روغتیا

څنګه وبا په ایراني رژیم کې دننه ګډوډي ښکاره کړه

د بهروز لاریګاني لخوا

ایرانیان د اګست په ۱۶ مه د کووېډ (وبا) د خپریدو د کمولو لپاره د پنځو ورځو د نويو محدودیتونو په پیل کې د تهران ښار په بازار کې د تړل شويو پلورنځیو څخه تیریږي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

ایرانیان د اګست په ۱۶ مه د کووېډ (وبا) د خپریدو د کمولو لپاره د پنځو ورځو د نويو محدودیتونو په پیل کې د تهران ښار په بازار کې د تړل شويو پلورنځیو څخه تیریږي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د کورونا ویروس کړکیچ په اړه د ایران رژیم غبرګون د غلطیو، غلطو اندازو، غلطو معلوماتو او د ستر رهبر علي خامنه اي لخوا په لویدیځ واکسینونو په کلکه د بندیز له امله زیانمن شوی.

د خامنه اي د بندیز توجیه کولو لپاره، چې د جنورۍ په مياشت کې پلی شوی و، حکومت د پروپيګنډو خپروونکو خبرونو د ادارو له لارې د غلطو معلوماتو دوامداره جریان خپور کړو، چې پدې کې د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو (آی آر جي سي) سره وابسته تسنیم خبري اژانس شامل دی.

که څه هم ایران تېره میاشت اعلان وکړو چې دا د متحده ایالاتو-جرمني فایزر/بایون ټیک کووېډ-۱۹ واکسینو د دوو ملیونو دوزونو پیرود په پام کې نیسي، خو ډېرو وويل چې دا په مینځني ختیځ کې د ترټولو وژونکي وبا د زيان کمولو لپاره ډېر ناوخته دی.

پداسې حال کې چې د ایران رژیم له ځنډ څخه کار اخیستلی، د حکومت د غلطو معلوماتو دوه اړخیزه کمپاین هڅه کړې چې له یوې خوا لویدیځ واکسین بدنام کړي او له بلې خوا د متحده آيالاتو د بنديزنو لاندې د خواړو او درملو په اړه دروغ خپاره کړي.

ډېر راپورونه وايي چې د اکتوبر د پیل پورې، په ایران کې د کووېډ-۱۹ د تلفاتو ریښتینې شمېره د رسمي ارقامو درې چنده ده. [آر اېف آی فارسي]

ډېر راپورونه وايي چې د اکتوبر د پیل پورې، په ایران کې د کووېډ-۱۹ د تلفاتو ریښتینې شمېره د رسمي ارقامو درې چنده ده. [آر اېف آی فارسي]

دې حتی د ملګرو ملتونو نړیوال روغتیا سازمان (ډبليو ايچ او) د متحده ایالاتو حکومت "د ايګزيکيټيو لاس" په توګه ياد کړو.

په تهران کې میشته درمل جوړونکي مجتبی سادات احماري وویل، "ډېری مقالې او راپورونه په هغو رسنيو کې خپاره شوي چې آی آر جي سي ته نږدې دي ترڅو د لویدیځ واکسینونو باندې د بندیز لپاره 'ساینسي دلايل' رامنځته کړي."

هغه وويل، په دې کې ځینو "په غلط ډول ادعا کړې چې د فایزر لخوا د چیچک، هیپاټایټس او پولیو سره د مبارزې لپاره په وروستي کلونو کې افریقې ته په ليږدول شويو وړیا واکسینو کې ايچ آی وي [د انسان د معافیتي سستم د نیمګړتیا ویروس] شامل ول. "

رژیم د دې په څیر دروغو ته دوام ورکړی، حتی د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او خزانې په مکرر ډول او په عامه توګه ویلي چې په ایران د متحده ایالاتو بندیزونه په خوړو او درملو نه پلي کیږي.

څارونکو وویل چې د دې برعکس د ټولو شواهدو سربيره، د ایران رژیم ټینګار وکړ چې دا په لویدیځ واکسینو باور نلري، پداسې حال کې چې په لویدیځ تور لګوي چې دا هغې ته اجازه نه ورکوي چې واکسینونه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، دوی وویل، کړکیچ ته د ایراني رژیم غبرګون دا په ډیرو طریقو بدتره کړی دی.

'په رژیم باور نشته'

سادات احماري وویل، له پیل راهيسې، ایران په جدي ډول د ویروس د شتون او خپریدو وړتیا له پامه غورځولې وه، چې دا بحران یې په ښه توګه سمبال نه کړو او تر دې دمه پکې شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ ایرانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

رژیم د قرنطینونو په پلي کولو کې پاتې راغلی او اړوند ماهان هوايي شرکت ته يې اجازه ورکړې وه چې په جنوري او فبروري ۲۰۲۰ کال کې چین ته الوتنه وکړي، چیرې چې ویروس په چټکۍ سره خپرېدو.

د وبا په لومړیو ورځو کې، د ایران پخواني صدر حسن روحاني ادعا وکړه چې "دا مسله به په څو هفتو کې حل شي" او "حالات به عادي حالت ته راشي."

خامنه اي پخپله ادعا وکړه چې ویروس "د پام وړ آفت نه و".

کله چې دوی پوه شول چې ویروس په اسانۍ سره نشي کنټرول کیدی، البته بیا وخت تیر وو، او خلکو له مخکې نه په چارواکو باور له لاسه ورکړی و.

په کرمان کې میشته سیاسي شنونکي فرام راز ایراني وویل، "يو لوی فکتور چې اوس هم شتون لري، د هیواد د مدیرانو ترمینځ د همغږۍ نشتوالی دی." هغه یادونه وکړه چې خلک په رژیم باور نلري.

هغه وویل، "پداسې حال کې چې مجلس (پارلمان) ادعا وکړه چې د روحاني اداره د کووېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره د ملي مرکزي دفتر د اداره کولو مسولیت لري، روحاني د مسؤلیت منلو څخه انکار وکړو."

ایراني وویل، د روحاني انکار "د دې دلايلو پراساس و چې پوځي او امنیتي بنسټونه د ولسمشرۍ دفتر ته ځواب نه وايي، او یوازې مشر او آی آر جي سي ته ځواب ویونکي دي."

هغه وویل، دا په حقیقت کې له حقیقت څخه لرې نه ده بلکې دا یې هم وښودله چې څنګه روحاني له مسؤلیت څخه انکار وکړو.

د خلکو بې ساري بې باوري

د روغتیا وزارت په بشپړ ډول د کووېډ-۱۹ کېسونو او مړینو شمېره کم راپور کړې -- چې د وبا له پیل راهیسې یې ۱۱۸۰۰۰ مرګونه اعلان کړي، چې د ډېرو په اند دا د اصلي شمېر دریمه برخه ده.

د مجلس استازي غلام - علي جعفرزاده - ایمن آبادي، احمد امیرابادي - فرهاني او علي نجفي د هغو کسانو څخه دي چې وايي په ایران کې د وبا له امله د تلفاتو ریښتیني شمېره د رسمي ارقامو په پرتله خورا لوړه ده.

د آی آر جي سي سره تړلې خبري وېب پاڼې جوان تر دې پورې وویل چې ریښتینې شمېره د رسمي ارقامو اوه چنده ده، چې ډېرې سرچینې يې د پام وړ مبالغه ګڼي.

د کورونا ویرس وبا او د هیواد د اقتصادي ستونزو له امله، په ورته وخت کې په حکومتي چارواکو عامه بې باوري بې ساري کچې ته رسیدلي، تر دې حده چې دولتي رسنیو هم خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

ځینې خبرداری ورکوي چې دا د ایران د اوسني رژیم لپاره ښه خبره نده.

ایراني وویل، "که څه هم دا امکان نشته چې په انتظاميې باندې د وبا د دقیقې اغیزې تخمینه ولګول شي، د ځینې وتلو سیاسي شخصیتونو لخوا بیانات وړاندیز کوي چې کووېډ-۱۹ممکن له اسلامي جمهوریت څخه د انتقال لپاره د کتلست په توګه کار وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500