ديپلوماسي

د طالبانو له خوا د واک په ترلاسه کولو له ایران سره د هغوی اړیکې ترینګلې شوې

د پاکستان فارورډ لخوا

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱ په کابل کې له زنبق څلورلارې سره نږدې د یوه سړک پر غاړه پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱ په کابل کې له زنبق څلورلارې سره نږدې د یوه سړک پر غاړه پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

له هغو پیسو او ملاتړ سره سره چې تهران له کالونو راهیسې طالبانو ته برابرول، اوس داسې ښکاري چې ایراني مشران له اورپکو سره له خپل ارتباط څخه په شا کېږي.‌

ایران چې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، د ۱۳۷۵-۱۳۸۰په ترڅ‌ کې چې طالبان په واک کې ول هغوی په رسمیت پېژندلي نه وو.

خو تهران په وروستیو وختونو کې د مصلحت له مخې د سني اورپکو پر وړاندې خپل دریځ نرم کړی وو او هغوی ته یې منظم پوځي ملاتړ برابراوه څو مخکینی افغان حکومت پرې کمزوری کړي.

همدا د غبرګولي په میاشت کې، د ایران رژیم له طالبانو سره پراخ نظامي ملاتړ کاوه، چې ایراني عسکرو په کې د افغانستان په لوېدیځ کې د طالب اورپکو تر څنګ جګړه کوله.

د طالبانو د مرکچي ټیم غړي د سلواغې په ۱۳مه په تهران کې د یوه خبري کانفرانس پر وخت لیدل کیږي.‌

د طالبانو د مرکچي ټیم غړي د سلواغې په ۱۳مه په تهران کې د یوه خبري کانفرانس پر وخت لیدل کیږي.‌

د پخواني افغان حکومت چارواکو په منظمه توګه په ایراني رژیم باندې تورونه لګول چې د طالبانو ملاتړ کوي او په دې توګه غواړي چې د افغانستان په لوېدیځ زون کې د بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي، او ایران ته د ورتلونکو اوبو بهیر جاري وساتي.‌

طالبان او تهران هم له سیاسي پلوه یو بل ته نږدې معلومېدل.‌

یواځې څو میاشتې مخکې د طالب مشرانو یوې ډلې ته په تهران کې ګرمې مېلمستیاګانې کېدلې چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هغوی «وروڼه» وبلل او ویې ویل چې ایران به تل د هغوی کور وي.

خو د طالبانو له خوا د زمري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته، داسې ښکاري چې دغه اړیکې تر پوښتنې لاندې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له نسبي چوپتیا څخه څو اونۍ وروسته د وږي په نیمایي کې په پنجشېر باندې، چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت وروستی سنګر وو، د دغې ډلې په برید باندې انتقاد وکړ.‌

په یوه بله پېښه کې، داسې ښکاري چې ایراني ځواکونو د افغانستان نظامي تجهیزات نیولي او ایران ته یې لېږدوي.

دغه راز، ایران تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې قناعت نه کوي چې دا حکومت په واک کې دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د وږي په ۲۷مه، وروسته له هغه چې اورپکو داسې یو حکومت جوړ کړ چې ټول له طالبانو څخه جوړ او تقریبا ټول غړي یې له پښتانه قوم څخه وو، وویل، «داسې یو حکومت چې یواځې یوه قوم یا سیاسي ګروپ پورې تړاو ولري نشي کولی چې د افغانستان ستونزې حل کړي.»

رییسي د داسې یوه حکومت غوښتنه وکړه چې د ټولو افغانانو استازي په کې وي او د ایران د سپاه پاسداران اړوند ګروپونه هم په کې شامل وي.

ناخوښي

ځینې شنونکي وایي،‌ تېره میاشت د کابل د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته اوس د ایران رژیم له طالبانو څخه د ګواښ احساس کوي.

په نیمروز ولایت کې د نړۍ والو چارو یوه متخصص محمد نادم سروري وویل، «په وروستیو ورځو کې، ایراني مشران د پخوا پر خلاف چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه،‌ د دغې ډلې پر ضد ښکاره خبرې کوي.»

سروري وویل، «دا بدلون له طالبانو څخه د دغه هېواد ناخوښي یا نارضایتي څرګندوي.»

هغه وویل، «د ایران حکومت به په طالبانو باندې فشار واچوي چې غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووایي. دا اوس طالبانو پورې تړاو لري چې آیا هغوی به خپل ځانونه د ایراني رژیم تر کنټرول لاندې ساتي که به مستقل عمل کوي.»

ځینې افغانان وړاندوینه کوي چې، د ایراني رژیم غوسه او له طالبانو څخه فاصله نیول په افغانستان کې د یوې نوې لاسوهنې پیل دی.‌

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه اوسېدونکي نیازمحمد نیازي وویل، «د ایران حکومت هېڅکله هم د افغانستان دوست نه وو او پرځای یې هڅه کړې چې دغه هېواد کمزوری کړي.»

نیازي وویل، «موږ د ایران حکومت څخه غواړو چې زموږ په هېواد کې لاسوهنه ودروي.»

هغه وویل، «دا بس ده چې ایراني مشرانو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې زموږ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ مخه ونیوله؛ هیله ده چې اوس د نورو جنګونو او د بې ګناه خلکو د وژلو سبب نشي.»

نوې شخړه

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي سلام ټایمز ته وویل، «که څه هم چې ایراني حکومت په وروستیو کالونو کې له طالبانو سره پراخ مالي او نظامي ملاتړ کړی دی، لاکن د طالبانو نظرونه او علاقه مندۍ د ایراني رژیم له نظرونو او علاقه مندیو سره توپیر لري.»

هغه وویل، «ښایي چې په راتلونکي کې د ایراني رژیم او طالبانو تر منځ اختلافات او شخړې یوه ټکر ته لاره هواره کړي.»

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د سیاسي چارو یوه شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کالونو کې، د ایران حکومت طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پراخې پیسې او امکانات ورکړي چې په افغانستان کې د بندونو او بېخبناوو د جوړېدلو مخه ونیسي.»

بلوچ وویل، «اوس، که طالبان د بندونو جوړولو ته دوام ورکړي، ایران به د هغوی پر ضد یو بل ګروپ په وسلو سمبال کړي.»

د استرالیا په له ټروب پوهنتون کې یوه افغان پوه نعمت الله ابراهیمي ای اېف پي ته وویل، طبیعي ده چې د ایران او روسیې په څېر سیمه ییز ځواکونه به د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د نایبو ګروپوونه تمویل ته بیا مخه کړي.

هغه وویل، دا «له تاوتریخوالي څخه د ډکې شخړې یا د نورو له خوا د مقاومت یوه کړنلاره ده.»

د ټولشموله حکومت نشتوالی «د هغو سیمه ییزو ځواکونو له خوا چې له هغوی [طالبانو] سره راضي نه وي د استثمار لپاره فرصتونه رامنځته کوي.»

[ له هرات څخه عمران د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500