امنیت

د اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو استبداد د کورنۍ جګړې خطر زیاتوي

د حمزه راپور

په یوه عکس کې چې د چنګاښ په میاشت کې خپور شوی د فاطمیون جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې ښودل کیږي. [فاطمیون]

په یوه عکس کې چې د چنګاښ په میاشت کې خپور شوی د فاطمیون جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې ښودل کیږي. [فاطمیون]

کابل -- په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو او نورو اقلیت ګروپونو پر ضد د طالبانو ظلم او توپیري چلند د دې خطر رامنځته کوي چې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې فاطمیون لوا او نور ګروپونه پرې افغانستان ته د خپل «جهاد» راوړل توجیه کړي.

فاطمیون لوا یوه ملېشه ده چې له افغانانو څخه جوړه شوې، د ایران سپاه پاسداران یې تمویل او تجهیزوي، او له ۱۳۹۳ کال راهیسې یې د سوریې رژیم په استازیتوب په سوریه کې جنګ کړی دی.

د جنګیالیو د استخدام لپاره، ویل کیږي چې ایران له ډېرې مودې راهیسې افغان کډوال شیعه مذهبي فرایضو ته د ترغیب یا د پيسو او د ایران د استوګنې د اسنادو د وعدو په ورکولو سره استثماروي.

مثلا، تېر کال تهران ژمنه وکړه چې د هغو کسانو کورنیو ته د استوګنې نومرې ور ووېشي چې په سوریه کې له فاطمیون لوا سره د خدمت پر مهال وژل شوي ول. ډېرو دا د ایراني رژیم له خوا د هغو افغانانو د غولولو لپاره یوه هڅه وبلله چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي څو له یادې ملېشې سره ملګري شي.

د هزاره ټولنې غړي د وږي په ۱۹مه د کابل په لمنه کې په یوه جومات کې د جمعې لمونځ کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د هزاره ټولنې غړي د وږي په ۱۹مه د کابل په لمنه کې په یوه جومات کې د جمعې لمونځ کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د فاطمیون لوا غړي په ۱۳۹۸ کې د ایران په مشهد ښار کې د امام رضا د شهادت په مناسبت سره راټول شوي دي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي په ۱۳۹۸ کې د ایران په مشهد ښار کې د امام رضا د شهادت په مناسبت سره راټول شوي دي. [آرشیف]

خو د ایران په نیابتي جنګونو کې له جګړو کولو څخه وروسته، د ملېشې غړي او د وژل شویو کسانو کورنۍ تش لاس پرېښودل شوي، او ځینې خلک سوریې ته د هغوی د تګ د دلایلو پوښتنه کوي.‌

د دغه بهیر په اوج کې، اټکل ۱۰۰۰۰ - ۲۰۰۰۰ افغانانو په یاده ملېشه کې جنګ کاوه.

د فاطمیون یوه ۴۷ کلن قوماندان علي چې دوه نیم کاله یې په سوریه کې جنګ کړی او اوس په کابل کې ژوند کوي، وویل، «په سوریه کې د افغانانو دوه ګروپونو د داعش، جبهة النصرة او د بشارالاسد د نورو مخالفو ګروپونو پر ضد جنګونه کړي دي.»

هغه وویل، «لومړی ګروپ له هغو کسانو څخه تشکیل شوی وو چې له خپلو سپېڅلیو ځایونو؛ د امام حسین د خور ذینب او لور رقیې او د شیعه مسلمانانو د درېیم امام له زیارتونو څخه د دفاع لپاره جنګېدل. د هغوی په سلګونو کسان اوس هم په سوریه کې موجود دي.»

نوموړي وویل، «د جنګیالیو دویم ګروپ له هغو کډوالو څخه تشکیل شوی وو چې په ایران کې اوسېدل او یو شمېر ځوانان د افغانستان له داخل څخه استخدام شوي ول.»

علي وویل، «هغوی د ایرانیانو له خوا د پیسو او نورو وعدو لکه په ایران کې هغوی ته د دایمي استوګنې د اسنادو د ورکولو لپاره جنګونه وکړل.»

هزاره ګان ځورول کیږي

د فاطمیون هغه غړي چې د مذهبي غیرت له امله تللي ول اوس غواړي چې د طالبانو له خوا د شیعه اقلیت پر ضد د توپیري چلند د ډېرېدونکیو راپورونو په ترڅ کې افغانستان ته راستانه شي.

ای اېف پي د جمعې په ورځ /د تلې ۲مه/ راپور ورکړ چې، د افغانستان په مرکزي برخو کې د هغو سیمو چې ډېر اوسېدونکي یې هزاره کروندګر دي، اوسېدونکیو، طالب جنګیالیو هغوی ته امر کړی چې له خپلو کورونو څخه وځي. طالب جنګیالي دا کار د هغو پښتنو ځمکوالو په غوښتنه کوي چې غواړي د هغوی فصلونه او ذخیرې غصب کړي.‌

یوه هزاره سیاسي مشر چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته تبعید شوی، څو ورځې مخکې په یوه لیک کې چې تېره اونۍ په ټولنیزو رسنیو خپور شو، وویل، طالبانو د دایکندي او اروزګان ولایتونو تر منځ په یوه لیرې پرته ولسوالۍ کې له ۸۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته امر کړی چې له خپلو کورونو څخه وځي.

دغه راز، اورپکو تېره میاشت په بامیان ښار کې د طالبانو د یوه مخکښ مخالف جنګیالي او هغه سیاسي مشر عبدالعلي مزاري چې د هزاره ګانو استازیتوب یې کاوه، د یوې مجسمې سر پرې کړ.‌ طالبانو په ۱۳۷۵ کال کې هغه وژلی وو.‌

هزاره ها اکثراً یک قوم اقلیت شیعه هستند که از مدت ها بدینسو از سوی گروه های طالبان و داعش که آنها را مرتد می دانند، مورد آزار و اذیت قرار دارند.

د ایران امنیتي ځواکونو په زرګونو هزاره ګان روزلي او د تېرې لسیزې په ترڅ کې یې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د فاطمیون لوا په ګډون له شیعه ملېشو سره توظیف کړي دي.

علي وویل، «د هزاره ګانو هدفي وژنې، په بامیانو کې د هغوی د مشر د مجسمې ویجاړول او د طالبانو په حکومت کې د هزاره ګانو له پامه غورځول به د فاطمیون لوا غړي دې ته جوړ کړي چې خپل هېواد ته راستانه شي.»

هغه وویل، «د هغوی په هکله زما د معلوماتو په اساس، ښایي هغوی د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي.»

افغانستان ته راستنېدل

د فاطمیون یوه جنګیالي عباس چې په ایران کې ژوند کوي، وویل، هغه حاضر دی چې له افغانستان څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، «که په افغانستان یا هر بل ځای کې زموږ عقیده او زموږ خلک په خطر کې شي، موږ به لاړ شو... او داسې جنګ به وکړو لکه په سوریه کې مو چې وکړ څو له خپلې عقیدې او خپلو خلکو څخه دفاع وکړو.»

هغه وویل، «موږ په خپل هېواد کې د جنګ پلویان نه یو. زموږ خلک سولې او ټولنیز عدالت ته اړتیا لري، خو په بامیانو کې د یواځیني هزاره مشر شهید مزاري د مجسمې ویجاړول، او د طالبانو له خوا د هزاره ګانو پر وړاندې ظلم او توپیري چلند به موږ مجبور کړي چې داسې جنګ وکړو لکه په سوریه کې مو چې وکړ او له خپلې عقیدې او خلکو څخه به دفاع وکړو.»

د نورستان ولایت پخواني والي تمیم نورستاني وویل، «ایرانیانو په کندهار کې مېشتو طالبانو باندې غټه پانګونه کړې ده.»

هغه وویل، «اوس چې حقاني شبکې د طالبانو حکومت کې ډېر واک ترلاسه کړی او د ایران له خوا حمایه شوې ډله یې څنډې ته کړې ده، د طالبانو پر ضد د یوې نوې جبهې د پرانستل کېدلو احتمال زیات شوی دی.»

نورستاني وړاندوینه وکړه چې، «که له طالبانو سره د ایران ارتباط خراب شي او سپاه پاسداران له طالبانو سره همکاري ونه کړي، فاطمیون به په افغانستان کې فعال شي.»

هغه وویل، «د طالبانو رژیم لاندې د هزاره ګانو له حقونو څخه انکار او د هزاره ګانو سپکاوی او په نښه کول به سپاه پاسداران دې ته جوړ کړی چې فاطمیون په افغانستان کې فعال کړي،» او زیاته یې کړ چې «ښایي» فاطمیون لوا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي.‌

په افغانستان کې قومي او مذهبي جنګ

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د سیاسي علومو یوه محصل اسدالله ابراهیمي چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل، «طالبان هڅه کوي چې د زور او تبعیض له لارې او د حذف د سیاست په عملي کولو سره له حکومت او سیاسي ځواک څخه شیعه فرقه او نور قومي ګروپونه وباسي.»

هغه وویل، «د طالبانو دا هڅې چې نور او په ځانګړې توګه هزاره ګان حذف کړي، به ژر د اورپکو ګروپونو رامنځته کېدلو ته لاره هواره کړي. فاطمیون به د شیعه ګانو له حقونو څخه د دفاع لپاره لاس په کار شي، په داسې حال کې چې نور قومي ګروپونه به هم نوې جبهې پرانیزي.»

هغه وویل، «په دې حالت کې به موږ یوه خونړۍ مذهبي او قومي شخړه د سر په سترګو ووینو.»

ابراهیمي وویل، «د ځینو راپورونو په اساس، دوه یا درې کاله مخکې، چې طالبانو د غزني او اروزګان په ځینو ولسوالیو کې په هزاره ګانو باندې ظلمونه وکړل، فاطمیون په یادو سیمو کې له طالبانو سره نښتې وکړې.‌»

هغه وویل، «نن بیا، که طالبان د مذهبي او قومي ګروپونو د غوښتنو درناوی ونه کړي او داسې یو ټولشموله حکومت چې هزاره ګان، تاجکان، ازبکان او نور ګروپونه په کې شامل وي، جوړ نه کړي، دا حالت به د افغانستان ګاونډیانو ته فرصت په لاس ورکړي.»

د سیاسي چارو یوه شنونکي سالم پیګر وویل، «فاطمیون به له سوریې څخه افغانستان ته راشي، او نور قومي ګروپونه به وسلې پورته کړي.»

هغه وویل، دا کېدی شي «په افغانستان کې یو قومي او مذهبي جنګ پیل کړي او افغانستان په سوریه باندې بدل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500