ديپلوماسي

ماسکو ته د خان بې وخته سفر د روسیې سرہ د اړیکو پایلې په ګوته کوي

د زرک خان لخوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه په ماسکو کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره په هماغه ورځ خبرې کوي چې روسیې پر اوکراین برید وکړو. [میخایل کلیمینتییف/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه په ماسکو کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره په هماغه ورځ خبرې کوي چې روسیې پر اوکراین برید وکړو. [میخایل کلیمینتییف/سپوتنیک/ای اېف پي]

شنونکي او سیاستدانان وايي، د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان ماسکو ته د روسیې له صدر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره بې وخته سفر، لکه څنګه چې روسي ځواکونه پر اوکراین یرغل کوي، احتمال لري چې له واشنګټن او بروکسل سره د اسلام اباد اړیکې خړې پړې کړي.

د خان دوه ورځنی سفر چې د فبرورۍ په ۲۳ مه پیل شو، په پاکستان کې له سختو نیوکو سره مخ شو، پداسې حال کې چې د اپوزیسیون ګوندونو او شنونکو د هغې د ګټورتیا په اړه پوښتنې وکړې.

د هغه له رسیدو څخه څو ګهنټې وروسته، روسي پوځیانو د پنجشنبې په ورځ په مختلفو محاذونو کې په اوکراین یرغل وکړو، چې په اروپا کې يې له ۱۹۴۵ کال راهیسې تر ټولو لويه جګړه پیل کړه.

حتی مخکې له دې چې خان د پنجشنبې په ورځ له پوتین سره ليدل وکړي، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پراخه نړیوالو غندنو د هغه سفر اغېزمن کړو.

د پاکستان مخالفو سیاسي ګوندونو له پوتین سره د لیدنې په اړه پر خان نیوکه وکړه او ویې ویل چې د سفر وخت یو "سفارتي ناورین" و.

شیري رحمان، چې د سنېټ غړي او د پاکستان پیپلز پارټۍ مشره ده، وویل، "خان د جګړې په څنډه کې روسیې ته تللی دی."

هغې وویل، "روسیې ته د خان سفر په مناسب وخت کې ترسره نه شو ځکه چې اروپا د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې له خورا بد بحران څخه تیریږي."

په کراچۍ کې د نړیوالو اړیکو استاد زبیر احمد وویل، د اوکراین د یرغل پر مهال له پوتین سره د خان ملاقات داسې تاثر ورکړو چې اسلام آباد په جګړه کې د روسیې مرسته کوي.

احمد وویل، "نړیواله ټولنه په اوکراین د برید له امله پوتین غندي، په داسې حال کې چې اسلام اباد ماسکو ته په سفر سره په نړیواله کچه ځان جلا کوي. په سفارتي ډګر کې، دا د پاکستان لپاره یو ناورین و."

احمد وویل، "خان کولی شول چې په ساده ډول يې ماسکو ته خپل سفر معطل کړی وی، لکه څنګه چې پوتین په ۲۰۱۲ کال کې اسلام اباد ته خپل سفر د څه دليل وړاندې کولو پرته لغوه کړی و."

یو اړخیزه بهرنۍ پالیسي

د ماسکو له سفر څخه مخکې، پاکستاني امنیتي شنونکو خان ته خبرداری ورکړو چې د خپل پلان بیا کتنه وکړي او هغه ته یې مشوره ورکړه چې روسیې ته د سفر له لارې د یو اړخیزې بهرنۍ پاليسۍ وړاندې کولو څخه ډډه وکړي.

د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس تېره چهارشنبه په یوه ورځني بریفنګ کې وویل، متحده ایالاتو پاکستان ته د روسیې لخوا په "اوکراین باندې د نوي یرغل" په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.

پرائس له پوتین سره د خان د لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ باور لرو چې دا د نړۍ د هر مسؤل هېواد مسؤلیت دی چې د هغه څه په اړه اندیښنه څرګنده کړي، غندنه يې وکړي چې پوتین يې د اوکراین په اړه په ذهن کې لري."

پاکستان له روسیې سره د سوداګرۍ یا اقتصادي ملاتړ په برخه کې محدودې اړیکې لري، په داسې حال کې چې اروپايي اتحادیه (ای یو) او متحده ایالات د ماسکو یا حتی بیجینګ په پرتله د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریکان دي.

پخوانی صدر آصف علي زرداري د پاکستان وروستی مشر و چې روسیې ته په ۲۰۱۱ کال کې تللی و. له دې وړاندې پخواني وزيراعظم مياں محمد نواز شريف په مارچ ۱۹۹۹ کال کې دوره کړې وه.

جمیل میمن، چې د کراچۍ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړی دی، وویل، "پکاره وه چې خان د ماسکو له سفر څخه ډډه کړې وای ځکه چې دا د هغه د هېواد د اقتصاد لپاره جدي پایلې لرلی شي."

یو لوی سوداګریز شریک خفه کول

خان د اروپايي اتحادیې سره د مخالفت خطر لري، کوم چې د روسیې په پرتله د پاکستان محصولات ډېر اخلي.

اروپايي اتحادیه اوکراین ته جنګي الوتکې ورکوي.

د اي يو د وېب پاڼې له مخې،پاکستان د اي يو د ترجیحاتو پلس (جي اېس پي+) عمومي سکیم لخوا د وړاندیز شويو سوداګرۍ فرصتونو څخه لوی ګټه اخیستونکی دی او "اي يو د پاکستان دوهم مهم سوداګریز شریک دی چې په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د ټولې سوداګرۍ ۱۴.۳ فيصده برخه ګرځيدلې وه او د پاکستان د ټولو صادراتو ۲۸ فيصده برخه اخلي."

د مثال په توګه، په ۲۰۲۰ کال کې، چې د اي يو لخوا راپور شوی تر ټولو وروستی کال دی، پاکستان اي يو ته د ۵.۵ ملیارده یورو (۱ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) څخه ډېرې توکي صادر کړې. د ټريډنګ اکونوميکس ډاټ کام په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې، پاکستان روسیې ته یوازې د ۱۷۵.۲ ملیونه ډالر (۳۱.۱ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) توکي صادر کړې.

میمن وړاندیز وکړو چې اسلام آباد بايد د کړکیچن وضعیت په کارولو سره د اروپايي اتحادیې او متحده ایالاتو څخه ګټه پورته کړي او په خپلو سفارتي لومړیتوبونو په ځانګړي توګه له چین او روسیې سره په اړیکو له سره غور وکړي.

عائشه اعجاز خان، چې سیاسي شنونکي ده، د شنبې په ورځ په ډان ورځپاڼه کې په خپله مقاله کې وویل، "د پاکستان اصلي سوداګریز شریکان امریکا او اروپايي هېوادونه دي. دوی [پاکستاني مشران] باید په دې هم پوه شي چېد پاکستان د اېف ای ټي اېف [د مالي عمل کاري ځواک] لیست او [جي اېس پي+] وضعيت په پراخه کچه د لویدیځو قدرتونو لخوا ټاکل کیږي. او بیا هم، داسې ښکاري چې د لویدیځ څخه د پاکستان د جلا کولو لپاره یو نه معلوم کمپاين روان دی."

هغې وویل، "که څه هم ماسکو ته د خان له سفر څخه هیڅ لاسته راوړنه نه ده ترلاسه شوې، خو په لویدیځو مرکزي ښارونو کې یې د دې نظر تایید وکړو چې د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راغلی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500