امنیت

پاکستان د پخوانۍ قبایلي سیمې له پراخه سیمو څخه ځمکني ماینونه لرې کوي

د زرک خان لخوا

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي د جون په میاشت کې د ځمکني ماین په چاودنو کې د درېو قربانیانو د جنازې د ادا کولو لپاره راټوليږي. [د حیات پریګل څخه په مننه]

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي د جون په میاشت کې د ځمکني ماین په چاودنو کې د درېو قربانیانو د جنازې د ادا کولو لپاره راټوليږي. [د حیات پریګل څخه په مننه]

اسلام اباد -- پاکستاني چارواکو د طالبانو د اورپکۍ ځپلو قبایلي ضلعو یوه لویه سیمه د ناچاودو مهماتو او ځمکنیو ماینونو څخه پاکه کړې، چې د ملکي خلکو او پوځي پرسونلو د ژوند لپاره يو ګواښ و.

که څه هم رسمي شمېرې شتون نه لري، خو اوسېدونکو او د مدني ټولنې فعالانو وويل چې له افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کې چې په تېرو وختونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او نورو نړيوالو وسله ډلو لپاره د مرکز په توګه کار کولو، د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې تر اوسه سلګونه اوسېدونکي وژل شوي او لسګونو نورو خپلې پښې له لاسه ورکړي دي.

د یو پوځي چارواکي په وینا، چې په دغه عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده، د ناچاودیدونکو توکو په لټون کې د پاکولو عملیاتو په دوام کې، پاکستاني چارواکو د اورپکۍ ځپلو ضلعو په ځینو برخو کې د ځمکې لویه برخه پاکه کړې ده،چې ډېره برخه يې په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا کې ضم شوې ده. د ماین پاکولو کار په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو.

د پوځي چارواکو لخوا د شریک شوي اسنادو له مخې، د ۸۰ څخه زیات ټیمونه په قبایلي ضلعو کې د ناچاودو توکو د لرې کولو لپاره کار کوي، چې پکې چاودیدونکي توکې او د لوبو بمونه شامل دي. له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ځمکنیو ماینونو په شنډولو کې لږ تر لږه ۳۷ امنیتي منسوبین وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

يو پخوانی عکس پوسټرونه ښیي چې د جنوبي وزیرستان اوسیدونکو ته د ځمکني ماینونو د خطر په اړه خبر ورکوي. [زرک خان]

يو پخوانی عکس پوسټرونه ښیي چې د جنوبي وزیرستان اوسیدونکو ته د ځمکني ماینونو د خطر په اړه خبر ورکوي. [زرک خان]

د پوځ په وینا، کارکونکو باجوړ په بشپړه توګه د ناچاوده توکو څخه پاک کړی دی، په داسې حال کې چې کارکونکو په مهمند ضلعه کې په ۱۴ کې ۱۳ مربع کلومیټره سيمه پاکه کړې ده.

کارکونکو په خېبر ضلعه کې په ۱۲ کې ۸ مربع کلوميټره، په اورکزو ضلعه کې په ۶ کې ۵ مربع کلوميټره او په کرم ضلعه کې په ۶ کې ۴ مربع کلوميټره سيمه پاکه کړې ده.

د پوځي چارواکو او امنیتي شنونکو له مخې، په جنوبي او شمالي وزیرستان کې، چېرې چې د ترهګرۍ په بدترینو کلونو کې د ځمکني ماینونو له امله زیاتره مرګ ژوبله رامنځته شوې وه، د ماین لرې کولو کار په دې سیمو کې په دې وروستيو کې د ټي ټي پي وسله والو د راپورته کيدو له کبله ډېر ورو روان دی.

چارواکو په جنوبي وزیرستان کې په ۶۲ کې ۱۵ مربع کلومیټره او په شمالي وزیرستان کې په ۳۷ کې ۴ مربع کلومیټره سيمه پاکه کړې ده.

مخ په ډېريدو مرګ ژوبله

د اوسیدونکو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په وینا، ځمکني ماینونه ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ماشومانو او قانون پلي کونکي کارکونکو ته زیان رسوي.

د جون په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د پاکستان په مختلفو برخو کې د ځمکنیو ماینونو د چاودنو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په پایله کې یې ماشومان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې د یونیسف استازې ایده ګیرما په یو بیان کې وویل، "هیڅ ماشوم باید د ځمکنیو ماینونو یا د جګړې د پاتې شونو چاودیدونکو توکو قرباني نشي."ماشومان په ځانګړې توګه د ناچاودو توکو او ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخ دي، کوم چې دوی په غلطۍ سره د لوبو شیان ګڼلی شي."

هغې وویل چې یونیسف به د ماینونو د خطر په اړه د پوهاوي په برخه کې د پاکستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو په بحران ځپلو سیمو کې د ماشومانو او کورنیو ترمنځ د ځمکني ماینونو او چاودیدونکو توکو له امله د رامنځته شويو خطرونو په اړه پوهاوی لوړ کړي.

په جنوبي وزيرستان کې د ځمکنيو ماينونو د شنډولو لپاره د کمپاين يو فعال حيات وويل، په قبايلي سيمو کې ښځې او تنکي ماشومان په غرنيو او نا امنو سيمو کې څاروي څروي او کورونو ته د وړلو لپاره خشاک راټولوي او له همدې امله د ماينونو ښکار کېږي.

حیات وویل، "مونږ غوښتنه کوو چې حکومت په قبایلي ضلعو کې د مناسبو ساینسي طریقو سره د ماین لرې کولو عملیات پیل کړي او د ځمکني ماین په چاودنو کې د وژل شویو کورونيو او ژوبل شويو کسانو ته تاوان ورکړي."

په ولسي جرګه کې د ضلعو پارلماني غړيو دا ستونزه په داسې حال کې راپورته کړې چې د بشري حقونو فعالانو له سیمې د ځمکنیو ماینونو د لرې کولو لپاره پر حکومت فشار راوستې دی.

د جنوبي وزیرستان یو سنېټر دوست محمد خان، چې په دې وروستیو کې یې د ځمکي ماينونو مسلې ته د دفاع وزير د پام راړولو هڅه کړې ده، وویل، "د قبایلي سیمو په سلګونو اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ځمکنیو ماینونو په لرې کولو کې د ناکامۍ له امله سلګونه کسان په فزیکي توګه معذوران شوي دي."

هغه وویل، ما په پارلمان کې د هغو قربانیانو د کورنیو لپاره د تاوان پيکج [۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ، تقريباََ ۲۷۸۶۵ آمريکايي ډالره] چې د ځمکني ماین په چاودنو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغو کسانو لپاره د ۲ میلیونه روپو [تقريباََ ۱۱۱۴۶ آمريکايي ډالره] غوښتنه وکړه کوم چې ژوبل شوي او معذوران شوي دي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د ځمکنيو ماينونو له امله د وژل شويو کسانو خپلوان وګوماري.

په ګاونډي افغانستان کې، د ملګرو ملتونو د ماین د لرې کولو خدماتو له مخې، له ۱۹۸۸ راهیسې تقريباََ ۴۱۰۰۰ افغان ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

د قربانیانو دوه پر دریمه برخه ماشومان وو، چې ډېرو پکې د لوبې پرمهال وژونکي وسایل ولیدل او پورته يې کړل.

شورویانو په سیمه کې ځمکني ماینونه معرفي کړې ول

د سیمې اوسېدونکو وويل، په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي او افغان جګړې له پیل راهیسې په قبایلي سیمو کې ځمکني ماینونه یوه جدي ستونزه ده.

د جنوبي وزیرستان یو مشر او سیاسي فعال شېر عالم محسود وویل، په ۱۹۸۰ لسیزه کې د روسیې جنګي الوتکو د شمالي وزیرستان په ګډون په سرحدي ضلعو کې په سلګونو ځمکني ماینونه وغورځول ترڅو د هغه شوروي ضد جنګیالیو مخه ونیسي چې له پولې څخه تېريږي.

هغه وویل، "وروسته، د ۲۰۰۴ کال په پيل کې، القاعدې او د هغې اتحادي ټي ټي پي او نورو نړیوالو ډلو په قبایلي ضلعو کې د امنیتي پرسونلو په نښه کولو لپاره ځمکني ماینونه وکارول."

دغه پوځي چارواکي وويل چې د ټي ټي پي وسله والو د قبايلي سيمو په ځينو سيمو کې ځمکني ماينونه ښخ کړي وو او ناچاوده توکې يې پريښودې کله چې په ۲۰۱۴ کال کې امنيتي ځواکونو د هغوی خلاف د ضرب عضب په نوم عمليات پيل کړل او وسله وال يې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ کړل.

هغه وويل، "اوس سېلابونو او د خاورې ښوییدنو ډېر ماينونه ممکن له هغه ځايه څخه وړي وي چېرې چې دوی په اصل کې ښخ شوې ول." "او اوسیدونکي، په جزوي توګه ماشومان او ښځې نشي کولی چې ځمکني ماینونه وپیژني."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500