باوډینګ، چین -- بزګران، چې په چين کې د وهلو ټکولو، د خپلو ځمکو څخه په زور ایستلو، د پيسو د شوکې او حتی په دروغه د قيد کېدو سره مخ دي -- وايي چې دوی له سختو پايلو سره مخ دي ځکه چې چارواکي هڅه کوي چې د زرغون انرژۍ ملي تولید ته د ودې ورکولو لپاره خپلې لوړې ژمنې پوره کړي.
چین ژمنه کړې چې د ۲۰۲۰ کال د ژمي اولمپیک به لومړۍ لوبې وي چې په بشپړ ډول به د باد او لمر انرژۍ په واسطه ترسره شي، او د ظرفیت لوړولو لپاره یې ډېر تاسیسات جوړ کړي دي -- خو فعالان خبرداری ورکوي چې "د ځمکې غاصبان" د پروسس په جريان کې د عامو خلکو استحصال کوي.
بیجینګ ته څېرمه په یو کلي کې د لونګ کورنۍ -- چې وايي له نیمايي څخه زیاته کرنیزه ځمکه یې د لمریزې برېښنا فارم ته نږدې له لاسه ورکړې -- اوس دومره لږ عاید لري چې په ژمي کې د ګرم پاتې کېدو لپاره د جوارو ټانټې او پلاستیکي کڅوړې سوځوي.
د هوانګ جیاو د کلي یو بزګر لونګ، چې د ځمکې چینایي يونټ يې کارولو چې د ۶۶۷ مربع مترو برابر دی، وويل چې "د بریښنا شرکت زموږ سره هر کال د هر یو میو لپاره د ۱۰۰۰ یوانو ژمنه کړې وه کله چې ياده شرکت د ۲۵ کالو لپاره ځمکه په اجاره واخيستله."
هغه وویل، "موږ کولای شو په همدې سیمه کې د جوارو په کرلو سره دوه چنده زیاتې پیسې ترلاسه کړو. "اوس د ځمکې نه بغېر، زه د روزق ګټلو لپاره د ورځني مزدور په توګه کار کوم."
چين په نړۍ کې د بادي څرخونو او سولر تختو تر ټولو لوی توليدوونکی هېواد دی، او د ژمي اولمپيک ته د يو فرصت په توګه کتل کيږي چې د دغه هېواد زرغون ټکنالوژي نندارې ته وړاندې کړي، پداسې حال کې چې دوی د نړيوال بازارونو په لټه کې دي.
خو د اقلیم د بدلون لپاره د نړیوال مشر په توګه د بیجینګ دریځ په سکارو کې د خپلې لوړې سرمايه کارۍ او د "زرغون" ښکاره کېدو په لټه کې د ځایي او بهرنیو ټولنو د استحصال له امله زیانمن شوی.
'دباو شوي او ځورول شوي'
د لونګ او د هغه د ګاونډی پي په څېر د بزګرانو لپاره، د زرغون انرژۍ پرمختګ د دوی ژوند ډېر خطرناک او ستونزمن کړی دی.
پي وايي چې کلیوال اړ شوي چې قراردادونه لاسلیک کړي -- چې ای اېف پي لیدلې دی -- ترڅو د دوی ځمکې د دولتي بریښنا سرمايه کارۍ ګروپ (سپيک) لخوا جوړ شوي سولر پارک ته په اجاره ورکړي. دا شرکت په هیواد کې د پنځو لویو شرکتونو څخه یو دی.
هغه وویل، هغه کسان چې موافق نه وو د پولیسو لخوا ووهل شول. هغه زیاته کړه، "ځینې په روغتون کې بستر شول، ځینې بندیان شول."
پي د ۴۰ ورځو لپاره په بند محکوم شو، پداسې حال کې چې لونګ د احتجاج وروسته "په غیرقانوني توګه د خلکو د راټولولو او سولې ګډوډولو په تور نهه میاشتې په جېل کې تېرې کړې".
پي وويل، "وضعیت د مافیا په څېر دی." "که تاسو شکایت وکړئ، نو تاسو به غلې کړې شئ، جېل ته به وليږدول شئ، او محکوم به شئ."
په باوډینګ کې د کلیوالي کلنۍ اوسط کلنی عاید شاوخوا ۱۶۸۰۰ یوان (۲۶۰۰ آمريکايي ډالره) دی، چې دا هغه رقم دی چې دواړه لونګ او پي يې نور نشي ګټلی.
ای اېف پي نشي کولی تایید کړي چې هوانګ جیاو ته نږدې د سپيک پروژې بریښنا به مستقیم د اولمپیک ځایونو ته د بریښنا ورکولو لپاره وکارول شي، ځکه چې دا معلومات په عامه توګه شتون نلري.
کله چې ای اېف پي پوښتنه وکړه، نو دغه شرکت د تایید کولو څخه ډډه وکړه.
خو د جانګ جیاکو حکومت -- هغه ښار چې لوبې به پکې ترسره کيږي -- ويلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې د اولمپیک د داوطلبۍ له ګټلو راهیسې، دغه سیمې "ځان له پیل څخه په چین کې د غیر هایدرو د نوي کیدونکي انرژۍ په يو لوی مرکز کې بدل کړی دی".
د باد او لمریز فارمونو لپاره د حکومت شرکتونو د هیبي په نورو برخو کې هم د ورته پروژو جوړول ګړندي کړي، ځکه چې چین د لوبو نه مخکې د هوا ککړتیا کمولو لپاره هڅې کوي.
"د بخښنې نړیوال سازمان په یو بیان کې وویل، جبري ایستل، د ځمکې غیرقانوني نيول او د ځمکې له لاسه ورکولو پورې اړوند ګټې وټې له لاسه ورکول" د بشري حقونو تر ټولو پرله پسې اندیښنو څخه دي چې د باد او لمریزې انرژۍ سکتورونو سره تړاو لري.
'موږ هیڅ ترلاسه نه کړل'
د سپتمبر په میاشت کې، چین د جبران لپاره د سختو قوانین اعلان وکړو کله چې د زرغون انرژۍ د پراختیا په شمول د چاپيريال پروژو لپاره ځمکه اخیستل کیږي.
د زرغون انرژۍ پراختيا ته د ودې ورکولو لپاره د نوي کیدونکي انرژۍ د مسلکيانو د کمیټۍ سيکريټري جنرل لي ډان وويل، "زموږ د ځمکې زون کولو [قواعد] هم په واضح ډول هغه څه تنظیموي چې کرهنیز ځمکه، په ځانګړې توګه د کرنې ځمکې، نشي نیول کیدې."
"دا سره کرښه ده."
هغې وویل، که چېرې د کرنې ځمکې د نوي کیدونکي انرژۍ پروژو لپاره وکارول شي نو باید د ګټې شریکولو پروګرام شتون ولري لکه د شنو خونو ته بریښنا برابرول.
خو څو کروندګرو له ای اېف پي سره خبرې وکړې او ويې ويل چې شرکتونو د کرنې ځمکې غوره کړې ترڅو د مقرراتو څخه ډډه وکړي.
د جانګ جياکو صوبې يو بزګر ژو وان د لوبو د پيل څخه مخکې خپله ځمکه د سولر نصبولو له امله له لاسه ورکړه.
ژو وويل، "شرکت موږ ته وويل چې دا د کارونې وړ ځمکې نه دي، خو په حقيقت کې دا ټولې ښې کرنيزې ځمکې دي چې زموږ د بزګرانو لخوا کارول کيږي."
"هغوی وویل چې دوی به موږ ته د هر میو ځمکې لپاره ۳۰۰۰ یوان [۴۷۱ ډالر] راکړي. خو په پای کې مونږ هیڅ ترلاسه نه کړل."
د ژانګ جیاکو یي یوان د نوې انرژۍ پراختیا، چې د ژو په کلي کې یې لمریزه پروژه پيل کړې وه، د تبصرې لپاره د ای اېف پي غوښتنې ته ځواب ورنه کړو.
د بي آر آی پروړاندې احتجاج کول
د تجدید وړ سرمايه کاري هم تېر کال د چین د نړیوال زیربناو د هڅو -- د بيلټ او سړک نوښت (بي آر آی) -- لاندې د نويو پروژو نيمه برخه وه.
د سوداګرۍ او بشري حقونو د سرچینو مرکز پریانکا مغل وویل چې ځینې پراختیا کونکي هم په بهر کې د ځمکې د ترلاسه کولو پرمهال په جنجالي کړنو تورن شوي دي. دغه مرکز په انګلستان کې يوه غیر انتفاعي موسسه ده چې په بهر کې يې د چین د تجديد وړ سرمايه کارۍ د اغيزو مطالعه کړې ده.
هغې وویل، "تر ټولو پراخه مسله د چاپیریال د اغیزو د ارزونې [ډاټا] ناکافي افشا کول وو… ورپسې د ځمکې د حقونو او د ګټې وټې له لاسه ورکولو مسلې دي."
د بي آر آی لخوا اغیزمن شويو ټولنو ورته اندیښنې څرګندې کړي دي.
د پاکستان په ګوادر ښار کې، د مثال په توګه، په زرګونو اوسیدونکي د ځايي خلکو او چينايي کښتيو لخوا په ژورو سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د هغو پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو د ځورونې پروړاندې احتجاج کوي کوم چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي پيک) يوه برخه ده.
تمه کيږي چې د بلوچستان په سویل لویدیځ ساحل کې دغه ښار به د بي آر آی يوه لویه برخه وي، چې د پاکستان دروازې به د سوداګرۍ او پراختیایي پروژو لپاره پرانيزي، خو ډېر پاکستانیان يې د خپل هېواد لپاره زیان او د چین لپاره ګټه ګڼي.
احتجاج کوونکو د اوبو او برېښنا د کمښت د ختمولو هم غوښتنه وکړه او په ګوادر کې يې د احتمالي باړ لګولو مخالفت څرګند کړ چې موخه يې د هغو بلوچ بېلتون غوښتونکو څخه د چين له خوا تمويل شوې پروژې خوندي کول دي چې د سي پيک مخالفت کوي.
احتجاج کوونکي وايي، د سي پيک سره تړلې پروژو نه د ګوادر اوسیدونکو ژوند ښه کړی، او نه یې د اوبو او بجلۍ د کمي په حل کې مرسته کړې ده.
بشیر هوت، چې د کب نيونکو استازی دی او د نومبر له ۱۵مې راهیسې هره ورځ په مظاهرو کې ګډون کوي، وویل، "په ګوادر کې د چین شتون ځايي اوسيدونکي په خپله خاوره کې اجنبيان کړي دي."
څارونکي وايي، بیجینګ د ځایي سرچینو څخه کار اخلي او په ځايي خلکو باندې د خپلو کړنو د اغیزې په اړه هيڅ انديښنه نه لري.
د چاغي ضلعې په سینډک سیمه کې، چینايي شرکتونو د تامبې او سرو زرو ذخیرې د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير رايستلي دي.
ځايي اوسيدونکي او سياسي مشران وايي، "د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، چینايي شرکتونو په ښوونې او روزنې، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري نه ده کړې."
د تهر صحرا سيمې اوسيدونکو په سیند صوبه کې د هغه پروژو په وړاندې هم احتجاجونه کړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري، وروسته له دې کله چې يوې مطالعې وښودله چې د دې پروګرام لاندې د سکارو رايستلو پروژې به په سویلي آسیا کې د هوا لوی ککړونکی وي او سیمه ایز خلک به له جدي روغتیایي خطرونو سره مخ کړي.
'کرپشن د زغم وړ نه دی'
په چین کې، د کلیو د ځمکو د نیولو په وخت کې د شخړو د کمولو لپاره، بیجینګ زياتره لمريز فارمونه د بې وزلۍ د له منځه وړلو پروژو په توګه ظاهر کړي دي، چېرې چې کلیوال په خپلو چتونو کې د نصب شويو سولر پینلونو څخه وړیا بریښنا ترلاسه کوي.
د ۲۰۱۴ کال د دولتي لارښوونو سره سم، د خدماتو شرکتونه باید اضافي بریښنا بېرته واخلي ترڅو په ۲۰۲۰ کال کې دوه میلیونه کورنۍ له بې وزلۍ څخه راوباسي.
د انرژۍ ملي اداره وایي چی تېر کال د دغه شمېر د دوه چنده څخه زیاتو خلکو له دې څخه ګټه پورته کړه.
خو په هوانګ جياو کې چې څه دپاسه ٣٠٠ کورنۍ لري، يوازې دوه چتونه لمريزې تختۍ لري او کليوالو وويل چې د لمريزو تختو د نصبولو څه پروګرام نه لري.
د هوانګ جياو کلي اوسېدونکی پي وويل، "په مرکزي کچه حکومت د بزګرانو لپاره ښه پاليسۍ لري."
"خو کله چې دا د کلي کچې ته راشي، نو حالات بل شان وي. په ولسي کچه کرپشن د زغملو وړ نه دی."