امنیت

متحدین پداسې حال کې د اوکراین لپاره د پراخه پوځي ملاتړ ژمنه کوي چې د روسې په يرغل کې نرمي ليدل شوې ده

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

اوکرایني سرتیري د فبرورۍ په ۲۶مه د لوګانسک په سیمه کې د برید څخه مخکې د سویډني - برتانوي د وړلو وړ ټينک ضد لارښود توغندي NLAW تياروي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

اوکرایني سرتیري د فبرورۍ په ۲۶مه د لوګانسک په سیمه کې د برید څخه مخکې د سویډني - برتانوي د وړلو وړ ټينک ضد لارښود توغندي NLAW تياروي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

کيف -- لکه څنګه چې د اوکراین زیات پوځيان په مرکزي ښار او نورو لویو ښارونو باندې د بريد لپاره د روسي ځواکونو د هڅو مخه نیسي، د دې هېواد متحدینو د کریملین د جارحانه جګړې پروړاندې د مرستې لپاره د پراخه پوځي ملاتړ ژمنه کړې ده.

ځینو شنونکو له جګړې څخه مخکې وړاندوینه کړې وه چې کیف به په یوه یا دوو ورځو کې سقوط وکړي. روسي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ پر اوکراین یرغل وکړو، خو تر دوشنبې (د فبرورۍ ۲۸مې) پورې يې تر اوسه څه لوی ښار نه دی نیولی.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه وژونکي مرستې

هغه هېوادونه چې په یو ډېر کوچني ګاونډي د روسیې د بل برید څخه ناراضه شوي اوکراین ته وژونکي مرستې رسوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل د یکشنبې په ورځ وویل چې د اروپایي اتحادیې هېوادونه به اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي، ځکه چې بلاک موافقه کړې چې کیف ته د ۴۵۰ ملیون یورو (۵۰۳َ.۸ ملیونه آمريکايي ډالرو) په ارزښت وسلې ولیږي.

د فبرورۍ په ۲۶مه د لوګانسک په سیمه کې د سړک په غاړه د اوکرایني ځواکونو له خوا ویجاړ شوي روسي ټينک څخه لوګی پورته کیږي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

د فبرورۍ په ۲۶مه د لوګانسک په سیمه کې د سړک په غاړه د اوکرایني ځواکونو له خوا ویجاړ شوي روسي ټينک څخه لوګی پورته کیږي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

په یو ویډیو کې چې د فبرورۍ په ۲۷مه انلاین خپره شوې، د ترکیې لخوا جوړه شوې یوې بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په زیتومیر صوبه کې د روسیې پوځي کاروان په نښه کړو. [د اوکراین وسله وال ځواکونه/ټویټر]

په یو ویډیو کې چې د فبرورۍ په ۲۷مه انلاین خپره شوې، د ترکیې لخوا جوړه شوې یوې بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په زیتومیر صوبه کې د روسیې پوځي کاروان په نښه کړو. [د اوکراین وسله وال ځواکونه/ټویټر]

ايکسيوز راپور ورکړو چې دا ژمنه "د بلاک په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دا به یو هېواد ته وسلې واستوي."

متحده ایالاتو د شنبې په ورځ وویل چې کیف ته د ۳۵۰ میلیونو ډالرو اضافي پوځي مرستې لیږي چې په پايله کې يې په تېر کال کې د مرستو ټولیز شمېر د یو میلیارد ډالرو نه زيات شو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، "په دې پيکچ کې به نور وژونکي دفاعي مرستې شاملې وي ترڅو اوکراین سره مرسته وکړي چې د زغره وال، هوایي او نورو ګواښونو سره مبارزه وکړي چې اوس ورسره مخ دی."

آلمان د شخړو سیمو ته د وسلو د نه صادرولو یو اوږدمهاله بندیز مات کړو او د شنبې په ورځ یې ژمنه وکړه چې اوکراین ته به ۱۰۰۰ د ټينک ضد وسلې، ۵۰۰ سټینګر له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي او نهه هاویټزرونه واستوي.

دا د ۱۴ زغره لرونکو موټرو او ۱۰۰۰۰ ټنه تیلو مرسته هم کوي.

د هالېنډ د دفاع وزارت وویل چې دوی به د شنبې په ورځ د سنائپر ټوپکونو او هیلمټونو له لیږدولو وروسته "هرڅومره ژر چې امکان ولري" ۲۰۰ سټینګر توغندي واستوي.

کاناډا اوکراین ته وژونکې پوځي وسلې لیږي او کیف ته د خپل ځان د دفاع لپاره ۵۰۰ ملیونه کاناډايي ډالره (۳۹۴ ملیونه آمريکايي ډالره) قرضه ورکوي.

چېک جمهوریت د شنبې په ورځ وویل چې دوی به په راتلونکو څو ساعتونو کې ۴۰۰۰ مارټر ګولۍ، ۳۰ زره تومانچې، ۷۰۰۰ د بريد ټوپکونه، ۳۰۰۰ مشين ګنونه، ګڼ شمېر سنائپر ټوپکونه او یو میلیون ګولۍ واستوي.

چېک جمهوريت له مخکې نه له کیف سره د ۱.۵ میلیونه یورو (۱.۷ میلیون ډالرو) په ارزښت د ۴۰۰۰ مارټرونو ژمنه کړې وه، چې لا تر اوسه نه دي استول شوي.

سویډن اوکراین ته ۵۰۰۰ د ټېنک ضد راکټونه او همدارنګه د ساحوي راشن او د بدن زغره لیږي.

دا لومړی ځل دی چې سویډن د فنلنډ له مرستې وروسته په جګړه کې یو هېواد ته وسلې استولي دي. شوروي اتحاد په ١٩٣٩ کال کې په فنلنډ بريد کړی و.

یونان، چې په اوکراین کې لویه ټولنه لري -- چې ۱۰ تنه یې وژل شوي دي -- "دفاعي تجهیزات" او همدارنګه بشري مرستې لیږي.

پرتګال اوکراین ته د شپې لید چشمې، بلټ پروف واسکټونه، هیلمټونه، لاسي بمونه، مهمات او اتومات جي ۳ ټوپکونه ورکوي.

رومانیه په خپلو ۱۱ پوځي روغتونونو کې د ژوبل شويو کسانو د علاج وړاندیز کوي او همدارنګه د ۳ ملیونه یورو (۳.۴ ملیونه آمريکايي ډالرو) په ارزښت د تیلو، بلټ پروف واسکټونو، هیلمټونو او نورو "پوځي موادو" لیږلو وړاندیز کوي.

د ترکیې بې پیلوټه الوتکې، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په لیبیا او سوریه کې د روسیې پیرودونکي ځواکونه تباه کړې ول، د اوکراین جګړې په هڅو کې خورا مهم ثابت شوي.

د یکشنبې په ورځ، د اوکراین پوځ په ژیتومیر صوبه کې د روسیې د یوې پوځي ډلې د سوځولو ویډیو په ټويټر باندې خپره کړه.

مختلفې رسنۍ دا راپور هم ورکوي چې د ګڼو اروپايي هېوادونو وګړي له روسي ځواکونو سره د جګړې لپاره ډلې جوړوي او اوکراین ته سفر کوي.

د یرغلګرو مخه نیول

په ځمکه کې، روسي ځواکونه د خپل اټکل سره سم پرمختګ نشي کولی.

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د ځواکونو څو هڅې یې د شپې د کیف په څنډه کې د حملې لپاره په شا وتمبولې، پداسې حال کې چې مرکزي ښار هم په درېو توغندو په نښه شو.

د اوکراين پوځ ادعا کوي چې ۵۳۰۰ تلفات یې اړولي او ۱۹۱ ټينکونه یې ویجاړ کړي او د روسیې برید يې "ورو" کړی دی.

د اوکرین زیاتو ځواکونو په ملکي خلکو تکیه کړې چې په جګړه کې يې برخه اخیستې ده.

روسیې تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر نه دی ښودلی. د دې پوځ د یکشنبې په ورځ یوازې ومنله چې ځینې سرتیري يې "وژل شوي او ټپیان شوي" دي، خو دا يې ونه ویل چې په اوکراین کې څومره وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ، د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي له روسي پوځیانو څخه وغوښتل چې تېښته وکړي.

هغه وویل، "له دې ځایه لاړ شئ. په خپلو قوماندانانو باور مه کوئ. په خپلو پروپيګنډه کونکو باندې باور مه کوئ. یوازې خپل ژوند وژغورئ."

په نورو ویډیوګانو کې چې د اوکراین چارواکو لخوا خپاره شوي، نیول شوي روسي سرتیري وايي چې د دوی قوماندانانو دوی ته دروغ ویلي ول او ورته یې ویلي ول چې دوی به یوازې "د مشقونو" لپاره ځي.

لندن ګارډین د یکشنبې په ورځ راپور ورکړو چې د روسیې ځینې کورنۍ یوازې د اوکرین لخوا د جنګیالیو د ویډیوګانو له لارې وموندل چې د دوی زامن یې پر اوکرین د برید لپاره لیږلي دي.

د خلکو مرګ ژوبله

جګړه د اوکراین ملکي وګړي سخت ځپلي دي.

کیف وایي، د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې چې یرغل پیل شوی، د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۳۵۲ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګري ملتونو د شمېر له مخې، د اوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر فیلیپو ګرانډي د دوشنبې په ورځ په ټویټر باندې ولیکل، "له اوکراین څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر کډوال اوس ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو اېن اېچ سي آر) د یوې پخوانۍ شمېرنې له مخې، له ۲۸۰۰۰۰ څخه زیات خلک -- د ټول ټال د نيمې برخې څخه زیات -- یوازې پولېنډ ته تښتېدلي دي.

د يو اېن اېچ سي آر په وینا، نږدې ۸۵۰۰۰ هنګري ته، له ۳۶۰۰۰ څخه ډېر مالدووا ته، له ۳۲۵۰۰ څخه ډېر رومانیه ته، ۳۰۰۰۰ سلواکیه ته او له ۳۰۰ څخه ډېر بیلاروس ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ويل، ډېر هغه کسان چې له اوکرین څخه وتلي د نورو اروپايي هېوادونو پر لور روان دي، چې ټولټال شمېر يې تقريباََ ۳۴۶۰۰ دی چې له مخکې نه وتللي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500