امنیت

د طالبانو د ستر مشر له خوا د نفوذي کسانو په هکله خبرداري ژور اختلافات رابرسېره کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي په کابل کې له زنبق څلورلارې سره نږدې د یوه سړک پر غاړه پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي په کابل کې له زنبق څلورلارې سره نږدې د یوه سړک پر غاړه پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو د ستر مشر له خوا یوه اعلامیه چې د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ خپره شوه او په تحریک کې د خاینانو او نفوذي کسانو د خطر په هکله یې خبرداری ورکړی،‌ د اورپکو تر منځ د ویجاړوونکیو اختلافاتو کچه په ګوته کوي.

ملا هبت الله اخوندزاده چې ځان یې له خلکو څخه ګوښه کړی دی د ګواښ د جدیتوب په غبرګون کې یوه کم ساري لیکلې عومي اعلامیه خپره کړه او له طالب قوماندانانو څخه یې وغوښتل چې خپلې لیکې چاڼ کړي.

هغه په خپله اعلامیه کې وایي، «د ګروپونو ټول مشران باید خپلې لیکې وګوري او معلومه کړي چې آیا کوم نامعلوم کس د حکومت پر ضد فعالیت کوي، او که وي باید ژر تر ژره واېستل شي».‌

هغه په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو ګڼ شمېر حسابونو ټویټ کړې ده، خبرداری ورکړی چې، «هر کله چې یو ناوړه کار کیږي، په دنیا او اخرت دواړو کې به یې د عواقبو پړه د مشر پر غاړه وي.»

د طالبانو قوماندانان ټینګار کوي چې هغوی کولی شي ثبات او امنیت بیا برابر کړي، خو داسې وژنې شوي دي چې طالب عناصر په کې پړه بلل شوي دي.‌

تېره اونۍ، وسله والو سړیو چې ځانونه یې طالبان ښودل د موزیک غږېدلو په هکله په یوه شخړه کې د واده درې تنه مېلمانه په ډزو ووژل چې دغه پېښه تحریک وغندله.

د طالبانو یوه ویاند ټینګار وکړ چې قاتلانو د هغوی په حکم دا کار نه دی کړی او ژمنه یې وکړه چې هغوی ته به سزا ورکړای شي.

هبت الله په خپله اعلامیه کې وویل چې د طالبانو د واحدونو قوماندانان باید له وخت نه په استفادې سره له خپلو کسانو سره کېني او «هڅه وکړي چې د هغوی په چلند او سلوک باندې کار وکړي څو مجاهدین وکولی شي چې د خپلو مشرانو لپاره په بهتر ډول کار وکړي».‌

د چین پر ضد جهاد

د هبت الله اعلامیه په داسې حال کې مخې ته راځي چې طالبان له چین سره د دغې ډلې د اړیکو په ګډون د یو لړ مسایلو په هکله سره وېشلي دي.‌

په داسې حال کې چې د طالبانو مشران هڅه کوي چې له بیجینګ سره ملګرتیا جوړه کړي او هیله لري چې نغدې پیسې او نړۍ وال مشروعیت ترلاسه کړي، د افغانستان په لارو او کوڅو کې د دغې ډلې غړي د چین له خوا د قران کریم د پراخ کارېدونکي اپلیکیشن بندولو او په سینکیانګ کې په مسلمانانو باندې د ظلمونو له امله غوسه څرګندوي.‌

په سینکیانګ کې چې اکثریت مسلمان مېشته سیمه ده، چینایي مقاماتو له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون نور ترکي مسلمانان تر ۴۰۰ پورې توقیف ځایونو کې چې «د سیاسي ښوونې او روزنې» کمپونه، له محاکمې څخه مخکې توقیف مرکزونه او زندانونه په کې شامل دي، بندیان کړي دي.

خپلواکې څېړنې او له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري، په جبري توګه د مسلمانو ښځو د شنډولو، په جبري توګه د بدن د غړو د پرې کولو،جنسي ځورونې او نورو وحشتونو کیسې کوي.

د بشري حقونو ادارې، لوېدیځ حکومتونه، او ډېر مسلمانان وایي چې د چین ظلمونه له جینوسایډ یا نسل وژنې سره برابر دي.

دغه راز، بیجینګ تېره میاشت اپل ته حکم وکړ چې په چین کې له خپل اپ سټور څخه د قران مجید په نامه اپلیکیشن لیرې کړياو په میلیونونو کارونکي یې ترې محروم کړل.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشران داسې ښکاري چې د چین په ظلمونو باندې سترګو پټولو ته چمتو دي،د جز او تام غړي یې بل ډول احساس لري.

په هرات ښار کې د طالبانو د ډلې یوه غړي حمزه مهاجر وویل،‌ «چین په ښکاره د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کوي او دغه رژیم خپل مسلمان وګړي زوروي.»

هغه وویل، «اوس د دې وخت رارسېدلی چې د چین د حکومت پر ضد جهاد وشي.»

هغه زیاته کړه، «په چین کې د مسلمانانو پر ضد د چینایي رژیم د وحشتونو او شکنجو د مخنیوي لپاره غوره وسله دا ده چې پر ضد یې جهاد وشي.»

د مشرانو نه حضور ناخوښي زیاته کړې ده

په ورته ډول، طالب جنګیالي د هبت الله او نورو مشرانو چې تر پردې لاندې ژوند ته یې دوام ورکړی او په عام محضر کې نه راڅرګندېږي، پټ پاتې کېدلو نهیلي کړي دي.

هبت الله د لړم په ۸مه په کندهار کې په یوه مدرسه کې خبرې وکړې، خو طالبانو د پروګرام یواځې ثبت شوی غږ خپور کړ.‌

په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو راهیسې له دوو میاشتو څخه دېر وخت تېر شوی، عادي افغانان او حتی طالب جنګیالي د طالبانو د فراري «امیرالمؤمنین» په هکله پوښتنې راپورته کوي.

د طالبانو د مشرتابه له خوا په عام محضر کې له راښکاره کېدلو څخه انکار یا یې په وعدو باندې نه درېدلو د یادې ډلې په لیکو کې یوې زیاتېدونکې بې باورۍ ته لاره هواره کړې ده.

په کابل کې یوه طالب جنګیالي ګلاب منصوري د لړم په لومړیو کې د هبت الله د کندهار له سفر څخه مخکې وویل، «ان شاءالله چې هبت الله ژوندی دی، خو زه نه پوهېږم چې ولې هغه تر اوسه پورې په عام محضر کې راڅرګند شوی نه دی.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وویل، طالبان هیچ کله هم د افغانستان خلکو ته ریښتیا نه وايي.

هغه د طالبانو د مؤسس ملا محمد عمر مثال ورکړ چې ځای ځایګی یې تر کالونو پورې عادي افغانانو او د طالبانو د ډلې غړو ته معلوم نه وو.

کله چې ملا عمر په ۱۳۹۲ کې مړ شو، طالبانو دوه کاله انتظار وکړ بیا یې د هغه مړینه تایید کړه.

هغه وویل، «که هبت الله ژوندی وي، هغه باید په عام محضر کې راښکاره شي، له خلکو سره خبرې وکړي او د جګړې او د بې ګناه ملکي خلکو د ډله ییزې وژنې لپاره د خپلې ډلې دلیل روښانه کړي.»

د امنیت خرابېدل

په ورته وخت کې، طالبان نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې امنیت ډاډمن کړي، یو لړ ترهګریز بریدونه په کې شوي او جرمونه په کې زیات شوي دي.

د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د قدرت ترلاسه کول د دغې ډلې له خوا د هېواد په امنیتي وضعیت کې د یوه تاریخي لحظې په توګه یاد شو.

خو له ۲۰ کاله چریکي جنګ څخه وروسته، طالبان مجبور شوي چې خپلې لیکې د پخوانیو دښمنانو، متحدو اسلام پالو اورپکو او د مدرسو د ځوانو زده کوونکیو په استخدام سره په چټکۍ سره پراخې کړي.‌

اوس چې تحریک په حکومت باندې بدل شوی، هغه په خپل نوبت سره د داعش خراسان څانګې په څېر سخت دریځو ګروپونو له بریدونو سره مخامخ دی.

دا دواړه ډلې یوه د بل سرسخت دښمنان دي، خو دواړو د پخواني رژيم د بې ثباته کولو لپاره د ځانمرګو بمي بریدونو او د ملکي خلکو د ډله ییزو وژنو په څېر تکتیکونو څخه کار اخیست.

دا ننګونې د سې شنبې په ورځ هغه وخت څرګندې شوې چې د کابل په زړه کې په یوه پوځي روغتون باندې د داعش یوه برید د طالبانو یو جګپوړی قوماندان وواژه.

حمدالله مخلص چې د حقاني شبکې غړی او د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو د بدري قول اردو یو افسر وو، د دغې ډلې تر ټولو جګپوړی غړی دی چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې وژل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500