سياست

بایډن په 'دیکتاتور' پوتین نيوکه وکړه او د جمهوريت او استبدادي نظام تر منځ يې د نړیوالې جګړې خبرداری ورکړو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن اشاره کوي او نايب صدرہ کمالا هاریس (ګس اړخ ته) او د سنېټ سپيکر نانسي پلوسي لاسونه پړکوي، په داسې حال کې چې هغه د مارچ په لومړۍ نېټه په واشنګټن ډي سي کې د اتحادیې د ریاست لومړی خطاب کوي. [ساؤل لوب/پول/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن اشاره کوي او نايب صدرہ کمالا هاریس (ګس اړخ ته) او د سنېټ سپيکر نانسي پلوسي لاسونه پړکوي، په داسې حال کې چې هغه د مارچ په لومړۍ نېټه په واشنګټن ډي سي کې د اتحادیې د ریاست لومړی خطاب کوي. [ساؤل لوب/پول/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د سه شنبې په ورځ (د مارچ په لومړۍ نېټه) خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین د یو "دیکتاتور" په نامه ياد کړو چې په ګاونډي اوکراین باندې د برید له امله له اقتصادي او په سفارتي توګه د انزوا سره مخ دی، او خبرداری یې ورکړو چې نړۍ د جمهوريت او استبدادي نظام تر منځ په "جګړه" کې ده.

پداسې حال کې چې هغه د کانګرس ګډې غونډې ته د اتحادیې رياست لومړۍ وینا وکړه، او د اوکراین د "قوت د دیوال" ستاینه یې وکړه چې د روسي یرغلګرو پروړاندې ولاړ دی. بایډن په پوتین سختې نیوکې وکړې.

بایډن وویل، "د روسیې دیکتاتور، چې په یو بهرني هېواد یرغل کوي، په ټوله نړۍ کې يې پايلې رامنځته کړې دي."

"د جمهوريت او استبدادي نظام تر منځ په جګړه کې، جمهوريتونه اوس مهال د ودې په حال کې دي، او نړۍ په ښکاره توګه د سولې او امنیت اړخ غوره کوي."

د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن جیل بایډن په متحده ایالاتو کې د اوکراين سفيرې اوکسانا مارکارووا هرکلی کوي په داسې حال کې چې صدر جو بایډن د مارچ په لومړۍ نېټه په واشنګټن ډي سي کې د اتحادیې د ریاست په وینا کې مارکارووا ته ښه راغلاست وايي. [ایولین هاکسټین/پول/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن جیل بایډن په متحده ایالاتو کې د اوکراين سفيرې اوکسانا مارکارووا هرکلی کوي په داسې حال کې چې صدر جو بایډن د مارچ په لومړۍ نېټه په واشنګټن ډي سي کې د اتحادیې د ریاست په وینا کې مارکارووا ته ښه راغلاست وايي. [ایولین هاکسټین/پول/ای اېف پي]

نړیوالې ټولنې د واشنګټن لخوا د سختو نویو ګامونو په واسطه له روسیې سره سخته اقتصادي جګړه پیل کړې ده، او د روسيې اقتصاد ته د زيان رسولو لپاره يې خورا زيات بندیزونه لګولي دي.

بايډن د روسیې اولیګارکان او "کرپټ مشران" په يادولو سره وویل، چې دغه کسانو د پوتین د رژیم پرمهال ملیاردونه ډالره پټ کړي دي. د متحده ایالاتو صدر یو سخت خبرداری ورکړو چې لویدیځ به "د دوی کښتۍ، د دوی لکژري اپارتمانونه او شخصي الوتکې ضبط کړي".

بایډن د پړقا په ځواب کې وویل، "موږ ستاسو د غير قانوني ګټو لپاره درځو."

بایډن د متحده آيالاتو په فضایي حریم کې د روسیې په ټولو الوتکو د بنديز اعلان وکړو، او متحده ایالات يې د کاناډا او ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو سره شامل کړو چې د اوکراین د یرغل په غبرګون کې د الوتکو په ګډون د روسیې د الوتکو لپاره يې خپل هوایي حریم وتړلو.

هغه وویل، پوتین د هغه ځواکمن ځواب په اړه کم اټکل کړی و چې د هغه برید به يې د لویدیځو هېوادونو څخه ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې بندیزونه د روسیې اقتصاد ته "زيان" رسوي.

هغه وويل، "د پوتين جګړه له مخکې نه پلان شوې وه، په بشپړه توګه بې دليله."

بایډن وویل، "هغه د سفارتکارۍ تکراري هڅې رد کړې. هغه فکر کولو چې لویدیځ او ناټو به ځواب ورنه کړي. هغه فکر کولو چې هغه کولی شي موږ په کور کې وویشي." "هغه فکر کولو چې هغه کولی شي موږ په اروپا کې هم وویشي."

"خو پوتین غلط و. موږ متحد یو. موږ چمتو یو."

د اوکراین دیوال

بایډن د اوکراینیانو په ځانګړې ستاینه وکړه چې د پراخه پوځي برید سربېره د روسانو په وړاندې مقابله کوي.

بایډن وویل، پوتین "فکر کولو چې هغه کولی شي اوکراین ته ورشي او نړۍ به مزاحمت ونه کړي. پرځای یې، هغه د داسې ځواک له دیوال سره مخ شو چې هیڅکله یې تمه یا تصور نه و کړی." "هغه د اوکراین له خلکو سره مخ شو."

د متحده ایالاتو قانون جوړونکو د اوکراین پراخه ستاينه وکړه او په واشنګټن کې یې د دې هیواد سفیرې اوکسانا مارکارووا ته مخ واړوو.

"راځئ چې موږ هر یو کس نن شپه په دې خونه کې اوکراین او نړۍ ته یو خورا څرګند سیګنل ورکړو. مهرباني وکړئ پورته شئ که تاسو توان لرئ، او وښایئ چې، هو، موږ امریکا متحده ایالات د اوکراین د خلکو سره ولاړ یو."

مارکارووا، چې په سترګو کې يې اوښکې راماتې شوې، هڅه وکړه چې ځان کنټرول کړي په داسې حال کې چې قانون جوړونکو لاسونه پړکول او په یو آواز سره يې غږ پورته کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500