ټویټر د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲ مه) وویل چې د چین او روسیې په ګډون په شپږو هیوادونو کې یې شاوخوا ۳۵۰۰ اکاونټونه بند کړي چې د حکومت ضد پروپيګنډه یې خپروله.
ټويټر په يو بيان کې وويل، د اکاونټونو يوه لویه برخه د هغه شبکې برخه وه چې "د چین د کمونست ګوند بیانیه یې په شنجيانګ کې د مسلمانانو سره د چلند په اړه پراخه کړې ده."
د شنجيانګ د مسلمانانو په اکثریتي سيمه کې، د چين چارواکو په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قازقانو اویغوران په شمول -- بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې توقیف خونې او زندانونه شامل دي.
په ملیونونو نور خلک د سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.
![د مرکزي افریقې جمهوریت د صدر فوستین آرچینج تواډرا لپاره د لوړې ساتنې يونټ، چې د سیوا امنیت څخه د روسیې د خصوصي امنیتي شرکت په فعالینو مشتمله ده، يو غړی د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۴ مه په بیرینګو کې لیدل کیږي. د روسیې پوځي مشاورینو دغه هیواد ته د وسلو له استولو وروسته د مرکزي افریقې د وسله والو ځواکونو او داخلي امنیتي ځواکونو لپاره د روزنې زمینه برابره کړې ده. [فلورنټ ورګنيس/ای اېف پي]](/cnmi_pf/images/2021/12/03/32925-russia-car-585_329.jpg)
د مرکزي افریقې جمهوریت د صدر فوستین آرچینج تواډرا لپاره د لوړې ساتنې يونټ، چې د سیوا امنیت څخه د روسیې د خصوصي امنیتي شرکت په فعالینو مشتمله ده، يو غړی د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۴ مه په بیرینګو کې لیدل کیږي. د روسیې پوځي مشاورینو دغه هیواد ته د وسلو له استولو وروسته د مرکزي افریقې د وسله والو ځواکونو او داخلي امنیتي ځواکونو لپاره د روزنې زمینه برابره کړې ده. [فلورنټ ورګنيس/ای اېف پي]
که څه هم، د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري، په جبري توګه د مسلمانانو ښځو شنډول، په جبري توګه د غړيو لرې کول، جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي.
د بیجینګ پلوه کمپاین سره تړلي د ۲۰۴۸ اکاونټونو سربیره، ټویټر ۱۱۲ اکاونټونه هم بند کړل چې د چانګیو کلتورنومې شرکت سره يې تړاو لرلو، پداسې حال کې چې چانګيو کلتور د شنجیانګ سیمه ایز حکومت سره تړاو لري.
د روسیې د ترول فيکټري
د چین نه علاوه، ټویټر ۱۶ هغه اکاونټونه هم بند کړل کومو چې د انټرنیټ څیړنې ادارې (آی آر ای) سره تړاو لرلو. آی آر ای یو روسی شرکت دی چې منتقدین يې د "ترول فارم" په نامه يادوي. دغه فيکټري د حکومت پلوه نفوذ آنلاين کمپاینونه پرمخ وړي.
آی آر ای په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د متحده آيالاتو په ټاکنو کې لاس لرلو او دا هم په دې تورن ده چې د نورو هيوادونو، لکه بريتانيا، جرمني او فرانس، د ټاکنو او ټولپښتنو په جريان کې یې ګډوډ تبلیغات خپاره کړې ول.
ټویټر وویل، "دا عملیات د غیر مستند او ریښتیني اکاونټونو په ترکیب تکیه کوي ترڅو د مرکزي افریقې په سیاسي خبرو اترو کې د روسیې پلوه لید معرفي کړي."
روسیې د ۲۰۱۸ کال راهیسې د مرکزي افریقې په جمهوریت کې خفيه خورا زيات نفوذ لرلو کله چې یې د پوځ د روزنې لپاره د "ښوونکو" یوه لویه ډله واستوله.
ټویټر زیاته کړه، "موږ د ۵۰ اکاونټونو یوه شبکه هم لرې کړه چې د لیبیا په ملکي حکومت او فعالینو یې برید کړی و چې ملاتړ یې کوي، پداسې حال کې چې په لیبیا او سوریه کې د روسیې د جغرافيايي او سياسي دریځ لپاره د پام وړ ملاتړ آواز پورته کوي.
په منع شويو اکاونټونو کې هغه ۲۷۶ هم شامل دي چې په مکسیکو کې يې د حکومت پلوه مواد شریک کړې ول، او د وینزویلا ۲۷۷ اکاونټونه چې د حکومت او د هغې د رسمي بيانيې په ملاتړ يې اکاونټونه، هشټاګونه او موضوعات پياوړې کړې ول.