​​په جبري توګه شنډول​​ او اجباري کار شامل دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس د مۍ په ۲۴مه وویل، شواهد ښیي چې ناوړه چلند احتمالاً په بیجینګ کې په لوړه کچه تصویب شوی دی.

هغه د چین ولسي جمهوریت ته په اشارې سره وویل، "دا تصور کول به خورا ستونزمن وي چې د فشار اچولو، نيولو، د نسل وژنې کمپاين کولو او د بشریت پروړاندې د جرمونو د ترسره کولو لپاره سیستماتیک هڅه به د PRC د حکومت د لوړې کچې مرسته -- تصويب ونه لري -- ونه لري."

د چین رژیم دا ردوي چې هر ډول سرغړونې ترسره کیږي او وايي چې دا کېمپونه "حرفوي مرکزونه دي چې په اسلامي افراطیت کې د ښکېل کېدو د مخنیوي لپاره مهارتونه زده کړي.

د بروکینګز انسټیټیوټ په راپور کې ویل شوي چې د لټون انجن په پایلو کې د چین د دولتي رسنیو ځای پرځای کول د بیجینګ په هڅو کې لوی رول لوبوي چې د شینجيانګ د وضعیت په اړه بهرني نظرونه بدل کړي.

د څلورو میاشتو په موده کې، د نومبر ۲۰۲۱ او فبروري ۲۰۲۲ ترمنځ، بروکینګز او د جمهوريت د خوندي کولو اتحاد د شینجیانګ سره وابسته د اصطلاحاتو لپاره د لټون انجن پایلې تعقیب کړې.

دوی وموندل چې "په ګوګل نیوز او بينګ نیوز کې د غوره پایلو ۲۱.۵ فيصده برخه د چین د دولت لخو د تمويل شويو رسنيو پايلې وې، او په یوټیوب کې د غوره پایلو څلورمه برخه د دولت لخوا ملاتړ شوي اکاونټونه ول".

"د وېب په لټونونو کې، د غوره پایلو ۶.۵ فيصده برخه د دولتي رسنيو وه."

د دې معنی دا ده چې هغه کارونکي چې د شينجيانګ د وضعیت په اړه د ځان پوهه کولو په لټه کې دي احتمال لري چې د چین د دولتي رسنیو لخوا د خپاره شوي پروپيګنډې سره مخ شي.

د ټولنیزو رسنیو نفوذ کونکي

بیجینګ هم هڅه کوي چې د مختلفو ټولنیزو رسنیو نفوذ کونکو له لارې د چین په اړه د بهرنيانو په لید کې بدلون رامینځته کړي.

په ورته يو یوټیوب چېنل کې، برتانوي پلار او زوی دواړه لي او اولي بیرټ په چین کې د ژوند یو خوشحاله او په زړه پوری عکس انځوروي -- او همدارنګه د استبدادي رژیم انتقادونو ته ځواب ورکوي، د شينجيناګ، هانګ کانګ او تایوان په اړه د هغې د پالیسیو دفاع کوي.

په یوه ویډیو کې، چې له ۲۷۷۰۰۰ څخه زیات ځله لیدل شوې، لي بیرټ وویل چې د شينجیانګ په تړاو د "جبري کار" او "نسل وژنې" په څېر اصطلاحات د خلکو احساساتو د راپارولو هڅه ده.

هغه وويل، "ټول لويديځ هيله لري چې د شينجيانګ سيمه بې ثباته کړي ترڅو د چين د پرمختګ مخه ونيسي."

د یوټیوب بل شخصیت، سائرس جېنسن، چې دوه ګونی امریکایي-جرمن تبعه دی او په چین کې ژوند کوي، ورته مواد پوسټ کوي.

هغه په یوه ویډیو کې وویل چې له ۴۴۰۰۰۰ څخه ډېر ځله لیدل شوې ده، "په لویدیځ کې هېڅوک دا تصور نشي کولی چې چین به دومره بریالی وي. او دا لوی لامل دی چې د لویدیځ رسنۍ تل په چین برید کوي."

د چین په اړه د غوره معلوماتو یوټیوب چېنل بېري وي وویل، "دوی وايي چې دا یوه نسل وژنه ده. یوه نسل وژنه دہ. د نسل وژنې هېڅ ثبوت نشته. د ظلم هېڅ ثبوت نشته. دا ټولې ادعاګانې څو ځلې رد شوي دي."

هغه ویډیوګانې چې اروپايي نژاد نارینه پکې په انګلیسي ژبه خبرې کوي هڅه کوي هغه کیسې ته د رښتیاو انځور ورکړي چې دوی یې خپروي.

نیویارک ټایمز د دسمبر په ۱۳مه راپور ورکړو، "خو د کیمرې په بل اړخ کې اکثر د حکومتي تنظیمونکو، د دولت تر کنټرول لاندې خبري رسنیو او نورو رسمي مرسته کوونکو لوی پليټفارم شتون لري -- چې د چین د حکومت د پراخو هڅو یوه برخه ده چې په ټوله نړۍ کې یې د بیجینګ په حق کې پیغامونو خپاره کړي."

یوټیوبران وايي چې دوی پریکړه کوي چې په ویډیوګانو کې به کوم مواد شامل شي او د دوی موخه دا ده چې د چین په اړه د لویدیځ مخ په ډیریدونکي منفي نظرونو سره مبارزه وکړي.

حتی که دوی ځان ته د تبلیغاتي وسیلو په توګه ونه ګوري، خو د بیجینګ د "لیوه جنګیالي" سفارتکارانو ډله دوی د ورته کار لپاره کاروي. د چین سفارتکارانو، د سفارت خانې کارکوونکو او نورو چارواکو په خبري کنفرانسونو کې ویډیوګانې وښودلې او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپرې کړې.

نیویارک ټایمز راپور ورکړو چې چینایي چارواکي یوټیوب او ټویټر، چې دواړه په چین کې د معلوماتو د بې کنټروله خپرېدو د مخنیوي لپاره بند شوي دي، د "لوی نړۍ لپاره د پروپيګنډې د میګافونونو" په توګه کاروي.

ایریک لیو، چې د چینایي ټولنیزو رسنیو لپاره پخوانی د موادو څارونکی دی، وويل، "چین نوی سوپر ناوړه ګټه اخیستونکی دی چې په نړېوالو ټولنیزو رسنیو کې شامل شوی دی." "هدف يې ګټل نه بلکې ګډوډي او شک رامنځته کول او حقیقت پټول دي."

د پروپيګنډې د شنډولو هڅې

د آسټرالیا د ستراتیژیکو پالیسۍ انسټیټیوټ (ASPI) د دسمبر په ۱۰مه وویل چې د CCP لخوا د بهرنیو نفوذ کونکو کارول د نړېوالو ټولنیزو رسنیو پلېټ فارمونو او د دوی د دهڅو لپاره يوه ننګونه ده چې د دولت سره وابسته حسابونه په ګوته او په نښه کړي.

ASPI وویل، د بهرنیو ټولنیزو رسنیو د نفوذ کونکو لخوا د شينجيانګ په اړه جوړ شوي مواد "د چینایي دولت لخوا د پراخه، نړېوالې پروپيګنډې د هڅې د یوې برخې په توګه کارول کیږي ترڅو په سیمه کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د انتقادي راپور ورکولو سره مبارزه وکړي، چې اکثر دا هڅې د متحده ایالاتو د ټولنیزو رسنیو په پلېټ فارمونو کې د موادو د خپرولو له لارې ترسره کيږي."

ياد انسټيټوټ وويل، "د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ او ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې، په متحده ایالاتو کې د ټولنیزو رسنیو په پلیټفارمونو کې د چین ۱۵۶ دولتي اکاونټونو لږ تر لږه ۵۴۶ د فېسبوک پوسټونه، ټویټر پوسټونه خپاره کړي او د CGTN، ګلوبل ټایمز، ژنهوا یا د چین ورځنۍ وېب پاڼې څخه يې مقالې خپرې کړې چې د نفوذ کونکو اکاونټونو څخه يې د شينجيانګ په اړه د ټولنیزو رسنیو موادونو ته وده ورکړې ده."

دغه انسټيټوټ زیاته کړه، "د بهرنیو ټولنیزو رسنیو نفوذ لرونکو ویډیوګانې اکثر غوره شوي مواد وي چې د چین دولتي ادارې يې بېرته جوړوي او په آنلاین ډول ورته وده ورکوي."

دا نظریه چې د بهرنیانو لخوا رامینځته شوي پروپیګنډه په ځانګړي توګه قوي کیدی شي د چین د رژیم اوږدمهاله تګلاره وي.

د چین د ورځپاڼې د هغه وخت مشر مدیر ژو لینګ په ۲۰۱۶ کال کې په یوه وینا کې وویل، "موږ تل د خبرو کولو لپاره د بل کس ګمارلو ته ډېر اهمیت ورکړی او د بهرني تبلیغاتو د ترسره کولو لپاره مو نړېوال ملګري کارولي دي."

هغه وویل چې د خورا اغیزمن کېدو لپاره، د چین پروپيګنډه باید "هغه څه چې موږ یې ویل غواړو" له هغه څه سره چې بهرني اوریدونکي "يې اوریدل غواړي" سره ګډ کړي.

د ټولنیزو رسنیو شرکتونو په دې برخه کې د بیجینګ د هڅو پروړاندې اقدام پېل کړی دی.

د ګوګل د ګواښ تحلیلي ګروپ (TAG) د لسګونو زرو یوټیوب چینلونو د لرې کولو راپور ورکړو چې چینایي پروپيګنډه يې خپروله.

د جنورۍ په میاشت کې دغه شرکت د چین سره د همغږي شوي نفوذ د عملیاتو په اړه د روانې څېړنې د برخې په توګه ۴۳۶۱ یوټیوب چینلونه بند کړل، د فبرورۍ په مياشت کې یې ۶۱۰۳ یوټیوب چینلونه بند کړل او په مارچ کې یې ۷۳۰۴ یوټیوب چینلونه حذف کړل.

په اپرېل او مۍ کې ګوګل ټول ۵۶۱۶ یوټیوب چینلونه بند کړل چې د مختلفو موضوعاتو په اړه يې ناسم معلومات خپرول.

په تېر دسمبر کې، ټویټر شاوخوا ۳۵۰۰ اکاونټونه بند کړل چې د حکومت پلوه پروپیګنډه يې خپروله، چې ډېر پکې د هغه شبکې برخه وه چې په شينجيانګ کې یې د مسلمانانو د ظلمونو په اړه چینایي بیانونو ته وده ورکوله.

په ورته وخت کې، فېسبوک له ۵۰۰ څخه ډېر اکاونټونه وروسته له هغې ړنګ کړل کله چې دوی د جعلي ساینس پوه پوسټونه خپاره کړل چې د چین دولتي رسنیو يې حواله ورکړې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500