امنیت

د ترهګرۍ د نوي واکمنۍ لاندې په نیول شویو سیمو کې د طالبانو وحشت څرګند دی

د عمر له خوا

یوه ورځ وروسته له هغې چې هرات د طالبانو لاس ته ولوېدو، وسله والو په سړکونو کې دوه تورن غله وښودل او هغوی یې د یو نامعلومه برخلیک سره مخ کړل. [دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی و]

یوه ورځ وروسته له هغې چې هرات د طالبانو لاس ته ولوېدو، وسله والو په سړکونو کې دوه تورن غله وښودل او هغوی یې د یو نامعلومه برخلیک سره مخ کړل. [دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی و]

هرات -- لکه څنګه چې طالبان ډیرې سیمې نیسي، دغه وسله واله ډله د هغو سیمو د اوسیدونکو لپاره ژوند ستونزمن کوي چې د دوی تر کنترول لاندې دي، په داسې حال کې چې په دغه سيمه کې ظالمانه مقررات او بهته اخېستل، غچ اخیستنه، غير قانوني اعدامونه، سر پرې کول او تښتونه دوام لري.

په ټول افغانستان کې اوسیدونکي وايي، وسله والو طالبانو د شپې ملکي خلک له خپلو کورونو څخه ایستلي او د عامه محاکمې وروسته یې اعدام کړي دي.

ټول محدودیتونه، لکه د ښځو لپاره برقعې، د نارینه وو لپاره اوږده ږیره او په جوماتونو کې جبري حاضري، په ۱۹۹۰ عشره کې د طالبانو د واکمنۍ یادونه کوي، دا ښیي چې څنګه د دوی په نړیوال سوچ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

لکه څنګه چې دوی مخکې دا کار کړی و، طالبان هڅه کوي ټیکنالوژي او د ښځو حقونه غیر قانوني کړي.

په دې عکس کې چې د اګست په ۱۳ مه اخیستل شوی، یو طالب جنګیالی په هرات کې د سړک په غاړه راکټ ویشتونکی لاسي بم په لاس کې نيولی دی. [ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د اګست په ۱۳ مه اخیستل شوی، یو طالب جنګیالی په هرات کې د سړک په غاړه راکټ ویشتونکی لاسي بم په لاس کې نيولی دی. [ای اېف پي]

د ښځو او ماشومانو په ګډون، د قلعه نو اوسیدونکي، چې په بادغیس صوبه کې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي، د جولای په ۸ مه د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې په دې عکس کې ښودل شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

د ښځو او ماشومانو په ګډون، د قلعه نو اوسیدونکي، چې په بادغیس صوبه کې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي، د جولای په ۸ مه د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې په دې عکس کې ښودل شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د غوریان ضلعې، چې طالبانو د جولای په ۶ مه نيولې وه، یو ۵۵ کلن اوسیدونکي سید محمد سکندري وویل، طالبانو خلکو ته د تلویزیون د کتلو، سکولونو ته د جينکو د لیږلو او د نارینه نه بغیر ښځو ته د کور څخه بهر د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سکندري وویل، "طالبان بالکل نه دي بدل شوي، او دوی له ملکي وګړو سره بد چلند کوي او هغه شان يې شکنجه کوي لکه څنګه چې دوی ۲۰ کاله مخکې کول."

هغه وویل، "طالبان هیڅ ټولنیز، کلتوري یا دودیز اصول نه مني." هغه زیاته کړه چې دوی د لویانو او ماشومانو سره "د څارویو په څیر" چلند کوي.

مهناز حيدري، چې د يونيورسټۍ زده کونکي او د هرات صوبې د زنده جان ضلعې اوسیدونکي ده، سلام ټایمز ته وویل، په ځینو ضلعو کې د طالبانو په راتګ سره، د ښځو ژوند د هرچا په پرتله خورا خراب شوی دی. طالبانو ټولې ښځې او جينکۍ بورقعې اغوستلو ته اړ کړي دي.

زنده جان د جولای په ۸ مه د طالبانو په لاس ورغله.

حیدري وویل، "ما هیڅکله برقعه نه وه اغوستې، او زه یې له اغوستلو څخه نفرت کوم." هغې زیاته کړه، د طالبانو د ګواښونو له کبله هغه د "زندان په څیر" د برقعې اغوستلو نه علاوه بله چاره نه لري.

هغې وویل، "مخکې له دې چې طالبان زنده جان ضلعې ته ننوځي، زه به په هفته کې څو ځله یوازې يونيورسټۍ ته د تګ لپاره هرات ته تللمه." "خو که طالبان پوه شي چې زه یوه زده کوونکي یمه، دوی به سمدستي ما ووژني."

حیدري وویل، د طالبانو لاندې ژوند په دوزخ کې د ژوند کولو په څیر دی.

بي بي سي د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) راپور ورکړو، هغه کسان چې د طالبانو امر نه مني له سختې سزا سره مخامخ کیږي.

د طالبانو یو جج بي بي سي ته وویل، "زموږ په شریعت کې دا روښانه ده: د هغو کسانو لپاره سزا چې له واده مخکې جنسي اړیکې لري -- نارینه یا ښځه -- په عامه توګه ۱۰۰ کوړې دي." "خو هرڅوک چې واده يې کړی وي د زنا په صورت کې به سنګسار شي ... د هغو کسانو لپاره چې غلا وکړي: که چيرې تور ثابت شي، نو لاس به یې پرې کړی شي."

د ملکي وګړو څخه پیسې اخیستل

اوسيدونکي وايي، په عین حال کې، طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي له خلکو څخه پیسې او خوراک په زور اخلي.

د غوریان ضلعې یو اوسیدونکي تور احمد کریمي سلام ټایمز ته وویل، طالبان ملکي خلک په دې مجبوروي چې د هغوی لپاره په ورځ کې لږ تر لږه دوه یا درې ځله خوراک تيار کړي.

کریمي وویل، "طالبانو کورنیو ته امر وکړو چې خپل څاروي ذبح کړي او غوښه یې هغوی ته ورکړي." هغه زیاته کړه چې ملکي خلک باید اطاعت وکړي. "که هرڅوک انکار وکړي، طالبان هغوی وهي او ځوري."

هغه وویل، طالبانو له هرې کورنۍ څخه د مالیاتو -- د عشر او زکات په نوم -- راټولول پیل کړي دي.

کريمي وویل، سږکال د وچکالۍ له امله د کلیوالو حاصلات کم وو، خو طالبانو لاهم بزګران او باغوانان مجبوره کړل چې دوی ته ډيرې پیسې ورکړي.

هغه وویل، "د غوریان ضلعې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند د زغملو وړ نه دی."

د بادغیس صوبې د قادس ضلعې مجیب الله حق دوست سلام ټایمز ته وویل، طالبان ژوند ستونزمن کوي.

د قادس ضلعه د می په ۱۸ مه سقوط شوه.

هغه وویل، طالبانو له کورنیو څخه غوښتي چې خپل ځوانان رجسټر کړي ترڅو د هغوی په لیکو کې شامل شي. هغه زیاته کړه، ډیر هغه ځوانان چې نه غواړي وسلې پورته کړي د طالبانو د ګواښونو له امله دې کار ته اړ شوي.

د حق دوست په وینا، دغه ځوانان د طالبانو په ایډیالوژۍ باور نه لري خو د طالبانو غړیو په توګه ځان ظاهروي.

هغه زیاته کړه، "ملکي خلک د طالبانو له ظلمونو او ناپوهۍ څخه تنګ راغلې دي." ډیرې کورنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته کډه شوي دي.

حق دوست وویل، طالبان د نورو په پرتله ډیر ظالمان او ډیر ناپوهه دي.

د فراه د صوبايي شورا چيرمين دادالله قانع سلام ټایمز ته وویل، که څه هم طالبان له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه په ملیونونه ډالر تر لاسه کوي، خو بیا هم له ملکي خلکو څخه پیسې اخلي.

هغه وويل، طالبان د بېوزلو په ګډون له ځايي خلکو څخه د "عشر او زکات" غوښتنه کوي. ډیر ملکي خلک "خوراک نه لري، خو طالبان دوی مجبوره کوي چې پیسې قرض کړي او هغوی ته يې ورکړي."

قاني وویل، په زرګونو کورنۍ لویو ښارونو ته تښتیدلي دي ترڅو د طالبانو له بهتې اخيستلو او غچ څخه ډډه وکړي.

د عامه خدماتو ګډوډي

د هرات سیمه ییز چارواکي او اوسیدونکي وايي، د "مالیاتو" راټولولو سربیرہ، طالبانو په هغو سیمو کې دولتي خدمات وځنډول چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، او د حکومت اړوند ټول اداري اسناد یې تباہ کړي، او همدارنګه په سړکونو، پلونو او نورو املاکو باندې يې کار بند کړی دی.

د هرات ګورنر عبدالصبور قاني سلام ټایمز ته وویل، طالبانو په زور دغه خدمات ګډوډ کړي دي، چې اوسیدونکي یې له ستونزو سره مخامخ کړي.

قاني وویل، ملکي خلکو ته د خدمت کولو پر ځای، طالبان په زور او ويرولو سره پیسې اخلي.

قاني زیاته کړه، طالبان حکومت ته اجازه نه ورکوي چې د هغو تاسیساتو بیارغونه وکړي چې دوی په بمونو الوځولي دي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې فعال عبدالقدوس احدي وویل، طالبانو نیول شوې ضلعې لږ تر لږه شل کاله شاته کړي دي.

هغه وويل، "طالبانو په ټول خپل تاريخ کې د هیواد لپاره هیڅ مثبت کار نه دی کړی." هغه ټینګار وکړو چې طالبان افغانستان تباه کول او افغانان ختمول غواړي.

هغه وویل، طالبانو ملکي خلک له حکومتي خدماتو او نړیوالو مرستو څخه محرومه کړي دي. هغه زیاته کړه چې کله دوی لاړ شي، نو دوی د ځان سره د تیارې، ناپوهۍ، تاوتریخوالي او ظلم نه علاه هيڅ نه راوړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500