اقتصاد

د لرغونو اثارو یو افغان پلورونکی د افغانستان په تېر وخت رڼا اچوي او د راتلونکي په اړه هیله څرګندوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې د افغانستان د پویلین یو کتونکی د اکتوبر په ۶ مه یو عکس اخلي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې د افغانستان د پویلین یو کتونکی د اکتوبر په ۶ مه یو عکس اخلي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

دوبۍ -- د لرغونو اثارو افغان پلورونکي محمد عمر رحیمي خپلې ډېرې قيمتي توکي په دوبۍ اېکسپو ۲۰۲۰ کې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره ویوړل، او هیله لري چې ډیر په یو مختلف شکل کې د خپل جنګ ځپلی هېواد نمایندګي وکړي.

په متحده عرب اماراتو کې په پراخه نړيواله مېله کې د خوړو یو سټال ته نږدې د افغانستان په پولیين کې چې د موقعیت لپاره یې نښه هم نه ده لګېدلې، رحیمي د خنجرونو او کارپټونو څخه تر زعفرانو او شوخ اسماني رنګ کاڼو پورې ۳۰۰ توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

رحیمي، چې د ۴۰ کالونو څخه ډېرې مودې راهيسې په ویانا کې ژوند کوي، دا خپله دننده وګڼله چې د اېکسپو سره اړیکه ونیسي او پوليين جوړ کړي، چې لدې خطر سره مخ و چې د افغانستان پوليین به هېڅکله هم پرانستل نشي.

رحیمي، چې ۶۳ کاله عمر لري او د اګست په میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت (GIRoA) سقوط ته په اشاره یې، ای اېف پي ته وویل، "کله چې د افغانستان حکومت نسکور شو، د اېکسپو تنظیموونکو پرېکړه وکړه چې دا د افغانستان د خلکو لپاره د خلکو په پويلين کې بدل شي."

د افغانستان د لرغونو توکو پلورونکي محمد عمر رحیمي د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ کې شاوخوا ۳۰۰ خورا قیمتي توکي نندارې ته وړاندې کړي -- چې د خنجرو او کارپټونو څخه تر شوخ آسماني کاڼړو او زعفرانو پورې پکې شامل دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د افغانستان د لرغونو توکو پلورونکي محمد عمر رحیمي د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ کې شاوخوا ۳۰۰ خورا قیمتي توکي نندارې ته وړاندې کړي -- چې د خنجرو او کارپټونو څخه تر شوخ آسماني کاڼړو او زعفرانو پورې پکې شامل دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

پدې عکس کې چې د اکتوبر په ۶ مه اخیستل شوی د افغانستان پويلين په دوبۍ اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې لیدل کیږي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

پدې عکس کې چې د اکتوبر په ۶ مه اخیستل شوی د افغانستان پويلين په دوبۍ اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې لیدل کیږي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د افغانانو کیسه شریکول

د اېکسپو ۲۰۲۰ یو ویاند وویل چې په افغانستان کې د بدلونونو په رڼا کې، ميلې "د افغان سوداګرو د ټولنې د دې نوښت هرکلی وکړو چې دا پويليین وچلوي او له نړۍ سره به د افغانستان د خلکو کیسې شریکې کړي.‌"

د اېکسپو وېب پاڼه د افغانستان پويلين "د لرغوني کلتورونو او عصري بریالیتوبونو یو سفر" په توګه ستایلې دی.

دغه وېب پاڼه وایي، "وګورئ چې په افغانستان کې راپورته کيدونکو نویو صنعتونو څنګه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د افغانانو د ژوند په معیار، تعليم ته لاسرسي او نورو ټولنیزو امتیازاتو باندې مثبت اغېز کړی دی."

د جګړې او تباهۍ د منظرونو څخه لرې، د اکتوبر په مياشت کې پرانستل شوي ميله کې په پوليین کې دودیزې جامې، په لاس اوبدل شوي غالۍ او ربابونه موجود ول.‌ دا به د مارچ په ۳۱ مه پای ته ورسيږي.

رحیمي وویل، "دا نندارتون د افغانستان لپاره ډېر زیات مهم دی." "دلته ډېر زیات افغانان ژوند کوي."

رحیمي د خپلو دوو زامنو او وروڼو په مرسته چې ټول په آسټريا کې ژوند کوي په خپل لګښت له خپل شخصي ټولګي څخه توکي راوړلې.

هغه وويل، "دا زما د وینې برخه ده. دا زما مسلک دی." "موږ شپه او ورځ کار وکړو، په ورځ کې ۲۰ ګهنټې ... او په ۷۲ ګهنټو کې مو دا کار پای ته ورسوو."

د افغانستان پويلیين يوه هفته وروسته له هغې پرانيستل شو کله چې دوبۍ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د شپږو میاشتو نندارتون پرانيسته وکړه، پداسې حال کې چې دغه نندارتون د کورونا ویروس وبا د خپرېدو له امله نږدې یو کال ځنډېدلی و.

په دوبۍ کې د افغانستان قونصل خانې وویل، په اماراتو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ افغانان اوسېږي. ډېر پکې ښې سوداګرۍ پرمخ بیایي، په داسې حال کې چې نور په دوکانونو، رسټورانټونو او تعمیراتي برخو کې کار کوي.

'موږ سوله غواړو'

هغه وویل، په نندارتون کې د رحيمي ګډون دا مانا لري چې خلک خپل پلرني هېواد ته معرفي کړي او دا چې دغه هیواد څه وړاندې کولی شي.

رحیمي وویل، "دا دې لپاره چې د افغانستان نوم هېر نشي او خلک زموږ کلتور او زرخيزه ځمکه وګوري." "موږ سوله غواړو... او مونږ د افغانستان د ښه راتلونکي هیله لرو."

فواز الشمري، چې نږدې د سعودي عربستان د پويلين له لیدلو څخه وروسته یې په تصادفي توګه د افغانستان پويلیين ولیدلو، وویل چې د افغانستان د کلتور په هکله د ډېرو معلوماتو په ترلاسه کولو سره یې فکر روښانه شو.‌

دغه سعودي وګړي وویل، " دا یو چانس دی چې وګورو چې دوی څه وړاندې کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500