دین

د چین د تامبې کان کابل ته نژدې پخوانی ښار له خطر سره مخ کړی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په میس عېنک کې د چینایي شرکت اډه دلته په دې عکس کې لیدل کیږي چې د مۍ په ۱۷مه اخیستل شوی دی. د تامبې کان کیندنې پروژه یو پخواني ښار ته زيان رسوي چې په دغه ځای کې د غرونو د لویو څوکیو څخه جوړ شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په میس عېنک کې د چینایي شرکت اډه دلته په دې عکس کې لیدل کیږي چې د مۍ په ۱۷مه اخیستل شوی دی. د تامبې کان کیندنې پروژه یو پخواني ښار ته زيان رسوي چې په دغه ځای کې د غرونو د لویو څوکیو څخه جوړ شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ميس عېنک -- دغه پخوانی ښار، چې کابل ته څېرمه په لوګر صوبه کې له پراخو څوکو څخه جوړ شوی دی، د تل لپاره د ورکېدو له خطر سره مخ دی ځکه چې د چین يو شرکت په نړۍ کې د تامبې ترټولو لويو زیرمو په استحصال سره دغه ښار ته زيان رسوي.

میس عېنک، چې د هېلنیسټي او هندي کلتورونو په سنګم کې موقعیت لري -- چې باور کیږي د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ يې شتون لرلو -- یو وخت یو لوی ښار و چې د تامبې د استخراج او سوداګرۍ سره يې تړاو لرلو.

لرغونپوهانو د بودا معبدونه، سټوپاګانې، کلاګانې، انتظامي ودانۍ او استوګنځایونه کشف کړي، په داسې حال کې چې په سلګونو مجسمې، نقاشۍ، خاورین لوښي، سکې او نسخې هم موندل شوي دي.

د فرانسوي شرکت ايکونيم لرغونپوه باسټین وروتسیکوس، چې د ښار او د هغې د میراثونو ډیجیټل کولو لپاره کار کوي، ای اېف پي ته وویل، میس عېنک په نړۍ کې "یو له خورا ښکلي لرغونو ځایونو څخه دی".

په میس عېنک کې د لرغونو آثارو یوه برخه دلته د مۍ په ۱۷مه په اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي. دغه پخوانی بودايي ښار چې کابل ته څېرمه له پراخو څوکو څخه جوړ شوی دی، د تل لپاره د ورکېدو له خطر سره مخ دی ځکه چې د چین يو شرکت په نړۍ کې د تامبې ترټولو لويو زیرمو په استحصال سره دغه ښار ته زيان رسوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په میس عېنک کې د لرغونو آثارو یوه برخه دلته د مۍ په ۱۷مه په اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي. دغه پخوانی بودايي ښار چې کابل ته څېرمه له پراخو څوکو څخه جوړ شوی دی، د تل لپاره د ورکېدو له خطر سره مخ دی ځکه چې د چین يو شرکت په نړۍ کې د تامبې ترټولو لويو زیرمو په استحصال سره دغه ښار ته زيان رسوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د چین د تامبې کان کیندنې پروژه د دې پخواني بودايي ښار پروړاندې يو مستقیم ګواښ دی چې کابل ته نږدې د لوړو څوکو څخه جوړ شوی دی. په میس عېنک کې د لرغون پېژندنې ځای د می په ۱۷مه دلته لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د چین د تامبې کان کیندنې پروژه د دې پخواني بودايي ښار پروړاندې يو مستقیم ګواښ دی چې کابل ته نږدې د لوړو څوکو څخه جوړ شوی دی. په میس عېنک کې د لرغون پېژندنې ځای د می په ۱۷مه دلته لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د بودا د مجسمې یوه برخه چې د لوګر صوبې په میس عېنک کې د لرغون پېژندنې په یو ځای کې کشف شوې وه، د مۍ په ۱۷مه دلته لیدل کېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د بودا د مجسمې یوه برخه چې د لوګر صوبې په میس عېنک کې د لرغون پېژندنې په یو ځای کې کشف شوې وه، د مۍ په ۱۷مه دلته لیدل کېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

موندل شوي اثار زياتره د دوهمې څخه تر نهمې پیړۍ سره تړاو لري، خو په دغه ځای کې لوښي هم موندل شوي چې د برونزو دورې سرہ تړاو لري.

د ماضي دفن کول

میس عېنک د اندازې او اهمیت په لحاظ سره د ایټالیې له پومپیو او د پیرو له ماچو پیکو سره پرتله شوی دی، چې دغه آثار د یوې لویې څوکې په سر په ۱۰۰۰ ايکړه سيمه کې شتون لري.

خو چین تامبې ته سخته اړتیا لري، او په ۲۰۰۷ کال کې د چین د کان کیندنې لوی میتالرجیکل ګروپ کارپورېشن د یو دولتي کنسورشیم مشري وکړه او ​​د ۳۰ کلونو لپاره يې د کانونو د کيندنې لپاره د ۳ ملیارد ډالرو قرارداد لاسلیک کړو​​.

که څه هم ناامني او د بیجینګ او کابل ترمنځ د تړون د مالي شرایطو په اړه اختلافات د ځنډ لامل شوي، دا پروژه یو ځل بیا د دواړو خواوو لپاره لومړیتوب دی، او خبرې اترې روانې دي چې څنګه په دې برخه کې پرمخ لاړ شي.

ویره مخ په ډېرېدو ده چې هغه ځای چې یو وخت د ورېښمو په لاره کې په خورا سوکاله سوداګریزو مرکزونو کې شمېرل کېده ممکن پرته لدې چې پام ورته وشي غايب شي.

وروتسیکوس وویل، د ۲۰۱۰ لسیزې په لومړیو کې، دا "په نړۍ کې د لرغون پېژندنې تر ټولو لویه پروژه وه".

MJAM په اصل کې د عملیاتو پېل د درېو کلونو لپاره وځنډاوو ترڅو لرغونپوهانو ته اجازه ورکړي چې په هغه سيمه تمرکز وکړي کوم چې په مستقیم ډول د ماین لخوا د خطر سره مخ ده.

دا موده په ناڅاپي ډول اوږده شوه ځکه چې امنیتي وضعیت چینایان د پلان شوي زیربنا جوړولو څخه منع کړل.

د پایلې په توګه، په زرګونو اثار کشف شول -- ځینې یې د کابل موزیم ته ویوړل شول، نور یې په نږدې سيمه کې وساتل شول. خو ډېر پاتې شوني دومره خورا لوی یا نازک دي چې لیږدول يې ګران کار دی، او داسې ښکاري چې ژر به غايب شي.

چینایان د ځمکې لاندې کان کیندنې پرځای د خلاصې کندې کيندل غوره کوي. که دا مخکې لاړ شي، دا به د تامبې غر پرانیزي او د تېر وخت ټول آثار به دفن کړي.

د چاپیریال پایلې

د چین پروژې د چاپیریال د پایلو په اړه اندیښنې راپارولي دي، ځکه چې د تامبې کان کیندنه چاپيريال ککړ کوي او خورا زياتو اوبو ته اړتیا لري، او لوګر له مخکې نه یوه وچه سیمه ده.

خو داسې ښکاري چې د پیسو احتمال د ماین پروژه پرمخ وړي.

د میس عېنک کان په کال کې د ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه د زیاتو پیسو د تولید ظرفیت لري -- چې د ۲۰۲۲ کال لپاره د افغان حکومت د بجټ تقريباََ۶۰ فيصده برخه ده -- او د دې پروسې د ګړندي کولو لپاره پلانونه شتون لري.

د راپورونو له مخې، په قرارداد باندې بحثونه "۸۰٪ پای ته رسیدلي" دي -- چې پکې د کان او کابل ته د برېښنا د سټېشن جوړول او پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ جوړول شامل دي -- چې یوازې تخنیکي مسایل پاتې دي.

اوسمهال، ځنډ د لرغون پېژندونکو لپاره د څه حده پورې رحمت دی.

پداسې حال کې چې په ساحه کې هېڅ کار ندی روان، وروتسیکوس هیله لري چې د کان کیندنې د عملیاتو له پېل څخه مخکې کیندنه بیا پېل کړي.

هغه وويل، خو حتی دا به په نړېواله همکارۍ او تمویل پورې اړه ولري.

احتیاط ته اړتیا ده

افغانستان د تامبې، اوسپنې، بوکسایټ، لیتیم او نادره فلزاتو زیرمې لري چې ارزښت یې تر یو ټریلیون ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.

د تېر دسمبر په میاشت کې په هرات ښار کې د مدني ټولنې یو فعال عبدالغفور نوروزي وویل، ​​چین له کلونو راهیسې د افغانستان د نادرو فلزاتو زیرمو ته سترګې په لار دی​​ او د مناسب فرصت په تمه دی چې په دغه زيرمو لاس پورې کړي ځکه چې دوی د ګټې يوه لویه سرچینه چمتو کوي.

د نومبر په میاشت کې هرات صوبې ته په سفر کې، یو چینایي سوداګر د افغان زعفرانو د پروسس کولو او خرڅولو کې د سرمايه کارۍ لپاره په خپلې لېوالتیا باندې ټینګار وکړو.

د چین ګلوبل ټایمز راپور ورکړو چې لږ وروسته ګڼ شمېر چینایي پانګوال افغانستان ته راغلل چې د هېواد د لیتیم په زیرمو کې پانګونه وکړي.

د تېر اګست له میاشتې راهیسې، د افغانستان د کانونو په سکټور کې د چینايي شرکتونو د سرمايه کارۍ هڅې هم د افغانانو تر منځ پوښتنې راپورته کړې دي.

د هرات ښار اقتصاد پوه سید کبیر حسیني هم د دسمبر په میاشت کې وویل، د افغانستان د طبیعي زیرمو د لوټلو د مخنیوي لپاره د چینایي کانونو شرکتونو ته د قراردادونو په ورکولو کې احتیاط ته اړتیا ده.

هغه وویل، "چینایي شرکتونه به هېڅکله په افغانستان کې سرمايه کاري ونه کړي، تر څو چې په بدل کې یې ډېره ګټه ترلاسه نکړي." "له دې شرکتونو سره تړونونه باید داسې طرحه شي چې افغانستان ته د زیان رسولو مخه ونیول شي."

حسیني زیاته کړه چې د ځمکې د نایاب فلزاتو او قیمتي فلزاتو زیرمې باید چینایي شرکتونو ته په ارزانه بیه ورنکړل شي. هغه یادونه وکړه چې پدې زیرمو د چين واحد تمرکز د هغې ښه اراده نه څرګندوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500