امنیت

په افغانستان کې د ماینونو پاکول ډیرو دقیقو او محتاطه ګامونو اخیستلو ته اړتیا لري

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د افغانستان هلمند ولایت له لسیزو راهیسې د هېواد د شخړو لومړۍ کرښه ده،‌ او په پراخو ځمکو کې یې د جګړې نښې پاتې دي. د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له سقوط راهیسې، د جنګ پاتې شوني د افغانانو د خوندیتابه لپاره یو جدي ګواښ دی.‌ د نورو خلکو د ژوند د ضایع کېدلو د مخنیوي لپاره، د هالو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسه په چټکۍ سره هڅې کوي ټرڅو په نړۍ کې یو له ټولو ډیر په ماینونو ککړ هېواد له ماینونو څخه «پاک» کړي. [ماریک ویرماک/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

نادعلي -- په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت له سقوط څخه څو اونۍ وروسته، د هېواد په یوه جنوبي ولسوالۍ کې له جنګ څخه تښتېدلې کورنۍ خپلو کورونو ته راستنې شوې خو ویې لیدل چې د کرکټ له میدان څخه داسې تیږې تاوې شوي چې په سره او سپین رنګ باندې رنګ شوې دي.

د سپن مطلب دا دی چې هغه ځای د ماشومانو د لوبو لپاره خوندي دی، خو د سره رنګ معنی دا ده چې هلته ځمکني ماینونه او نور ناچاودي توکي موجود دي. دغه توکي د جګړې چاودېدونکي پاتې شوني دي چې د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې یې په زرګونو افغانان وژلي یا معلول کړي دي.

د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د جګړې په وروستیو ورځو کې لومړۍ کرښه وګرځېدله، او د زمري په وروستیو کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې د دوه میاشتو په مخه محاصره شوې وه.

کله چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د وږي په میاشت کې بېرته ور وګرځېدل، ویې لیدل چې د کلي ښوونځی د ټوپکو په ډزو باندې سوری سوری شوی او چت یې لوګي تور کړی او د ماشومانو ټالونه تش په فلزي چوکاټونو باندې بدل شوي دي.

دا عکس چې د لړم په ۱۸مه اخیستل شوی ماشومان په داسې حال کې ښیي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له داسې یوې سیمې څخه تېرېږي چې له ماینونو څخه پاکه په نښه شوې ده. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

دا عکس چې د لړم په ۱۸مه اخیستل شوی ماشومان په داسې حال کې ښیي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له داسې یوې سیمې څخه تېرېږي چې له ماینونو څخه پاکه په نښه شوې ده. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د هالو ټرسټ موسسې یو ښوونکی د لړم په ۱۸مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ماینونو په هکله ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د هالو ټرسټ موسسې یو ښوونکی د لړم په ۱۸مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ماینونو په هکله ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د هالو ټرسټ موسسې یو ماین پاکوونکی د لړم په ۱۸مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې فلزي کشفي وسیلې په واسطه د ماینونو موندلو لپاره ځمکه ګوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د هالو ټرسټ موسسې یو ماین پاکوونکی د لړم په ۱۸مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې فلزي کشفي وسیلې په واسطه د ماینونو موندلو لپاره ځمکه ګوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د لویې غیرحکومتي موسسې هالوټرسټ محلي منتظم جمعه خان وویل، دغه راز هغوی وموندل چې دغه سیمه په جنګ کې «په بشپړ ډول له ماینونو ډکه شوې» ده.

د ودانۍ تر دروازو لاندې او له کړکیو سره نږدې ځمکني ماینونه او نور جنګي دامونه اېښودل شوي وو.

خان ای اېف پي ته وویل، «په داخل کې په کوټو کې او په عمومي سړک باندې ماینونه اېښودل شوي وو.»

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدمتونو موسسې (یو اېن اېم ای اېس) د راپور په اساس، له ۱۳۶۷ څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۴۱۰۰۰ ملکي افغانان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو مهماتو په وسیله وژل شوي یا ټپي شوي دي.‌

د دغو قربانیانو له ډلې څخه له دوه پر درې ډېر ماشومان وو چې اکثرو یې د لوبو پر وخت وژونکې وسیلې پیدا کړې او راپورته کړې وې

په خطرناکو سیمو کې د ژوند کولو د ملاتړ (هالو) اداره په ۱۳۶۷ کې په ځانګړې توګه د دې لپاره را منځته شوه ترڅو هغه مهمات شنډ کړي چې د شوروي اتحاد له خوا په هېواد باندې د یرغل په ترڅ کې پاتې شوي وو.‌

خو هېواد دومره ډېر ماین کاري شوی وو چې د پاکولو کار یې هېڅکله هم، حتی په ۱۳۷۶ کې د ځمکنیو ماینونو د استعمال د مخنیوي د نړۍ وال تړون له لاسلیکېدلو څخه وروسته، ونه درېد. افغانستان دغه تړون په ۱۳۸۱ کې لاسلیک کړ.‌

له څه باندې ۳۰ کالونو څخه وروسته،‌ د جنګ د ټولو لوریو له خوا بیا ماینونه او په لاس جوړ چاودېدونکي وسایل (آی اي ډي) استعمال او پر ځای پاتې شول.

د ځمکنیو ماینونو او د کلستری چاودیدونکو د څار د کلني راپور په اساس چې د لړم په ۱۹مه خپور شو، اوس هم د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې ماینونه او په لاس جوړ بمونه ملکي خلکو ته ضرر رسوي.

په راپور کې راغلي، افغانستان د ۱۳۹۹ له لومړیو څخه د ۱۴۰۰ د تلې میاشتې پورې له ۱۰۰ څخه ډېر تلفات ثبت کړي دي.

دردوونکې پېښې

هالو د وږي په میاشت کې له نوي حکومت سره یوه هوکړه وکړه او اجازه یې ترلاسه کړه ترڅو له ۲۵۰۰ څخه ډېر افغان کارکوونکي یې کار بېرته پيل کړي.‌

خو د ماین پاکۍ د هڅو له دوام سره سره، چاودېدونکیو توکو وار له مخه په نادعلي ولسوالۍ کې اوسېدونکیو ته تلفات ور اړولي دي.

دوه میاشتې مخکې د یوه کلي د یوه ښوونکي مېرمنې خپلې دواړه پښې هغه وخت له لاسه ورکړې چې د خپل کور د دروازې د خلاصولو پر وخت په هغې باندې یوه چاودېدونکې وسیله وچاودېدله.

د بسم الله په نامه دغه ښوونکي وویل، «دغه پېښه ډېره دردوونکې وه. ما په خپلو سترګو ولیدله چې پېښه شوه.»

هغه وویل، «ما ولیدل چې ماشومانو مې چیغې او بغارې وهلې... زه یواځې یم او پرېشاني یې ډېره سخته ده.»

له هغه وخت راهیسې، د هغوی ولسوالۍ او ښوونځی د ماین پاکۍ یوه «ډېره لومړیتوب لرونکې» ساحه وګڼل شوه.‌

هالو ټرسټ سرې او سپینې تیږې ولګولې ترڅو د خپلو ماین پاکانو د ۱۰ ټیمونو لپاره خوندي لارې په نښه کړي او هغوی په احتیاط سره د فلزي موندونکو وسیلو په واسطه ځمکه وګوري. په هر ټیم کې د ماین پاکۍ ۸ کارپوهان موجود دي.

د بهرام الدین په نامه د نظارت کوونکي وویل، «کله چې دغه وسیله کوم فلز، بیټرۍ یا بل څه ومومي الارم غږوي. بیا موږ سیمه په نښه کوو او په ډېر احتیاط سره کیندنه پیلوو.»

هغه وویل، «سم چې په ماین باندې زموږ سترګې ولګېږي، د ماین پاکۍ ټیم خبروو او ځایي امنیتي کسانو ته خبر ورکوو ترڅو هغوی د سیمې د پاکولو اجازه ورکړي او بیا موږ چاودنه ورکوو.»

د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې د ۲۵ وسیلو په ګډون په سیمه کې ۱۰۲ چاودېدونکې وسیلې شنډې کړای شوي، خو باور کیږي چې دا د هغه څه یواځې یوه برخه ده چې په میدان او د ځینو کورونو دننه ښخ کړای شوي دي.

دا د هالو لپاره له جګړې څخه وروسته افغانستان کې له وخت سره منډه ده ترڅو په نړۍ کې یو له تر ټولو ډیر په ماین ککړ هیواد له ماینونو څخه پاک کړي.‌

لومړیتوب دا دی چې ماشومان خوندي کړای شي. په نادعلي کې، د هالو کارکوونکي د خطرونو په هکله پوهېږ؛ي.‌

د هالو ټرسټ یوه پروګرام منېجر نظیف الله په ځمکه باندې د ناستو ماشومانو یوې ډلې ته وویل، «لطفا پوه شئ،‌ که تاسو یوه پښه له لاسه ورکړئ تاسو پوهېږئ چې مور او پلار ته به مو په څه بیه تمامه شي، او که تاسو مړه شئ څومره به غمجن شي.»

هغه د یوه ماین عکس ته په اشارې سره له هغوی څخه وپوښتل، «که تاسو دا وګورئ، څه به کوئ؟»

۸ کلنې نازیې وویل، «زه به سمدلاسه خپلې کورنۍ، خپل ورور یا د جومات امام ته ووایم.»

هغې وویل، «زه ډارېږم، خو زه پوهېږم چې کله زه سپینې تیږې ووینم موږ کولی شو چې هلته لوبې وکړو او کله چې تیږې سرې وي هلته مونږ لوبې نشو کولی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500