امنیت

د اویغور داعش ځانمرګي بریدګر له چین سره د طالبانو خطرناکې اړیکې په ګوته کوي

د سلیمان لخوا

طالب جنګیالي د اکتوبر په ۸ مه په کندوز کې د ځانمرګي برید وروسته په يو شیعه جومات کې دننه پلټنه کوي. [ای اېف پي]

طالب جنګیالي د اکتوبر په ۸ مه په کندوز کې د ځانمرګي برید وروسته په يو شیعه جومات کې دننه پلټنه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- شنونکي خبرداری ورکوي، لکه څنګه چې طالبان له چین سره د یو اتحاد جوړولو لپاره کار کوي، د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خطر مخ په زیاتیدو دی.

دوی وايي، په کندوز کې د شیعه ګانو په جومات کې د تیرې هفتې چاودنه په چین باندې د تکیه کولو د خطرونو یوه بیلګه ده.

د داعش خراسان څانګې د اکتوبر په ۸ مه د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیستو او ويې ويل چې ځانمرګی بریدګر "د اویغورانو څخه و، چې طالبانو ژمنه کړې چې د چین د غوښتنې پر اساس به د هغه شړل او په [شنجيانګ] کې د چین د مسلمانانو پرضد د چين د پالیسۍ په خدمت کې ترسره کړي."

د ځایي خلکو په وینا، په دې چاودنه کې تقريبا ۱۰۰ شیعه مسلمانان ووژل شول او په لسګونو نور یې ژوبل شول، چې دا د افغانستان په اقلیتي ټولنې باندې د بریدونو يو تازه برید دی. سني مسلمان افراطيان لکه داعش، القاعده او طالبان شيعه ټولنې ته د کافرانو په توګه ګوري.

داعش د يو ځانمرګي بريدګر 'محمد اویغور' عکس آنلاين خپور کړو، کوم چې د اکتوبر په ۸ مه د افغانستان په کندوز کې په يو شيعه جومات کې بريد کړی و. [فايل]

داعش د يو ځانمرګي بريدګر 'محمد اویغور' عکس آنلاين خپور کړو، کوم چې د اکتوبر په ۸ مه د افغانستان په کندوز کې په يو شيعه جومات کې بريد کړی و. [فايل]

د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی مشر ملا عبدالغني برادر (ګس اړخ ته) د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د یو پلاوي د سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره. [ای اېف پي]

د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی مشر ملا عبدالغني برادر (ګس اړخ ته) د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د یو پلاوي د سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره. [ای اېف پي]

د اویغور اړيکه

آزادۍ راډیو د اکتوبر په ۵ مه راپور ورکړو چې طالبانو په ۱۹۹۰ عشره کې د خپلې واکمنۍ پرمهال اویغور ډلو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې فعالیت وکړي، خو پدې وروستیو کې طالبان اویغور وسله وال د افغانستان پولې ته نږدې له یوې سیمې څخه لرې کوي.

شنونکي وايي، دا اقدام د بیجینګ او طالبانو تر منځ مخ په زياتيدونکي همغږي په ګوته کوي، کوم چې غواړي د چین امنیتي اندیښنې لرې کړي.

بیجینګ ویره لري چې افغانستان د شنجيانګ سیمې د اویغور بیلتون غوښتونکو لپاره د يوې اډې په توګه کارول کيږي. د چین لپاره د ځانګړې اندیښنې خبره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ايټيم) او د هغه ځای ناستې د ترکستان اسلامي ګوند (ټي آی پي) سره د طالبانو اړیکې دي.

بیجینګ په شنجيانګ کې د خپلو عملياتو د مشروع کولو لپاره د ايټيم او ټي آی پي له شتون څخه کار اخیستی دی، که څه هم له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دغه سیمه کې د پام وړ ترورستي پیښې نه دي راپور شوي.

چينايي چارواکو د "سیاسي زده کړې" په سلګونو کېمپونو کې، د محاکمې څخه مخکې په توقیف خونو او زندانونو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قازقانو او قرغیزیانو په شمول -- په شنجیانګ کې بندیان کړي دي.

بیجینګ "د فني زده کړو مرکزونو" په توګه د تاسيساتو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

که څه هم، دا تاسیسات په پراخه کچه د غیرقانوني توقیف خانو په توګه راپور شوي چې ځینې پکې د "تمرکز کېمپونو" په څير دي، چېرې چې ډاروونکي تیري ترسره کیږي.

طالبان د واک، شتمنۍ په لټه کې دي

افغان سیاسي شنونکي فرید منیر وویل، طالبان د اسلام د ساتنې ادعا کوي، خو وروستۍ کړنې ښیي چې دوی نه د اسلام د ساتنې لپاره جنګیږي او نه د افغانستان د آزادولو لپاره، بلکې د واک او شتمنۍ لپاره.

هغه وویل، "د اویغور مسلمانانو له خپلو کورونو څخه ایستل د طالبانو له خوا د نه منلو وړ عمل دی ترڅو د چین له حکومت څخه سیاسي ملاتړ او مشروعیت ترلاسه کړي."

منیر وویل، "په داسې حال کې چې طالبان له یوې خوا د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د اسلامي نظام د جوړولو ادعا کوي،" "له بلې خوا، د خپلو شعارونو برعکس، دوی د چین له حکومت سره په افغانستان کې د اویغور مسلمانانو د ځپلو لپاره پلان جوړ کړی دی چې د چین سیاسي او اقتصادي ګټې تضمین کړي."

هغه وویل، له بده مرغه، د اویغوریانو په ځپلو کې له چین سره د طالبانو همکاري به یقیناََ د طالبانو په وړاندې د هغوی غوسه او نفرت رامينځته کړي، او دوی به د کندوز ځانمرګي برید په څېر نور بریدونه پیل کړي.

په کابل کې د فارميسۍ مالک سید رفیع الله، چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، چین په مختلفو لارو د ایغور په مسلمانانو ظلم کوي، د دوی نارینه او میرمنې په زندانونو کې اچوي او ظلم او وحشث ورسره کوي.

هغه وویل، "له بده مرغه، طالبانو د بیجینګ سره لاس يو کړی چې په افغانستان کې د اویغور وسله وال جنګیالي ختم کړي او د چین د حکومت اجنډا پوره کړي."

رفیع الله وویل، که طالبان د چین له حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او د بیجینګ په غوښتنه اویغوران او نور چینایي مخالفین وځپي، اویغوران به خپل انتقام اخيستلو ته دوام ورکړي.

"په داسې حالاتو کې، طالبان به د ډېرو نورو بې ګناه افغانانو د وژلو مسؤلیت په غاړه ولري."

افغانستان ته د چین جنګ صادرول

په لندن کې میشت افغان سیاسي شنونکي عزیزالدین مهارج وویل، چین د اویغورانو او ايټيم د هرې جغرافیوي پراختیا په اړه ژوره اندیښنه لري او هڅه کوي چې د هغوی د مخنيوي لپاره له طالبانو سره قوي اړیکې جوړې کړي.

هغه وویل، "پداسې حال کې چې اویغورانو د [داعش] سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي دي، طالبان او چین اویغوران خپل ګډ دښمن ګڼي." هغه زیاته کړه چې چین تمه لري چې طالبان به په سرحدي سیمو کې د اویغور پټنځایونه تباه کړي.

هغه وویل، افغانان باید محتاط پاتې شي ځکه چې چین غواړي د اویغوریانو د ځپلو لپاره د طالبانو په کارولو سره خپله داخلي جګړه په افغانستان کې وغځوي او په دې توګه افغانان د تاوتریخوالي په یوې بلې ناوړه لړۍ کې ښکيل کړي.

مهارج وویل، د چین سره د طالبانو هرډول ژمنه باید د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي ځکه چې اویغوران تر فشار لاندې ساتل په هیواد کې وضعیت ډېر نازک او بې ثباته کوي.

د کابل په یوې پرايويټ يونيورسټۍ کې د سیاسي علومو پروفيسر وثیق الله حکمت وویل، افغانستان باید د نورو د پراکسي جګړو لپاره ونه کارول شي.

هغه وویل، "افغانستان باید یو خپلواک هیواد وي ځکه چې په تاریخي لحاظ سره په نورو هیوادونو د افغانستان انحصار تل زموږ لپاره زیانمن ثابت شوی دی."

هغه وویل، که طالبان هر هغه څه وکړي چې بیجینګ یې غواړي، نو تاوتریخوالی به نور هم زیات شي.

حکمت وویل، "چین هیڅکله له افغانانو سره مرسته نه ده کړې." "که چېرې دې د طالبانو سره د ملاتړ ژمنه کړې ده، نو په بدل کې یې له طالبانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې اویغوران وځپي."

هغه وویل، په کندوز کې د جومات مرګوني چاودنه د هغه ډول تاوتریخوالي بیلګه ده چې اویغور وسله وال او داعش یې وړتیا لري.

متحدین د خطرناکو پایلو سره مخ دي

په کابل کې په یوې پرايويټ يونيورسټۍ کې د نړیوالو چارو زده کونکي حبیب ستانکزۍ وویل، د چین رژیم په افغانستان او بهر کې د خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره طالبان د خپلې ګټې لپاره استعمالوي.

هغه وویل، طالبان، چې د مشروعیت لپاره ډېر ليواله دي، په هر قیمت د بیجینګ ملاتړ کړی -- حتی د خپلو اویغور مسلمان وروڼو په نښه کولو سره.

ستانکزۍ وویل، "په تېرو ۲۰ کلونو کې، په روانه جګړه کې په سلګونو زره افغانان وژل شوي یا ژوبل شوي دي." "خو، چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه هیڅکله د جګړې د ختمولو یا د افغانانو د وژلو د غندلو لپاره څه زړور ګام نه دی پورته کړی."

هغه وویل، "له چین سره د طالبانو غیر متناسب اړیکې زموږ د هیواد په ګټه ندي." هغه زیاته کړه، بیجینګ یوازې خپلې ګټې تعقیبوي او پروا نه کوي که ایغوران له چین څخه بهر ځانمرګي بریدونه وکړي یا له داعش سره یوځای شي.

ستانکزۍ وویل، "د طالبانو لخوا له چین سره نږدې اړیکې جوړول به د افغانستان لپاره خطرناکې پایلې ولري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500