تکنالوژي

نړیواله ټولنه د روسي هېکرانو د ګواښ په وړاندې يو ځای کیږي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

دا عکس په یو سکرین کې د ډارک سايډ آنين سايټ آدرس د يو پيغام سره ښيي چې وايي دا نشي موندل کیدی. [اولیور ډولیري/ای اېف پي]

دا عکس په یو سکرین کې د ډارک سايډ آنين سايټ آدرس د يو پيغام سره ښيي چې وايي دا نشي موندل کیدی. [اولیور ډولیري/ای اېف پي]

واشنګټن -- د کرملین په ملاتړ هېکران پياوړي کيږي، خو نړیواله ټولنه داسې ګامونه پورته کوي چې دا په نړۍ کې د شرکتونو، بنسټونو او اشخاصو د تباه کولو څخه منع کړي.

متحده ایالاتو د تېرې پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۴ مه) د لوړ پروفایل رينسوموير ډلې ډارک سايډ د مشرانو په موندلو کې د مرستې لپاره د ۱۰ ملیونو ډالرو د انعام اعلان وکړو، چې د سايبري شوکې بریدونو سره د مبارزې لپاره د چارواکو وروستی اقدام په ګوته کوي.

واشنګټن د آنلاین برید لپاره په روسیه کې میشته ډله تورنه کړه چې د می په میاشت کې یې د متحده ایالاتو په ختیځ کې د تیلو ترټولو لوی پایپ لاین بندولو ته اړ کړی و.

د سایبر شوکې په غلا کې د شرکت یا ادارې شبکې ته ننوتل شامل دي ترڅو د هغې ډیټا کوډ کړي، بیا د تاوان غوښتنه وکړي، او د دې د خلاصولو لپاره دوی ته په عمومي ډول د کیلي په بدل کې د کریپټو کرنسۍ له لارې تادیه کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، "د دې انعام په وړاندې کولو سره، متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د رینسومویر قربانیان د سایبر د مجرمانو لخوا د استحصال څخه د ساتنې لپاره خپله ژمنه څرګندوي."

واشنګټن د هغو معلوماتو لپاره د ۵ ملیونه ډالرو انعام وړاندیز هم وکړو چې په يو هیواد کې د هر هغه چا د نیولو یا محکومیت لامل کیږي کوم چې د ډارک سايډ سره په برید کې د برخه اخيستلو هڅه کوي.

سایبري جرمونه په چټکۍ سره وده کوي، پداسې حال کې چې د اکتوبر په میاشت کې د نویو معلوماتو سره چې دا ښیي چې قربانیانو یوازې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د متحده ایالاتو چارواکو ته د رینسوموير پورې اړوند تادیاتو کې د ۵۹۰ ملیون ډالرو راپور ورکړی دی.

د متحده ایالاتو د خزانې راپور وویل چې دا شمېره د هغه مقدار څخه ۴۲٪ زياته ده کوم چې مالي موسسو د ۲۰۲۰ کال لپاره افشا کړی و، او قوي شاخصونه شتون لري چې کره لګښت په احتمالي توګه په ملیاردونو کې دی.

شرکتونه او ادارې د خپلې ډېټا د بېرته ترلاسه کولو لپاره د پیسو ورکولو په برخه کې د سخت فشار سره مخ کيږي، او بريد د هغه احتمالي ناراضه پیرودونکو او چارواکو څخه هم پټ ساتي کوم چې مجرمانو ته د نغدو پیسو د نه ورکولو په اړه سخت اخطارونه ورکوي.

سایبري بریدونه مخ په زیاتیدو دي

د انعام وړاندیز د مایکروسافټ د اعلان څخه وروسته کیږي چې د دولت تر ملاتړ لاندې د روسيې د هېک کولو ډله چې تېر کال یې د سولر وینډز لوی سایبري بریدونه ترسره کړی ول د متحده ایالاتو او اروپایي اهدافو پروړاندې د نوي او روان برید تر شا دي.

د مایکروسافټ د ګواښ د استخباراتو مرکز (اېم اېس ټي آي سي) د اکتوبر په ۲۵ مه په یو بلاګ پوسټ کې وویل چې د نوبیلیم ګروپ هڅه کوي چې د کلاوډ کمپیوټري خدماتو او نورو معلوماتي ټیکنالوژۍ (آی ټي) خدماتو چمتو کونکو پیرودونکو ته لاسرسی ومومي ترڅو "هغو حکومتونو، څيړنيزې موسسو او نورو شرکتونو ته لاسرسی ترلاسه کړي چې دوی ورته خدمات وړاندې کوي".

د سایبر برید "د ملت-دولت فعالیت" په توګه په تشریح کولو سره، د مایکروسافټ د ګواښ د استخباراتو مرکز وویل چې دا په سولر وينډز باندې د برید په څېر "نښې نښانې لري". سولر وينډز په ټیکساس کې د سافټویر شرکت دی چې د دې ۳۰۰۰۰۰ پیاوړي پیرودونکو یې په نښه کړي او هېکرانو ګڼ شمېر شرکتونو ته لاسرسی چمتو کړی.

دا برید يو څو میاشتې مخکې له دې روان و کله چې خبري ادارو د تېر دسمبر په میاشت کې دغه خبر خپور کړو.

ډینیل ایویس، چې د خصوصي سرمايه کارۍ شرکت ویډبوش شنونکی دی سرمايه کارانو ته په یو یادداشت کې وویل، "داسې ښکاري چې د تېر کال برید کوونکي، د سولر وينډز د روسیې هېکران یوځل بیا د حساسو معلوماتو په لټه کې دي او هر ځای د اکمالاتو په سلسله خپل بریدونه ګړندي کوي."

واشنګټن د اپرېل په میاشت کې بندیزونه ولګول او روسي سفارتکاران یې د سولر وینډز په چارو کې د ماسکو د مداخلې او همدارنګه په ټاکنو کې د لاسوهنې او نورو دښمنانه فعالیتونو له کبله د انتقام په توګه له هيواده وويستل.

دا تازه برید لږ تر لږه د می د مياشتې راهیسې دوام لري، پداسې حال کې چې نوبیلیم "د مختلفو او متحرکو وسيلو کیټ استعمالوي چې پیچيده مالویر پکې شامل دي".

دا لومړی ځل ندی چې نوبیلیم د سولر وینډز راهیسې بېرته ستون شوی، پداسې حال کې چې مایکروسافټ د می په میاشت کې اعلان وکړو چې دې بیا په دولتي ادارو، څېړنيزو موسسو، مشاورینو او نورو سازمانونو باندې د دې ډلې لخوا یو لړ بریدونه په ګوته کړي دي.

د مایکروسافټ نايب مشر ټام برټ په وینا، د بریدونو سرعت مخ په زیاتیدو دی، پداسې حال کې چې دغه شرکت سږکال له ۶۰۰ څخه ډېرو پیرودونکو ته د نږدې ۲۳۰۰۰ بريدونو په اړه خبر ورکړی.

برټ د اکتوبر په ۲۴ مه په یو بلاګ پوسټ کې وویل، پداسې حال کې چې د بریالیتوب کچه یوازې "په ټیټو شمېرو کې وه"، خو"دا په تېرو درېو کلونو کې د ټولو هیوادونو د دولتي هېکرانو د بریدونو څخه ۲۰۵۰۰ چنده زياته وه".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500