ديپلوماسي

متحده ایالات به د کووېډ واکيسنو ۵۰۰ ملیونه خوراکونه چمتو کړي چې ټولټال شمېر به يې له ۱ ملیارده څخه ډېر شي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د اګست په ۲۳مه په واشنګټن کې د کووېډ-۱۹ پروړاندې د غبرګون او د واکسین کولو پروګرام په اړه خبرې کوي. د سپتمبر په ۲۲مه، متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې د واکسینو اضافي ۵۰۰ ملیونه خوراکونه به هغو هیوادونو ته ورکړي چې د وبا پروړاندې په مبارزه کې له ستونزو سره مخ دي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د اګست په ۲۳مه په واشنګټن کې د کووېډ-۱۹ پروړاندې د غبرګون او د واکسین کولو پروګرام په اړه خبرې کوي. د سپتمبر په ۲۲مه، متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې د واکسینو اضافي ۵۰۰ ملیونه خوراکونه به هغو هیوادونو ته ورکړي چې د وبا پروړاندې په مبارزه کې له ستونزو سره مخ دي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۲مه) د کووېډ-۱۹ په اړه د نړۍ د مشرانو غونډې ته وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د واکسينو "تاريخي" ۵۰۰ ملیونه اضافي خوراکونه به هغو هیوادونو ته ورکړي چې د وبا پروړاندې په مبارزه کې له ستونزو سره مخ دي.

بایډن وویل، "دا يو داسې بحران دی چې د ټولو ښکېلتيا ته اړتيا لري." "امریکا به د واکسینو لپاره يوه وسيله جوړه شي لکه څنګه چې موږ په دوهمه نړیواله جګړه کې د جمهوريت لپاره يوه وسيله وو.

په دغه غونډه کې، چې په مجازي توګه له سپینې ماڼۍ څخه تنظيم شوې وه، د بایډن له ژمنې سره د متحده آيالاتو لخوا د ورکړل شويو واکسینو خوراکونو شمېر ۱.۱ ملیارده ته رسيدلې -- چې د پاتې نړۍ په پرتله خورا ډېر دی.

بایډن وویل، "موږ له مخکې نه ۱۰۰ هیوادونو ته ۱۶۰ ملیون خوراکونه لیږلي دي." "د هر هغه خوراک لپاره چې موږ تر نن نیټې پورې په امریکا کې اداره کړي، موږ اوس ژمنه کړی چې درې خوراکونه ټولې نړۍ ته ورکړو."

د نیم ملیارده واکسینو نوې برخه به د فایزر څخه وي او هغو هیوادونو ته به واستول شي کوم چې لږ او متوسط عاید لري.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې وویل، بایډن د نړۍ مشرانو ته هم چيلنج ورکوي چې د سپتمبر ۲۰۲۲ پورې هر هیواد د خپل نفوس ۷۰٪ برخه واکسین کړي.

هغه په خپله پرانیستونکې وینا کې وويل، "موږ نورو لوړ عاید لرونکو هیوادونو ته اړتیا لرو چې خپلې هیلې پوره کړي." "موږ به دا بحران په نيمګړي اقداماتو سره حل نه کړو."

بایډن ټینګار وکړو چې خورا زيات واکسین باید يوازې مرسته شي، د "سياسي" شرايطو نه بغير -- چې دا په ځانګړي توګه په چین باندې يو پټ تنقيد دی.

چین تېر کال د واکسینو د سفارتکارۍ کمپاین پیل کړو، پداسې حال کې چې شي جينپينګ ژمنه وکړه چې يو داسې واکسين چمتو کړي چې په اسانۍ سره به ذخيره کيدی شي او په نړۍ کې به په ملیونونو ترلاسه کونکو ته، په ځانګړي توګه بې وزلو هیوادونو ته، ولیږدول شي.

هغه دا د "نړیواله عامه خير ښيګړه" په نوم ياد کړو، یوه داسې جمله چې د نورو ګوندونو مشرانو بار بار استعمال کړې ده.

خو ډېر هیوادونه د چین د ظاهري خير ښيګړې په اړه شک لري او دې ته د بیجینګ د يوې هڅې په توګه ګوري چې په پای کې د دوی په خاوره او طبیعي زیرمو باندې ادعا وکړي.

د رسمي سرچینو څخه د ای اېف پي د شمېرو له مخې، په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې په چین کې د وبا له پیل راهیسې په نړۍ کې شاوخوا ۴.۷ ملیونه خلک مړه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500