چاپیریال

ډېر هېوادونه د ایران صادر شوي محصولات ردوي، چې د کورني کارونې لپاره اندیښنې راپورته کوي

د بابک دشتي لخوا

خلک د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴مه د ایران په مرکزي ښار تهران په تاجرش بازار کې د سوداګر د يو سټال څخه محصول اخلي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

خلک د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴مه د ایران په مرکزي ښار تهران په تاجرش بازار کې د سوداګر د يو سټال څخه محصول اخلي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

په دې وروستیو هفتو کې، ګڼ شمېر هېوادونو په وارد شويو توليداتو کې د سرې او مولډ د شتون او همدارنګه د قرنطین د ناکافي وخت له کبله د ایراني وارد شوي توليدات رد کړي.

هند، روسیې، ازبکستان، متحده عرب اماراتو، عمان او ترکمنستان د نومبر له میاشتې راهیسې له ایران څخه د میوو او سبزیجاتو واردات بېرته ستانه کړي او یا يې منع کړي دي.

دې کار دا اندېښنې راپورته کړې چې رد شوي محصولات اوس د ایران پر خلکو په ارزانه بیه پلورل کیږي یا بې وزلو ایرانیانو ته ورکړل کیږي.

د نومبر په میاشت کې ازبکستان په زرګونو ټنه ایراني آلوګان د پارازایتو وژونکو مادو د لوړې کچې له امله رد کړل.

د جنورۍ په لومړیو کې روسیې له ایران څخه د څو ټنو مرچکو واردول رد کړل. [انتخاب]

د جنورۍ په لومړیو کې روسیې له ایران څخه د څو ټنو مرچکو واردول رد کړل. [انتخاب]

متحده عرب اماراتو د دسمبر په ۱۲مه د صادراتو څخه مخکې د قرنطین د ناکافي وخت له کبله له ایران څخه ۲۰ ټنه کیوي میوه رد کړه. [Hamshahri.ir]

متحده عرب اماراتو د دسمبر په ۱۲مه د صادراتو څخه مخکې د قرنطین د ناکافي وخت له کبله له ایران څخه ۲۰ ټنه کیوي میوه رد کړه. [Hamshahri.ir]

د ایسټ آی ورځپاڼې د دسمبر په ۳۰مه راپور ورکړو، سمدلاسه وروسته، د هند د نباتاتو د ساتنې او قرنطین سازمان په میوو کې د "سپینو ذراتو د شتون" له امله د ایران د کیوي صادرات رد کړل.

د کرنې د تولیدونکو د ملي اتحادیې د چيرمين رضا نوراني په وینا، روسیې هم له ایران څخه د مرچکو په واردولو بندیز ولګوو ځکه چې د پارازایتو وژونکو مادو د زراتو د کچې په اړه سندونه موجود نه ول.

په همدې ډول، د ایران کیوي صادرات له متحده عرب اماراتو څخه بېرته واستول شول، او ترکمنستان له ایران څخه د آلو په وارداتو بندیز ولګوو.

په وروستي قضیه کې، د آذربایجان جمهوریت هم اعلان وکړو چې دوی به له ایران څخه د مرچکو په وارداتو بندیز ولګوي.

ځینې ایراني چارواکو په کرنه کې د کارول شويو د چینایي پارازایتو وژونکو مادې ټیټ کیفیت مرکزي عامل ګڼلی دی.

دوی وویل، د حاصلاتو له راټولولو وروسته، ډېر کرنیز محصولات باید د یوې ټاکلې مودې لپاره قرنطین شي ترڅو آفت وژونکي لږ زیان رسونکي شي، خو په ایران کې کارول شوي پارازایت وژونکي مادې په میوو او سبزیجاتو کې د ډېر وخت لپاره پاتې کیږي، او په پايله کې دوی د انسان د استعمال لپاره زهرجن کوي.

د مشهد ښار د میوو او سبزیجاتو د اتحادیې مشر حیدر ساکنبورجي د دسمبر په ۲۵مه تجارت خبري اژانس ته وویل، "د تحقیقاتو له مخې، په دغو کرنیزو محصولاتو کې کارول شوي پارازایت وژونکي ماده له چین څخه وارد شوي ده."

د ایراني تولیداتو تکراري ردولو په ټولنیزو رسنیو کې ټوکې او بحثونه راپورته کړي، پداسې حال کې چې ځینې خلک وايي چې دوی وغوښتل چې خوراکي توکي به صادرې شي او دوی به پوه شي چې د ردیدو په صورت کې به څه ونه خوري.

د ایران شهرت په خطر کې اچول

د حکومتي ارقامو له مخې، ایران تېر کال د ۶.۵ میلیارده ډالرو کرنیز محصولات صادر کړي.

دا د میوو او سبزیجاتو د ۱۰ غوره تولیدونکو څخه دی، چې په دې کې مڼې، د لیمو میوې، هندوانې او نورې خربوزې، انارونه او خرمې شاملې دي.

د اسلامي جمهوري دولت چارواکو ادعا کړې چې د وروستیو ردونو اصلي لامل "د هېوادونو په قوانینو او مقرراتو کې بدلونونه او ترميمات دي" او د تولیداتو په اړه يې هر ډول مسله رد کړې ده.

د ایران د خوړو او درملو د ادارې (اېف ډي ای) یو چارواکي فرامرز خدایان د فارس دولتي خبري اژانس ته وويل چې هر هېواد د وارد شويو محصولاتو په اړه د خپلو قوانینو سره سم عمل کوي.

"د زهرجنو موادو شاخص د ايم آر اېل په نوم یادیږي، کوم چې د مقدار په لحاظ سره د پاتې شويو زهرجن موادو د تصويب وړ زيات نه زيات حد ټاکي، او د هر هېواد تصويب شوی شاخص ممکن د نورو هېوادونو په پرتله سخت یا نرم وي."

په دې برخه کې، روسیې او نورو هېوادونو په دې وروستیو کې خپل شاخص بدل کړی دی.

هغه دا خبره رد کړه چې د ایران کرنیز محصولات ککړ یا زهرجن شوي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د خوراکي توکو د استعمال په اړه اندیښنه ونه کړي.

د ځايي بهار خبري ویب پاڼې د راپور له مخې، په صادر شويو محصولاتو کې د زهرجنو توکو زراتو په لومړي ځل د ایران د کرنې او صادراتو شهرت له خطر سره مخامخ کړی دی.

تر دې وروستیو پیښو پورې، په ایران کې یو ښه پیژندل شوی حقیقت دا و چې "غوره محصولات د صادراتو لپاره جوړ شوي" او ایراني محصولات، زعفران او غوازان په نړۍ کې د ځینو غوره کرنیزو محصولاتو په توګه پیژندل کيږي.

'د سرې مافیا'

کارپوهان د وروستیو ردونو پړه په "سرې مافیا" اچوي، چې پر کروندګرو زيات زهرجن مواد خرڅوي.

دوی وايي ځینې محصولات چې د "سرې مافیا" لخوا کارول کیږي اجازه نه لري چې د نړۍ په نورو برخو کې استعمال شي.

نعمت احمدي، چې په ایران کې يو وکیل دی او د کرنې فعال دی، په ۲۰۱۹ کال کې په ایران کې د سرې مافیا د فعالیتونو او د کرنیزو محصولاتو د تولید په وخت کې د ساینسي عملونو په مخنیوي کې د هغې د رول په اړه خبرداری ورکړو.

"د مثال په توګه، داسې خلک شتون لري چې د پستې د څیړنې مرکز غړي دي، خو د سرې واردونکي یا د سرې او پارازایت وژونکو مادو په واردولو کې شریکان دي، نو د دوی دنده دا ده چې د کرنې د ساینسي معلوماتو مخنيوی وکړي."

شهریار صادقیان، چې په ایران کې د کرنې او مالدارۍ کارپوه دی، وویل چې "د ټیټ کیفیت لرونکي چینایي او هندي زهرجن موادو او د پارازایت وژونکو مادو کارول او په زراعتي محصولاتو باندې د دې زهرجنو موادو دوامداره اغیزې د رد شوي لیږد اصلي لاملونه دي. "

د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې د خونې پخواني نايب چيرمين پدرام سلطاني پر چارواکو تور پورې کړو چې د ایرانیانو روغتیا یې په خطر کې اچولې ده.

سلطاني د دسمبر په ۲۵مه ټویټ وکړو، "نور هېوادونه، یو په یو، د ایران کرنیز محصولات بېرته استوي. دوی د خپلو اتباعو روغتیا ساتي."

" پنځه اتیا میلیونه ایرانیان د بهرنیانو لخوا خبر شوي چې دوی هره ورځ زهر خوري. له همدې امله زموږ خلک مري او يا ناروغه کېږي او چارواکي يې پروا هم نه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500