امنیت

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د 'غیر مسلکي' طالبانو له امله کابل ته پروازونه وځنډول

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په کابل کې د سپتمبر په ۱۳مه د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي آی ای) په پرواز کې سپاره مسافر، چې له هغه وخت راهيسې دا لومړی سوداګریز نړیوال پرواز دی کله چې طالبانو تېره میاشت واک بېرته ترلاسه کړو. یوه میاشت وروسته، پي آی ای د طالبانو د 'غیر مسلکي' چلند له امله کابل ته پروازونه ودرول. [عامر قریشي/ای اېف پي]

په کابل کې د سپتمبر په ۱۳مه د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي آی ای) په پرواز کې سپاره مسافر، چې له هغه وخت راهيسې دا لومړی سوداګریز نړیوال پرواز دی کله چې طالبانو تېره میاشت واک بېرته ترلاسه کړو. یوه میاشت وروسته، پي آی ای د طالبانو د 'غیر مسلکي' چلند له امله کابل ته پروازونه ودرول. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کراچۍ -- د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي آی ای) د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۴مه) وویل چې دې د طالبانو چارواکو د "غیر مسلکي چلند" له امله کابل ته پروازونه معطل کړې دي.

پي آی ای وروسته له هغې هيواد ته ځانګړې پروازونه پيل کړل کله چې طالبانو د اګست په نيمايي کې واک ترلاسه کړو، او دا د ډېرو هغو افغانانو لپاره يوه مهمه وسيله وه چې د نوي رژیم او اقتصادي بحران څخه د وتلو لپاره یې هڅه کوله.

د پي آی ای ویاند عبدالله حفیظ خان ای اېف پي ته وویل، "زموږ پروازونه اکثر د کابل د هوایي چلند د چارواکو د غیر مسلکي چلند له امله د نامناسب ځنډ سره مخ شوي دي."

هغه زیاته کړه لار به تر هغه پورې وځنډول شي ترڅو چې "وضعیت ښه شوی نه وي".

'توهين کونکي' طالبان

په هوایي شرکت کې یوې سرچینې ای اېف پي ته وویل چې چارواکو به اکثر 'سپک چلند' کولو او په یوه موقعه دوی د کارمندانو له يو غړي سره "فزیکي ناوړه چلند" وکړو.

پي آی ای د یو طرفه تګ لپاره د ۱۲۰۰ ډالرو څخه د ډېرو پیسو اخیستلو له امله له تنقيد سره مخ شوی دی، په داسې حال کې چې له کابل څخه اسلام آباد ته د ۴۰ منټو پرواز دی.

ځانګړې پروازونه زياتره د نادولتي مؤسسو او خیریه موسسو لخوا کارول شوي، چې ځینو پکې د خطر سره مخ افغانانو سره په تښتيدو کې مرسته کړې، خو عادي مسافر د دې ټکټونو په اخیستلو کې مشکلات لري.

خو دغه هوایي شرکت وویل چې د پروازونو عملیات "په مالي توګه خورا ګټور ندي" او یوازې په "انساني بنيادونو" دا پروازونه ترسره کوي.

د طالبانو تر نیولو مخکې د هوایي کرایې بیه شاوخوا ۱۵۰ ډالره وه.

طالبانو مخکې ګواښ کړی و چې دوی به د هوایي شرکت نیم پروازونه بند کړي که چېرې دا د ټکټ بیه کمه نه کړي.

د افغانستان خپله کام هوايي شرکت د یو ټکټ لپاره د ۱۶۰۰ ډالرو پورې پيسې اخلي.

د کابل په هوایي ډګر کې تاسیسات د ۱۲۰۰۰۰ څخه زیاتو خلکو د ایستلو پرمهال خورا خراب شول چې د اګست په ۳۰مه د وروستي امریکایي سرتیرو په وتلو سره پای ته ورسیدل.

د سپتمبر په ۲۶مه، طالبانو له نړیوالو هوایي شرکتونو څخه وغوښتل چې کابل ته پروازونه بیا پیل کړي او ویې ویل چې د هیواد په اصلي هوایي ډګر کې ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې دي.

د کابل په هوایي ډګر کې خدمات تر ډیره د قطر، متحده عرب اماراتو او ترکیې په تخنیکي مرسته بېرته بحال شول.

یوازې ځانګړې پروازونه

یوازې ځانګړې پروازونه فعالیت کوي، که څه هم پي آی ای، د ایران ماهان هوايي شرکت او کام اير هوايي شرکت محدود ځانګړې پروازونه ترسره کوي.

ایران ماهان هوایي شرکت، چې په جزوي توګه د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو (آی آر جي سي) ملکیت دی، د خپلې پراختیا اجنډې د ملاتړ لپاره په ټول منځني ختیځ کې او هاخوا وسلې، پوځي تجهیزات او خارجي جنګیالي انتقالوي.

دغه هوایي شرکت د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د کورونا ويروس وبا د زياتوالي پرمهال د تهران او چین ترمینځ لسګونو پروازونو ته هم دوام ورکړو، چې په ایران کې د کورونا ویروس په پراخه کچه د خپریدو او په پایله کې په ټوله سیمه کې د وژونکي ویروس په خپریدو کې يو مهم فکتور ثابت شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي ویاند عبدالقهار بلخي وویل، طالبان هیله لري چې مناسب سوداګریز خدمات به ډېر ژر د کابل په هوایي ډګر کې له سره پیل شي.

هغه په یو بیان کې وویل، "ډېر افغان اتباع په بهر کې راګير دي او نشي کولی چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي."

سربیره پردې، "ډېر افغان اتباع چې نړیوالې دندې لري یا په بهر کې زده کړې کوي اوس خپلو منزلونو ته په رسیدو کې له ستونزو سره مخ دي."

د دې ژمنو سربيره چې هر هغه څوک چې وتل غواړي، هغوی ته به له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړل شي، طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د ډېرو اتباعو د وتلو مخه نیولې ده.

نړیواله ټولنه لیواله ده چې د سوداګریزو پروازونو له پیل څخه مخکې طالبان پدې اړ کړي چې خپله ژمنه پوره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500