سياست

چین په منځني ختیځ کې د خپل تسلط د غځولو په لټه کې دی او ایران ته مخه کوي

د فارس العمران لخوا

د ايران صدر ابراهيم رئيسي د اپرېل په ۲۷مه د چين د دفاع وزير وي فنګ په مشرۍ د چين له پوځي پلاوي سره وکتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې پوځي اړيکو په اړه خبرې اترې وکړي. [د ایران د ولسمشرۍ وېب پاڼه]

د ايران صدر ابراهيم رئيسي د اپرېل په ۲۷مه د چين د دفاع وزير وي فنګ په مشرۍ د چين له پوځي پلاوي سره وکتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې پوځي اړيکو په اړه خبرې اترې وکړي. [د ایران د ولسمشرۍ وېب پاڼه]

شنونکي وايي، چین هڅه کوي چې له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو په کلک تعقيب سره او د دغه اسلامي جمهوريت په استفادې سره په منځني ختیځ او د تېلو په بډایه خلیج کې خپل اقتصادي نفوذ پراخه کړي.

د دې مقصد لپاره، بیجینګ په سیمه کې پروژې پېلوي او د "رغونې لپاره د تېلو" پروګرام د یوې برخې په توګه د مینځني ختیځ د هېوادونو سره د تړونونو په لاسليک کولو سره د لوی سکتوري پانګوونې ژمنه کوي.

د دې ستراتیژۍ یوه برخه د بېلټ او لارې نوښت (بي آر آی) دی چې د یو بېلټ یو روډ (اوبور) په نوم هم یادیږي چې په ۲۰۱۳ کال کې د چین د صدر شي جین پینګ لخوا پېل شوی و او موخه یې د ختیځ آسیا څخه اروپا او افريقا ته د زیربنایي پروژو پراخه شبکه جوړول دي.

شنونکو وویل چې د بي آر آی لوی هدف دا دی چې نړېوال اقتصاد په چین تکیه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د هغه ايراني سيال حسين آمير عبداللهيان د مارچ په ۳۱مه په بېجينګ کې د غونډې په ترڅ کې له يو بل سره څنګلې ملاوهي. [د چین د بهرنیو چارو وزارت وېب پاڼه]

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د هغه ايراني سيال حسين آمير عبداللهيان د مارچ په ۳۱مه په بېجينګ کې د غونډې په ترڅ کې له يو بل سره څنګلې ملاوهي. [د چین د بهرنیو چارو وزارت وېب پاڼه]

دوی زیاته کړه چې د ۱ ټریلیون ډالرو اټکل شوی نوښت له هر ډول سوداګریز یا اقتصادي هدف نه علاوه نور اهداف هم لري او دا غواړي چې په نړېوالو پالیسیو او پریکړو کې د چین سیاسي وزن او نفوذ پیاوړی کړي.

د خپل تسلط په لټه کې، چین د خپل متحد ایران په لور په کلکه حرکت کوي چې د اوږدې مودې اړیکې رامینځته کړي چې د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده.

د جنورۍ په نیمایي کې، تهران اعلان وکړو چې له چین سره د ۲۵ کلن هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو تړون (سي اېس سي ای) پلي کول پېلوي، چې تېر کال لاسلیک شوی و.

د تړون د شرایطو له مخې، ایران به د ۴۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پروژې پېل کولو له لارې په بي آر آی کې شامل شي.

د عراق د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر غازي فیصل حسین المشارق ته وویل، چین به په بدل کې له ایرانه تېل په نړېوال بازار کې په ۳۰ فيصده تخفیف سره اخلي.

په تهران باندې د نړېوالو بندیزونو سربېره، چین د ایران د تېلو یو له لوی واردونکو څخه دی، پداسې حال کې چې په پټه توګه بیجینګ ته صادرات د راپور له مخې د روان کال په لومړۍ ربع کې په ورځ کې ۸۴۰۰۰۰ بیرلو ته رسیدلي دي.

ګډې موخې

حسين وويل، "چين او ايران دواړه په دې ستراتيژيکي همکارۍ کې ګډې موخې لري."

هغه څرګنده کړه، "چين هيله لري چې د سيمې پر سترو معدني سرچينو باندې د لاسونو په لګولو سره نړېوال اقتصادي مرکز جوړ شي."

هغه زیاته کړه، په عېن وخت کې، "ایران غواړي د لویدیځ له بندیزونو سره سم له نړېوالو شریکانو لکه چین او روسیې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي."

حسین وویل، له چین سره د خپلو اړیکو د ټینګولو لپاره د ایران لېوالتیا هم د ایران د وسلو د صنعت په ملاتړ کې د بیجینګ له رول سره تړلې ده.

هغه وویل، په دې کې د هغه د بالستیک توغندیو پروګرام، اټومي پروژې چې میلیاردونه ډالر لګښت لري، او د سیمه ایز ثبات د ويجاړولو لپاره د ایران نیابتي جنګونه شامل دي.

تهران له چین څخه د پوځي تخصص او عصري وسلو په ترلاسه کولو کې له روسیې وروسته دویم لومړیتوب لري، چې د ایران د وسلو ستر عرضه کونکی دی.

له تېر کال راهيسې د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ د لوړې کچې يو لړ ليدنې تر سره شوې چې په دې وروستيو کې پدې کې د اپرېل په ۲۷مه تهران ته د چين د دفاع وزير وي فنګ سفر شامل دی.

شنونکو وویل، دې همکارۍ د خلیج د هېوادونو تر منځ شکونه راپارولي دي، ځکه چې چین د ایران د امنیت ضمانت کوونکی او په سیمه کې د خپل تخریبي رول تمويل کونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې چین د دې ادعا سره سره چې غواړي د منځني ختیځ هېوادونه په بي آر آی کې شامل کېدو ته وهڅوي او د آزادې سوداګرۍ خبرې اترې ګړندۍ کړي او دوی ته نږدې شي.

چین د خپلو اړتیاو ۴۰ سلنه تېل له خلیج څخه واردوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري ۱۸۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

حسین وویل، "چین هم د عراق اهمیت له پامه نه غورځوي، چې د انرژۍ پراخې زیرمې لري."

په عراق کې د چین ګټې

حسین وویل، عراقي ملېشې چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره تړاو لري په عراق کې د چینایي ګټو د ودې او ساتنې لپاره د تهران د لید، "ختیځ ته مخه کول"، پر بنسټ فشار راوړي.

هغه زیاته کړه، هغه ملېشې چې غواړي د ایران لپاره د نفوذ یوه ستراتیژیکه سیمه جوړه کړي، هم هڅه کوي چې د چینایي سرمايه کارۍ لپاره له ملاتړ څخه د خپلې شتمنۍ د زیاتولو لپاره ګټه پورته کړي.

د بي آر آی لاندې، چین له تېر کال راهیسې عراق ته د زیربنایي پروژو د جوړولو لپاره ۱۰.۵ ملیارد ډالرو تمویل کړی دی، چې پکې د بجلې پلانټ او یو هوایي ډګر شامل دي.

شنونکو وويل، سره له دې، بغداد نه غواړي چې چین د عراق د سرمايه کارۍ په بازار باندې تسلط ترلاسه کړي.

رویټرز د مۍ په ۱۷مه راپور ورکړو چې د عراق حکومت تېر کال د هغه درېو تړنونو د ترسره کولو مخالفت وکړو چې له لارې یې چین د نړېوالو شرکتونو څخه د تېلو په سرمايه کارۍ کې د برخه اخیستو اراده لرله.

عراقي چارواکو اندیښنه وښودله چې چینایي شرکتونو ته د هېواد د تېلو په ساحو کې ډېر کنټرول ورکول کېدی شي د لویدیځ د تېلو شرکتونو وتلو ته چټکتیا ورکړي او عراق د بهرنۍ سرمايه کارۍ لپاره لږ زړه راښکونکی ډګر جوړ کړي.

یو عراقي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی رویټرز ته وويل، "موږ نه غواړو چې د عراق د انرژۍ سکتور دې د چین په مشرۍ د انرژۍ د سکتور په توګه تشریح شي، او په دې دریځ د حکومت او د تېلو وزارت ترمنځ موافقه شوې ده."

هغه وويل، "د امريکا او اروپايي پانګوالو شرکتونو د ځواک او وقار په پرتله د چين د پانګونې شتون د عراق لپاره مهم نه دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500