امنیت

په پراخه کچه د هیرویینو نیول کېدل په افغانستان او ایران کې د سرحدونو په هکله اندېښنې راپورته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي راپور

سړي د تلې په ۲مه د کندهار په لمنه کې د نشه ییزو توکو په یوه مارکیټ کې د خبرو اترو او د کیفیت د کتنې پر وخت د هیرویینو او چرسو بوجۍ سره جمع کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

سړي د تلې په ۲مه د کندهار په لمنه کې د نشه ییزو توکو په یوه مارکیټ کې د خبرو اترو او د کیفیت د کتنې پر وخت د هیرویینو او چرسو بوجۍ سره جمع کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

نوی ډیلي، هندوستان -- په وروستیو اونیو کې په ګڼو هېوادونو کې په غټه کچه د هیرویینو نیول کېدل ښيي چې طالبان او د ایران رژیم یا نشي کولی یا نه غواړي چې د خطرناکو ناقانونه نشه ییزو توکو قاچاق ودروي.

د هندوستان د بندرونو تر ټولو لوی متصدي د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۹مه/ پرېکړه وکړه چې د لړم له ۲۴مې څخه له افغانستان، ایران او پاکستان څخه ټوله کارګو ودروي.

اډاني پورټس چې د اډاني ګروپ کنګلومیریټ برخه دی، وویل، دغه پرېکړه به د درېیم لوري د ترمینلونو په ګډون د ټولو هغو ترمینلونو لپاره د تطبیق وړ وي چې دغه ګروپ یې چلوي.

هغه د دغې «تجارتي پریکړې» دلیل روښانه نه کړ، لاکن دا وروسته له هغه کیږي چې تېره میاشت د ګجرات ایالت په موندرا بندر کې نږدې درې ټنه هیرویین ونیول شول.

یو بزګر د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو بزګر د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د هندوستان سرحدي امنیتي ساتونکي د تلې په ۱۱مه د نشه ییزو توکو د یوه پاکستاني قاچاقچي له نیولو څخه وروسته چې ۶ کیلوګرامه هیرویین یې انتقالول، د راجاتال د سرحدي پوستې له سیمې سره نږدې د ضبط شویو هیرویینو کڅوړې ښیي. [نریندر نانو/ای اېف پي]

د هندوستان سرحدي امنیتي ساتونکي د تلې په ۱۱مه د نشه ییزو توکو د یوه پاکستاني قاچاقچي له نیولو څخه وروسته چې ۶ کیلوګرامه هیرویین یې انتقالول، د راجاتال د سرحدي پوستې له سیمې سره نږدې د ضبط شویو هیرویینو کڅوړې ښیي. [نریندر نانو/ای اېف پي]

چارواکو دغه نشه ییز توکي په دوو کانټینرونو کې ونیول او اټکلي ارزښت یې لږ تر لږه ۲.۶۵ میلیارد ډالر وښود چې دا په دغه هېواد کې یو له تر ټولو لویو بارونو څخه ګڼل کیږي.

د عایداتي استخباراتو ادارې (ډي آر آی) وویل، د دغو موادو منشأ ځای افغانستان وو او په ایران کې له یوه بندر څخه ګجرات ته رابار شوي وو.

ډي آر آی وویل، مقاماتو دوه هندیان نیولي او ادعا کیږي چې په پلټنو کې د افغان وګړو لاس لرنه معلومه شوې، خو تر اوسه پورې بل هیڅوک هم نه دی نیول شوی.‌

د وږي په نیمایي کې، هندي مقاماتو له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو پيسو په ارزښت هیرویین ونیول او د ګجرات ساحل سره نږدې سمندر کې یې د نشه ییزو توکو په یوه کیشتۍ کې شپږ ایراني سړي توقیف کړل.

د طالبانو تمویلوونکي نشه ییز توکي

له افغانستان او ایران څخه د نشه ییزو توکو د قاچاق پر ضد مبارزه کې هندوستان یواځې نه دی.

په اذربایجان کې مقاماتو د تلې په لومړیو کې له نیم ټن څخه ډېر هیرویین ونیول.‌ دا په تاریخ کې یو له ډېرو غټو نیونو څخه ده چې اروپا ته د قاچاق په لویه لاره پراته دغه هېواد کې وشوه.‌

دا ۵۲۷.۶ کیلوګرامه هیرویین په یوه موټر کې چې له ایران څخه د اروپایي اتحادیې غړي هېواد لاتویا ته روان وو، وموندل شول.‌

اذربایجان پخوا د ګڼو داسې پېښو په هکله راپورونه ورکړي وو چې د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو په کې لاس درلود او هڅه یې کوله چې له ایران څخه را واوړي، او هر کال یې په سلګونو کیلوګرامه هیرویین ضبطول.

افغانستان په نړۍ کې د هیرویینو تر ټولو غټ تولیدوونکی هېواد دی چې د نړۍ ۸۰ - ۹۰٪ هیرویین تولیدوي.

روسیه، ایران، پاکستان او چین له افغانستان څخه د راتلونکیو نشه ییزو توکو د قاچاق کولو لویې لارې دي او غټ بازارونه دي.

د هیرویینو تولید په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې زیات شوی چې د طالبانو په تمویل کې مرسته کوي. دغې ډلې د زمري په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړ.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې د غبرګولي په میاشت کې خپور شو، د طالبانو د بغاوت پر وخت د هغوی غټه عایداتي منبع جنایي فعالیتونه وو.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، په دغو فعالیتونو کې «د نشه ییزو توکو قاچاق او د اپین تولید، په زور پیسې اخیستل، د پيسو لپاره تښتول، له کانونو څخه ناوړه استفاده او د طالبانو تر واک یا نفوذ لاندې ساحو کې د مالیاتو ټولولو څخه د عوایدو ټولول» شامل وو.‌

په راپور کې راغلي، «د طالبانو له خوا تولید شوي اټکلي کلني عواید له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه تر ۱.۶ میلیارد ډالرو پورې وو.»

د ایران رژیم سره اړیکې

چارواکي او کتونکي وایي، د ایران رژیم باندې داسې اسناد را ټول شوي چې ښيی چې د نشه ییزو توکو مافیاګانو سره یې مرسته کوله ترڅو د نړۍ بېلابېلو برخو ته د هیرویینو او نورو ناقانونه نشه ییزو توکو د قاچاق کولو لپاره د پاکستان له قلمرو څخه استفاده وکړي.

هغوی وایي، د دغه پروګرام هدف دا وو چې پیسې ترلاسه کړي او د ایران مخ پر ځوړ اقتصاد پرې تکیه او په سیمه کې د رژیم نیابتي جنګونه تمویل کړي.

د پاکستان په میرجاوه کې یوه قومي مشر میر عرفان بارامزي په ۱۳۹۹ کې وویل، «په ایران کې د نشه ییزو توکو قاچاق د بهرنیو اسعارو یوه ګټوره سرچینه ده، او ادعا کیږي چې د ایران په ځینو برخو کې، محلي مقامات هغو ګروپونو ته چې د نشه ییزو توکو په تولید او قاچاق کې ښکېل دي، ملاتړ برابروي.»

هغه وویل، «له پاکستان او افغانستان سره د ایران اوږد او سست ختیځ سرحد په سیمه کې د نشه ییزو توکو د قاچاق غټه لاره بلل کیږي. ایراني مقامات په سرحدي سیمو کې د نشه ییزو توکو د ګڼ شمېر فابریکو څارنه کوي.»

په ۱۳۹۸ کې، یوه راپور څرګنده کړه چې د ایران سپاه پاسداران په پاکستان کې د نشه ییزو توکو قاچاق څخه «پراخ ملاتړ» کاوه.

د اپین بازارونه په پراخېدلو دي

د طالبانو له خوا د واک په بېرته ترلاسه کولو سره، د افغانستان اقتصاد د سقوط څنډې ته رسېدلی، لاکن په تور بازار کې نشه ییز توکي په لوړ قیمت بارول کیږي.

د افغانستان په جنوب کې د اپین په یوه مارکېټ کې پلورونکي وایي چې د طالبانو له خوا د واک په ترلاسه کولو سره د هغوی د توکو قیمتونه اسمان ته ختلي دي.‌

امان الله چې له موږ نه یې وغوښتل په دغه مستعار نامه یې یاد کړو، خپل چاقو په یوه پلاستیکي خلطه کې چې له ۴ کیلوګرامه موادو ډکه وه او د خړې خټې په څېر ښکارېدله،‌ ننوېست، یوه اندازه مواد یې ترې را واېستل او هغه یې په یوه کوچنۍ پیاله کې چې د اور په شغله ايښې وه واچول.

د اپین شیره په چټکۍ سره وجوشېدله او په مایع کېدلو یې پیل وکړ. دغه کار له هغه او د هغه شریک محمد معصوم سره مرسته وکړه چې اخیستونکیو ته وښيی چې اپین یې خالص دی.‌

معصوم د تلې په ۲مه د کندهار ولایت د مدد حوض د وچو دښتو په بازار کې د خبرو پر وخت وویل، «دا په اسلام کې حرام دي، لاکن موږ بله چاره نه لرو.»

د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د کابل له نیولو راهیسې، د اپین قیمت چې د اروپا بازارونو ته له رسېدلو څخه مخکې په افغانستان، پاکستان یا ایران کې په هیرویینو باندې بدلېږي، له درې برابرو څخه ډېر زیات شوی دی.

معصوم وویل چې قاچاقچیان اوس د هر کیلوګرام په بدل کې د ۱۰۰ ډالرو معادل قیمت ورکوي. د اروپا په لارو او کوڅو کې یې د یوه ګرام قیمت له ۵۰ ډالرو څخه زیات دی.

هغه په داسې حال کې چې د قیمتي اجناسو د ساتنې لپاره د سوځوونکي لمر پر وړاندې تر یوه چتر لاندې ناست وو، وویل چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه مخکې وخت په پرتله د اپین قیمت اوس درې برابره زیات شوی دی.‌

د کوکنارو یوه کروندګر ذکریا چې هغه هم د غچ اخیستنې له وېرې ځان په یوه مستعار نامه معرفي کړ او په خپل پټي کې یې له ای اېف پي سره خبرې کولې، تایید کړه چې قیمتونه ډېر زیات شوي دي.

هغه وویل، د هغه اپين د معصوم او امان الله د اپین په پرتله ډېر ټینګ او له همدې امله بهتر دي ځکه چې پچک یې د حاصلاتو د فصل په پیل کې وهل شوی دی.‌

هغه وویل، هغه کولی شي چې اوس د یوه کیلو ګرام په بدل کې له ۱۴۶ ډالرو څخه ډېر ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه مخکې کیلو په ۴۴ ډالر پلورل کېده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500