تروريزم

د داعش قید پخواني غړي د بنسټپالنې ټکان ورکونکي کیسې شریکوي

د کېسنیا بوندل لخوا

د ډي يو اېم کی د ویډیو سکرین شاټ الماز اشیروف ښيي. هغه د داعش يو پخوانی لوړ پوړی جنګیالی و او اوس په قزاقستان کې په زندان کې دی.

د ډي يو اېم کی د ویډیو سکرین شاټ الماز اشیروف ښيي. هغه د داعش يو پخوانی لوړ پوړی جنګیالی و او اوس په قزاقستان کې په زندان کې دی.

الماتي -- د قزاقستان د مسلمانانو روحاني اداره (ډي ايم يو کې) د هغو اشخاصو سره د ویډیو مرکو يوه لړۍ خپروي چې په سوریه کې له داعش سره شامل شول او وروسته محکوم شول.

دا نوښت په قزاقستان کې د افراطیت د مخنیوي د هڅو یوه برخه ده.

په هغو مرکو کې، چې د اګست په ۲۵مه په Kazislam.kz کې خپرې شوې، بندیان شوي پخواني وسله وال یادونه کوي چې څنګه دوی په سوریه کې د جګړې په ډګر کې د يو داسې وضعيت سره مخ شول چې دوی ډېر په ګرانه خپل ځانونه او خپلې کورنۍ وژغورلې او بیرته قزاقستان ته راستانه شول، چیرې چې دوی اوس په قيد کې سزا تيروي.

په ۲۰۱۹ کال کې، کله چې داعش د ایتلافي بمباریو لاندې د سوریې وروستۍ برخه له لاسه ورکړه، قزاقستان جوسن (ترخه مستياره) عمليات پيل کړل او د الوتنو لړۍ يې تر ۲۰۲۱ کال پورې دوام لري. دغه دوه کلن عملیاتو له ۷۰۰ څخه ډیر قزاقستان له سوریې څخه راستانه کړل.

د ډي ايم يو کی ویډیو سکرین شاټ جازیرا اسانووا ښيې. هغه د داعش د 'اشرافيه' جنګيالي کونډه ده او اوس په زندان کې شپې سبا کوي.

د ډي ايم يو کی ویډیو سکرین شاټ جازیرا اسانووا ښيې. هغه د داعش د 'اشرافيه' جنګيالي کونډه ده او اوس په زندان کې شپې سبا کوي.

د ډي ايم يو کی ویډیو سکرین شاټ د شمالي قزاقستان صوبې په یو زندان کې د میرمنو ودانۍ ښیي چیرې چې جازیرا اسانووا خپله سزا تیروي.

د ډي ايم يو کی ویډیو سکرین شاټ د شمالي قزاقستان صوبې په یو زندان کې د میرمنو ودانۍ ښیي چیرې چې جازیرا اسانووا خپله سزا تیروي.

د داعش د جګړې له ډګر څخه تر سخت کار پورې

الماز اشیروف په ۲۰۱۳ کال کې د داعش تر واک لاندې راغلو او پریکړه یې وکړه چې سوریې ته لاړ شي او جګړه وکړي.

هغه، چې طلاق شوی و او یوازې د خپل زوی پاملرنه يې کوله، د ترهګرۍ د پروپيګنډې څخه متاثره شو، سره له دې چې هغه د غاښونو د روغتیاپال په توګه ښه دنده لرله.

هغه خپله دنده پریښوده او خپل زوی یې د خپلوانو سره پریښودو.

"[د داعش استخدامونکو] استدلال وکړ چې په سوریه کې 'جهاد' روان دی او موږ باید هلته د مسلمانانو سره د مرستې لپاره لاړ شو. دوی د مشرانو خلکو، میرمنو او ماشومانو یوه ویډیو خپره کړه، چې شعارونه یې ورکول، د 'نړۍ مسلمانانو، تاسو چیرته يئ؟ تاسو ولې [زموږ د ژغورلو لپاره] نه راځئ؟'"

اشیروف وویل، دوی وویل چې موږ باید د قیامت په ورځ د خپلو کړنو په هکله ځواب ورکړو.

کله چې هغه سوریې ته ورسیدو، هغه پوه شو چې د هغه کړنې د هیچا په ساتنه کې مرسته نه کوي. البته، هغه بيا هم وسلې ترک نه کړې.

هغه یادونه وکړه، "موږ د عامو ملکي وګړو او روسي او امریکايي سرتیرو سره په ورته ډول جګړه وکړه." "دا پالیسي وه."

اشیروف د اورپکو په مینځ کې خورا لوړ مقام لرلو او تر هغه به یې دغه ډله نه وه پریښودې که چېرې د داعش کمانډرانو د څه دلیل له کبله هغه غدار بللی نه وای.

اشیروف وویل، "مشرانو یوه اعلامیه خپره کړه او ويې ويل چې ټول مرتديان باید سزاوار شي. په هغه وخت کې هلته ډېره ګډوډي وه. د انسان ژوند د یوې ګولۍ څخه لږ ارزښت لرلو."

اشیروف له سوریې څخه د هغه کورنۍ سره وتښتیدو چې هلته یې جوړه کړې وه. د هغه په کورنۍ کې یوه میرمن او څلور ماشومان شامل ول.

په جنوري ۲۰۱۸ کال کې، د جوسان عملياتو د ډله ایز بیرته راستنیدو څخه یو کال مخکې، هغه او د هغه کورنۍ قزاقستان ته راورسیدل. هغه ته په ترهګریزو فعالیتونو کې د ګډون له امله د ۱۵ کالو د سخت کار سزا ورکړل شوه.

حتی اوس، هغه په بشپړ ډول نه پوهیږي چې هغه د څه لپاره مبارزه کوله او دا د "حماقت" په توګه بيانوي.

کله چې هغه خوشی شي، هغه وویل چې هغه اراده لري چې خپل ماشومان په ايماندراۍ سره لوی کړي.

د 'اشرافيه' جنګیالي کونډه

جازیرا اسانووا د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د جوسن عملیاتو له لارې قزاقستان ته راستنه شوه او په ترهګریزو فعالیتونو کې د ګډون په تور یې د اته کاله بند سزا ترلاسه کړه.

هغې وویل چې هغه په زندان کې د خپلو ملګرو په منځ کې بېګانه ده.

اسانووا وویل، "ما په ۲۰۱۰ کال کې دعاګانې پیل کړې، او یو کال وروسته، ما له یو سړي سره ولیدل او واده مې ورسره وکړو. یو کال وروسته، هغه وړاندیز وکړو چې موږ د څو کلونو لپاره مصر ته لاړ شو ترڅو عربي زده کړو."

هغې وويل، که څه هم، د دې پرځای چې هغوی د ژبې په مجاز سکولونو کې زده کړه کړې وه، دوی په هیواد کې په غیرقانوني مرکزونو کې زده کړه وکړه، چیرې چې دوی عربي ژبه زده کړه او د جعلي شیخانو تر نفوذ لاندې راغلل.

یوه ورځ، د هغې میړه هغې ته وویل چې هغه د خپلو "مسلمانو وروڼو" سره د مرستې لپاره سوريې ته ځي. څلور میاشتې وروسته، اسانووا د هغه پسې لاړه او په پایله کې په سوریه کې د کورنۍ جګړې په اوج کې په ۲۰۱۳ کال کې د وسله والو په کېمپ کې مېشت شوه.

د هغه د عربي ژبې مهارتونو له کبله، د اسانووا میړه د داعش د کمانډرانو باوري شخص او د "اشرافيه" جنګي قطعې غړی جوړ شو.

خو هغه په هوايي برید کې ووژل شو.

اسانووا وویل، "زما د میړه له مرګ څخه مخکې، ما ورته وویل چې زه غواړم کور ته لاړه شم، خو هغه انکار وکړو."

وروسته له هغې چې د هغې میړه مړ شو، اسانووا د تګ لپاره هیڅ ځای نه لرلو. د لوږې په حالت کې به هغه او د هغې ماشومان ګرځیدل. په پای کې، هغه او ګڼ شمیر نورې میرمنې د کردانو یو کېمپ ته لاړل، له هغه ځای څخه هغه او د هغې ماشومان بیرته راستانه شول.

هغې وویل، "زه اوس په ډاډ سره ویلی شم چې په سوریه کې هیڅ مذهب نه و. هلته جنت نشته چېرته چې جګړه وي. دا زما ګناه ده چې زه دلته [په زندان کې] یم، او له خپلو ماشومانو څخه جدا شوې یم."

په زندان کې د بنسټپالو 'اصلاح کول'

د افراطیت د مخنیوي په اړه د الماتې متخصص اسیل بیک ایزبیروف وویل، د بنسټپالو اصلاح کول د بهر په پرتله په زندان کې ډیره اغیزناکه ده ځکه چې بندیان عموما د بیارغونې په لټه کې وي.

ایزبیروف کاروانسرای ته وویل، "که څه هم، ډیر څه د دوی په داخلي عقيدو پورې اړه لري." "که یو مومن د غلطې نظریې د غوره کولو نه توبه کړې وي ... نو زندان هغه ځای دی چیرې چې د هغه بیا اصلاح کيدی شي."

هغه زیاته کړه، "خو که هغه فکر وکړي چې سزا غیر عادلانه ده، نو هغه به خپه شي او د هغه افراطي تمایل به قوي شي."

هغه وویل، د زندان چارواکي باید د افراطیانو د جلا کولو څخه مخنیوی وکړي، کوم چې د دوی په بیارغونه کې ستونزې رامينځته کوي. هغه خبرداری ورکړو چې محکوم شوي افراطیان د عامو مجرمانو بدلولو ته لیواله دي.

د اکنیټ د کوکشتاؤ دفتر ډايريکټر رستم سدویوف وویل، د زندان څخه بهر نړۍ کې، وفادار مسلمانان افراطي کیدی شي ځکه چې دوی احساساتي جذبه په خپل عبادت کې نه لري. اکنيټ یوه غیر دولتي موسسه ده چې د پخوانیو افراطیانو سره په اړیکو او د هغوی په بیارغونه کې تخصص لري.

هغه کاروانسرای ته وویل، داعش او نور ویجاړونکي غورځنګونه دوی ته د هغه څه وړانديز کوي کوم چې دوی غواړي.

سدویوف وویل، که څه هم، د الماتې عالم یرلان اکتایوف په تبلیغ کې هڅونه موندلې، کوم چې په آرین کازي جومات کې خپلو خطبو ته پخواني افراطيان راجلبوي.

سدویوف وویل، دا "کرشماتي" اکتایوف "د مذهبي نظریاتو یا اسلامي قانون پرځای په روحاني اخلاقو ټینګار کوي."

سدویوف وویل، "هغه مسلمانانو ته احساساتي جذبه ورکوي." "د افراطیت پخواني ملاتړ کونکي د هغه خطبو ته غوږ نیسي. دا د دوی لپاره یوه لار ده چې د دوديز اسلامي تبلیغ سره اشنا شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500