امنیت

د چین، روسیې او ایران تاريخ په افغانستان کې د سولې له ژمنې سره په ټکر کی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

طالب وسله وال د اګست په ۱۹مه په یو ګاډي کې وسله په لاس وروسته له هغې روان دي کله چې طالب عسکرو افغانستان ونیولو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب وسله وال د اګست په ۱۹مه په یو ګاډي کې وسله په لاس وروسته له هغې روان دي کله چې طالب عسکرو افغانستان ونیولو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د چین، روسیې او ایران ژمنې د طالبانو لپاره د دوی د پوځي ملاتړ اوږدمهاله تاریخ یا په جګړه ځپلي هیواد کې د ښکاره دښمنۍ سره په بشپړ ډول توپیر لري.

کرملین د اګست په ۲۵مه وویل چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د هغه چینایي سیال ژي جنپینګ موافقه کړې چې د دوی هیوادونه به د طالبانو له نیولو وروسته له افغانستان څخه د رامينځته کيدونکو "ګواښونو" سره د مقابلې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

دغه مشرانو د "ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق" سره د مبارزې په اړتيا باندې موافقه وکړه او "په نږدې سیمو کې یې د بې ثباتۍ د خپریدو د مخنیوي" په اړه بحث وکړو، چې دا د دواړو لپاره يو حساس ټکی دی: په مرکزي آسیا کې د شوروي پخواني جمهوریتونه -- چیرې چې ماسکو پوځي اډې لري -- له افغانستان یا چین سره ګډه پوله لري. تاجکستان له دواړو سره پوله لري.

یوه هفته مخکې، د ایران صدر ابراهیم رئیسي د اګست په ۱۸مه خپل روسي او چینایي سیالانو ته وویل چې تهران چمتو دی چې په افغانستان کې د "ثبات او سولې" د رامینځته کولو لپاره د دواړو هیوادونو سره همکاري وکړي.

طالب وسله وال په یو عکس کې چې په جون ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی دی په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې په روسیه کې په جوړ شويو وسلو باندې مشق کوي. [فايل]

طالب وسله وال په یو عکس کې چې په جون ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی دی په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې په روسیه کې په جوړ شويو وسلو باندې مشق کوي. [فايل]

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی دی، د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ سره په دې عکس کې ښودل شوی دی. [ای اېف پي]

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی دی، د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ سره په دې عکس کې ښودل شوی دی. [ای اېف پي]

د رئیسي رسمي ویب پاڼې وویل چې رئیسي ژي ته له بيجينګ څخه په فون باندې وويل، "ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او سولې د رامینځته کولو لپاره له چین سره همکاري وکړي او د هغې د خلکو د پرمختيا، پرمختګ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې وکړي."

هغه د پوتین سره په تلیفوني اړیکه کې "په افغانستان کې د سولې او کرارۍ په برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره د ایران چمتووالی هم څرګند کړو".

د بیان او تاریخ سره ټکر

که څه هم، دا ډول بيانونه په افغانستان کې جګړې ته د لمن وهلو لپاره د ایران د اوږدې هڅې سره په ټکر کې دي.

تهران له اوږدې مودې راهیسې طالبانو ته د روزنې او وسلو په برابرولو تورن دی، پداسې حال کې چې طالبانو په دې وروستیو کې له هغو وسله والو سره عکسونه اخیستي چې د ایران جوړ شوي سنائپر ټوپکونه استعمالوي.

د اګست په میاشت کې په هرات ښار کې د پوځي چارو کارپوه سید محمد کاکړ وویل، د ایران رژیم له کلونو راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي، خو ملاتړ یې په دې وروستیو کې خورا څرګند شوی دی.

کاکړ وویل، "په ایران کې جوړ شوي سنائپر ټوپکونه طالبانو ته توان ورکوي چې له اوږدې فاصلې څخه په خپلو هدفونو برید وکړي، او د ایران رژیم او مشران د سنائپر په څير د ټوپکونو له امله د وینې د تویولو مسؤل دي."

هغه زیاته کړه، د وسلو يوه لویه برخه چې دغه رژیم يې طالبانو ته برابروي په افغانستان کې د تهران پراخې موخې په ګوته کوي، چې دا يې په هیواد کې د جګړې د اوږدولو په واسطه پلي کوي.

د ملاتړ ډېره برخه د افغانستان زیربنا ویجاړول دي -- په ځانګړي توګه، هغه ډېمونه چې ایران ته د اوبو جریان ودروي.

په هغه وخت کې د افغان پوځي چارواکو په وینا، ایراني جنګیالي د جولای په میاشت کې د هرات صوبې په سلما ډېم باندې د طالبانو په برید کې موجود وو.

په هرات ښار کې د نړیوالو اړیکو شنونکي محمد ناصر اکبري د جولای په مياشت کې وویل، په لویدیځه سیمه کې جګړه د اوبو په اړه ده، او د ایران حکومت د هغې تر شا دی.

هغه وویل، دا خورا روښانه ده چې ایران په لویدیځه سیمه کې د ډېمونو د ویجاړولو هڅه کوي. هغه زیاته کړه چې طالبان دې هدف ته د رسیدو لپاره د ایران د حکومت غوره او ارزان سرتیري دي.

هغه وویل، د سلما او کمال خان ډېمونو جوړول د ایران په ختیځ کې د اوبو د سخت کمي لامل شوی. هغه یادونه وکړه چې د "افغانستان سره په پوله پرتو صوبو کې ډیرې کرنیزې ځمکې وچې شوي دي".

"د ایران حکومت د خپلو ټولو سرچینو سره هڅه کوي چې دا ډېمونه ویجاړ کړي."

د 'سولې' لپاره ژمنې

د روسیې او چین بیانونه چې د سولې غوښتنه کوي هم دروغ دي.

سره لدې چې د سخت دریځې اسلامپالې ډلې ریښه په ۱۹۸۰ عشره کې د شورويانو پر ضد جګړې ته -- چې پکې نږدې ۱۵۰۰۰ شوروي سرتېري وژل شوي ول -- رسېږي، اوس د دغې ډلې په هکله د روسیې نظر عملي دی.‌

درې عشرې وروسته، کریملېن چې په ښکاره توګه د درد نه ډکې ماضي ته پام نه کوي، په ماسکو کې څو ځله د خبرو اترو په کوربه توب سره د طالبانو نړېوال اعتبار پیاوړی کړی دی -- سره لدې چې په دغه غورځنګ باندې په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه بنديزونه لګيدلي دي.

پداسې حال کې چې په دغه ډله باندې بندیزونه لګيدلي دي، کریملېن لږ تر لږه له ۲۰۱۵ کال راهیسې له طالبانو ته د وسلو چمتو کولو او د مالي مرستې څخه ډډه نده کړی.

دي نیویارک ټایمز په جون ۲۰۲۰ کال کې يو راپور ورکړو چې د روسیې د استخباراتو يو يونټ، چې د یونټ ۲۹۱۵۵ په نوم پیژندل کیږي، په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې په ایتلافي سرتیرو باندې د بریالي بریدونو لپاره په خفيه توګه د انعام وړانديز هم وکړو، پداسې حال کې چې متحده ایالاتو د سولې د راوستلو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره خبرې اترې کولې.

چارواکو دغه ورځپاڼې ته وويل، داسې انګیرل کیږي چې طالب اورپکو، یا وسله والو جنایي عناصرو چې له دوی سره نږدې تړاو لري، له هغوی نه پیسې ترلاسه کړي وې.

په عین حال کې، بیجینګ چمتو دی چې د افغانستان د سرچینو د یوې برخې لپاره هر ډول احتمالي تاوتریخوالی له پامه وغورځوي.

د حکومت یوې ویاندې د اګست په ۱۶مه وویل، چین چمتو دی چې له طالبانو سره "دوستانه او د همکارۍ اړیکې" ژورې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ خبریالانو ته وویل، "طالبانو په مکرر ډول له چین سره د ښو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې، او دا چې دوی د افغانستان په بیارغونه او پراختیا کې د چین ګډون ته سترګې په لار دي."

شنونکي وايي، په کابل کې همکاره انتظاميه به په افغانستان او د مرکزي آسیا په جمهوریتونو کې د چين د بيلټ او سړک نوښت (بي آر آی) د پراخولو لپاره لاره هواره کړي.

د بيلټ د او سړک د نوښت د هدفونو په ډله کې یو دا دی چې د غریبو هېوادونو طبیعي زیرمو د اېستلو او چین ته رسولو ته لاره هواره کړي.‌

په عين حال کې، طالبان چین په مستقیم ډول یا د پاکستان، چې د بیجینګ نږدې ملګری دی، له لارې د سرمايه کارۍ او اقتصادي ملاتړ یوه مهمه سرچینه ګڼي.

د اسانتیا په دې اتحاد کې، داسې ښکاري چې طالبان په شنجیانګ کې په ملیونونو مسلمانانو سره د چین په ظلم باندې سترګې پټوي، پداسې حال کې چې بیجینګ د طالبانو د وسله والو د نظريې او د افغان حکومت د نسکورولو لپاره د هغوی د تاوتريخجن کمپاین په اړه ډير لږ اواز پورته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500