کډوالان

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او د اقتصادي مرستو غوښتنه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

افغان کډوال د سپتمبر په ۶ مه د پاکستان د کویټې ښار په څنډه کې د یوې عارضي خیمې په شاوخوا کې ناست دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

افغان کډوال د سپتمبر په ۶ مه د پاکستان د کویټې ښار په څنډه کې د یوې عارضي خیمې په شاوخوا کې ناست دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر (يو اېن ايچ سي آر) فیلیپو ګرانډي د اقتصادي سقوط د وېرې له امله د افغان کډوالو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړو او د بیړنیو اقتصادي مرستو غوښتنه یې وکړه.

د اګست په میاشت کې د پخواني حکومت له ړنګیدو راهیسې، افغانان له خپل هیواد څخه تښتي او یا د تېښتې هڅه کوي.

یو احتمالي 'بحران'

ګرانډي له جینیوا څخه د ویډیو لینک له لارې خبریالانو ته وویل، "موږ د داسې بحران خطر لرو چې په هیواد کې به يقيناََ د خلکو د بې ځايه کيدو لامل شي مګر په دغه وخت کې به د ژوند د ښه شرایطو په لټه کې د هیواد څخه بهر ته تيښته هم وکړي."

ګرانډي ونه ویل چې د پخواني حکومت له نسکوریدو راهیسې څومره خلک بې ځایه شوي او څومره نوي کډوال به بې ځايه شي ځکه چې هغه لا دا شمیر نه لرلو.

ملګرو ملتونو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري بحران سره مخ دی.

د مرستندویه ډلو په وینا، تمه کيږي چې په دې ژمي کې د افغانستان د ۳۸ ميليونه نفوس د نیمايي څخه زیات افغانان له لوږې سره مخ شي ، پداسې حال کې چې اقتصاد د سقوط په درشل کې دی.

ګرانډي وویل، د دې بحران مخه اوس هم نیول کیدی شي، خو د پلي کولو سیسټمونو په برخه کې ګړندي اقدام ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان اقتصاد فعالیت کولی شي، چې خدمات دوام لري او هیواد ته د نغدي پيسو جریان بېرته پیل کیږي.

د مرستې په هڅو کې، که څه هم د کړکیچ د کچې له کبله کمی شوی، د خواړو نړیوال پروګرام لخوا اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو او نغدو پیسو رسول شامل دي.

د ایران لخوا اخراج

ګرانډي به په څو ورځو کې تهران ته سفر وکړي چې د ایران له مشرانو سره پر دې مسله خبرې وکړي.

ایران له لسیزو راهیسې د هغه افغان کډوالو لپاره یو مخکښ ځای دی کوم چې د جګړو او اقتصادي ستونزو څخه تښتيدلي دي.

په افغانستان کې د قحط له خطر سربيره، ایران په دې وروستیو کې هره هفته په لسګونه زره افغانان له هيواده اوباسي، چې پدې کې هغه کسان شامل دي چې له ډېرې مودې راهیسې یې هلته کې ژوند کولو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغانان ژوند کوي، چې تقريباََ دوه میلیونه پکې بې اسناده مهاجرین او ۸۰۰۰۰۰ کډوال هم شامل دي.

سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، تقريباََ ۳.۵ میلیونه افغانان په خپل هېواد کې بې ځایه شوي، چې ډېر یې د طالبانو تر واک ته له رسېدو څخه مخکې بې ځايه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500