امنیت

د ایران له خوا د افغانستان د نظامي تجهیزاتو نیولو د خلکو غوسه راپارولې ده

د عمران راپور

د ټولنیزو رسنیو په شبکو داسې عکسونه او ویډیوګانې خپاره شوي چې ایران ته د افغانستان د نظامي تجهیزاتو لېږدول ښيي، او دغه کار د افغانانو سخت غبرګون راپارولی دی. [عمران/ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- افغانان د هغو عکسونو او ویډیوګانو پر وړاندې، چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلي او ایران ته د افغانستان د نظامي تجهیزاتو انتقال په ګوته کوي، سخت او په حیرانتیا سره غبرګون ښیي او په دې برخه کې د ایراني رژیم سپین سترګي او بې شرمي غندي.

ځینې عکسونه، چې ادعا کیږي د وږي په ۱۰مه اخیستل شوي، د افغان اردو او پولیسو د تجهیزاتو، پیک آپ موټرو او هاموی ګانو یو کاروان په داسې حال کې ښیي چې د ایران په سمنان سیمه کې روان دی.‌

د هرات ښار اوسېدونکي پروېز علي زاده وویل، د ایراني رژیم له خوا د افغانستان د نظامي تجهیزاتو نیول او لېږدول له نړۍ والو مقرراتو څخه ښکاره سرغړونه ده.

هغه وویل، «د ایراني رژیم دا کار د افغانانو پر وړاندې د هغوی دښمني په ګوته کوي.»

دا عکس چې د وږي په ۱۰مه اخیستل شوی د افغان اردو او پولیسو د تجهیزاتو یو کاروان ښیي چې د ایران په سمنان سیمه کې لېږدول کیږي. [ټولنیزې رسنۍ]

دا عکس چې د وږي په ۱۰مه اخیستل شوی د افغان اردو او پولیسو د تجهیزاتو یو کاروان ښیي چې د ایران په سمنان سیمه کې لېږدول کیږي. [ټولنیزې رسنۍ]

هغه وویل، په داسې حال کې چې افغانستان په ناورین او سیاسي ګډوډۍ کې ایسار دی، د ایران رژیم له افغانانو سره د مرستې پر ځای د هغوی د ملکیتونو غلا کولو ته مخه کړې ده.‌

علي زاده وویل ایران هېڅکله هم یو ریښتنی ګاونډی نه وو، او دا د هغوی له خوا د افغان ځواکونو د ملکیت له غلا کولو څخه په ښکاره څرګندېږي.

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي عبدالحمید وطندوست وویل، «د ایران رژیم په افغانستان کې له روان بحران څخه ګټه اخیستې ترڅو زموږ نظامي عرادې غلا او خپل هېواد ته یې قاچاق کړي.»

هغه وویل، «موږ د ایراني رژیم له خوا د افغانستان د نظامي تجهیزاتو لوټل په کلکه غندو،» او ټینګار یې وکړ چې ایران د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه باید داسې کار ونه کړي چې افغانانو ته زیان رسوي.

وطندوست وویل، اسلامي جمهوریت باید پوه شي چې هغه نظامي تجهیزات چې هغوی ضبط کړي دي د افغانانو ملکیت دی، او باید چې ژر تر ژره یې هغوی ته راستانه کړي.

#بدګاونډی

په ایران کې د افغانستان د نظامي تجهیزاتو له رابرسېره کېدلو څخه وروسته، د افغانستان پخواني د دفاع وزیر بسم الله محمدي په یوه ټوېټر په یوه هشټاګ سره غبرګون وښود او ایران یې د یوه #بدګاونډی په توګه وغانده.

هغه ایرانیانو ته په خطاب کې وویل چې د افغانستان سختې ورځې تلپاتې نه دي.

په زرنج کې د سیاسي چارو شنونکي حمزه بلوچ وویل هغه اندېښمن دی چې له افغانستان څخه غلا شوي نظامي تجهیزات به د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو او ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي -- او ویې ویل چې دا کار «ډېر احتمال» لري.‌

بلوچ ټینګار وکړ چې نړۍ واله ټولنه باید په ایران باندې فشار واچوي ترڅو ټول غلا شوي تجهیزات افغانستان ته راستانه کړي.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د صادق عطایي په نامه یوه فعال وویل، په دې کې شک نشته چې د ایران رژیم د تېرو لسیزو په ترڅ کې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوله.‌

هغه وویل، دغې لاسوهنې پخواني حکومتونه کمزوري کړي او بېخبناوې ویجاړې کړې وې.

عطايي وویل، ایران هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې یو باثباته او قوي حکومت موجود وي، نو هڅه کوي چې خپل ګاونډی بې ثباته کړي او له ټولو شته امکاناتو څخه په استفادې سره د په دې هیواد کې بحران اوږد کړي.

هغه زیاته کړه، د ایران رژیم غواړي چې په افغانستان کې د بندونو د ویجاړولو او د اوبیزې برېښنا سټېشنونو د جوړښت د مخنیوي لپاره خپلو نهایي موخو ته ورسیږي.

هغه وویل، «افغانان په افغانستان کې د ایراني رژیم د دښمنانه سیاست په هکله وارخطا دي،» او یادونه یې وکړه چې داسې نښې شته چې ښایي ایران به په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له ترهګرو ګروپونو یا نایبو ملېشو څخه استفاده وکړي.

نظامي تجهیزات راستانه کړئ

د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکي په مقاماتو باندې غږ کوي چې د ایران رژیم څخه حساب وغواړي او د افغانستان د نظامي تجهیزاتو د راستنولو غوښتنه ترې وکړي.

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه اوسېدونکي سلطان احمد صمدي وویل، په داسې حال کې چې افغانستان له سختو ننګونو او بحران سره مخامخ وو، ایران باید د افغانستان شتمني نه وای لوټلې، او غوښتنه یې وکړه چې ایران باید د افغانستان نظامي تجهیزات ژر تر ژره راستانه کړي.

هغه په نړۍ واله ټولنه باندې چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې وسلې او تجهیزات ورکړي وو غږ وکړ چې له خپل صلاحیت څخه په استفادې سره دې ایران مجبور کړي چې غلا کړي شیان افغانستان ته راستانه کړي.

د هرات ښار اوسېدونکي عبدالغني واحدي وویل، د افغانستان د ګاونډي په توګه ایران باید په دې بحراني حالت کې نظامي عرادې او اسانتیاوې غلا کړې نه وای.

واحدي وویل، «د یوه ګاونډي هېواد د شتمنۍ او تجهیزاتو غلا کول یو بزدلانه او د موجودو نړۍ والو نورمونو پر ضد عمل دی.»

د قلعه نو اوسېدونکي نعمت الله عظیمي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت باید پوه شي چې هغه باید د افغانستان نظامي تجهیزات غلا او ایران ته انتقال نه کړي.

هغه وویل، هغه یې باید افغانستان ته راستانه کړي، ځکه چې هغه د افغانانو ملکیت دی.

عظیمي په داسې حال کې چې په روانو حالاتو کې یې د ایران د حکومت په عملونو باندې انتقاد کاوه، وویل، که ایران په دې سختو ورځو کې له افغانانو سره مرسته نه کوي، لږ تر لږه د بحران له سختولو څخه باید ځان وژغوري.

هغه وویل، «د ایران رژیم نشي کولی چې د هاموی ګانو او پیک آپ موټرونو په ګډون د افغان اردو تجهیزات غلا کړي؛ هغوی باید ژر تر ژره دغه شیان افغانستان ته راستانه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500