امنیت

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په بیا راپورته کېدلو سره متحده ایالات له منځنۍ اسیا سره همکاري کوي

د سلام ټایمز راپور

د افغانستان د ښاروالۍ کارکوونکي د غبرګولي په ۳۰مه په کابل کې د سکانو د یوې ګوردوارې د ودانۍ ټوتې پاکوي. په دغې ودانۍ باندې څو ورځې مخکې یو برید وشو چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

د افغانستان د ښاروالۍ کارکوونکي د غبرګولي په ۳۰مه په کابل کې د سکانو د یوې ګوردوارې د ودانۍ ټوتې پاکوي. په دغې ودانۍ باندې څو ورځې مخکې یو برید وشو چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د القاعدې او د داعش خراسان څانګې سر راپورته کولو متحده ایالات دې ته هڅولی چې له منځنۍ اسیا سره همکاري پراخه، او په سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښ پر ضد مقابله وکړي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان او د پوځ جنرال مایکل ایریک کوریلا وال سټریټ ژورنال ته، چې راپور یې د چنګاښ په ۲مه خپور شو، وویل چې د استخباراتي معلوماتو له محدودیت سره سره، متحده ایالات وار له مخه داسې شواهد ویني چې د افغانستان دننه د ترهګرو د روزنې کمپونه بیا جوړ شوي دي. هغه په دې هکله نور جزیات ورنه کړل.‌

کوریلا دا خبرې د غبرګولي په نیمایي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه د یوه سفر په ترڅ کې له تاجک،‌ ازبک او قزاق چارواکو سره د امنیتي مسایلو په هکله د ناستو پر وخت وکړلې.

د غبرګولي په ۲۵مه،امریکایي او تاجک هیئتونو د متحده ایالاتو - تاجکستان تر منځ د اړیکو او په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو، د پراختیا د امکاناتو په هکله خبرې وکړې.‌

دغه راز، هغوی د سیمه ییزو او نړۍ والو وضعیت، د ترهګرۍ پر ضد جګړې، د نشه ییزو توکو قاچاق او د هېوادونو تر منځ د نورو جرایمو په هکله خبرې اترې وکړلې.

همدارنګه،‌ کوریلا د غبرګولي په ۲۴مه د ازبکستان د دفاع وزارت له چارواکو سره هم ولیدل.

په تاشکند کې د متحده ایالاتو سفارت د یوې اعلامیې په اساس، نوموړي له کتنې څخه وروسته وویل، «زموږ د خبرو اترو په ترڅ کې، د داسې فرصتونو په هکله وغږېدلو چې زموږ پوځونه هغه درسونو سره شریک کړي چې موږ له خپلې ۲۰ کلنې جنګي تجربې څخه زده کړي دي.»

هغه وویل، «اوس به موږ هغه په سختۍ سره ترلاسه کړې پوهه له خپلو ازبک شریکانو سره شریکه کړو. دغه راز، موږ هیله لرو چې د ازبکستان روزنه، تخنیکونه او پروسیجرونه چې کېدی شي زموږ د امریکایي پوځ لپاره ارزښت ولري، زده کړو.»

کوریلا وویل، «بله مسئله چې موږ پرې خبرې وکړې هغه ګواښ دی چې له تاوتریخوالي څخه ډکې ایډیالوژۍ رامنځته کړی دی او دا یوه داسې ستونزه ده چې د دې لپاره خالصه پوځي حل لاره نشته. موږ په ګډه د هغو ګروپونو په هکله اندېښنه لرو چې د دغه ډول ایډیالوژۍ ملاتړ کوي او لا هم یو ګواښ دی.»

کوریلا او د قزاقستان د دفاع وزیر روسلان ژاکسیلیکوف د غبرګولي په ۲۱مه په یوه کتنه کې د منځنۍ اسیا په سیمه کې د دوه اړخیزو اندېښنو او د دفاعي همکارۍ د فرصتونو د پراختیا په هکله خبرې وکړې.

د واشنګټن پوسټ د یوې لیکنې په اساس چې د غبرګولي په میاشت کې یې خپره کړې وه، کوریلا په سیمه کې دې اندېښنې ته په اشارې سره چې کېدی شي د داعش خراسان څانګه یا القاعده د افغانستان له روان ناوړه حالت څخه په استفادې سره سیمه بې ثباته کړي، وویل، «د هغوی درې غټې اندېښنې دا دي: افغانستان، افغانستان، افغانستان

واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې، «کېدی شي په سیمه کې ښکېل پوځي او دیپلوماتیک چارواکي، هغه استخباراتي معلومات چې د منځنۍ اسیا هېوادونه یې کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د بیا شکل نیولو په هکله له متحده ایالاتو سره شریک کړي، تر غور لاندې ونیسي.»

ترهګري او تاوتریخوالی

افغان شنونکي هم په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعدې د روزنیزو مرکزونو د بیا جوړېدنې په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پوځي چارو یوه افغان شنونکي متقاعد جنرال سید سمر سادات چې اوس په ترکمنستان کې ژوند کوي، وویل، «له بده مرغه چې افغانستان اوس هم د نړۍ والو ترهګرو لپاره یو مناسب ځای دی. په وروستیو کې د اسامه بن لادن زوی عبدالله افغانستان ته سفر کړی چې په ترڅ کې یې له اوسنیو واکمنانو سره په پټه کتلي او د هېواد له شمالي برخو څخه یې لیدنه ترسره کړې.»

سادات وویل، «د القاعدې د غړو، ناراضو او [په روسیه کې] د چیچنیا، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو د افراطیانو په ګډون نړۍ والو ترهګرو عناصرو استخدام او په افغانستان کې د مرکزونو جوړول پیل کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «افغانان د القاعدې د بیا راژوندي کېدلو اصلي قربانیان دي.»

نوموړي وویل، «د هغې بیا راژوندي کېدل به جنګ، تاوتریخوالی او انارشي رامنځته کړي او افغانستان به په نړۍ واله کچه منزوي کړي.»

سادات وویل، په افغانستان کې د القاعدې حضور پخوا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو غټ ګواښ وو او اوس هم دی، او د افغانستان امنیت او ثبات ته غټ خطر پېښوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي مطیع الله ابراهیم زي هم وویل چې یو شمېر ترهګرو سازمانونو او په ځانګړې توګه القاعدې په تېر کال کې یو ځل بیا په افغانستان کې قوت اخیستی او فعاله شوې ده.

ابراهیم زي وویل، دا ترهګره شبکه د هغې د تاریخچې او له افغانستان سره د اړیکو په پام کې نیولو سره، په اسانۍ سره توانېدلې چې خپل ځان بیا منظم کړي او اوس په افغانستان کې نور کسان استخداموي او خپل ځواکونه پیاوړي کوي.

هغه زیاته کړه، «د القاعدې بیا راژوندي کېدل به یو ځل بیا افغانستان په ترهګرۍ او تاوتریخوالی کې ور ډوب کړي او هېواد به د نړۍ والې ترهګرۍ لپاره په یوه خوندي پټنځای او مرکز باندې بدل کړي.»

هغه وویل، «هغه به همدارنګه د ترهګرو سازمانونو لپاره د استخدام چارې اسانې کړي او د افغانستان دېوالیه شوی اقتصاد به له پښو وغورځوي.»

په ایران کې د سیاسي چارو یوه افغان شنونکي عارف کیاني وویل، «القاعده د پخوا په پرتله اوس په افغانستان کې قوي حضور لري چې د افغانستان او نړۍ لپاره یې ګواښ جوړ کړی دی.»

کیاني وویل، «د القاعدې موخې سیمه ایزې او نړیوالې دي، او د سیمې او نړۍ لپاره به منفي امنیتي پایلې رامنځته کړي.»

هغه وویل، «دا ایجابوي چې نړۍ واله ټولنه د القاعدې د مهارولو لپاره لاس په کار شي. که نه، په افغانستان کې د موجودو وسلو او وسایلو په پام کې نیولو سره، کېدی شي چې القاعده د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ جوړ کړي.»

د سیاسي چارو یوه شنونکي سید مقدم امین وویل، «په دې کې شک نشته چې القاعده هڅه کوي چې په افغانستان او حتی په سیمه کې خپل ځان بېرته ورغوي.»

امین وویل، «که بیا ورغېږي، افغانستان به د ترهګرو او ورانکارو ګروپونو په یوه مرکز باندې بدل شي. زموږ په هېواد کې به بیا جنګ او بې ثباتي زور واخلي.»

[له کابل څخه حمزه د دې راپور په برابرولو کې همکاری کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500