بشري حقونه

په بیلاروس کې مایوسه مهاجر د روسیې د جیو پولیټیکل وسيلې په توګه کارول کيږي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د نومبر په ۸ مه اخیستل شوی عکس د ګرودنو په سیمه کې د بیلاروس او پولېنډ په پوله کې مهاجرین ښیي. پولېنډ د نومبر په ۸ مه وویل چې په بیلاروس کې په سلګونو مهاجر د هغې پولې ته راټول شوي چې هدف یې د اروپایي اتحادیې غړیو هيوادونو ته په زور ننوتل دي، کوم چې ناټو د مینسک یو قصدي چال ګڼلی دی. [لیونید شیګلوف/ بیلټا /ای اېف پي]

د نومبر په ۸ مه اخیستل شوی عکس د ګرودنو په سیمه کې د بیلاروس او پولېنډ په پوله کې مهاجرین ښیي. پولېنډ د نومبر په ۸ مه وویل چې په بیلاروس کې په سلګونو مهاجر د هغې پولې ته راټول شوي چې هدف یې د اروپایي اتحادیې غړیو هيوادونو ته په زور ننوتل دي، کوم چې ناټو د مینسک یو قصدي چال ګڼلی دی. [لیونید شیګلوف/ بیلټا /ای اېف پي]

بیلاروس د نږدې اتحادي روسیې په غوښتنه، د منځني ختیځ، افغانستان او افریقې په زرګونو مایوسه مهاجرینو څخه په جغرافيايي او سياسي لوبه کې د وسيلو په توګه کار اخلي تر څو پر اروپايي اتحادیې (اي يو) د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشار راوړي.

د پولېنډ وزير اعظم ماتیوز موراویکي د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۹ مه) د روسیې پر مشر ولادیمیر پوتین تور ولګاوه چې د هغو مهاجرو د یوې بې ساري څپې په تنظیمولو کې لاس لري کوم چې په غیر قانوني ډول له بیلاروس څخه پولېنډ ته د ننوتلو هڅه کوي.

هغه وویل، دا اقدام، چې د پولېنډ او بیلاروس په پوله کې یې په سلګونو کډوال نیولي دي، د اروپايي اتحادیې د بې ثباته کولو ګواښ کوي.

موراویکي د پولېنډ د پارلمان یوې بیړنۍ غونډې ته وویل، "دغه برید چې د [بیلاروس صدر الکساندر] لوکاشینکا يې ترسره کوي په ماسکو کې پلان جوړونکي لري، او ستر پلان جوړنکی یې صدر پوتین دی."

د مهاجرینو د ډلې یو غړی چې ګومان کیږي د افغانستان څخه دی، د اګست په ۲۰ مه د بيلاروس سره پولې ته نږدې د پولنډ بیلیسټوک ته نږدې په اسنارز ګورني کلي کې د ژورنالستانو او د پولېنډ د پارلمان د مرستیالانو په موجودګۍ کې هڅه کوي چې د پولېنډ رضاکار وکیلانو ته په پولېنډ کې د نړیوال خوندیتوب لپاره درخواست ورکړي. [وجټک راډوانسکي/ای اېف پي]

د مهاجرینو د ډلې یو غړی چې ګومان کیږي د افغانستان څخه دی، د اګست په ۲۰ مه د بيلاروس سره پولې ته نږدې د پولنډ بیلیسټوک ته نږدې په اسنارز ګورني کلي کې د ژورنالستانو او د پولېنډ د پارلمان د مرستیالانو په موجودګۍ کې هڅه کوي چې د پولېنډ رضاکار وکیلانو ته په پولېنډ کې د نړیوال خوندیتوب لپاره درخواست ورکړي. [وجټک راډوانسکي/ای اېف پي]

د عراق د دوهوک د یوې کردۍ کورنۍ سره د نادولتي موسسې ګروپا ګرانیکا (سرحدي ګروپ) د فعالینو لخوا مرسته کیږي، پداسې حال کې چې دوی د نومبر په ۹ مه د پولېنډ او بیلاروس پولې ته نږدې د پولېنډ ناریوکا ته د تلو لپاره د پولېنډ د ساتونکو انتظار کوي. دغه کورنۍ نږدې ۲۰ ورځې په ځنګل کې تیرې کړې او اته ځله بېرته بیلاروس ته واستول شوه. دوی ادعا کوي چې دوی د بیلاروس د سرتېرو لخوا وهل شوي او په سپو یې ویرولي دي. [وجټک راډوانسکي/ای اېف پي]

د عراق د دوهوک د یوې کردۍ کورنۍ سره د نادولتي موسسې ګروپا ګرانیکا (سرحدي ګروپ) د فعالینو لخوا مرسته کیږي، پداسې حال کې چې دوی د نومبر په ۹ مه د پولېنډ او بیلاروس پولې ته نږدې د پولېنډ ناریوکا ته د تلو لپاره د پولېنډ د ساتونکو انتظار کوي. دغه کورنۍ نږدې ۲۰ ورځې په ځنګل کې تیرې کړې او اته ځله بېرته بیلاروس ته واستول شوه. دوی ادعا کوي چې دوی د بیلاروس د سرتېرو لخوا وهل شوي او په سپو یې ویرولي دي. [وجټک راډوانسکي/ای اېف پي]

منتقدین له میاشتو راهیسې وايي چې لوکاشینکا له منځني ختیځ څخه مهاجر خپل هیواد ته هڅوي ترڅو هغوی د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په غچ کې د پولې هاخوا واستوي.

بیلاروس دا ادعا ردوي او په پولېنډ تور لګوي چې مهاجرو ته د ننوتلو په اجازې نه ورکولو له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

دغه کړکېچن حالت د پولې پر سر د نښتې وېره راپارولې ده، چېرې چې د دواړو هېوادونو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د پولېنډ پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰ څخه ډېر مهاجرین نیولي چې له بیلاروس څخه پولېنډ ته اوښتي ول او لاهم د نورو په لټه کې دي، ځکه چې وارسا په سرحدي لارو کې د زیاتوالي اشاره ورکړې ده.

د سرحدي سرغړونو هڅول

پولېنډ د دوشنبې په ورځ وویل چې د بیلاروس له پولې څخه په ناقانونه توګه د سلګونو مهاجرو د تېریدو هڅه یې شنډه کړه خو په زرګونو نور په لاره کې دي.

د پولېنډ پولو ساتونکو يوه ویډیو ټويټ کړه چې مهاجرین پداسې حال کې ښيي چې د پولې د باړ ماتولو لپاره د تار کټرونه او د ونو څانګې کاروي.

د پولېنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاسزاک د چهارشنبې په ورځ پولېنډ راډیو ته وویل، "وضعیت ښه نه دی." هغه زیاته کړه چې د مهاجرینو يوه کوچنۍ ډلې اوس د اروپايي اتحادیې او ناټو غړو هیوادونو د پولو د ماتولو هڅه کوي.

د دفاع وزارت دا تور هم لګولی چې د بیلاروس چارواکي له ګواښه کار اخلي ترڅو مهاجر اړ کړي چې له پولې څخه تېر شي.

د پولېنډ د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې دوه ویډیو کلیپونه خپاره کړل چې ښيي چې په وردۍ کې یو وسله وال کس د بیلاروس د پولې په لور ډزې کوي.

د پولېنډ د حکومت ویاند پیاتر مولر وویل چې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې مهاجر پولې ته نږدې موجود وو او د دوشنبې په ورځ د سرغړونې د تنظیمولو تور يې په هغو "خلکو ولګوو چې د بیلاروس د ځانګړيو خدماتو سره يې تړاو لرلو".

متحده ایالاتو له مینسک څخه وغوښتل چې هغه څه ودروي چې دا يې د مهاجرینو د منظم راتګ په توګه تشریح کوي، پداسې حال کې چې اروپايي اتحادیې د رژیم په وړاندې د تازه بندیزونو غوښتنه کړې.

ناټو پر مینسک تور ولګوو چې له مهاجرو څخه د سیاسي وسيلو په توګه کار اخلي.

'سیاسي وسيلې'

ناټو د بیلاروس لخوا په اروپایي اتحادیه د فشار راوړلو لپاره د مهاجرینو کارول "د نه منلو وړ" په توګه وغندل او په پوله کې یې د "جارحيت" په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د اروپایي کمیسیون (اي سي) صدر اروسولا وان دیر لیان د دوشنبې په ورځ په غړو هیوادونو غږ وکړ چې په بیلاروس نوي بندیزونه ولګوي. اي سي د اي يو اجراییوي څانګه ده.

هغې په یو بیان کې وویل چې "د سیاسي موخو لپاره د مهاجرینو کارول د منلو وړ نه دي". هغې زیاته کړه چې بروکسل به بيا کتنه وکړي چې څنګه "د هغه دریم هیواد په هوایي شرکتونو" بندیز ولګوي چې بیلاروس ته یې مهاجر راوړي دي.

د راپورونو له مخې، مینسک ځانګړي ویزې صادرې کړي چې مهاجرینو ته اجازه ورکوي چې له عراق او د مینځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه بیلاروس ته سفر وکړي. دوی بیا د بیلاروس او پولېنډ پولې ته سفر کوي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د نورو مدافعینو په وینا، په سرحدي سیمه کې په راټول شویو مهاجرو کې هغه ۳۲ افغانان هم شامل دي چې د اګست له میاشتې راهیسې هلته بند پاتې دي، پداسې حال کې چې هیڅ هیواد یې نه مني.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بیلاروس پر رژیم غږ کړی "چې سمدستي دې د غیرقانوني مهاجرینو د منظم کولو او له خپلو پولو څخه اروپا ته د ليږدولو کمپاين ودروي".

راګير شوي مهاجرین اکثر راپور ورکوي چې دوی د بیلاروس د چارواکو لخوا د پولې څخه تیریدو ته اړ کيږي، بیا د پولېنډ د چارواکو لخوا د بیلاروس خاورې ته ليږدول کیږي.

د پولېنډي ورځپاڼي ګزیتا وایبورکزا په وینا، لږ تر لږه لس مهاجر په سیمه کې مړه شوي دي، چې اوه یې د پولېنډ د پولې په غاړه کې دي.

د کرملین نفوذ

لوکاشینکا د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه وسله واله جګړه نه غواړي خو د پولېنډ سره په پوله کې د مهاجرینو په وړاندې په شخړه کې "به تسليم نشي".

هغه وویل، "موږ جګړه نه غواړو." هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول شخړه به د بیلاروس اتحادي روسیه ښکيل کړي.

د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر ماکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې مینسک له روسیې سره کړکیچ ته "د ګډ ځواب" په لټه کې دی او "د متقابل ملاتړ" تمه لري.

پوتین د لوکاشینکا اصل ملاتړی دی، چې د تېر کال په انتخاباتو کې د اپوزیسیون پر ضد د وحشیانه اقداماتو د پورته کولو وروسته په پراخه کچه يوازې شوی. اپوزيسيون وايي چې په دغه انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

د می په میاشت کې، د بیلاروس یوې جنګي الوتکې یوه بهرنۍ ملکي الوتکه په مینسک کې کښته کولو ته اړ کړه ترڅو د لوکاشینکا رژیم وکولی شي په الوتکه کې د بیلاروس یو مخالف اغوا کړي.

بیلاروس د روسیې په ستراتیژیکي فکر کې مرکزي ځای نیسي، شاید د اوکراین نه علاوه د بل هر ګاونډي په پرتله. دا هغه څه دي چې ماسکو يې خپل "ستراتیژیکي خلا" ګڼي.

په مینسک کې دیکتاتور رژیم د بالتیک او تور سمندرګي ترمنځ د روسیې یوازینی د کریملین پلوه ګاونډي دی. نور -- استونیا، لاتویا، لیتوانیا او اوکراین --ټول د پوتين رژيم مخالف دي.

له اروپا سره د کرملین اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې کله چې روسي ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا له اوکراینه جدا کړه او په انتخاباتو کې د لاسوهنې او جاسوسۍ د تورونو له امله کړکېچ لاپسې زیات شوی دی.

اروپایي مشرانو د ۲۰۲۰ کال په اګست کې په سایبېریا کې د کرملین د مخکښ انتقاد کونکي الیکسي ناوالني مسموم کول په کلکه وغندل او ویې ویل چې دوی کولی شي په ماسکو باندې د نورو بندیزونو سره غبرګون وښيي.

ناوالني له نږدې وژونکي مسموم کيدو څخه روغ شو خو د فبرورۍ په میاشت کې د شکمنو تورونو له امله د ۳۲ میاشتو لپاره په بند محکوم شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500