اقتصاد

ایران د بندیزونو څخه د خلاصون لپاره په فریبکارۍ سره کړنو ته دوام ورکوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران جهنډا په ۲۰۱۹ کال کې د جبل الطارق له ساحل څخه لرې د اډرین دریا د تېلو په ټانکر کې، چې پخوا د ګرېس ۱ په نوم پیژندل کېدو، ځوړنده ده. [جاني بوجیجا/ای اېف پي]

د ایران جهنډا په ۲۰۱۹ کال کې د جبل الطارق له ساحل څخه لرې د اډرین دریا د تېلو په ټانکر کې، چې پخوا د ګرېس ۱ په نوم پیژندل کېدو، ځوړنده ده. [جاني بوجیجا/ای اېف پي]

د ایران د رژیم خفيه معاملې د تېلو د ناقانونه قاچاق او لیږد، سمندري غلا او د پیسو مینځلو عملیاتو سره، چې مخکښ شرکتونه پکې کاروي، د بندیزونو څخه د خلاصون لپاره دوام لري.

د ایران کړنې د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې، چې د عمل د ګډ هر اړخیز پلان (JCPOA) په نوم یادیږي، د بیا راژوندي کولو لپاره د ایران د ژمنې نشتوالی په ګوته کوي او ایران يې د متحده ایالاتو د ګڼ شمېر نویو بندیزونو سره مخامخ کړی دی، چې وروستي پکې د جولای په ۶مه اعلان شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټویټر وویل، " JCPOA ته د بېرته راستنېدو لپاره د ایران د ژمنې نشتون سرہ، یوه پایله چې موږ یې تعقیبوو، هغه دا ده چې موږ به د خپلو چارواکو څخه کار واخلو ترڅو د ایران د انرژۍ تولیداتو صادرات په نښه کړو."

هغه په یو جلا بیان کې وویل، "متحده ایالات د عمل د ګډ جامع پلان بشپړ تطبیق ته د متقابل راستنېدو د ترلاسه کولو لپاره د معني خيز سفارتکارۍ په لاره کې صادق او ثابت پاتې دی."

ایراني ټانکرونه داران او ګولرو په دې عکس کې لیدل کیږي چې د جون په ۲۴مه د سوریې په بانیاس بندر کې خالي کیږي. ارمان ۱۱۴ د ټرېډن سره د کښتۍ څخه کښتۍ ته په لیږد کې بوخت دی. [اروپايي اتحادیه]

ایراني ټانکرونه داران او ګولرو په دې عکس کې لیدل کیږي چې د جون په ۲۴مه د سوریې په بانیاس بندر کې خالي کیږي. ارمان ۱۱۴ د ټرېډن سره د کښتۍ څخه کښتۍ ته په لیږد کې بوخت دی. [اروپايي اتحادیه]

ایراني ښوونکي په یو بې نېټې عکس کې احتجاج کوي. په تېرو څو میاشتو کې، ایرانیان د خپل ژوند د خرابو حالاتو په اړه نږدې هره ورځ د احتجاج لپاره راټولیږي. [ایران نړېوال]

ایراني ښوونکي په یو بې نېټې عکس کې احتجاج کوي. په تېرو څو میاشتو کې، ایرانیان د خپل ژوند د خرابو حالاتو په اړه نږدې هره ورځ د احتجاج لپاره راټولیږي. [ایران نړېوال]

هغه وویل، "دا ایران دی چې تر اوسه پورې په دې لاره کې د ورته ژمنتیا په ښودلو کې پاتې راغلی دی."

د سوریې رژیم ته د ایران د تېلو دوامداره صادرات، چې د بندیزونو سره هم مخ دی، د خپلو ژمنو او نړېوالو قوانینو څخه د تهران د سرغړونې یوه غوره بېلګه ده.

فريبکاره د بار وړلو کړنې

د ایران تسنیم خبري اژانس د جولای په ۴مه راپور ورکړو چې د ایران د تېلو یو ټانکر د سوریې بنیاس بندر ته ورسیدو، چې په وروستیو هفتو کې دا درېم ټانکر دی.

تسنیم وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کریډیټ د نوې کرښې له پرانستلو وروسته، ایراني ټانکر د جولای په ۲مه د مدیترانې سمندرګي شمال لوېدیځ سوري بندر ته ورسېدو.

په متحده ایالاتو کې مېشته د اټومي ایران په وړاندې د متحده ایالاتو مدافع ډلې (UANI) د يو راپور له مخې، د جون په ۲۴مه، د ایران لومړیو دوو ټانکرونو -- داران او ګولرو -- خپله کارګو د بنیاس په بندر کې خالي کړه، په داسې حال کې چې ایراني ټانکر ارمان ۱۱۴ د کیمرون بیرغ لرونکي ټرېډین سره د کښتۍ څخه کښتې ته په لیږد کې بوخت و.

د دې لپاره چې د خپل کارګو د منزل د معلومولو څخه ډډه وکړي، ایران معمولاً د کښتۍ څخه کښتۍ ته لیږدونې کاروي، په کوم کې چې کښتۍ خپل ټرانسپوډرونه په سمندر کې بندوي او په خفيه توګه خپل د تېلو بار لیږدوي.

د UANI معلومات ښیي چې سوریه له چین وروسته د ایران د تېلو دوهم لوی واردوونکی دی. اسلامي جمهوریت د مۍ په میاشت کې سوریې ته هره ورځ له ۱۱۱۰۰۰ بېرلو څخه ډېر تېل انتقال کړل چې د ۴۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډېر ارزښت لري.

که څه هم، دا معلومه نده چې ایا ایران ته د بار وړلو لپاره پیسې څنګه ورکول کیږي.

د جولای په ۴مه، د سوریې رسمي SANA خبري اژانس راپور ورکړو چې صدر بشار الاسد د دمشق او تهران ترمنځ د کریډیټ لاین د تړون "نوی پړاو" تصویب کړو.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د دې معاملې هدف سوریې ته د انرژۍ او نورو اړتیا وړ توکو چمتو کول دي چې د هغې کمی پوره کړي.

سوریه له څه باندې یوې لسیزې کورنۍ جګړې ځپلې ده چې د هایډروکاربن سکټور ته یې په ملیاردونو ډالر زیان رسولی دی.

د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې، د سوریې پارلمان له ایران سره یوه موافقه تصویب کړه چې له مخې یې سوریې د یو میلیارده ډالرو کریډیټ لاین ترلاسه کړو.

دا تړون په ۲۰۱۳ کال کې د ۴.۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د دوو ورتو کریډیټونو څخه وروسته ترسره شو، کوم چې ایران ته اجازه ورکړه چې د سوریې د تېلو اړتیاوې پوره کړي.

د UANI راپور وويل، "ایران د بار وړلو په صنعت کې د ایران د تېلو په تولیداتو باندې د نړېوالو بندیزونو څخه د خلاصون لپاره په پراخه کچه د فریبکارۍ فعالیتونو تعقیب کړي دي."

دغه راپور وویل، "د رژیم فریبکارۍ سره د بار وړلو فعالیتونه د نړېوال سمندري صنعت خوندیتوب او بشپړتیا ته زيان رسوي."

د سمندري غلا کړنې

په عېن حال کې چې دا هېواد په فریبکارۍ سره د بار وړلو په کړنو کې ښکېل دی، دغه اسلامی جمهوریت په هرمز تنګي کې د تېلو بیړیو ته د سمندری غلا په کړنو سره ګواښ ته دوام ورکړی دی.

د انرژۍ په اوسني نړېوال بحران کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله رامنځته شوی، د هرمز تنګی -- يوه داسې تنګه لاره چې د نړۍ د تېلو د تولید پنځمه برخه ترې تېرېږي -- نوره هم خطرناکه شوې ده.

د متحده آيالاتو پنځمې بیړۍ وویل، د جون په ۲۰ مه، د متحده آيالاتو سمندري بېړۍ د ایراني پوځي سرعت بېړۍ ته چې په تنګي کې ورته نږدې شوې وه، خبرداری ورکړو.

د متحده آيالاتو د سمندري ځواکونو په بيان کې راغلي دي، "د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواکونو درېو کښتیو په داسې حال کې چې د امریکا سمندري بیړۍ د هرمز له تنګي څخه تیرېدې، د غیر خوندي او غیر مسلکي چلند مظاهره وکړه.

"یوه کښتۍ [USS] سيراکو ته په خطرناکه سرعت سره نږدې شوه او یوازې وروسته له هغه يې خپله لاره بدله کړه کله چې د متحده ایالاتو ګشتي ساحلي کښتۍ د اوریدو وړ خبرداري سیګنالونه خپاره کړل ترڅو د ټکر مخه ونيسي."

په دغه بيان کې راغلي، "ایراني کښتۍ هم د متقابل عمل په جریان کې د متحده ایالاتو د سمندري کښتۍ ته ۵۰ ګزه (۴۵ ميله) فاصله کې دننه نږدې راغله، او سيراکو په خبرداري ورکولو سره ځواب ورکړو."

د متحده آيالاتو سمندري ځواکونو وويل چې دغه پیښې یوه ګهنټه دوام وکړو او هغه مهال پای ته ورسیده کله چې د سپاه پاسدارانو سمندري کښتۍ له سیمې څخه بېرته لاړه.

واشنګټن په پرله پسې ډول پر سپاه پاسداران تور لګولی چې د هرمز په تنګي کې یې د سمندري تګ راتګ مخه نیولې ده.

دا وروستۍ پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې سپاه پاسداران د مۍ په ۲۷مه په خلیج کې د یونان د تېلو دوه ټانکرونو ته وختل او قبضه يې کړل.

یونان د تهران لخوا د دوو کښتیو نیول وغندل او ويې ويل چې دا "د سمندري غلا د اعمالو په څېر" کار دی.

د جون د ۲۰مې نېټې پېښه لومړی ځل ندی.

د ۲۰۱۹ کال د جولای په مياشت کې، سپاه پاسداران د برتانیې بیرغ لرونکې ټانکر سټینا امپیرو له خپلو ۲۳ عملې د غړو سره په هرمز تنګي کې ونیول.

دا دوه میاشتې د ایران په بندر عباس کې بندي وه او یوازې د نړېوالو فشارونو څخه وروسته خوشې شوه.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران سمندري ځواکونو د جنوبي کوریا د تېلو کښتۍ هانکوک چیمي هغه وخت ونيوله کله چې دا د هرمز تنګي څخه تېرېده. دغه ټانکر په داسې حال کې ونیول شو کله چې ایران د سویلي کوریا په بانکونو کې د ايران د کنګل شوېو پیسو د ورکولو غوښتنه کړې وه، او دغه پېسې څلور میاشتې وروسته ورکړل شوې.

کورنی اختلاف

ایران په چین او د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې د بانکي خدمتونو په کارولو سره په موقتي توګه خپل مالي وضعیت ښه کړی دی.

د جون په ۲۲مه په یو راپور کې، وال سټریټ ژورنال د لویدیځو او ایراني سفارتکارانو او چارواکو په حواله وويل چې ایران د "پراکسي شرکتونو د یوې شبکې، د بهرنیو اسعارو د مرکزونو او منځګړو" له لارې له بندیزونو څخه ډډه کړې ده.

د کېپیټل مارکیټ کارپوه حسن زماني وويل چې د حکومت تر کنټرول لاندې ایراني ادارو له ایرانه بهر بانکي حسابونه پرانستلي او مخکښ شرکتونه یې جوړ کړي چې د ایران تېل او د تېل تولیدات په هر ممکنه اسعارو سره پلوري.

زماني وویل، "ایران اوس مهال د پیسو مینځلو نړېوال ځای دی، ځکه چې دا د مالي عمل کاري ځواک (FATF) غړی نه دی."

د بندیزونو د مخنیوي او په لبنان، عراق، سوریه او یمن کې د خپلو نیابتي ملېشو ته د وسلو چمتو کولو لپاره د ګټو په کارولو سره، رژیم د ایراني خلکو اکثریت بې وزله کوي.

ځینې کتونکي وايي چې د رژیم بهرنۍ جګړې او د پراکسي ډلو ملاتړ یوه محاسبه شوې ستراتیژي ده چې ایرانیان په هېودا کې د ناوړه وضعیت په وړاندې د احتجاج کولو څخه منع کړي.

دا ستراتيژي په ښکاره ډول ناکامه شوې ده.

په ایران کې دننه، ​​په تېرو څو میاشتو کې نږدې هره ورځ مظاهرې​​کیږي چې ایرانیان پکې د حکومت د کرپشن او یو لړ ټولنیزو ناخوالو پر ضد مظاهرې کوي، چې پکې د معاشونو نه ورکول، د امتیازاتو نشتوالی، ټیټ معاشونه، نامناسب کاري حالات او بېکاري شامله ده.

د صدر ابراهیم رئیسي لخوا په خپله انتظاميه کې په مهمو پوسټونو باندې د سپاه پاسداران (IRGC) د پخوانیو او اوسنیو چارواکو د غیر متناسب شمېر له ټاکل کېدو له امله د حکومت په وړاندې غوسه زياته شوې ده.

سپاه پاسداران د ایران مشر علي خامنه اي ته په مستقیمه توګه ځواب ورکوي او ​​نږدې ټول اقتصاد کنټرولوي​​.

دا ​​د ایران مخالفان ځوروي،​د ملېشې عناصرو ته روزنه ورکوي چې د سیمې په چارو کې لاسوهنه کوي، او په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅې کوي. کتونکي او اوسیدونکي وايي چې دا د دغو فعاليتونو د تمويل لپاره د ايران د خلکو له جيبونو څخه پيسې اخلي.

هغه څه چې د هېواد د بودیجې لخوا نه تمویل کیږي، د غیرقانوني مخدره توکو او غیرقانوني وسلو په قاچاق سره تمويل کيږي، په کوم کې چې د سپاه پاسداران د څارنې ځواک، قدس ځواک او د هغې څو پراکسيانې ښکیل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500