اقتصاد

پاکستاني چارواکي افغانستان ته د امریکايي ډالرو د قاچاق پروړاندې مبارزه کوي

د زرک خان لخوا

یو پاکستانی سړی په لاهور کې د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۶ مه د اسعارو د تبادلې په يو مرکز کې د امریکایي ډالرو حساب کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

یو پاکستانی سړی په لاهور کې د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۶ مه د اسعارو د تبادلې په يو مرکز کې د امریکایي ډالرو حساب کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکي د پیسو د تبادلې د سوداګرو او نورو هغو کسانو د نیولو لپاره نوي اقدامات معرفي کوي چې افغانستان ته امریکایي ډالرې قاچاق کوي.

د اګسټ په نیمایي کې د طالبانو واک ته د رسیدو راهیسې، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی، د افغانیو پيسو ارزښت کم شوی او په ملیاردونو ډالره په بهر کې د افغانستان زیرمې کنګل شوي دي ځکه چې نړیوالې ټولنې تر اوسه پورې د نوي حکومت له منلو څخه ډډه کړې ده.

د پیسو په کنګل کیدو سره، د افغانستان بينک (ډي ای بي) د اګست په میاشت کې د یو واحد پیرودونکي لپاره په هفته کې د ۲۰۰ ډالرو ترلاسه کولو موقتي حد وټاکلو. دې د خصوصي شرکتونو سوداګر او مالکان هم په هره میاشت کې د ۲۵۰۰۰ ډالرو د ایستلو پورې محدود کړل.

په عېن حال کې، په هېواد کې دننه ډېرې راکړې ورکړې په امریکايي ډالرو کې ترسره کېږي او د جنوبي پولو سوداګریزو لارو ته په نږدې سیمو کې پاکستانۍ پيسې کارول کېږي.

د وفاق د تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) یو لوړ پوړي چارواکي د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې په یوې غونډه کې ګډون کوي چې د پیسو د تبادلې د هغه سوداګرو او نورو کسانو پروړاندې د مبارزې په اړه بحث وکړي کوم چې افغانستان ته د امریکایي ډالرو قاچاق کوي. [اېف آی ای]

د وفاق د تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) یو لوړ پوړي چارواکي د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې په یوې غونډه کې ګډون کوي چې د پیسو د تبادلې د هغه سوداګرو او نورو کسانو پروړاندې د مبارزې په اړه بحث وکړي کوم چې افغانستان ته د امریکایي ډالرو قاچاق کوي. [اېف آی ای]

د افغانانو بټوو ته د لا زيات زيان رسولولو لپاره، طالبانو د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۲ مه) د بهرنیو اسعارو پر کارولو د بندیز اعلان وکړو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو مطبوعاتي بيان کې وويل، "د هېواد اقتصادي وضعیت او ملي ګټې اړتيا لري چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي."

پراخه اغیز

د وفاق د تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د چارواکو په وینا، لکه څنګه چې په افغانستان کې د امریکایي ډالرو سپلایي کميدل پيل شول، په پاکستان کې د تبادلې ځینې شرکتونو او اشخاصو د پولې هاخوا د ډالرو قاچاق پیل کړو.

په کراچۍ کې د پیسو د تبادلې یو سوداګر ظهیر عباس وویل، دې وضعیت د ډالر د تبادلې په نرخونو اغیزه کړې او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت یې ټیټ کړی دی.

هغه وویل، "په افغانستان کې د امریکايي ډالرو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده، او د کابل له سقوط راهیسې په زیاته اندازه امریکايي ډالرې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.

رویټرز راپور ورکړ، د نیویارک د کریډیټ درجه بندۍ ادارې فیچ ریټینګز د سپتمبر په ۳۰ مه د افغانستان د وضعیت په حواله د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د کميدو په اړه د خپلې وړاندوینې بیاکتنه وکړه.

دغه ادارې وويل، "زموږ دا وړاندوينه چې دا پيسه به نوره کمزوری شي د پاکستان د سوداګرۍ د خرابو حالاتو، د متحده آيالاتو د سختې مالي تګلارې او له پاکستان څخه د امریکایي ډالرو د وتلو او افغانستان ته د انتقال پر بنسټ ده."

پاکستانۍ روپۍ په تاریخ کې په لومړي ځل د اکتوبر په ۲۷ مه د ډالر په مقابل کې د ۱۷۵ څخه زياته ټیټه شوه او د ۱۷۵.۲۷ روپو سره ترټولو په ټیټه کچه ودريده.

سخت کنټرولونه

د ښکته کیدود رجحان په مخنيوي کې د مرستې لپاره، د پاکستان حکومت ايف آی ای ته امر کړی چې د ډالرو د غیر قانوني ذخیره کولو او قاچاق مخه ونیسي.

د کسټمز د چارواکو په وینا، بزنس ریکارډر د اکتوبر په ۶مه راپور ورکړ چې هره ورځ شاوخوا دوه میلیونه ډالره افغانستان ته قاچاق کیږي.

د اېف آی ای یو چارواکي د اکتوبر په ۱۳ مه د نوم نه ښودلو په شرط بزنس ریکارډر ته وویل، ایف آی ای "د هغو کسانو لټون پیل کړی چې په دې وروستیو کې یې د ۶۳ ملیونو ډالرو په ارزښت د بهرنیو اسعارو شرکتونو څخه ډالره واخیستل او افغانستان ته یې ولیږل."

دغه چارواکي وویل، دې ادارې په پاکستان کې شاوخوا ۹۶ د املاکو جوړونکي، د پیسو د تبادلې سوداګر، تعلیمي ادارې او آنلاین مارکیټونه په نښه کړي او نومونه یې ورکړي دي چې د ذخیره کولو د موخو لپاره یې په لویه کچه امریکایي ډالر اخیستې دي.

هغه زیاته کړه، چارواکو پېژندل شويو مجرمانو ته امر کړی چې د تحقیق کونکو سره ليدنه وکړي.

په عېن وخت کې، د پاکستان سټیټ بينک (اېس بي پي) اوس د هغو کسانو لپاره بایومیټریک تصدیق ته اړتیا لري چې غواړي له خلاص بازار څخه ۵۰۰ یا زیات ډالره واخلي.

په تېر وخت کې، هر چا ډالر د تبادلې د شرکتونو څخه د خپل شناختي کارډ د نقل په وړاندې کولو سره اخيستې شول.

د پاکستان سټېټ بېنک د اکټوبر په ۷ مه په یو بیان کې وویل، "د تبادلې شرکتونه به اړ وي چې د ۵۰۰ يا زياتو آمريکايي ډالرو او بهر ته د ليږد لپاره د بهرنیو اسعارو د پلور راکړې ورکړې لپاره بایومیټریک تصدیق وکړي."

د پاکستان سټېټ بېنک لخوا د اخیستل شويو اقداماتو له مخې، هر هغه کس چې افغانستان ته سفر کوي اجازه لري چې په هر سفر کې د ۱۰۰۰ آمريکايي ډالرو پورې له ځان سره ويسي، پداسې حال کې چې په کال کې زيات نه زيات حد ۶۰۰۰ آمريکايي ډالره دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500