کډوالان

افغانان له ایران څخه له را اېستل کېدلو څخه مخکې د وهل کېدلو او شکنجو کیسې کوي

د عمر راپور

ډېر هغه افغان کډوال چې په وروستیو اونیو کې له ایران څخه را اېستل شوي وایي چې هغوی د ایراني پولیسو او عامو خلکو له خوا په بې رحمۍ سره وهل شوي او شکنجه شوي او بیا افغانستان ته را شړل شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې له ایران څخه د را اېستل کېدونکیو افغان کډوالو شمېر په زیاتېدلو دی، ډېر یې وایي چې ایراني پولیسو او عامو ایرانیانو په بې رحمانه توګه وهلي او شکنجه کړي دي.‌

د تازه راشړل شویو افغانانو په وینا، دغه تاوتریخوالی تر ډېره د هغو کسانو پر ضد کېږي چې د استوګنې جوازونه نه لري.‌

۲۳ کلن نقیب الله غفوري چې د تخار اوسېدونکی دی او په تهران کې یې په یوه دوکان کې کار کاوه، وویل چې هغه د ایراني پولیسو له خوا ونیول شو او دومره ووهل شو چې پښه یې هم ورته ماته کړه.‌

په داسې حال کې چې د غفوري له ټپونو څخه وینې روانې وې،‌ ایراني عسکرو هغه په یوه محلي زندان کې اچولی وو.‌

کلیم الله نوري چې ۷۴ کاله عمر لري او په ایران کې ټپي شوی دی، د وري په ۲۱مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کلیم الله نوري چې ۷۴ کاله عمر لري او په ایران کې ټپي شوی دی، د وري په ۲۱مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

نقیب الله غفوري چې ۲۳ کاله عمر لري او د تخار اوسېدونکی دی،‌ څو ورځې وروسته له هغه چې ایراني مقاماتو په تهران کې د استوګنې پر وخت د هغه پښه ماته کړه، د وري په ۲۱مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې روان دی. [عمر/سلام ټایمز]

نقیب الله غفوري چې ۲۳ کاله عمر لري او د تخار اوسېدونکی دی،‌ څو ورځې وروسته له هغه چې ایراني مقاماتو په تهران کې د استوګنې پر وخت د هغه پښه ماته کړه، د وري په ۲۱مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې روان دی. [عمر/سلام ټایمز]

هغه له ایراني عسکرو څخه په مکرر ډول غوښتنه وکړه څو هغه ته اجازه ورکړي چې روغتون ته لاړ شي، لاکن د تداوۍ ترلاسه کولو پر ځای، هغه سخت ووهل شو.‌

هغه وویل، عسکرو په ریشخند سره وویل چې ایراني ډاکتران دومره وخت نه لري چې د افغانانو علاج وکړي او دا چې بې اسنادو کډوال باید په خپل وطن کې تداوي ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، بیا ایراني مقاماتو غفوري یوه کمپ ته انتقال کړ، چې هلته هغه او نور افغانان ساتل کېدل او ځورول کېدل او وهل کېدل.‌

هغه وویل، «زه کمپ ته په لاره درد پسې اخیستی وم، خو هغوی ماته په لاره یا په کمپ کې نه اوبه راکړې او نه خواړه، او بالاخره زه له هغه هېواد څخه را واېستل شوم. ما په داسې حال کې چې سخت درد را باندې وو، په تشه خېټه افغانستان ته اوږد مزل وکړ.»

د وري په ۲۱مه چې له غفوري سره مرکه کېدله هغه په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې تر تداوۍ لاندې وو.

غفوري وویل، «پولیسو زما په لسګونو نور ملګري نیولي او ... هغوی ته یې شاټونه ورکړي او په کېبلونو باندې یې وهلي دي.»

هغه وویل، «له هغه وخت نه چې زه ټپي شوم او بیا تر هرات پورې را ورسېدم څلور ورځې وخت یې ونیو. په ما باندې ډېر سخت درد وو او حتی یو ساعت هم نشوم ویده کېدلی.»

د بې اسنادو افغانانو پر ضد تاوتریخوالی

د ایران رژیم د ځینو محلي خلکو په همکارۍ،‌ په وروستیو کې یو عام کمپاین پيل کړی څو هغه افغان کډوال ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري چې د استوګنې جوازونه نه لري.‌

ډېرو هغو افغانانو چې په وروستیو کې را اېستل شوي، وویل، ایراني ځواکونو او ځینو محلي خلکو د ایران په ټولو ښارونو کې یو لټون پیل کړی ترڅو دغه ډول افغانان پیدا کړي.

وروسته له هغه چې ایرانیان دغه ډول افغانان پیدا کړي، د څو ورځو په مخه یې په زیندان کې اچوي، وهي یې او بیا یې له خپل هېواد څخه راباسي.

۷۴ کلن کلیم الله نوري چې د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی، وایي چې هغه په اصفهان کې له وهل کېدلو څخه وروسته سخت ټپي شو.‌

نوري ایران ته د کار کولو لپاره تللی وو او څو ورځې یې د چرګانو په یوه فارم کې تېرې کړې خو له نیول کېدلو څخه وروسته پرته له دې چې اجوره ترلاسه کړي، را و اېستل شو.‌

هغه د وري په ۲۱مه په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له یوه کمپ څخه وویل، څو ځوانو ایراني سړیو هغه د لرګي په وسیله وواهه.‌

هغه وویل، د هغه پښې او ملا ټپي شول. نوري وویل په داسې حال کې چې د هغه له سر او پښو څخه وینې روانې وې، ایراني عسکرو هغه په زندان کې واچاوه او څو اونۍ له درملنې پرته په کې پروت وو.

هغه ۱۰ ورځې وروسته هرات ته را ورسېد. د هغه ټپونه رغېدلي وو، خو په بدن باندې یې لا هم داغونه لیدل کېدل.‌

هغه وویل، «ایرانیانو له افغانانو سره د حیواناتو په څېر چلند کاوه. هغوی ویل چې افغانان پسونه دي او باید چې په غوجل کې واچول شي. هغوی له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې کسان په یوه وړه کوټه کې اچولي وو.»

نوري، چې د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله ایران ته تللی وو، وویل چې هغه پرېکړه کړې چې بیا هېڅکله هم حتی که په افغانستان کې له لوږې څخه هم ومري ایران ته به لاړ نشي.

رواني شکنجه

تاوتریخوالي په ایران کې ځینې افغانان مجبور کړي چې ځانونه پټ کړي، او که څه هم چې د استوګنې جوازونه لري لاکن له نیول کېدلو یا ځورول کېدلو څخه وېره لري.‌

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالقادر بهبودي چې د ایران په یزد کې ژوند کوي، د وري په ۲۳مه وویل یوه اونۍ کېږي چې هغه له خپل کور څخه نه دی وتلی.‌

هغه او د هغه کورنۍ له دوه لسیزو څخه ډېر په ایران کې اوسېدلي دي.‌

بهبودي وویل، «۲۰ کاله کیږي چې زه په ایران کې په یوه ساختماني شرکت کې کار کوم، خو زه وېرېږم چې که پولیس مې ونیسي زه به خپله وظیفه او هر څه له لاسه ورکړم.»

هغه وویل، د وري په نیمایي کې په مشهد کې د دوو ایراني علماوو له وژل کېدلو څخه وروسته د افغانانو ژوند تریخ شوی دی. پولیسو یو ازبک توکمه مشکوک کس نیولی، خو یادو قتلونو د افغانانو پر ضد د مخالفت یوه څپه راپورته کړې ده.

هغه وویل، د بهبودي څلور ماشومان له دې وېرې ښوونځي ته نه ځي چې وبه اېستل شي او پولیسو ته به په لاس ورکړل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500