چاپیریال

مرستندویه سازمانونه په داسې حال کې احتجاج کوي چې زلزلې لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانان ووژل

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د یونیسف ګرځنده روغتیایي او تغذیه ټیمونه د جون په ۲۲مه د افغانستان په جنوب کې د یوې زورورې زلزلې له امله ژوبل شويو کسانو ته لومړنۍ مرستې رسوي. [افغانستان یونیسف]

د یونیسف ګرځنده روغتیایي او تغذیه ټیمونه د جون په ۲۲مه د افغانستان په جنوب کې د یوې زورورې زلزلې له امله ژوبل شويو کسانو ته لومړنۍ مرستې رسوي. [افغانستان یونیسف]

ګردېز -- چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) وویل، یوې زورورې زلزلې د شپې په اوږدو کې د افغانستان یوه لرې پرته سرحدي سیمه ولړزوله، چې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې ژوبل کړل، پداسې حال کې چې تمه کيږي د مرګ ژوبلې شمېر به زيات شي ځکه چې نا اميده ژغورونکي د ويجاړ شويو کورونو لټون کوي.

د ۵.۹ درجې زلزلې په ختیځ کې سيمه ترټولو سخته وځپله، چېرې چې اوسیدونکي له مخکې نه په هغه هیواد کې سخت ژوند کوي کوم چې د بشري بحران سره مخ دی.

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور ډايريکټر محمد امين حذيفه وويل، "خلک پرله پسې قبرونه کني." هغه زياته کړه چې يوازې په دغه صوبه کې لږ تر لږه ١٠٠٠ اوسېدونکي مړه شوي دي.

هغه خبریالانو ته وویل، "باران هم وريږي، او ټول کورونه ویجاړ شوي دي. خلک لا هم تر ملبې لاندې بند پاتې دي."

د سره صلیب کارکوونکي د جون په ۲۲مه په خوست صوبه کې له هغه افغانانو سره مرسته کوي کوم چې په زلزله کې ژوبل شوي دي. [آی اېف آر سي]

د سره صلیب کارکوونکي د جون په ۲۲مه په خوست صوبه کې له هغه افغانانو سره مرسته کوي کوم چې په زلزله کې ژوبل شوي دي. [آی اېف آر سي]

د مړو شمېر ټوله ورځ په تدريجي توګه زيات شو ځکه چې د تلفاتو خبرونه په غرونو کې له سختو سیمو څخه ترلاسه شول، او چارواکو خبرداری ورکړو چې دا ممکن نور هم لوړ شي.

تر دې مخکې، د پکتیکا یو قومي مشر وويل چې ژوندي پاتې شوي کسان او ژغورونکي له ځپل شویو کسانو سره د مرستې لپاره هڅې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه او ویډیو کلیپونه په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د خټو ویجاړ شوي کورونه ښيي.

په ځینو ويډيوګانو کې ځایي اوسیدونکي ښودل شوي چې قربانیان پوځي هيلي کوپټر ته خيژوي.

د مرستې ژمنې

بهرنیو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو له زورورې زلزلې څو ساعته وروسته له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې ژمنه وکړه.

ملګري ملتونو (يو اېن) او اروپايي اتحادیې (اي يو) په چټکۍ سره د مرستې وړاندیز وکړو.

د ای اېف پي په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) وویل، بشري همکاران د افغان چارواکو سره په همغږۍ په پکتیکا او خوست صوبو کې له ځپل شویو کورنیو سره د مرستې لپاره چمتووالی نیسي.

UNOCHA زیاته کړه، "سخت باران او یخنۍ ته په پام سره، بیړنۍ سرپناه یو سمدستي لومړیتوب دی."

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن پر خپل ټویټر باندې ولیکل، "اروپایي اتحادیه د وضعیت څارنه کوي او د همغږۍ او اغېزمنو خلکو او ټولنو سره د اروپايي ټولنې د بېړنۍ مرستې برابرولو لپاره چمتو ده."

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړېوال فدراسیون (آی اېف آر سي) هم په یو ټویټ کې وويل، "د افغانستان سرې میاشتې هلته د غبرګون ښودلو لپاره موجود ده."

دغه سازمان وويل، "مهم امدادي توکي په لاره دي او ګرځنده روغتیایي ټیمونه متحرک شوي دي."

د افغانستان لپاره د آی اېف آر سي د پلاوي مشر نیسفور مګني ټویټ وکړو، آی اېف آر سي او نور سازمانونه "د زلزلې وروسته چې پکتیکا او خوست یې ځپلي دي د سمدستي غبرګون او بیړنیو ارزونو کې د سیمه ایزو څانګو سره د ملاتړ لپاره ځای په ځای شوي دي."

د ای اېف پي په وینا، UNOCHA وويل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د پکتیکا صوبې ګیان ضلعې ته لږ تر لږه ۱۲ روغتیايي کارکوونکي او د پکتیکا صوبې برمل ضلعې او د خوست صوبې سپېرې ضلعې ته د روغتیا او تغذیې څو ګرځنده ټیمونه استولي دي.

یونیسف په یو جلا بیان کې وویل، "یونیسف مهم سامان هم ويشي چې پکې د پخلنځي تجهیزات، صابون، د وينځلو پاوډر، تولیې، د حفظ الصحې پیډونه او د اوبو بالټي، ګرمې جامې، بوټان او کمبلې، او همدارنګه خیمې او ترپالونه شامل دي."

له واتیکان ښار څخه پوپ فرانسیس د تازه زلزلې د قربانیانو لپاره دعا وکړه.

۸۵ کلن پوپ د خپلې اونیزې لیدونکو په پای کې وویل، "زه د زخمیانو او هغو کسانو سره د خپل نږدېوالي څرګندونه کوم چې اغیزمن شوي دي."

مرستې ته اړتیا ده

افغانستان په مکرر ډول د زلزلې له امله ځپل کیږي -- په ځانګړې توګه د هندوکش د غرونو په لړۍ کې چې د یوریشیا او هندي ټیکټونیک پلیټونو سره نږدې موقعیت لري.

د جنورۍ په میاشت کې د بادغیس صوبې په کلیوالو سیمو کې د دوو زلزلو له امله په سلګونو افغانان مړه او ژوبل شول او په سلګونو ودانۍ یې ویجاړې کړې.

په ۲۰۱۵ کال کې په پاکستان او افغانستان کې د ۷.۵ درجې زلزلې له امله تر ۳۸۰ څخه ډېر کسان وژل شوي وو، چې زیاتره مرګونه په پاکستان کې رامنځته شوي و.

وروستۍ زلزله په داسې حال کې راغله چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی.

مرستندویه ادارې او ملګري ملتونه وايي، افغانستان د روان کال د بحران د حل لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.

مرستندویه ادارو په ځانګړې توګه په افغانستان کې، چې د بار بار زلزلو، سیلابونو او د ځمکې ښویدنې سره مخ دی، د بحران پر وړاندې د چمتووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500