امنیت

په هوايي ډګرونو کې د چين له پوځ سره تړلي امنيتي سکېنرونه په ټوله نړۍ کې اندېښنې راپورته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

په ۲۰۲۰ کال کې د فرانس په هوایي ډګر کې د تودوخې او امنیت سکېنرونه. [برټرنډ ګوای/ای اېف پي]

په ۲۰۲۰ کال کې د فرانس په هوایي ډګر کې د تودوخې او امنیت سکېنرونه. [برټرنډ ګوای/ای اېف پي]

یو شرکت چې د چین له پوځي او سیاسي اشخاصو سره ژورې اړیکې لري د نړۍ په ګڼ شمېر حساسو هوایي ډګرونو، د پولو لارو او سفارتي پیښو کې د امنیتي سکرینینګ مسؤلیت په غاړه لري، چې د محرمیت او د معلوماتو د غلط استعمال په اړه اندیښنې راپورته کوي.

اسوشیټیډ پرېس (ای پي) د جنورۍ په ۲۰مه راپور ورکړو چې دغه شرکت نوکټيک د عوایدو په لحاظ سره د کارګو او موټرو سکېنرونو لپاره د نړۍ ترټولو مخکښ شرکت جوړ شوی دی.

د ایکس رې امنیتي سکېنرونو سربیره چې مسافر او سامانونه ترې په هوایي ډګرونو کې تېرېږي، دا شرکت چاودیدونکي کشف کونکي او یو له بل سره وصل شوي وسایل جوړوي چې د شناختي کارډ یا د ټیکټ د پیژندلو، د بدن د درجه حرارت معلومولو او د مخ پیژندلو توان لري.

متحده ایالاتو، کاناډا او ګڼ شمېر نورو لویدیځو حکومتونو د ملي امنیت اندیښنو له امله د نوکټيک تجهیزات رد کړي دي.

دا عکس چې د اکتوبر په ۲۸مه اخېستل شوی د سکېنر لارۍ ښیي چې د بلجیم په زیبرګ کې کارول کیږي. [جان تایس/ای اېف پي]

دا عکس چې د اکتوبر په ۲۸مه اخېستل شوی د سکېنر لارۍ ښیي چې د بلجیم په زیبرګ کې کارول کیږي. [جان تایس/ای اېف پي]

د عامه تدارکاتو، دولتي او کارپورېټ ریکارډونو، چې ای پي يې بیاکتنه کړې ده، له مخې، خو د شرکت وسایل د اروپایي اتحادیې (اي يو) په ۲۷ غړو هېوادونو کې په ۲۶ کې شتون لري.

د روسیې سره د ناټو په پولو او د اروپا په لویو بندرونو او هوایي ډګرونو کې د نوکټیک سکېنرونو سره، د لویدیځ امنیتي چارواکو او پالیسي جوړونکو مخ په ډېریدونکي شمېر ویره لري چې بیجینګ به د سکېنرونو څخه دولتي، صنعتي یا شخصي معلومات ترلاسه کړي.

د اروپا د پارلمان غړي او د هالېنډ د دفاع په وزارت کې د سایبر امنیت پخواني ډايريکټر بارټ ګروتویس وویل، "د دې وسیلو لخوا پروسس شوي معلومات خورا حساس دي. دا شخصي معلومات، پوځي معلومات، او د کارګو معلومات دي. دا ممکن د سوداګرۍ رازونه په خطر کې واچوي."

هغه وویل، "تاسو غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې دا په سم لاسونو کې دی." "تاسو په یو بهرني لوبغاړي باندې تکيه کوئ چې جغرافیایي، سیاسي او ستراتیژیکي سیال دی."

د سیکیور ټیک کارپورېشن په وینا، د نوکټيک امنیتي محصولات په ټوله منځنۍ آسیا کې موندل کیږي، په ځانګړې توګه په قزاقستان کې، چېرته چې دا شرکت د کسټم په لږ تر لږه ۲۶ ځايونو کې شتون لري، چې په دې کې د شیمکینټ او الماتي هوایي ډګرونه او د اکتاو سمندري بندر شامل دي.

د ځواک يو پيچيده جال

نوکټيک د سنګوا يونيورسټۍ یوه څانګه ده. سنګوا يونيورسټي په بیجینګ کې د عامه څیړنې یوه عالي يونيورسټي ده چې په ۱۹۱۱ کال کې جوړه شوې.

په ۲۰۱۲ کال کې، فوربز دغه يونيورسټۍ ته د چین د "ځواک فيکټرۍ" نوم ورکړو ځکه چې د چینایي سیاستدانانو ګڼ شمېر د دې په فارغينو کې شامل دي -- چې پکې د چین مشر شي جین پینګ، پخوانی صدر هو جین تاو، پخوانی وزير اعظم ژو رونګجي، د مرکزي بېنک پخوانی ګورنر ژو شیاو چوان او د مالیې پخوانی وزیر لو جیوي شامل دي.

نوکټيک ځان د "یو مسؤل چینایي لوړ ټیک شرکت" په توګه ګڼي چې په "خپلواکه نوښت" تکیه کوي.

خو د شرکت د مالکیت جوړښت دومره پیچلی دی چې د نفوذ، احتساب او کنټرول کرښې يې پیژندل ګران کار دی.

هغه څه چې روښانه دي، دا دی چې نوکټيک د سي سي پي د تعليمي او ملي امنیت ګټو سره خورا نږدې اړیکې ساتي.

د ۲۰۰۰ لسیزې د ډېر وخت لپاره، نوکټیک د هو زوی هو هایفنګ لخوا پرمخ وړل کېده.

د ډیټینا په وینا، چې د هالېنډ د اقتصادي استخباراتو شرکت دی او په چین تمرکز کوي، د نوکټيک د مالکیت جوړښت اوس د ونډو په څلورو پرتونو کې د څلورو دولتي شرکتونو او درېو دولتي ادارو په شمول په لسګونو لوی شرکتونه لري.

د ۷۱ فيصده ونډې سره، د نوکټيک ترټولو لوی ونډه لرونکی تونګ فېنګ شرکت دی. دا یو لوړ تخنیکي شرکت دی چې په ۱۹۹۷ کې د سنګوا يونيورسټۍ لخوا جوړ شوی و. دا اړیکه کافي عامه خبره ښکاري، خو د ځواک تعقیب يو پيچيده جال په ګوته کوي.

د تونګ فېنګ ترټولو لوی ونډه لرونکی د چین د ملي اټومي کارپوریشن (سي اېن اېن سي) د سرمايه کارۍ څانګه ده، کوم چې په نوکټيک کې ۲۱ فيصده برخه هم لري.

سي اېن اېن سي د انرژۍ او دفاع دولتي شرکت دی چې د چین د دولتي شورا تر کنټرول لاندې دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سي اېن اېن سي د چین پوځي شرکت ګڼي ځکه چې دا د خلکو د آزادۍ پوځ (پي اېل ای) سره پرمختللې ټیکنالوژي او مهارتونه شریکوي.

د ډیټینا ستر مشر جاپ وان ایټین، ای پي ته وویل، "دلته پوښتنه دا ده چې ایا موږ غواړو نوکټيک ته اجازه ورکړو او که نه، چې د چینایي دولت لخوا کنټرول کیږي او د چینایي پوځ سره تړاو لري، چې زموږ د پولې امنیت او زیربنا په مهمو برخو کې دخیل شي."

'په ریښتیا سره یو شرکت نه دی'

د متحده ایالاتو او کاناډا لپاره، او د اروپایي هېوادونو مخ په زیاتیدونکي شمېر لپاره، ځواب بشپړ "نه" دی.

د ۲۰۲۰ کال د جولای په مياشت کې، د کاناډا د حکومت امنیتي بیاکتنې وموندله چې د نوکټيک د ایکس رې امنیتي سکېنرونه په احتمالي توګه د پټو معلوماتو راټولولو او لیږدولو لپاره کارول کېدی شي، چې د وړلو وړ بریښنایي وسیلې کنټرول کړي یا پایلې بدل کړي ترڅو د "ناوړه" وسیلو لیږد ته اجازه ورکړي.

د پایلې په توګه، کاناډایي چارواکو د جاسوسۍ "لوړ ګواښ" په حوالې ورکولو سره د نوکټیک څخه یو مستقيم وړاندیز رد کړو ترڅو په ټوله نړۍ کې د کاناډا په ۱۷۰ سفارتي ماموریتونو کې د ایکس ری سکېن کولو تجهیزات چمتو کړي.

د ۲۰۲۰ کال د سمبر په مياشت کې، د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت د نوکټيک "د ټیټ فعالیت تجهیزاتو" په حوالې ورکولو سره نيوکټيک د خپل صنعت بیورو او امنیتي ادارو په لېست کې شامل کړو، چې د ملي امنیت په اساس شرکت ته صادرات محدودوي.

د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې، د وال سټریټ ژورنال (ډبليو اېس جې) راپور ورکړو چې د یو محرم حکومتي راپور بیاکتنې وروسته، د نوکټيک تجهیزات د ۲۰۱۴ کال راهیسې د متحده ایالاتو په هوایي ډګرونو کې په اغیزمنه توګه منع شوي دي.

خو د کلونو په اوږدو کې، نوکټیک په اروپا کې د خپلو وړاندیزونو په ټیټولو سره نفوذ ترلاسه کړی.

د سیالانو په وینا، د شرکت داوطلبي د دوی د سیالانو په پرتله له ۲۵ څخه ۵۰ فيصده پورې ټیټه کېدی شي، او ځینې وختونه په دوی کې امتیازات شامل دي لکه د ساتنې پراخه قراردادونه او مناسبې قرضې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د می په ۲۶مه په یو یادداشت کې وویل، نوکټیک "په اروپا کې د متحده ایالاتو د تولید کونکو په پرتله په مهمو زیربنایي برخو کې د پام وړ بازار ونډې ترلاسه کولو لپاره د یوې لسیزې په اوږد سخت کمپاین کې برخه اخیستې ده."

ډیډي کرسټن تاټلو، چې یوه څیړونکي ده او په اروپا کې د چین اغیزې، ټیکنالوژۍ او ناسم معلوماتو کې تخصص لري، وويل، د نوکټيک نرخونه "اقتصادي مهارت" دی.

هغې ای پي ته وویل، "دا واقعي یو شرکت نه دی." "دوی د دولت د پراختیایي کمپاين د يوې څانګې په څېر دي."

'ستراتیژیکي سرمايه کاري'

اېکسل ووس، چې د اروپا د پارلمان يو جرمن غړی او د معلوماتو د ساتنې په برخه کې کار کوي، وویل، "دا ورځ تر بلې خطرناکه کیږي."

هغه وویل، "زه به فکر نه کوم که یو یا دوه هوایي ډګرونه د نوکټیک سیسټم ولري، خو د خورا کم نرخونو سره، ډېرې سیمې یې اخلي." "دا د امنیت په اړه ډیرې پوښتنې رامنځته کوي.

ووس د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په مياشت کې د اروپایي کمیسیون (اي سي) لوړ پوړو غړو ته په یو بریښنالیک کې د نوکټيک کړنو په اړه اندیښنې راپورته کړې. اروپايي کميسيون د اروپايي اتحاديې اجرایوي اداره ده.

هغه وویل چې د شرکت "د خورا ټیټې کچې نرخ ورکولو ستراتیژي" دا په ګوته کوي چې د هغې انګیزې سوداګریزې ندي بلکې "د اروپايي اتحاديې ستراتیژیک زیربنا او د معلوماتو پرمخ وړونکي پوهه کنټرولولو کې دلچسپي ده".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، نوکټيک د اروپا د سمندري کارګو سکرینینګ تجهیزاتو بازار کې ۹۰ فيصده برخه لري او د هوایي ډګر د مسافرو د سامانونو او کارګو سکریننګ کولو لپاره د اروپا په بازار کې شاوخوا ۵۰ فيصده برخه لري.

په برلین کې د چین مطالعاتو لپاره د میرېکټر انسټیټیوټ ډايريکټر میکو هووټاري د ۲۰۲۰ کال د فبروري په مياشت کې پولیټیکو ته وویل، "دا ماشینونه له مخکې نه په ټوله اروپا کې ځای په ځای شوي دي. دوی په هر ځای کې شتون لري."

د بشري حقونو اندیښنې

د نوکټيک ټیکنالوژي -- په ځانګړې توګه د مخ پیژندنې، د ګوتو د نښې سکېنونه او د انسان د بدن سکېن کول "مایکرو اندازه کول" -- هم د بشري حقونو اندیښنې راپورته کړي، په ځانګړې توګه د چین په شمال لویدیځ شنجيانګ کې.

لږ تر لږه یو میلیون اویغور او نور هغه کسان چې په ترکي ژبه خبرې کوي، چې زياتره پکې مسلمان اقلیتونه دي، په شنجيانګ کې "په سياسي توګه د زده کړې" په کېمپونو کې بندیان دي.

د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کېمپ کې دننه جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د لویدیځ حکومتونه -- د متحده ایالاتو، کاناډا، هالېنډ، بریتانیا، بلجیم او فرانس په شمول -- وايي چې په شنجيانګ کې د بیجینګ پالیسۍ د بشریت ضد په څېر جرمونه او "نسل وژنه" ده.

د نوکټيک چینایي وېب پاڼه وايي چې د هېواد لویدیځې سیمې، د شنجيانګ په ګډون، د شرکت لپاره "مهم سوداګریزې سیمې" دي.

د چين د حکومت د ريکارډونو له مخې، دغه شرکت په شنجيانګ کې له پوليسو او نورو چارواکو سره کار کوي، د سيمې په مرکزي ښار ارومچي کې د سب وی لپاره د ايکس ری تجهيزات، د لايسنس پلېټ پيژندلو وسايل او يو مربوط امنيتي سيستم برابروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500