رسنۍ

د اوکراین د جګړې په اړه د کرملین پروپيګنډې په چینایي رسنیو کې خپريږي

د کاروانسرای او ای اېف پي له خوا

د چین د هانګزو اوسیدونکي د فبرورۍ په ۲۵مه په یو شاپنګ مال کې په تلویزیون کې خبرونه ګوري، پداسې حال کې چې د اوکراین صدر ولودومیر زیلینسکي وینا کوي. د چین دولتي رسنیو د کرملین د خبرو ټکي خپروي، چې پکې د اوکراین په اړه د "اشغال" او "جګړې" کلمو کارولو باندې بندیز شامل دی او راپور ورکوي چې ماسکو "ځانګړي پوځي عملیات" ترسره کوي او "هیڅ اراده" نلري چې د اوکراین په خاوره باندې قبضه وکړي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین د هانګزو اوسیدونکي د فبرورۍ په ۲۵مه په یو شاپنګ مال کې په تلویزیون کې خبرونه ګوري، پداسې حال کې چې د اوکراین صدر ولودومیر زیلینسکي وینا کوي. د چین دولتي رسنیو د کرملین د خبرو ټکي خپروي، چې پکې د اوکراین په اړه د "اشغال" او "جګړې" کلمو کارولو باندې بندیز شامل دی او راپور ورکوي چې ماسکو "ځانګړي پوځي عملیات" ترسره کوي او "هیڅ اراده" نلري چې د اوکراین په خاوره باندې قبضه وکړي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

بیجینګ -- چینایي رسنیو په اوکراین د روسیې د برید له پېل راهیسې د ماسکو پروپيګنډې بېرته خپرولو ته مخه کړې چې په روسیې باندې د تور لګولو د مخنیوي او د صدر ولادیمیر پوتین د کړنو د توجیه کولو لپاره هڅه وکړي.

د متحده آيالاتو رسنیو د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۳مه) راپور ورکړو چې دا ډول راپورونه په داسې حال کې دوام لري چې روسیې -- چې د بندیزونو، د غير متوقع لوړ تلفاتو او تجهیزاتو د زيان او د خپل زیاتېدونکي انزوا له کبله له ستونزو سره مخ ده -- د اوکراین د جګړې لپاره يې له چین څخه د پوځي او اقتصادي مرستې غوښتنه وکړه.

نیویارک ټایمز راپور ورکړو چې امریکايي چارواکو رسنیو ته وویل چې روسیې له خپل مهم متحد څخه د پوځي تجهیزاتو او ملاتړ او همدارنګه د اقتصادي مرستو غوښتنه کړې ده.

چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې په دقیقه توګه له دې څخه ډډه وکړه چې روسیې د څه غوښتنه کړې وه، یا ایا چین ورته څه ځواب ورکړی و.

د وې بېک مشين یو سکرین شاټ د فبرورۍ په ۲۶مه د روسیې دولتي خبري اژانس ريا نووستي لخوا په بیړنۍ توګه ليکل شوي او خپره شوې مقاله ښیي چې د وخت څخه مخکې يې په اوکراین باندې د روسیې "فتحه" ولمانځله.

د وې بېک مشين یو سکرین شاټ د فبرورۍ په ۲۶مه د روسیې دولتي خبري اژانس ريا نووستي لخوا په بیړنۍ توګه ليکل شوي او خپره شوې مقاله ښیي چې د وخت څخه مخکې يې په اوکراین باندې د روسیې "فتحه" ولمانځله.

ترڅو چې د بیجینګ خبره ده، هغې د راپورونو په اړه په مستقیمه توګه د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه، او پر ځای یې واشنګټن تورن کړو چې د اوکراین په جګړه کې د چین د رول په اړه په ناوړه توګه "غلط معلومات" خپروي.

تر اوسه پورې، بیجینګ د ماسکو ملاتړ کولو یا غندلو څخه ډډه کړې، په داسې حال کې چې د کړکيچ خرابولو لپاره متحده ایالات او په "ختیځ کې د ناټو پراختیا" تورنوي.

دا نظر په دولتي ورځپاڼو او تلویزیونونو - او همدارنګه ټولنیزو رسنیو کې - د چین په کلک کنټرول شوي خبري چاپیریال کې تکرار کیږي.

کله چې پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د برید اعلان وکړو، د چین رسمي خبري اژانس شینوا وویل چې دا "پوځي عملیات" دي او ماسکو د اوکراین د خاورې د نيولو "هیڅ اراده" نلري.

د دولت پورې تړلې یوې رسنۍ ته لارښود چې تېره میاشت آنلاین خپور شو، داسې ښکاري چې لارښوونه کوي چې هغه پوسټونه چې د روسیې لپاره ناسم دي یا د لویدیځ پلوه مواد لري باید خپاره نشي.

د چین دولتي رسنۍ د اوکراین په اړه د "اشغال" په څېر له اصطلاحاتو څخه ډډه کوي، او د دې پرځای وضعیت د "شخړې" یا "جګړې" په توګه بیانوي.

چینایي چارواکو هم د "اشغال" اصطلاح رد کړه کله چې بهرنیو خبریالانو ترې پوښتنې وکړې، پداسې حال کې دوی ادعا کوي چې چین د هر هېواد د حاکمیت درناوی کوي.

سانسور او ملتپالنه

بیجینګ هم هڅه کړې چې ځان د يو آرام منځني غږ په توګه انځور کړي چې کولی شي د سولې په هڅو کې مرسته وکړي.

ګلوبل ټایمز د جمعې په ورځ وویل، چین د اوکراین د مسلې په اړه خپلواکه پالیسي غوره کړې [او] په نړۍ کې د ثبات راوستلو لپاره له ټولو خواوو سره اړیکې ټینګوي.

د پولېنډ د نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې د چین شنونکي جسټینا سززډلیک ای اېف پي ته وویل، "دا د سم پیغام موندلو لپاره مبارزه نه ده."

هغې وويل، "چين په قصدي توګه له لويديځو هېوادونو سره په خپلو اړيکو کې د سفارتي خطرونو د کمولو لپاره ډېره مبهمه ژبه کاروي."

په همدې حال کې په بېجينګ کې د ژمنيو پارالمپيک لوبو د پرانيستلو پر مهال د جګړې سخته غندنه د چين په تلويزيون کې نه ده ژباړل شوې.

او د انګلش پریمیر لیګ د خپرونو د حقونو چینایي ساتونکو د مارچ په میاشت کې د هفتې په پای کې ميچونه نشر نه کړل، ځکه چې دوی پدې پوهېدل چې کېدې شي لوبغاړي له اوکراین سره د پیوستون څرګندونه وکړي.

د چین د ملاتړ تر بیرغ لاندې، وګړي د روسیې سره خواخوږي څرګندوي.

د پوتین پلوه هشټاګونو ته اجازه ورکړل شوې چې په ویبو کې خپاره شي، د دې په اړه د ستاینې تبصرو سره چې هغه څومره زړور دی او له اوکراینیانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوي.

د دې برعکس، د دولتي رسنیو په اړه مقالې چې د روسیې پروپيګنډه لري د "غلط معلوماتو" په توګه لرې شوې.

د هېګ د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې شنونکي ریچارډ غیاسي وویل، "لکه څنګه چې د هر هېواد خبره ده، چین ... خپلو امنیتي ګټو ته د هر څه په پرتله زياته ترجيح ورکوي."

هغه وویل، "په دې امنیتي اړيکو کې، له روسیې سره باثباته او د وړاندوینې وړ اړیکې خورا مهمې دي."

خو غیاثي وايي چې چین دغه برید ته د ناټو پر ضد د یو "دفاع" په سترګه ګوري چې د روسیې امنیتي ګټې به زیانمنې کړي.

هغه وویل، "دې یو روښانه دریځ اختيار کړی او په دې کې لږ بدلون راولي."

'ځانګړی' لاسرسی

د بیجینګ د دریځ د تعقیب سربېره، چینایي رسنیو د روسیې غلطو معلوماتو خپرولو ته مخه کړې ده.

د کرملین د خبرو اترو په کارولو سره، ځينو چینایي راپورونو ادعا کړې چې د اوکراین په پوځ او خلکو کې په "نوي نازي" ایډیالوژۍ کې زیاتوالی راغلی و.

پوتین پخپله د جګړې د توجیه کولو په هڅه کې د اوکراین صدر ولادومیر زیلینسکي د "مخدره توکو روږدي نازي" په توګه بيان کړی دی.

زیلینسکي چې یهودي دی د ۲۰۱۹ کال صدارتي ټاکنې په ۷۳ فيصده ووټونو سره ګټلې وې. د هغه د مشهورتيا درجه د جګړې د سمبالولو له کبله د ۹۰ فيصده څخه زیاته شوې ده.

د برید له پېل څخه یوازې څو ساعته وروسته، د چین د کمونست ګوند تلویزیون ګلوبل ټایمز -- د کرملین د پروپيګنډې تلویزیوني چینل آر ټي په حواله -- یوه ویډیو خپره کړه چې ادعا کوي ګڼ شمېر اوکرایني سرتیري تسلیم شوي دي.

دوه ورځې وروسته، د چین دولتي نشراتي مرکزي تلویزیون (سي سي ټي وي) د روسیې د دروغو ادعا خپره کړه چې زیلینسکي کیف پریښودی دی -- یو داسې راپور چې په چټکۍ سره په نورو ځايي رسنيو او د چین په ویبو مایکرو بلاګ وېب پاڼه کې په مکرر ډول خپور شو.

نیویارک ټایمز راپور ورکړو چې په ویبو کې اړوند هشټاګ ۵۱۰ ملیونه ځله ولیدل شو او په هېواد کې ۱۶۳ رسنیو استعمال کړو.

د فبرورۍ په ۲۶مه، سي سي ټي وي د کرملین د ناسمو معلوماتو یوه بله برخه خپره کړه، او د پوتین په حواله یې وویل چې هغه بې بنسټه تور لګولی چې اوکراین ملکي خلک د انساني ډالونه په توګه کاروي.

رسنیو هم په ښکاره ډول د روسیې د توطیې نظريو خپرولو ته مخه کړې ده.

ګلوبل ټایمز ولیکل چې "له اور پرته لوګی نشته" او د روسیې د ادعاګانو په اړه يې ولیکل چې په اوکراین کې د متحده ایالاتو لخوا تمویل شوي بیولوژیکي ليبارټرۍ د ښاپيرک په کورونا ویروس تجربه کوي.

دې د واشنګټن د تبصرو په اړه راپور ور نه کړو چې دا تورونه "په ښکاره ډول دروغ" دي او رد شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500