تروريزم

تحريک طالبان پاکستان د روژې په میاشت کې د عملیاتو له زیاتیدو وروسته د اختر اوربند وغځوو

د زرک خان له خوا

د سولې فعالانو او د هغو قربانیانو خپلوانو چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) کې د تحريک طالبان پاکستان په ډله ییزه وژنه کې وژل شوي وو، په تېر دسمبر کې د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته یو احتجاج وکړو. [زرک خان]

د سولې فعالانو او د هغو قربانیانو خپلوانو چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) کې د تحريک طالبان پاکستان په ډله ییزه وژنه کې وژل شوي وو، په تېر دسمبر کې د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته یو احتجاج وکړو. [زرک خان]

اسلام آباد -- تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سولې خبرو اترو لپاره د پاکستان له حکومت سره اوربند غځولی دی، حتی وروسته له دې چې د روژې په میاشت کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کړل.

د قبایلي مشرانو په وینا، د ټي ټي پي اوربند چې د اختر لپاره موافقه شوی و، اوس تر راتلونکې دوشنبې (د مۍ د ۱۶مې نېټې) پورې غځول شوی دی.

د جنوبي وزیرستان مشرانو د می په ۶مه د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان د مشرتابه ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو لپاره یوه ۳۵ کسیزه شورا جوړه کړه.

خان، چې یو قبایلي مشر دی او د امنيتي دلايلو له کبله يې يوازې تخلص استعمال کړو، وویل، "د کمیټۍ غړو افغانستان ته سفر وکړو چې د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو سره وګوري ترڅو دوی قانع کړي چې اوربند تصویب کړي او د سولې خبرې پېل کړي چې د تېر کال په دسمبر کې ځنډول شوي وې."

ماشومان د اپرېل په ۱۳مه په کراچۍ کې د روژې ماتولو څخه مخکې دعا کوي. تحريک طالبان پاکستان ادعا وکړه چې په پاکستان کې یې د روژې په مبارکه میاشت کې ۵۷ بریدونه کړي دي. [زرک خان]

ماشومان د اپرېل په ۱۳مه په کراچۍ کې د روژې ماتولو څخه مخکې دعا کوي. تحريک طالبان پاکستان ادعا وکړه چې په پاکستان کې یې د روژې په مبارکه میاشت کې ۵۷ بریدونه کړي دي. [زرک خان]

هغه وویل، "موږ هیله من یو چې اوربند به لږ تر لږه یوه میاشت دوام وکړي.

تحريک طالبان پاکستان په خپل یو لیک کې خپلو جنګیالیو ته هم لارښوونه وکړه چې "د ډلې د مرکزي مشرتابه له پریکړې سرغړونه ونه کړي".

اسلام آباد تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېر نومبر کې اسلام آباد له ټي ټي پي سره د سولې خبرې اترې وکړې چې په پایله کې یې یوه میاشت اوربند وشو.

خو، تحريک طالبان پاکستان د دسمبر په ۹مه د اوربند د ختمولو اعلان وکړو او د پاکستان په قانون پلي کونکو ځواکونو باندې یې بیا بریدونه پېل کړل وروسته له هغه چې اسلام آباد په وادي سوات کې د دې ډلې د پخواني ویاند په ګډون د ۱۰۰ وسله والو له مختلفو زندانونو څخه د خوشې کولو څخه انکار وکړو.

د سولې له خبرو سره مخالفت

د هغه وخت وزير اعظم عمران خان په تېر اکتوبر کې اعلان وکړو چې حکومت یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په لومړي ځل له دغې ډلې سره خبرې اترې کوي.

دا پرېکړه د ترهګرۍ د قربانیانو او د مدني ټولنې د فعالانو د سختو نیوکو سره مخ شوه.

دوی وويل، د ټي ټي پي سره د سولې تېر تړونونه د سولې په بحالولو کې ناکامه شول او پر ځای يې وسله واله ډله پياوړې او قوي کړه.

د تحريک طالبان پاکستان مشرانو د هغه تړنونو سرغړونه وکړه چې دوی په ۲۰۰۴, ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې لاسلیک کړې ول.

تحريک طالبان پاکستان په پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې سلګونه بریدونه کړي دي، چې پدې کې په ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) باندې برید شامل دی چې له ۱۴۵ څخه ډېر کسان پکې وژل شوي ول، چې زیاتره یې ماشومان ول..

پاکستان، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو تحريک طالبان پاکستان یو ترهګریز سازمان ګرځولی دی.

د تحريک طالبان پاکستان پر ضد له پوځي عملیاتو اوه کاله وروسته، اسلام آباد اوس هڅه کوي چې د دغې ډلې د بېرته راتګ مخه ونیسي.

فیصل علي، چې د هغه ۱۲ کلن زده کونکي خپل دی کوم چې په ای پي اېس کې وژل شوی و، وویل، د تحريک طالبان پاکستان د ترهګرو سره خبرې کول د ترهګرۍ لخوا د وژل شويو زرګونو بې ګناه خلکو سره د خیانت کولو په څېر يو عمل دی.

هغه وویل، تحريک طالبان پاکستان ته د بخښنې په وړاندې کولو سره، حکومت وسله وال پياوړي کړي دي، چې لاهم ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، تحريک طالبان پاکستان په تېر کال کې باور ترلاسه کړی دی.

د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (پيپس)، چې په اسلام آباد کې مېشته امنیتي څېړنيز مرکز دی، په وینا، په پاکستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې په ترهګریزو بریدونو کې ۴۲ فيصده زیاتوالی راغلی دی.

پيپس مشاهده وکړه، تحريک طالبان پاکستان یوازې په ۲۰۲۱ کال کې د ۸۷ بریدونو مسؤليت په غاړه لرلو (د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸۴ فيصده ډېر)، چې ۱۵۸ کسان پکې وژل شوې ول.

د ترهګرۍ ضد چارواکي وویل، په داسې وضعیت کې، تحريک طالبان پاکستان ته د بخښنې په ورکولو سره، حکومت نه یوازې دغه ترهګره ډله پیاوړې کړې بلکې دا يې تسليم کړې ده.

د روژې په میاشت کې تاوتریخوالی

تحريک طالبان پاکستان د مارچ په ۳۰مه د روژې په میاشت کې د برید د پلانونو اعلان وکړو. په پاکستان کې د روژې مقدسه میاشت د اپرېل په ۳ مه پيل شوه.

د تحريک طالبان ویاند محمد خراساني په هغه وخت کې وویل، "د سپرلي عملیات" به د روژې په لومړۍ ورځ پېل شي او امنیتي ځواکونه او د هغوی همکاران به په نښه کړي.

د تحريک طالبان پاکستان د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې د خپور شوي بیان له مخې، ټي ټي پي د ۵۷ بریدونو ادعا کړې، چې ۹۷ کسان پکې وژل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر پکې ژوبل شوي دي.

خپلواکو څارونکو د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمې ته د لاسرسۍ د نه لرلو له کبله د تحريک طالبان پاکستان ادعا تاييد نه کړه.

دیني عالمانو او د سولې فعالانو د تحریک طالبان پاکستان لخوا د روژې په مبارکه میاشت کې د ترهګریزو کړنو غندنه کړې ده.

مفتي عبدالقوي، چې په اسلام آباد کې مېشت دی، وویل، "تحريک طالبان پاکستان د عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) او نورې ترهګرې ډلې له اسلام سره هېڅ تړاو نلري."

"دوی د روژې د مبارکې میاشتې لپاره هیڅ احترام نه لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500