ديپلوماسي

روسیې ته د چین صادرات زیات شوي ځکه چې بیجینګ له ماسکو سره په "ډېر قوي" اتحاد وياړ کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سړی د مارچ په ۴مه په بیجینګ کې د سړک په اوږدو کې د هغه سټور څخه تېريږي کوم چې روسیې او نورو هېوادونو ته د کارګو بار وړلو لپاره اشتهار لګولی دی. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

یو سړی د مارچ په ۴مه په بیجینګ کې د سړک په اوږدو کې د هغه سټور څخه تېريږي کوم چې روسیې او نورو هېوادونو ته د کارګو بار وړلو لپاره اشتهار لګولی دی. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

بیجینګ -- چین د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۷مه) وویل چې د بیجینګ او ماسکو تر منځ دوستي لا هم " ډېره قوي" ده، پداسې حال کې چې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او په اوکراین د روسیې د روان یرغل په نړیواله کچه غندنه کيږي.

چین په تېره میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د "لا محدود" ستراتیژیکې ملګرتیا له ستايلو وروسته د خپل نږدې متحد ماسکو له غندلو څخه ډډه وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بېجينګ کې د چين د مشرتابه په کلنۍ سياسي غونډه کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، "د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټينګه ده او د دواړو خواوو د راتلونکي همکارۍ امکانات ډېر پراخه دي."

د بهرنیو چارو وزیر د چین او روسیې اړیکې "د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې" وبللې، چې "د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ښه دي".

که څه هم اقتصادي ملګرتیا په خورا ډېره غیر مساوي ده. د نړیوال بېنک په وینا، په ۲۰۲۰ کال کې، د چین جي ډي پي د روسیې په پرتله نږدې ۱۰ چنده لوړه وه -- يعنې چين د ۱.۵ ټریلیون ډالرو څخه کم په پرتله ۱۴.۵ ټریلیونه ډالرو څخه ډېره جې ډي پي لري.

ګازپروم او بېنکونه چین ته مخه کوي

د بندیزونو له امله د سوداګریزو شریکانو له لاسه وتلو د روسیې لوی شرکتونه اوس مجبوره کړي چې په چین تکیه وکړي.

پدې میاشت کې، د روسیې د ګېس لوی شرکت ګازپروم وویل چې دوی چین ته د پایپ لاین ډیزاین کولو تړون لاسلیک کړو، چې د نوي اکمالاتو تړون په لور یو ګام پورته کوي چې کولی شي په اروپایي پیرودونکو د روسیې تکیه کمه کړي.

او د روسیې بېنکونو د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی پلان لري چې د چین د يونين پی سیسټم په کارولو سره کارتونه صادر کړي وروسته له هغې چې ویزه او ماسټر کارډ په ماسکو باندې د بې ساري بندیزونو له کبله خپل عملیات وځنډول.

وانګ متحده ایالاتو او د هغې لویدیځ متحدینو ته په یو خبرداري ورکولو سره وويل چې د دوی غیر رسمي اتحاد به "د دریمې ډلې لاسوهنه ونه زغمي." لويديځ اتحاديانو په وروستیو ورځو کې د چین څخه غوښتنه وکړه چې د شخړې په منځګړتوب کې لا فعال رول ولوبوي.

د استرالیا وزیراعظم پر اوکراین د روسیې یرغل "د چین لپاره د انتخاب یوه شیبه بللې" او پر چین یې فشار راوړی چې د خپل روسي متحد اقداماتو کې بدلون راولي او ثابته کړي چې بیجینګ نړیوالې سولې ته ژمن دی.

سکاټ موریسن د لووي انسټیټیوټ په نامه یو څېړنيز مرکز ته وویل، "اوس مهال، هیڅ یو هېواد به د چین په پرتله د اوکراین په وړاندې د روسیې په تاوتريخجن برید باندې ډېر اغیز ونلري."

شنونکي اټکل کوي چې ایا د روسیې برید به چین دې ته وهڅوي چې د تایوان د خپلواکې ټاپو پروړاندې ورته پوځي اقدام وکړي چې بیجینګ يې خپله خاوره ګڼي.

صادرات ډېریږي

د سه شنبې په ورځ د دچين د کسټمز دمعلوماتو له مې، د چین صادرات د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د نړیوالې غوښتنې د ډېریدو او د اوکراین د شخړې څخه مخکې د روسیې سره د سوداګرۍ د زیاتوالي له امله ۱۶.۳ فيصده زیات شو.

د تېر کال په پرتله، د ودې کچه د اقتصاد پوهانو د تمې، ۱۵.۷ فيصده، څخه لوړه شوه.

روسيې ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۴۱ فيصده زيات شوې دي.

روسیې ته صادرات د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د چین د لویو سوداګریزو شریکانو په منځ کې په چټکۍ سره وده وکړه، او د اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په پرتله د روسيې سره يې سوداګري زياته شوه.

روسیه هم د چین لپاره د وارداتو دوهمه لویه سرچینه وه، چې له خپل ګاونډي څخه د انرژۍ تولیدات اخلي.

له چین سره سوداګري د روسیې لپاره د مهم عنصر په توګه کار کوي، کوم چې له مخکې نه په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین څخه د کریمیا سیمې د نیولو له کبله د لویدیځ بندیزونو سره مخ شوی و.

د ماسکو نړېواله انزوا د تیرې میاشتې په وروستیو کې د اوکراین له یرغل وروسته لاپسې زياته شوې ده.

د چین د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چین له یوې لسیزې راهیسې د روسیې تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

بیجینګ په اوکراین کې د جګړې له پېلیدو څو ساعته مخکې د روسیې د غنمو واردات تصویب کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500