سياست

د ایران په استخباراتو کې خورا ډېر بدلونونه د رژیم ژوره ویره څرګندوي

د پاکستان فارورډ لخوا

حسین طیب (ښي اړخ ته) د ایران د مشر علي خامنه اي له زوی مجتبی (ګس اړخ ته) سره په یو بې نېټې عکس کې خبرې کوي. [خپلواک فارسي]

حسین طیب (ښي اړخ ته) د ایران د مشر علي خامنه اي له زوی مجتبی (ګس اړخ ته) سره په یو بې نېټې عکس کې خبرې کوي. [خپلواک فارسي]

په ایران کې ښکاره امنیتي سرغړونو د سپاه پاسداران (IRGC) په استخباراتي څانګې سختې نیوکې رامنځته کړې او دغه سرغړونې په مهمو استخباراتي پوستونو کې په پراخه کچه د شخصیتونو د بدلون لامل شوې دي.

د جون په ۲۳مه، سپاه پاسدارن اعلان وکړو چې د دوی د استخباراتو مشر، چې د ایران په استخباراتي جوړښت کې تر ټولو پیاوړی شخصیت دی، له ۱۳ کلونو څخه وروسته بدل کړی شو. سپاه پاسداران د یادې پریکړې لپاره هېڅ دلیل یا تفصيل وړاندې نه کړو.

د ایران شارق ورځپاڼې دغه بدلون "یوه سیاسي زلزله" وبلله، لکه څنګه چې ډېرو شنونکو دغه بدلون بيان کړی دی.

حسین طیب، چې د منځنۍ کچې عالم دی او په پراخه کچه د "وحشت ناک شخصیت" په توګه بیان شوی، له پيل راهيسې د سپاه پاسداران د استخباراتو د څانګې مشر و.

حسین طیب په یو بې نېټې عکس کې. [تسنیم نیوز]

حسین طیب په یو بې نېټې عکس کې. [تسنیم نیوز]

محمد کاظمي د جون په ۲۳مه د حسین طیب په ځای د سپاه پاسداران د استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو. [په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی عکس]

محمد کاظمي د جون په ۲۳مه د حسین طیب په ځای د سپاه پاسداران د استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو. [په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی عکس]

د هغه ځای جنرال محمد کاظمي واخيستو، چې پخوا د سپاه پاسداران د استخباراتو ضد ادارې مشر و، چې د استخباراتو د ساتنې ادارې په نوم یادیږي.

په عېن حال کې، د کاظمي پوسټ د سپاه پاسداران د مشر مجید خادمي، چې د مجید حسیني په نوم ياديږي، لخوا ډک شو، چې د دفاع په وزارت کې یې د استخباراتو ضد د مشر په توګه کار کولو.

د جون په ۲۵مه، د یو بل لوی بدلون اعلان وشو.

د ابراهیم جباري ځای حسن مشروفر واخيستو. ابراهيم جباري د ایران مشر علي خامنه اي او د هغه کورنۍ ته د امنیت د برابرولو دنده په غاړه لرله.

کتونکي وايي، د جباري بدلول د خامنه اي د خپل ژوند او د هغه کسانو د ژوند په اړه چې هغه ته نږدې دي د هغه د شخصي اندېښنو څرګندونه کوي.

امنیتي ناکامۍ

د طیب له واکه لرې کولو پېښه د تازه امنیتي ناکامیو لړۍ وروسته رامنځته شوه کله چې ګڼ شمېر استخباراتي معلومات افشا شول او مرګونه وشول.

طیب، یوه متنازعه شخص دی چې ډېر کسان ترې خوشحاله نه وو، په لومړي ځل وروسته له هغې د سپاہ پاسداران پلوہ ډلو له سختو نيوکو سره مخ شو کله چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د ایران د اټومي پلان جوړونکی محسن فخرزاده ووژل شو.

د فخرزاده د وژلو او په دې وروستیو کلونو کې د څو کسانو مشکوک وژلو، په حساسو پوځي اډو کې څو چاودنو او په ایران کې د اټومي تاسیساتو څخه د حساسو اټومي او میزایل پروګرام سندونو غلا کولو له کبله د ایران د استخباراتو په وړتيا باندې په پراخه کچه تنقيد وشو.

د فخرزاده تر وژل کېدو وروسته، د ایران د کمزوري استخباراتو وزیر محمود علوي ومنله چې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو یو غړی په دغه پېښه کې لاس لرلو.

هغه له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، "هغه کس چې د وژنې لپاره یې لومړی تیاری کړی و، د وسله والو ځواکونو غړی و.

په هغه وخت کې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سيکريټري ریئر اډمیرل علي شمخاني وویل، د وژنې په "پیچلي" عملیاتو باندې کار د دوو عشرو راهيسې راون و او د ایران استخباراتي ټولنه ترې خبر وه.

هغه وویل، که څه هم، کله چې د عملیاتو وخت او توضیحات د وخت په تېرېدو سره بدل شول، د ایران استخباراتي ځواکونو "له بده مرغه د عمل کولو توان نه لرلو".

نورو وژنو د رژیم پر استخباراتي وړتیاو نیوکې راپارولي دي.

د راپورونو له مخې، کرنل حسن سید الخودي، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د ۸۴۰م یونټ ډپټي کمانډر و، د مۍ په ۲۲مه په تهران کې د خپل کور څخه بهر په خپل موټر کې په ډزو ووژل شو. ۸۴۰م يونټ په سوریه کې فعالیت کوي.

څه کم لس ورځې وروسته، د سپاه پاسداران قدس ځواک یو بل کرنل، کرنل علي اسماعیل زاده، د تهران په لویدیځ کې شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې په کرج سيمه کې په نامعلومه حالاتو کې مړ شو.

اسماعیل زاده د سید خودي نږدې همکار و.

د جون په ۱۳مه، د سپاه پاسداران د فضایي څانګې غړی علي کماني د مرکزي صوبې په خمین کې د ماموریت پر مهال ووژل شو.

وزارت په یو بیان کې وویل، په بله پېښه کې، محمد عبدوس، چې د دفاع او وسله والو ځواکونو د لوژستیک وزارت یو کارکوونکی و، د جون په ۱۲مه په شمالي سمنان صوبه کې د "یو ماموریت پر مهال" ووژل شو.

د سپاه پاسداران سره تړلې فارس نیوز راپور ورکړو چې ۳۳ کلن عبدوس هم د فضايي چارو په برخه کې کار کولو.

داسې انګیرل کیږي چې د سپاه پاسداران فضایي پروګرام ​​د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام​​او همدارنګه د هېواد د هوایي دفاع د ځينې برخې مسؤليت په غاړه لري.

طيب: یو متنازعه شخصیت

طیب، چې د خامنه اي زوی مجتبی ته ډېر نږدې و، د داسې یوې ادارې په مشرۍ کې يې مهم رول لرلو او داسې هېڅ لیکل شوي قوانین موجود نه وو چې د هغه واک يې محدود کړی وې، سره لدې چې د هغه د فعاليت په اړه بې اطميناني مخ په زياتېدو وه.

هغه د ۲۰۰۹ کال د تاوتریخوالي د هغه کړکیچ اصلي پلان جوړونکی و، کوم چې په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د جنجالي پایلو په اړه د زرغون غورځنګ لامل شو.

طیب، چې ډېره لږه وینا به يې کوله او د افرادو په وړاندې د دسیسې جوړولو لپاره مشهور و، د چاپیریال د ګڼ شمېر فعالینو په توقیف کولو کې لاس لرلو -- چې یو پکې په زندان کې مړ شوی و -- چې په دروغه د جاسوسۍ په تور تورن و.

هغه د هغه دوو اتباعو په نیولو کې لاس لرلو چې ایران ته د سفر په جریان کې نیول شوي وو، چې ځینې پکې په قيد کې دي.

په ایران کې مېشت د امنیتي چارو کارپوه علي شاکري المشارق ته وویل، "داسې ښکاريده چې طیب د خپل پوسټ څخه خورا ډېر نفوذ ترلاسه کړی و. هغه د هېواد د امنیت د ساتنې پر ځای د توطیې په تیورۍ او د افرادو په توقیفولو کې ډېر بوخت و."

شاکري وویل، که څه هم، "څنګه چې هغه ۱۳ کاله وړاندې د سپاه پاسداران د نوي تاسیس شوي استخباراتي څانګې د مشري کولو څخه مخکې د خامنه اي په دفتر کې کار کړی و، او لکه څنګه چې هغه د خامنه اي په داخلي حلقه کې و، هغه د ټولو اختلافاتو سرہ په خپل پوسټ کې ساتل شوی و".

په ۲۰۱۸ کال کې په یوه مرکه کې، پخواني صدر محمود احمدي نژاد وویل چې هغه د طيب "مخالف" و کله چې هغه په خپل پوسټ کې و ځکه چې هغه یو "متنازعه" شخصیت و.

په دې وروستیو کې، اسراييلي رسنيو پر طيب تور ولګولو چې د ايران د يوې ادعا شوې توطيې په پلان کولو کې يې لاس لرلو چې په ترکیه کې د رخصتۍ پر مهال اسراییلي اتباع ووژني یا يې وتښتوي.

وروسته له هغه چې د ترکیې استخباراتو په ترکیه کې د ایران دسیسه شنډه کړه، د طیب د احتمالي لرې کولو اوازې خپرې شوې.

په محتده ايالاتو کې مېشت ایراني کارپوه فریدون محیبي المشارق ته وویل، "داسې اوازې شته چې طیب ممکن یو جاسوس وي، خو دا چې هغه نظام ته دومره ډېر نږدې دی او په ډېر څه پوهیږي چې په فزیکي توګه نشي لرې کېدی."

هغه وويل، "ځينې وايي چې دا ناممکنه ده، خو زما په څېر ځينې نور فکر کوي چې په اسلامي جمهوريت کې د واک په مرکز کې هر عنصر يوه بيه لري، او که دا بيه ورکړل شي، نو دوی جاسوس جوړېدی شي."

د جون په ۲۳مه، طیب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان حسین سلامي د "لوړ سلاکار" په توګه وټاکل شو، خو ډېر شنونکي په دې باور لري چې دا پوسټ "یوازې د نوم ترحده پورې محدود" دی.

د جاسوسۍ ضد کمذوري استخبارات

د طیب پر ځای د کاظمي ټاکل کېدل ښيي چې خامنه اي او د هغه حلقه په دې باور لري چې د استخباراتو او جاسوسۍ ضد فعالیتونو په برخه کې د دغه هېواد کمزوري به رژیم ته نور هم زيان ورسوي.

ډېر کتونکي وايي چې د سپاه پاسداران په استخباراتي جوړښت کې وروستي بدلونونه احتمال لري د امنیتي ناکامیو، د بهرني نفوذ او د استخباراتو په برخه کې د سخت دریځو انتقادونو پایله وي.

نور اټکل کوي چې دا بدلونونه ممکن د سپاه پاسداران، د سپاه پاسداران د قدس ځواک او د استخباراتو وزارت ترمنځ د خپلمنځي جګړو له امله رامنځته شوي وي. دغه وزارت په دوامداره توګه د سپاه پاسداران د استخباراتو د جوړښت تر نفوذ لاندې راغلی دی.

د سپاہ پاسداران او د استخباراتو د وزارت ترمنځ تاوتریخوالی په ځانګړې توګه وروسته له هغې راپورته شو کله چې سپاه پاسداران د چاپیریال ساتنې ګڼ شمېر فعالانو له خوشې کولو څخه انکار وکړو، وروسته له هغې چې وزارت وویل چې دوی جاسوسان ندي او سپاه پاسداران باید دوی خوشې کړي.

په عېن حال کې، د راپورونو له مخې د سپاه پاسداران قدس ځواک هم د لا زیاتو استخباراتو او پريکړې کولو ځواک ترلاسه کولو لپاره هڅه کړې، که څه هم راپورونه وايي چې دا څرګنده ده چې بشپړ واک به د سپاه پاسداران د استخباراتي څانګو سره پاتې شي.

دا وروستې بدلون د کمزوري، د متاثره شوې استخباراتي نظام شتون او د حکومت او سپاه پاسداران ترمنځ د واک دوامداره مبارزه ثابتوي، چې رژیم یې د سختو پریکړو کولو ته اړ کړو ځکه چې دا هڅه کوي چې د مخ په زياتېدونکو مسلو سره مبارزه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500