بشري حقونه

د چین د بهرنیو چارو وزیر د اویغوریانو د نسل وژنې په ترڅ کې د اسلامي همکارۍ سازمان له غونډې څخه لیدنه وکړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي (چپ) د وري په ۲مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د ۴۸مې ناستې په ترڅ کې خبرې کوي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي (چپ) د وري په ۲مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د ۴۸مې ناستې په ترڅ کې خبرې کوي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

اسلام اباد -- بیجینګ چې په سینکیانګ سیمه کې د مسلمانانو او نژادي اقلیتونو پر ضد د سیستماتیک ناوړه چلند له امله له اضافي بندیزونو سره مخامخ دی، خپل جګپوړی دیپلومات اسلام اباد ته ولېږه ترڅو د سې شنبې - چارشنبې په ورځو /د وري ۲ - ۳مه/ د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د او آی سي د ۵۷ غړو د دوه ورځنۍ غونډې کوربه توب کاوه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په کې ځانګړی مېلمه وو.‌

شنونکي وایي، د «ځانګړي مېلمه» په توګه د وانګ رول د او آی سي هېوادونو تر منځ د چین زیاتېدونکی نفوذ او په دغه هېواد کې د مسلمانو ضد سیاستونو باندې د غړو هېوادونو سترګې پټول په ګوته کوي.

په متحدو ایالاتو کې په وېلسن مرکز کې د اسیا د پروګرام مرستیال مایکل کوګلمن وویل، په کانفرانس کې د وانګ حضور «تر ډېره د حیرانتیا وړ» ده.‌

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي (مخکې له ښۍ خوا درېیم) د وري په ۳مه په اسلام اباد کې د پاکستان د ورځې په مناسبت د رسم ګذشت د نندارې پر وخت د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ناست دی. [غلام رسول/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي (مخکې له ښۍ خوا درېیم) د وري په ۳مه په اسلام اباد کې د پاکستان د ورځې په مناسبت د رسم ګذشت د نندارې پر وخت د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ناست دی. [غلام رسول/ای اېف پي]

هغه د دوشنبې په ورځ‌ په یوه ټویټ کې ولیکل، «دغه راز دا ښیي چې د او آی سي دولتونه له بیجینګ سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته غټ ارزښت ورکوي.»

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د دوشنبې په ورځ چینایي چارواکو ته، په هېواد کې دننه او بهر د قومي او مذهبي اقلیتونو د ځپلو لپاره د اقداماتو له امله، په وېزو ورکولو باندې نوي بندیزونه اعلان کړل.‌

په یوه اعلامیه کې، چې په دې هکله یې مشخص جزیات ورنه کړل چې کوم چارواکي به هدف وګرځي،‌ بلینکین په چین باندې یا تاکید وکړ چې د سینکیانګ په شمال لوېدیځه سیمه کې«خپل روان جینوسایډ یا نسل وژنه او د بشریت پر ضد جنایتونه پای ته ورسوي.»

د بشري حقونو ادارې وایي، په سینکیانګ کې د کالونو اږد «د ترهګرۍ ضد» کمپاین روان دی چې په ترڅ کې یې له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور مسلمانان د «بیا ښوونې او روزنې» د کمپونو په یوه پراخه شبکه کې توقیف کړای شوي دي.‌

بلینکن وویل، د وېزې بندیزونه به په هغو چینایي چارواکو باندې متمرکز وي چې د مذهبي او قومي اقلیتونو او نورو ناراضیانو، د بشري حقونو د فعالانو او ژورنالستانو د ځپونکیو پالیسیو کې لاس لري.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین د ولسي جمهوریت د چارواکو اقدامات د چین له سرحدونو څخه بهر هم غځېدلي دي.‌

بلینکېن وویل، «متحده ایالات د چین د ولسي جمهوریت د چارواکو له خوا په بهر کې د امریکایي وګړو او هغو اشخاصو چې د خوندیتابه په لټه کې دي په ګډون چې غواړي د کم وسه خلکو په استازیتوب غږ پورته کړي، د قومي او مذهبي اقلیتي ګروپونو د وېرولو، ځورولو، څارلو او تښتولو هڅې ردوي.»

هغه زیاته کړه، «موږ یو ځل بیا د چین ولسي جمهوریت په حکومت باندې غږ کوو چې د اویغوري الاصله امریکایی فعالانو او نورو اویغوري اشخاصو چې د امریکایي وګړو لپاره کار کوي، د غلي کولو په نړۍ واله سطحه خپل د ځپنې عملونه ودروي او په چین کې د هغوی د کورنیو غړو ته له هېواد څخه د وتلو د اجازې نه ورکول پای ته ورسوي.»

دا نوي کارونه څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې ولسمشر جو بایډن د ویډیوکال له لارې د چین له مشر شي جین پینګ سره خبرې وکړې. په خبرو کې، د متحدو ایالاتو ولسمشر له شي څخه وغوښتل چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل ملاتړ ونه کړي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا د چارشنبې په ورځ‌ راپور ورکړ چې، وانګ د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د او آی سي غړو ته وویل، چین دې ته چمتو دی چې له اسلامي نړۍ سره خپل پیوستون، دوستي او همکاري یوې نوې سطحې ته پورته کړي.‌

وانګ يي وويل، چين د اسلامي هېوادونو د حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه چې چين به له ټولو اسلامي هېوادونو سره يو ځای ټينګ درېدلو ته دوام ورکړي.

د وانګ خبرې د چین له داخلي موجودو حقایقو څخه په پراخه کچه توپیر لري.

د سینکیانګ د کمپونو له پخوانيو بنديانو سره له خپلواکو پلټنو او مرکو څخه روښانه کیږي چې په کمپونو کې دننه فزیکي او ذهني شکنجه، مغز وینځنه، سیستماتیک جنسي تېری او ناوړه جنسي استفاده ترسره کیږي.

د بشري حقونو موسسې او د متحدو ایالاتو، کاناډا، هالنډ، برتانیا، بلجیم او فرانسې په ګډون ډېرېدونکی شمېر لوېدیځ هېوادونه وایي چې په سینکیانګ کې د بیجینګ سیاستونه «بشر ضد جنایتونو» او «نسل وژنې یا جینوسایډ» ته ورته دي.‌

د بشري حقونو د څار ادارې د تېر غوایي په میاشت کې په یوه مفصل راپور کې وویل، سربېره پر دې، چینایي مقاماتو له بېلابېلو بهانو څخه په استفادې سره د سیمې یو پر درې برخې جوماتونه او نور مقدس اسلامي ځایونه ویجاړ کړي دي.

له افغانستان سره مرسته

پاکستان دغه راز د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د یوه صندوق جوړېدل اعلان کړل چې اسلامي پرمختیایي بانک به یې چلوي او د او آی سي غړي هېوادونه، اسلامي مالي موسسات،‌ مرستندویان او نړۍ وال شریکان به یې تمویلوي.

له غونډې څخه وروسته، وانګ د پنجشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته لاړ ترڅو له ځایي واکمنو سره وګوري. په پام کې ده چې یوه اونۍ وروسته بیجینګ د افغانستان د ګاونډیانو د یوې داسې غونډې کوربه توب وکړي چې له دغه بې وزلي هېواد سره څنګه مرسته وکړي.

خو ډېر خلک د چین له خوا د بشري مرستو او په میلیونونو ډالرو مالي مرستې د ورکولو تر شا د انګېزو او هدفونو په هکله شکونه لري.

د نورستان پخواني والي او په متحدو ایالاتو کې مېشت سیاسي شنونکي تمیم نورستاني د مرغومي په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «چین په افغانستان کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»

هغه وویل، «د چین پالیسي همېشه داسې ده چې د پورونو ورکولو په ګډون له بیلا بیلو لارو څخه په سخاوتمندانه توګه د هیوادونو ملاتړ وکړي.»

هغه وویل، «د پورونو په بېرته ورکولو کې له ناکامۍ څخه وروسته، چین په پور اخیستونکو حکومتونو باندې فشار اچوي ترڅو د خپلو هېوادونو طبیعي او منرالي سرچینو ته لاسرسی ورکړي.»

نورستاني زیاته کړه، «چین پلان لري چې په افغانستان باندې په تسلط ترلاسه کولو سره د پاکستان، افغانستان، ایران، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ له لارې یو اقتصادي او سیاسي دهلېز جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500