کډوالان

ایران د ازادو اوبو د جریان له بندیدو وروسته له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي

د عمران لخوا

د ایران امنیتي ځواکونو بار بار ویلي چې د کمال خان بند د اوبو د بندېدو په غچ کې به افغان کډوالو ته په ایران کې د اوسیدو اجازه ورنکړي. اوس يې ډېر له ایران څخه په زور ایستل شوي او هغوی په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې په عارضي توګه پناه اخلي. [عمران/سلام ټایمز/سوشل میډیا]

هرات -- ایراني چارواکو په وروستیو هفتو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وروسته له هغې زیات کړو کله چې په افغانستان کې د کمال خان بند د هلمند له سیند څخه هېواد ته د وړیا اوبو د جریان مخه ونیوله.

د نيمروز صوبې په چهار برجک ضلعه کېکمال خان بند د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د پرانیستلو راهیسې په لومړي ځل ډک شوی دی. د بند کار په ۱۹۷۱ کال کې پیل شو.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۹۷۳ کال د هلمند سیند د اوبو د تړون له مخې ایران حق لري چې د هلمند له سیند څخه په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي.

په هرصورت، د څو لسیزو راهیسې، ایران په کال کې په ملیاردونو متره مکعبه وړیا اوبه ترلاسه کوي، چې دا د هغه مقدار څخه ډېر لوی مقدار دی چې د تړون له مخې ټاکل شوی دی.

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د فبرورۍ په ۹مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د فبرورۍ په ۹مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

یرغل، دښمني

عیني شاهدان وايي، اوس د ازادو اوبو جریان بند شوی او ایراني چارواکي خپله غوسه پر افغان کډوالو اوباسي.

د بادغیس صوبې د یو اوسېدونکي جانداد ابراهیمي په وینا، د ایران امنیتي ځواکونو بار بار ویلي چې د کمال خان بند د اوبو د بندېدو په غچ کې به افغان کډوالو ته په ایران کې د اوسیدو اجازه ورنکړي.

ابراهیمي په دې وروستیو کې له ایرانه شړل شوی او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې په عارضي توګه پناه اخلي.

هغه د فبرورۍ په ۹مه وویل، "کله چې ایراني پوځیانو زه د کار په دوران کې ونیولم، هغوی زه سخت وځورلوم او پرته له دې چې ماته يې د خپل سامان ترلاسه کولو اجازه راکړی وای، زه يې د کډوالو یو توقیف ځای ته انتقال کړم."

هغه وویل، "په داسې حال کې چې زه په کېمپ کې وم، د ایران پوځیانو ماته د ۴۸ ګهنټو لپاره مناسب خواړه را نکړل." "که څه هم زه وږی وم، دوی زه ډېر ووهلم."

د غزني صوبې یو اوسېدونکي ظفر خان جلالي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کېمپ کې یې هم پناه اخیستې وه، وویل، د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو راهیسې ایراني پوځیان د افغان کډوالو پر وړاندې لا ډېر جارحيت او دښمني لري.

هغه زیاته کړه چې په ایران کې تل افغان کډوال ځورول شوي دي.

هغه وویل، "ایراني عسکر له اجازې پرته د افغانانو کورونو ته ننوځي، هغوی نيسي، وهي ټکوي او افغانستان ته یې بېرته ليږي."

جلالي وویل، ایراني کار ګمارونکو افغان کارګرانو ته خبرداری ورکړو چې حکومت د دوی د نیولو او شړلو کمپاین پیل کړی او باید د ایراني امنیتي ځواکونو څخه پټ شي.

هغه وويل، د کډوالو کېمپ ته په لاره کې او دننه، ايراني پوځيان له افغانانو څخه پيسې اخلي او هر هغه څوک په سختۍ سره وهي کوم چې احتجاج کوي.

سید محمد اکرمي چې د کاپیسا صوبې اوسېدونکی دی یو بل ايستل شوی کس دی چې په کېمپ کې ژوند کوي.

د ایران پوځ هغه ته وخت هم ور نه کړو چې خپله کورنۍ -- د هغه مېرمن او څلور ماشومان -- له ځان سره افغانستان ته راولي.

هغه وویل، "زه په کار کې بوخت وم کله چې ایراني سرتيرو زه ونیولم." "ما له دوی څخه وغوښتل چې اجازه راکړي چې زه خپله میرمن او ماشومان له ځان سره بوزم، خو دوی ماته د هغوی د راوستلو اجازه را نکړه."

اکرمي وویل، "ایراني عسکرو زه په زوره ووهلم... او ویې ویل چې ما ته اجازه نه وه چې له خپلې کورنۍ سره وګورم." "اوس زما کورنۍ په ایران کې ده، خو زه نه پوهیږم چې هغوی چېرته دي."

اخراج مخ په زیاتیدو دی

دا تاوتريخوالی په وروستیو هفتو کې د اخراج په برخه کې د زیاتوالي سره سمون لري.

په هرات کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د صوبې ډايريکټر عبدالحی منیب په وینا، د جنورۍ له ۲۴مې نیټې څخه مخکې، ایران هره ورځ له ۱۵۰۰ څخه تر ۲،۰۰۰ پورې افغان کډوال د اسلام کلا د پولې له لارې بېرته ستانه کړل.

هغه د فبرورۍ په ۸ مه وویل چې د ايستل شويو کډوالو شمېر هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې لوړ شوی دی.

هغه وويل، "په شړل شویو کسانو کې په لسګونو ماشومان او ښځې شاملې دي. دوی په خپل کور یا د کار په ځای کې نیول شوي وو."

منیب زیاته کړه، "مونږ په ایران کې د افغان کډوالو د وهلو او ځورنې وحشتناک راپورونه ثبت کړي دي."

هغه وویل، "یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې ۵۰۰ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ایراني پولیسو له خوا افغانستان ته له شړلو څخه مخکې سخت وهل شوي دي."

"هغوی د اسلام کلا د پولې له لارې افغانستان ته ننوتل، چېرته چې زموږ طبي ټیمونو د هغو د زخمونو علاج وکړو چې دوی د ایرانیانو په لاس د ځورنې له کبله ترلاسه کړې ول."

په نیمروز کې د سرحدي ځواکونو کمانډر محمد هاشم حنظله وویل، په وروستیو ورځو کې د شړل شویو کډوالو شمېر ۳۰ فيصده زیات شوی دی.

هغه وویل، "زموږ ریکارډونه ښیي چې هره ورځ تر ۳۰۰۰ زیات کسان نیمروز صوبې ته داخلېږي."

هغه زیاته کړه، "ډېرو دغو کډوالو په ایران کې د څو میاشتو لپاره د معاش پرته کار کولو -- ایراني پولیسو هغوی ونیول او په زور یې وشړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500