تروريزم

پاکستان وروسته له هغې امنیتي تدابیر سخت کړل کله چې ټي ټي پي د روژې په میاشت کې د تاوتریخوالي د زیاتولو ژمنه وکړه

د زرک خان لخوا

یو پولیس په داسې حال کې چمتو ولاړ دی چې ماتم کوونکي په پېښور کې د مارچ په ۵مه له ځانمرګي برید، چې د داعش خراسان څانګې يې ادعا کړې وه او ۶۴ کسان پکې وژل شوې ول، څخه یوه ورځ وروسته د بمي چاودنې د قربانیانو د جنازې په مانځه کې د ګډون لپاره راروان دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو پولیس په داسې حال کې چمتو ولاړ دی چې ماتم کوونکي په پېښور کې د مارچ په ۵مه له ځانمرګي برید، چې د داعش خراسان څانګې يې ادعا کړې وه او ۶۴ کسان پکې وژل شوې ول، څخه یوه ورځ وروسته د بمي چاودنې د قربانیانو د جنازې په مانځه کې د ګډون لپاره راروان دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام اباد -- د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو وروسته له هغې امنیتي تدابیر سخت کړل چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د روژې په مبارکه میاشت کې په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو د زیاتولو د پلان اعلان وکړو.

په پاکستان کې، د مسلمانانو د روژې مبارکه میاشت د یکشنبې په ورځ (د اپرېل په ۳مه) پېل شوه.

د ټي ټي پي ویاند، محمد خراساني، وویل چې د ترهګرې ډلې "د سپرلي عملیات" به د روژې په لومړۍ ورځ پېل شي او امنیتي ځواکونه او د هغوی همکاران به په نښه کړي.

خراساني د مارچ په ۳۰مه په یو بیان کې وویل، "په دې عملیاتو کې به د شهادت [ځانمرګي] عملیات، غلچکي بریدونه، د ماینونو عملیات، ځوابي بریدونه، هدفي بریدونه، د لېزر او سنايپر عملیات شامل وي."

خپلوان او ځايي اوسېدونکي د وژل شوي پوليس تابوت د جنورۍ په ۲۸مه د چمن په سرحدي ښارګوټي کې د هغه د جنازې پر مهال وړي، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا په ادعا شوې يو بريد کې وژل شوی و. [عبدالباسط/ای اېف پي]

خپلوان او ځايي اوسېدونکي د وژل شوي پوليس تابوت د جنورۍ په ۲۸مه د چمن په سرحدي ښارګوټي کې د هغه د جنازې پر مهال وړي، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا په ادعا شوې يو بريد کې وژل شوی و. [عبدالباسط/ای اېف پي]

په پوله باندې د باړ لګولو يو پخوانی عکس چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان په کرم ضلعه کې د پاکستان او افغانستان په پوله باندې اخیستل شوی دی. ټي ټي پي خپل زیاتره بریدونه په افغانستان کې د پولې په اوږدو کې له خپلو پټنځایونو څخه ترسره کوي. [زرک خان]

په پوله باندې د باړ لګولو يو پخوانی عکس چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان په کرم ضلعه کې د پاکستان او افغانستان په پوله باندې اخیستل شوی دی. ټي ټي پي خپل زیاتره بریدونه په افغانستان کې د پولې په اوږدو کې له خپلو پټنځایونو څخه ترسره کوي. [زرک خان]

په ځواب کې، په ټول هېواد کې د قانون پلي کونکو ادارو د روژې مبارکې میاشتې لپاره امنیتي پلانونه جوړ کړي او د امنیت او نظم ساتلو او د هر ډول ترهګریز ګواښ د مخنیوي لپاره یې تدابیر پیاوړي کړي دي.

په خېبر پښتونخواه (کی پي) کې، چېرې چې ټي ټي پي او د "عراق او سوریې اسلامي دولت" خراسان څانګې خپل ډېر بریدونه ترسره کړي دي، د ضلعي چارواکو د امنیت د ښه کولو، ګشت زیاتولو او د حساسو ځایونو د معاینې لپاره کار کړی دی.

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي وویل، د روژې په میاشت کې په ټول ښار کې څلور زره پولیس پرسونل ځای په ځای شوي دي.

د پولیسو يو افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "پولیس په معمول ډول د روژې په میاشت کې خپل امنیت ټینګوي، خو دا ځل، د ټي ټي پي د ګواښ له امله، د هېواد د کورنیو چارو وزارت په صوبو کې د پولیسو ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې د امنیت ساتلو لپاره اضافي احتیاطي تدابیر ونیسي."

هغه وویل، پولیس به د ښار په حساسو ځایونو کې، د جوماتونو او عامه ځایونو په ګډون، ځای پر ځای شي.

هغه زیاته کړه، د پولیسو ځانګړي ځواکونه، لکه ابابیل ځواک، د ښار د ګشت ځواک او د سپرلۍ ځانګړې سکواډ به د روژې په میاشت کې په ښار کې ګشت کوي.

د مارچ په میاشت کې، په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۶۴ عبادت کوونکي ووژل شول. د داعش خراسان څانګې د دغه بريد مسئولیت په غاړه واخیستو.

مفتي عبدالرشید، چې په کراچۍ کې يو دیني عالم دی، وویل، د ټي ټي پي د روژې په مبارکه میاشت کې د تروریستي بریدونو د ترسره کولو ژمنه ښیي چې دا له اسلام سره هیڅ تړاو نلري.

رشید وویل، "روژه د الله د میلمستيا میاشت ده. مسلمانان مکلف دي چې روژه ونیسي، مونځ وکړي او د تراویح د مانځه لپاره لاړ شي."

"خو د دې پر ځای چې پاکستانیانو ته اجازه ورکړي چې مقدسه میاشت په سوله کې تېره کړي، ټي ټي پي د برید د پلانونو اعلان وکړو."

د ټي ټي پي په بریدونو کې زیاتوالی

تحريک طالبان پاکستان په تېرو کلونو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې په سلګونو بریدونه کړي دي، چې پدې کې په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) باندې برید شامل دی چې له ۱۴۵ څخه ډېر کسان، زياتره ماشومان، پکې وژل شوي ول.

پاکستان، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو تحريک طالبان پاکستان یو ترهګریز سازمان ګرځولی دی.

ټي ټي پي او اسلام آباد د نومبر په میاشت کې په یو اوربند موافقه وکړه چې د ترهګرۍ قربانیانو او د مدني ټولنې فعالانو پرې سخت تنقيد وکړو. ټي ټي پي د دسمبر په ۱۰مه د اوربند د ختمولو اعلان وکړو.

دا ډله د ۲۰۲۰ کال تر وروستیو پورې نسبتاََ کمزورې ښکارېده، وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې د دې ډلې جګپوړي مشران ووژل شول او پاتې کسان یې افغانستان ته په تېښته مجبوره کړل.

اوس دې په پاکستان کې په ځانګړې توګه پر پوځي پرسونلو او پولیسو بریدونه زیات کړي دي.

د چارواکو په وینا، د مارچ په مياشت کې، ټي ټي پي ادعا وکړه چې دوی ۳۹ بریدونه کړي دي، چې ټول یې په خېبرپښتونخوا کې ترسره شوي دي. ډېر بريدونه په افغانستان کې د ټي ټي پي له پټنځایونو څخه پېل شوي ول.

د پاکستان پوځ د مارچ په ۳۰مه وویل، په یوه تازه پېښه کې، په ټانک او جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په نښتو کې د پوځ د یو کپتان په ګډون اته امنیتي پرسونل او اوه ترهګر ووژل شول.

روان عمليات

په عېن وخت کې، په پاکستان کې، ځواکونه د د دغه وسله والې ډلې پروړاندې عملیات ګړندي کوي.

د شنبې په ورځ، د کراچۍ پوليسو د ټي ټي پي يو مشکوک وسله وال سردار خان په يو پټنځای د چهاپې په ترڅ کې ونيولو او د هغه څخه يې چاوديدونکي توکې ترلاسه کړې.

پوليسو وويل، خان، چې په ۲۰۱۳ کال کې له ټي ټي پي سره یوځای شوی و، د هغو اورپکو په ډله کې و چې په ښار کې پټ پاتې شوې و او د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان ضلعه کې د یوې غیر دولتي ادارې په دفتر او په ټانک ضلعه کې په نیم پوځي ځواک باندې په بریدونو کې یې لاس لرلو.

د مارچ په ۳۰مه، د اسلام اباد پولیسو د ټي ټي پي څلور تورن وسله وال ونیول چې هڅه یې کوله په مرکزي ښار کې سیاسي غونډې په نښه کړي.

پولیسو وويل، چې له مشکوکو کسانو څخه یې چاودېدونکي توکي، ډیټونیټرونه، بال بېرنګونه او د اوسپنې مېخونه ترلاسه کړي دي.

تر دې مخکې د مارچ په ۱۹مه، د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د صوبې په مختلفو برخو کې د ټي ټي پي او په برصغير کې القاعدې (آقس) سره تعلق لرونکي پنځه شکمن ترهګر د صوبې په مختلفو برخو کې ونیول او د دوی له قبضې څخه یې چاودیدونکي مواد، لاسي بمونه او ډیټونیټرونه ترلاسه کړل.

سي ټي ډي په یو بیان کې وویل، "نیول شويو اورپکو په قانون پلي کونکو پرسونلو او دولتي ودانیو باندې د برید پلان جوړولو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500