تکنالوژي

افغان چارواکو د تهران د نفوذ د محدودولو لپاره پر ایراني سیم کارتونو او پیسو بندیز ولګوو

د عمران لخوا

په نیمروز صوبه کې افغان چارواکو د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې یو کمپاین پېل کړو چې ایراني سیم کارتونه او د انټرنیټ وسایل راټول او غیر فعال کړي. دوی وايي چې دا کمپاين د ایران د څارنې د مخنیوي د هڅو یوه برخه ده. [عبدالله عزیزي]

هرات -- افغان چارواکو په نیمروز کې د ایراني سیم کارتونو او د انټرنیټ وسایلو د راټولولو او غیر فعالولو کمپاین پېل کړی دی چې د دوی په وینا موخه یې د ایران د څارنې مخنیوی دی.

د اپرېل په ۱۵مه د کمپاین له پېل راهیسې، چارواکو په سلګونو سیم کارتونه او د وای فای وسایل او په زرګونو پري پیډ ټاپ اپ کارتونه راټول کړي او غیر فعال کړي دي چې د ایراني مخابراتي شبکو لخوا ویشل شوي ول.

د نیمروز صوبې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست ډايريکټر عبدالرحیم فیاض له مخې، د کمپاین موخه د ایران د استخباراتي ادارو لخوا د څارنې او په ځایي خلکو کې د نفوذ مخه نيول دي.

فیاض وویل، "دا سیم کارتونه په بشپړه توګه د افغانستان د مخابراتو د ادارې له کنټرول څخه بهر دي، او د نیمروز د اوسیدونکو امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی."

ایراني سیمونه او د موبايل پري پيډ ټاپ اپ کارتونه د اپرېل په ۱۵مه د نیمروز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ریاست کې لیدل کیږي کله چې چارواکو دغه کارتونه ضبط کړل چې موخه يې په افغانستان کې د ایران د څارنې د هڅو مخه نيول و. [عبدالله عزیزي]

ایراني سیمونه او د موبايل پري پيډ ټاپ اپ کارتونه د اپرېل په ۱۵مه د نیمروز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ریاست کې لیدل کیږي کله چې چارواکو دغه کارتونه ضبط کړل چې موخه يې په افغانستان کې د ایران د څارنې د هڅو مخه نيول و. [عبدالله عزیزي]

هغه وويل، "ايراني سيم کارتونو د سيمه ييزو مخابراتي شرکتونو خدمتونه ګډوډ کړي دي." هغه زياته کړه، "موږ به اجازه ورنکړو چې دوی په نيمروز کې فعاليت وکړي."

د نیمروز صوبې د زرنج ښار یو اوسېدونکي عبدالکریم محمدي وویل، "د ایران رژیم د خپلو مخابراتي شبکو له لارې د خلکو د خبرو اترو څارنه کوي ترڅو په نیمروز کې وضعیت تر اغېز لاندې راولي او کنټرول یې کړي." هغه زياته کړه، دا اقدام به په صوبه کې د ایران د جاسوسۍ هڅې له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه، ایراني سیم کارتونه او د وای فای وسایل د افغان سیالانو په پرتله په ارزانه بیه وړاندې کېږي.

د زرنج یو بل اوسیدونکي عصمت الله مبشر وویل، "د ایران رژیم له تېرو څو کلونو راهیسې د پري پيډ موبايل ټاپ اپ کارتونو څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي، او دا باید سمدستي ودرول شي."

په تومان بنديز لګول

په عېن حال کې د افغانستان بېنک (ډي ای بي)، چې د افغانستان مرکزي بېنک دی، په ټول هېواد کې د ایراني تومان په استعمالولو باندې بندیز لګولی دی.

د افغانستان د بېنک ویاند صابر مومند د اپرېل په ۱۸مه سلام ټایمز ته وویل چې اوس د ایراني اسعارو کارول منع دي او د جرمانې سبب به وګرځي.

هغه وویل، "په تجارت کې د ایراني تومان استعمال په نیمروز کې د افغانۍ ارزښت ټیټ کړی او د نیمروز خلک د خپل هېواد د اسعارو له کارولو سره نا اشنا شوي دي."

هغه زیاته کړه، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د تومان استعمال ایران ته ګټه رسولې او په ډېرو مواردو کې دا د امریکايي ډالرو په بدل کې افغانستان ته داخل شوی دی.

د زرنج ښار اوسېدونکي غلام سخي نیازی د تومان په استعمال باندې د بندیز هرکلی وکړو.

"افغانۍ زموږ شناخت دی او په ورځنيو راکړو ورکړو کې د تومان کارول د افغانستان اقتصاد ته زيان رسوي. که په ایران کې افغانۍ نه کارول کېږي، نو ولې باید په افغانستان کې ایراني پیسې وکارول شي؟"

هغه وويل، "د بېلګې په توګه په ځينو صوبو کې -- هرات او کندهار چې افغانۍ پکې د ډېر حده پورې کارول کېږي -- کاروبارونه د زيان سره مخ نه دي، خو په نيمروز او د فراه په ځينو سيمو کې چې راکړه ورکړه پکې په تومان کې کېږي، سوداګري د ډېر حده پورې د زيان سره مخ کيږي."

هغه زياته کړه، په ايران کې افغانۍ ارزښت نه لري، نو له همدې امله، د تومان سره بايد په افغانستان کې هم ورته چلند وشي.

د زرنج ښار د اقتصادي چارو کارپوه محمد حسن مختار وويل، د تومان د استعمال منع کول به په نيمروز کې د افغانۍ ګردش او ارزښت ته وده ورکړي.

هغه وويل، "کله چې په ورځنيو راکړو ورکړو کې د تومان استعمال منع شي، نو افغانۍ پيسې به یې ځای واخلي او په بازار کې به په ګردش کې شي. څومره چې زياتې افغانۍ په ګردش کې وي، نو هغه هومره به زموږ د ملي اسعارو ارزښت لوړ شي."

هغه زیاته کړه، "ایراني تومان په نړۍ کې یو له بې ارزښته اسعارو څخه دی او باید په بشپړه توګه د افغانستان له بازارونو څخه وویستل شي."

د ایراني نفوذ مخنیوی

شنونکي وړاندوینه کوي چې دواړه بندیزونه به په نیمروز کې د ایران نفوذ کم کړي.

د سیاسي شنونکي خالد سکندر په وینا، د ایران رژیم توانیدلی چې په ځینو سرحدي صوبو، په ځانګړې توګه په نیمروز کې، خپل نفوذ پراخه کړي، چېرې چې د هېواد استخباراتو ډېر فعال اجنټان ساتلي دي.

هغه وویل، د ایران رژیم په نیمروز کې خپل سیم کارتونه په ټیټه بیه صادر کړي دي "ترڅو په دغه صوبه کې خپل نفوذ وساتي او کورني مخابراتي شرکتونه کمزوري کړي."

هغه زیاته کړه، که څه هم د روانو عملیاتو سره به په نیمروز کې د ایراني استخباراتو نفوذ کم شي.

سکندر وویل، "د ایراني سیم کارتونو واردول د ایران د حکومت یو سکيم دی. کله چې دا غیر فعال شي، په افغانستان کې به د ایران خفيه فعالیتونه هم کم شي.

په زرنج ښار کې د مدني ټولنې یو فعال محمد اکبر حقدوست وویل، د ایران رژیم د نیمروز بازار په تور بازار کې بدل کړی دی." "دې خپل بې ارزښته اسعار بازار ته داخل کړي ترڅو له افغانستان څخه د امریکایي ډالرو یا نورو قیمتي توکو په واردولو سره ګټه ترلاسه کړي."

هغه وویل، "ایراني استخباراتي اجنټانو په نیمروز صوبه کې د تومان او ایراني سیم کارتونو د کارونې په هڅولو کې ډېره ونډه لرله، خو اوس د دغو کړیو هڅې ناکامې شوې دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500