جرم او انصاف

راپور وايي چې چینايي نفوذ د ناوې ګانو د قاچاقبرانو په اړه تحقیقات وځنډول

د زرک خان لخوا

پاکستاني عیسایان د جنورۍ په ۱۵مه د کراچۍ په یوې کلیسا کې په یوې غونډه کې برخه اخلي. چینایي ډلو د ناوې ګانو د قاچاق د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه پاکستاني عيسايان په نښه کړي دي. [زرک خان]

پاکستاني عیسایان د جنورۍ په ۱۵مه د کراچۍ په یوې کلیسا کې په یوې غونډه کې برخه اخلي. چینایي ډلو د ناوې ګانو د قاچاق د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه پاکستاني عيسايان په نښه کړي دي. [زرک خان]

اسلام آباد -- د دې میاشتې په پېل کې خپور شوی یو راپور بیا په پاکستان کې د ناوې ګانو د قاچاق وحشتونه په ګوته کوي چې د چین د بېلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تړاو لري.

بروکینګز انسټیټیوټ، چې په واشنګټن کې یو څېړنيز مرکز دی، د مارچ په ۳مه نېټه یو راپور خپور کړو چې سرلیک یې "د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز په اوږدو کې د ناوې ګانو قاچاق" دی.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې د بي آر آی د ۶۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د زیربنایي پروژو يوه ټولګه ده، له اوږدې مودې راهیسې په دغه هېواد کې د چینایي نفوذ د زیاتېدو په اړه احتجاجونه او ناکرارۍ راپورته کړي دي.

د دې پروژې سره د ناوې ګانو قاچاق هم تړلی دی -- چې چینایي ډلې پکې شاملې دي چې په ځانګړې توګه د پسمانده وضعيت لرونکو او عیسوي کورنیو څخه پاکستانۍ میرمنې د چینایي نارینه وو سره جبري ودونو ته هڅوي، چې اکثر وختونه پکې د پیسو ګټې او په چین کې د ژوند د لوړ معيار ژمنې شاملې وي.

یو ساتونکی د مارچ په ۱۲مه په کراچۍ کې د یو بېنک مخې ته ولاړ دی. [زرک خان]

یو ساتونکی د مارچ په ۱۲مه په کراچۍ کې د یو بېنک مخې ته ولاړ دی. [زرک خان]

قربانیانو چین ته د رسېدو وروسته د ناوړه چلند، د ژوند ستونزمن حالاتو، د جبري امیندوارۍ یا په جبري توګه د فحشا راپور ورکړی دی.

په يو تازه راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې څو درجنه قاچاقبران ونیول شول، "پاکستاني چارواکو په پلټونکو فشار واچوو چې کېسونه وځنډوي، او له خبریالانو څخه وغوښتل شول چې د دې مسلې په اړه خپل راپور ورکول کم کړي."

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) په ۲۰۱۹ کال کې ۵۲ شکمن چینایي قاچاقبران ونیول، خو له نیمايي څخه زیات یې د پاکستان په یوه محکمه کې بري شول او پاتې نورو ضمانتونه ورکړل او له پاکستانه وتښتېدل.

د ناوې ګانو د قاچاقبرۍ چينايي ډلې

د ښځو قاچاق ته پام وروسته له هغې وشو کله چې ای آر وايي نیوز په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې د تحقيقاتو يو راپور خپور کړو چې په هغې کې په لاهور کې د ودونو په يو غير قانوني مرکز کې د چینایي کسانو او ښځينه پاکستانيانو -- د دوو تنکي ښځو په ګډون -- انځورونه شامل ول.

بروکینګز د ای آر وایي نیوز په حواله راپور ورکړو چې د دغو ښځو او جينکو کورنیو ۴۰۰۰۰۰ پاکستاني روپۍ (۲۷۶۰ آمريکايي ډالره) ترلاسه کړې او د دوی سره ژمنه شوې چې د کورنۍ د یو نارینه غړي لپاره د چین د ویزې سربیره دوی ته به په راتلونکي تادیاتو کې د میاشتې ۴۰۰۰۰ روپۍ (۲۷۶ آمريکايي ډالره) ورکړل شي.

د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې یو بيان خپور کړو چې پکې ویل شوي وو چې دا کېسونه د میانمار، لاوس، ویتنام، شمالي کوریا او کمبوډیا په ګډون په نورو آسیایي هېوادونو کې د ناوې ګانو د قاچاق کېسونو "په څېر" ول.

اېچ آر ډبليو له پاکستان څخه وغوښتل چې د دې عمل په اړه "د خطر زنګ" ته پام وکړي.

وروسته د دسمبر په ۲۰۱۹ کال کې، اسوشیټیډ پریس هم راپور ورکړو چې اېف آی ای د ټول پاکستان څخه د لږ تر لږه ۶۲۹ جينکو او میرمنو لیست جوړ کړو چې په چینایي نارینه وو باندې د ناوې ګانو په توګه پلورل شوي وې او چین ته بووستل شوي وې.

له هغه وخت راهیسې، بیجینګ په بریالیتوب سره پر پاکستاني چارواکو فشار واچوو چې په دې عمل کې تورن کسان خوشې کړي.

چین ته د پاکستاني ناوې ګانو د قاچاق په کېس کې، د بروکینګز راپور په دوو "مخالف اصولو" ټینګار کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، "لومړی، د پاکستان ټولنې لپاره د جرم خورا ناوړه ماهیت، د ښځو د عزت په ساتنه کې د پاکستان کلتوري ټینګار په پام کې نیولو سره ... دې مسلې ته د پاملرنې وضاحت ورکړو."

دغه راپور وويل، دویم اصول -- چې په پای کې بريالي شو، او ستونزې ته د پاملرنې مخه ونيول شوه -- د دواړو هېوادونو تر منځ د ځواک توپیر ته په پام سره د چين سره د پاکستان د خورا نږدې اقتصادي اړیکو د ساتنې اړتيا وه."

په لاهور کې د اېف آی ای یو افسر چې د دې ډلو پرضد په عملیاتو کې ښکیل وو د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، چارواکو د ناوې ګانو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور ګڼ شمېر چینایي اتباع او د هغوی پاکستاني همکاران ونیول.

هغه وویل، "خو وروسته، موږ د لوړ پوړو چارواکو لخوا اړ شو چې د چینایي اتباعو خوشې کولو لپاره کمزوري کېسونه جوړ کړو او د دوی په وړاندې د هرډول عملياتو مخه ونیسو."

په لاهور کې مېشت یو خبریال هم پاکستان فارورډ ته وویل چې په اسلام آباد کې د چین سفارت خانې د پاکستان د حکومت له لارې په رسنیو فشار راوړو چې د ناوې ګانو په قاچاق کې د چینايي ډلو د لاس لرلو راپورونه خپاره نکړي.

هغه وویل، "ما د ناوې ګانو د قاچاق له څو قربانیانو سره مرکې وکړې، خو زما تلویزیون چینل د حکومتي چارواکو د فشار له امله چې له بیجینګ سره د اسلام آباد ګټورو اړیکو ته د زیان رسولو ویره لري خبرونه خپاره نه کړل."

'د چین پروړاندې یو سخت دریځ'

د بروکینګز راپور زیاته کړه، د پاکستان حکومت د خپلو اتباعو پوروړی دی چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه چې دوی متاثره کوي د چين سره ډېر سخت چلند وکړي.

په دغه راپور کې ويل شوي، "د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د ځواک توپير روښانه دی: پاکستان یو کمزوری ملګری دی چې د چین په مقابل کې محدود نفوذ لري، او چین په داسې وخت کې په پاکستان کې په لسګونو ملیاردونه سرمايه کاري کوي چې اقتصادي اختیارونه يې کم شوي دي."

"دا د پاکستان په ګټه نه ده چې په خپلو اتباعو باندې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز د منفي اغیزو په اړه رڼا واچوي."

دغه راپور زیاته کړه، "دا چې زیاتره قربانیان د پاکستان د بې وزله او پسمانده عیسوي ټولنې سره تړاو لري، په خواشینۍ سره د پاکستان لپاره دا آسانه کړه چې له دې مسلې څخه د خلکو پام واړوي، پرته له دې چې په خلکو کې په دې اړه غوسه راپورته کړي."

دغه راپور وويل، "د شفافيت نشتوالی يوه زيانمننونکي خبره ده، او د دې جرمي فعالیت په ختمولو (یا لږ تر لږه کمولو) په هدف کې خنډ رامنځته کوي، څو دوی وکولای شي چې په ښکاره توګه پدې اړه خبرې وکړي، او د دې کېسونه پلټنه وشي او محاکمه کړل شي، چې دا هغه څه دي چې د پاکستان حکومت باید په دې اړه د چين پروړاندې سخت دریځ غوره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500