کډوالان

اسلامي علماوو د ایران له خوا له افغانانو سره روان چلند غیر اسلامي او غیر انساني وباله

د عمر راپور

د تاوتریخوالي او شکنجو د پېښو په هکله له وروستیو راپورونو څخه وروسته، افغان دیني عالمانو د ایراني رژیم له خوا له افغان کډوالو سره شوی ناوړه چلند د غیر اسلامي او غیر انساني چلند په توګه غندلی دی. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د تاوتریخوالي او شکنجو د پېښو په هکله له وروستیو راپورونو څخه وروسته، د هرات دیني عالمانو د ایراني رژیم له خوا له افغان کډوالو سره شوی ناوړه چلند د غیر اسلامي او غیر انساني چلند په توګه غندلی دی.

ایران له لسیزو راهیسې په میلیونونو افغان کډوالو ته ځای ورکړی، خو د زمري میاشتې راهیسې په دغه هېواد باندې د کډوالو د سېل تازه څپې ور روانې دي، چې چارواکي او عادي خلک یې بې حوصله کړي دي.‌

په وروستیو میاشتو کې، په ایران کې د افغان کډوالو زړه بوږنونکي انځورونه او ویډیوګانې خپرېږي چې په وینو ککړ افغانان چې د چاقوګانو او نورو مرګونو وسیلو ګوزارونه پرې شوي دي، ښیي.

په هرات کې تېره میاشت وروسته له هغه اعتراضونه پيل شول چې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ایراني سرحدي ساتونکي او ملکي خلک یې د افغانانو د وهلو په حالت کې ښودل، خو دا معلومه نه وه چې دغه عکسونه کله او چېرې اخیستل شوي ول.

یو را اېستل شوی افغان د وري په ۳۰مه د ایراني مقاماتو له خوا له شکنجو څخه وروسته په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

یو را اېستل شوی افغان د وري په ۳۰مه د ایراني مقاماتو له خوا له شکنجو څخه وروسته په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

افغان دیني عالمان وایي، ایرانی رژیم د بې ګناه افغانانو په شکنجه کولو او وژلو سره د اسلامي ارزښتونو سپکاوی او له اسلامي احکامو څه سرغړونه کوي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالله مولوي زاده وویل، «د اسلام او د حضرت محمد (ص) د احادیثو په اساس، په ایران کې د افغان کډوالو شکنجه کول او له هغوی سره ناوړه چلند کول کاملا ممنوع دي.»

هغه زیاته کړه، «که ایراني عسکر واقعا مسلمانان وای، هغوی به هېڅکله هم افغان کډوال شکنجه کړي نه وای او نه به یې له هغوی سره ناوړه چلند کړی وای.»

مولوي زاده وویل چې که یو مسلمان مجبور شي چې یوه اسلامي هېواد ته کډه وکړي، دا د هغه هېواد وظیفه ده چې هغه ته سرپناه ورکړي.

په هرات ښار کې د مولوي غلام محمد محمدي په نامه یوه بل دیني عالم وویل،‌ په داسې حال کې چې د ایران حکومت خپل ځان اسلامي بولي، له افغان کډوالو سره د هغوی چلند کاملا غیر اسلامي دی.

هغه زیاته کړه، د افغان کډوالو پر ضد د ایرانیانو له خوا کېدونکی تاوتریخوالی غیر انساني او د شریعت خلاف دی.

هغه وویل، «ایران نشي کولی چې د بې وزلو افغان کډوالو پر ضد چې هغه هېواد ته د کار او نفقې په لټون پسې تللي دي، ناوړه چلند او تاوتریخوالی ترسره کړي،» او ټینګار یې وکړ چې اسلام یو د ورورولۍ او زړه سوي دین دی.

افغان دیني عالمان وایي، د اسلام له نظره، یو مسلمان ګاونډی په نورو مسلمانو ګاونډیانو باندې ډېر حقونه لري چې هغوی یې باید درناوی وکړي.‌

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم قاري محمد عارف نوري وویل،‌ د افغان کډوالو له حقونو څخه ډېرې سرغړونې شوي دي.

هغه زیاته کړه، «په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد ناوړه چلند او ظلم د اسلامي ارزښتونو پر ضد کارونه دي. اسلام داسې چلند ردوي.»

نوري وویل، مسلمانان سره ورونه دي. یو ورور باید له بل ورور سره ناوړه چلند ونه کړي.‌

د هرات یوه اوسېدونکي صبغت الله عظیمي وویل، «ایران هېڅکله هم د خپلو ګاونډيانو ښه دوست نه وو. تل یې د خپلو ګاونډیانو د تاوان په بدل کې خپلې ګټې لټولي دي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت افغان کډوالو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري.»

نړۍ والې محکمې باید لاس په کار شي

ځینې افغان شنونکي او قانون پوهان له نړۍ والو محکمو څخه غوښتنه کوي چې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د ناوړه چلند پېښې وڅېړي.‌

په هرات ښار کې یوه قانون پوه محمد عارف آریافر وویل، د کډوالۍ د نړۍ والو قوانینو په اساس، د ایران رژیم حق نه لري چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي.

هغه وویل، «موږ په ایران کې د افغان کډوالو له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې په خپلو سترګو لیدلي دي. کډوال کاملا بې وسه دي او له ځان نه د دفاع لپاره هیڅ هم نه لري.»

هغه زیاته کړه، «ځینې داسې ټکان ورکوونکي راپورونه هم شته چې ادعا کوي چې د ایران حکومت په بېلابېلو دلایلو بې ګناه افغان کډوال وژني او د هغوی د بدن غړي خرڅوي.‌»

آریافر وویل، دا ټول مشکوک جرمونه باید د باوري نړۍ والو موسساتو له خوا وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه، «په ایران کې د افغان کډوالو په شکنجه او وژنه کې ښکېل هر کس باید په ګوته شي او حساب ورسره وشي. لسیزې کېږي چې په ایران کې له استوګنو افغان کډوالو سره ظلمونه کیږي، خو موږ هېڅکله هم نه دي لیدلي چې له هغوی څخه چا پوښتنه ګروېږنه کړي وي.»

په غور کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد ظاهر اندیشمند وویل،‌ په ایران کې له افغان کډوالو سره ظلم، ناوړه چلند او د هغوی وژل د بشریت پر ضد یو جنایت دی چې باید هر اړخیزه څېړنه یې وشي.

هغه په ایران کې روان وضعیت ته په کتلو سره وویل، «هیڅوک یې هم د افغان کډوالو د درد او غم پوښتنه نه کوي.»

اندېشمند وویل، ملګري ملتونه باید په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مداخله وکړي او د لا نور ناوړه چلند او ظلم مخه ونیسي.

هغه وویل، «موږ له ډېرو کالونو راهیسې ډېر خلک پېژنو چې په ایران کې ورک دي،» او زیاته یې کړه چې د ایران حکومت «هېڅ موسسې ته هم اجازه نه ورکوي چې د ورک شویو کسانو پلټنه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500