تروريزم

د داعش مشر د سيال التحریر الشام تر پوزې لاندې پټ و

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د هغه د کور ګاونډي چې د داعش مشر ابراهیم الهاشمي القرشي په کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د برید په ترڅ کې وژل شوی و، د فبرورۍ په ۴ مه د ادلیب صوبې په اطم ښارګوټي کې کور ته نږدې په دې عکس کې ښودل شوی دی. [عارف وتاد/ای اېف پي]

د هغه د کور ګاونډي چې د داعش مشر ابراهیم الهاشمي القرشي په کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د برید په ترڅ کې وژل شوی و، د فبرورۍ په ۴ مه د ادلیب صوبې په اطم ښارګوټي کې کور ته نږدې په دې عکس کې ښودل شوی دی. [عارف وتاد/ای اېف پي]

ادلیب -- تحریر الشام، افراطي اتحاد چې د سوریې په ادليب صوبه کې واکمني لري، د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۶مه) وویل چې دوی ته معلومه نه وه چې د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) وژل شوی مشر په دغه سيمه کې پټ و.

د داعش لوړپوړي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د پنجشنبې په ورځ د ادلیب ښار اطم ته نږدې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره ځان ته چاودنه ورکړه.

د داعش مخکينی مشر ابوبکر البغدادي هم په ادلیب کې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې په یو برید کې له هغه ځایه یوازې ۱۵ کیلومتره لرې ووژل شو، چېرته چې القرشي وژل شوی و. په دواړو بریدونو کې کردي ځواکونو برخه اخیستې وه.

که څه هم التحریر الشام د شمال لویدیځ صوبې کنټرول په لاس کې لري، کوم چې دا د خپل تش په نامه "ژغورنده حکومت" له لارې اداره کوي، داسې ښکاري چې د سیالو افراطیانو د راتګ او تګ راتګ په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د التحریر الشام عناصر د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۰مه د احتجاج په دوران کې د سوریې د ادلیب صوبې او ترکیې ترمنځ باب الحوا لارې ته د مظاهره کوونکو د ورتګ مخه نیسي. [عمر حج قدور/ای اېف پي]

د التحریر الشام عناصر د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۰مه د احتجاج په دوران کې د سوریې د ادلیب صوبې او ترکیې ترمنځ باب الحوا لارې ته د مظاهره کوونکو د ورتګ مخه نیسي. [عمر حج قدور/ای اېف پي]

څارونکو وویل، دا د ګډوډۍ او بې قانونۍ حالت په ګوته کوي چې په ادلیب کې شتون لري، او د التحریر الشام حکومتداري د یو جعلي واکمنۍ په توګه افشا کوي.

دا کېدای شي د سیالو افراطي ډلو تر منځ د تاوتریخوالي بل پړاو ته وده ورکړي، چې په ادلیب کې په یو بل د بریدونو اوږد تاریخ لري.

تحریر الشام د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د هغه کور د "اوسېدونکو د شناخت" څخه خبر نه دی چې د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو په نښه کړې ول.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، تحریر الشام کله ناکله په سیمه کې د داعش سره وابسته ډلو پر ضد عملیات ترسره کوي، او په وروستیو میاشتو کې یې د داعش سره تړلي وسله والو افراطیانو سره جګړه کړې ده.

په وروستیو کلونو کې، التحریر الشام هڅه کړې چې ځان د یو معتدل لوبغاړي په توګه وټاکي چې یوازې د سوریې په مسلو تمرکز کوي. خو ډېر خلک پدې باور نه کوي او د دې ډلې د تاوتریخوالي ریکارډ ته اشاره کوي.

التحریر الشام په تیاره کې دی

القرشي د شپې د برید په ترڅ کې په هغه اپارتمان کې ووژل شو چې هغه په اطم کې په کرایه نیولی و -- د تحریر الشام تر کنټرول لاندې ښارګوټي کې چې د داعش د عملیاتو له ساحې څخه لرې دی.

په داسې حال کې چې التحریر الشام له خپله قوله د داعش د مشر د شتون په اړه په تیاره کې پاتې شوی، امریکايي چارواکو ویلي چې د القرشي ځای تېر کال محدود شوی و.

د هغې ودانۍ مالک چې د داعش مشر پکې پټ و، وویل چې القرشي له ۱۱ میاشتو راهیسې هلته اوسېدو.

کله چې د پنجشنبې برید پیل شو، د اطم اوسیدونکو فکر وکړو چې امریکایي ځواکونه د القاعدې يو مشر په نښه کوي.

د متحده آيالاتو ځانګړو ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د ادلیب په سیمه کې د لوړ ارزښت افراطي اهدافو پر ضد څو عملیات کړي دي.

د اطم اوسیدونکي په دې اوريدلو حیران شول چې د زیتونو په ونو سره احاطه شوي په دوه پوړیز کور کې د دوی ګاونډی په حقیقت کې د داعش مشر و.

حتی د هغه د ځمکې خاوند، محمد الشیخ، په دې خبره حیران شو. هغه فکر کولو چې هغه خپل کور یو موټر چلوونکي ته په کرایه ورکړی دی.

الشیخ وويل چې القرشي شاوخوا یو کال وړاندې دغه کور په کرایه ورکړی و.

الشيخ وويل، "دغه سړي دلته (په کور کې) د ۱۱ میاشتو راهيسې ژوند کولو. الشیخ وویل، ما په هغه کې څه نا اشنا خبره نه وه لیدلې. "هغه به ما ته کرایه راکړه او بېرته به لاړو."

هغه وویل، "که ما د هغه په اړه څه معلومات لرلی، ما به هیڅکله هغه په خپل کور کې ژوند کولو ته نه و پریښودی."

په ادلیب صوبه کې لاقانونيت

شنونکي استدلال کوي چې دا خورا د حیرانتیا خبره ده چې القرشي په يوه داسې سيمه کې وموندل شو چې د داعش له مرکز څخه لرې وه، چې هغه وچې سیمې پکې شامل دي چې د دجلې او فرات سیندونو ترمنځ د عراق او سوریې پوله لري.

د سینچري انټرنېشنل همکار ارون لوند وویل، "ادلیب د بې ځایه شویو خلکو څخه ډک د جګړې ګډه وډه سيمه ده، چې لږ مناسب پولیس لري او هیڅ ریښتیني دولتي جوړښت یا د ریکارډ ساتل پکې شتون نلري."

حسن حسن، یو شنونکی چې د داعش په اړه یې یو کتاب لیکلی، وویل، ادلیب د عراق په لویدیځ یا ختیځ سوریه کې د هغو سیمو په پرتله د داعش مشر لپاره خوندي دی چېرې چې د داعش ضد ځواکونو د افراطیانو د نيولو لپاره د کلونو تجربه ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، "دا د داعش لپاره یوه مخالفه سیمه ده ځکه چې د هغې سیالان د سوریې په شمالي سیمه کې واکمن دي، خو دا د پټېدو لپاره دقیق ځای دی چېرې چې هیڅوک تمه نه لري چې تاسو هلته اوسئ."

حسن وویل چې د القرشي نږدې همکارانو له دوو کلونو راهیسې په سیمه کې د دې ډلې عملیات او کاروبارونه مخ په وړاندې وړي.

هغه وویل، بیا هم "دا ډله کمزورې شوې او ښکاره شوې ده". هغه زیاته کړه چې د پنجشنبې برید د متحده ایالاتو او متحدینو ځواکونو لخوا د مخ په زیاتیدونکي موثریت يو بل ثبوت و چې د داعش د مشرانو د تعقیب دنده یې لرله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500