امنیت

په زرګونو افغان اتباع د طالبانو له اعدام او لوټمار څخه وتښتیدل

د خالد زېري او ای اېف پي لخوا

طالبانو د جولای د مياشتې په وروستیو کې د کونړ صوبې د ناړۍ او غازي آباد ضلعو تر نیولو وروسته په زرګونو خلک له خپلو کورونو څخه په وتلو مجبوره کړي دي. ځینې اوسیدونکي د صوبې مرکز اسداباد ته لاړل، په داسې حال کې چې نور ننګرهار صوبې ته وتښتیدل. [خالد زیري/سلام ټایمز]

کونړ -- په ټول افغانستان کې د طالب وسله والو د وحشتونو په اړه خبرونه روښانه کیږي ځکه چې دوی د نورو سیمو نیولو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ايم) د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۱۰ مه) وویل چې مخ په ډیریدونکی تاوتریخوالي، په ځانګړي توګه د افغانستان په ښارونو کې، سږ کال له ۳۵۹۰۰۰ څخه ډیر افغانان بې ځایه کړي دي.

په زرګونو کورنۍ د جولای د مياشتې په وروستیو کې د خونديتوب لپاره له خپلو کورونو څخه په وتلو مجبوره شوي دي وروسته له هغه چې طالبانو د کونړ صوبې د ناړۍ او غازي آباد ضلعې ونيولې.

اوسیدونکو سلام ټایمز ته وویل، د ضلعو د نیولو پرمهال، طالبانو روانو اوبو ته د اوسيدونکو لاسرسی قطع کړ، د اسد آباد او ناړۍ لاره یې په کانړو سره بنده کړه او د ملکي خلکو کورونه یې قبضه کړل چې د بنکرانو په توګه يې استعمال کړي.

په داخلي توګه بې ځایه شوې افغان کورنۍ، چې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله له کندوز او تخار صوبې څخه تښتیدلي، د اګست په ۹ مه په کابل کې خوراک ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داخلي توګه بې ځایه شوې افغان کورنۍ، چې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله له کندوز او تخار صوبې څخه تښتیدلي، د اګست په ۹ مه په کابل کې خوراک ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د اګست په ۷ مه وروسته له هغې په يو سکول کې ناستې دي کله چې دوی د کونړ صوبې په غازي اباد ضلعه کې د افغان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو او طالب اورپکو تر منځ په جګړه کې له خپلو کورونو څخه وتښتیدل. [نورالله شیرزاده/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د اګست په ۷ مه وروسته له هغې په يو سکول کې ناستې دي کله چې دوی د کونړ صوبې په غازي اباد ضلعه کې د افغان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو او طالب اورپکو تر منځ په جګړه کې له خپلو کورونو څخه وتښتیدل. [نورالله شیرزاده/ای اېف پي]

ځینې اوسیدونکي د صوبې مرکز اسداباد ته لاړل، په داسې حال کې چې نور ننګرهار صوبې ته وتښتیدل.

محمد اکبر خان، چې ۵۰ کاله عمر لري او د ناړۍ ضلعې د مارکزي کلي اوسیدونکی دی، د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره د جګړې څخه د تیښتې لپاره نرنګ ضلعې ته وتښتیدو.

هغه وویل، کله چې طالبان راغلل، نو ترهګري او وژنه ورسره راغله. "موږ ټول وېرېدلي وو او فکر مو کولو چې دوی به سبا موږ ووژني -- که نن نه وي -- ځکه چې موږ د حکومت پلویان یو او زموږ ډیر خلک، زما په ګډون، د حکومت لپاره کار کوي."

هغه وویل، "موږ ماښام روان شو، یوه شپه مو په اسمار کې تیره کړه، او بیا مو د خونديتوب لپاره تګ پیل کړو."

خان وویل، "حکومت زموږ سره مرسته پیل کړې، موږ ته يې خوراک، اوبه او د پخلې سامان راکړل."

نیاز بي بي، چې یوه کونډه او د دریو ماشومانو مور ده، په غازي آباد ضلعه کې له خپل کور څخه د نرنګ ضلعې په کوټکي سیمه کې د پناه اخیستو لپاره وتښتېده.

هغې وویل، "هلته جګړې زور اخیستې، او موږ پوهه شو چې طالبان به موږ په سوله کې ژوند ته پرې نه ږدي، نو موږ دغه ځای پريښودو، او اوس خلک او حکومت له موږ سره مرسته کوي."

د طالبانو د ظلم کیسې

هغه کسان چې له لومړۍ لیکې څخه تښتیدلي دي، د سخت دریځي اسلامپالې ډلې د وحشت کیسې بيانوي، او د پخواني حکومت د کارکونکو پروړاندې د غچ اخیستو، د جبری ودونو لپاره د جينکو د اعدام، د سر پرې کولو او د تښتولو په اړه تفصيلات ورکوي.

فریبا، چې د ۳۶ کالو يوه کونډه ده او د یکشنبې په ورځ له خپلو شپږو ماشومانو سره له کندوز څخه هغه وخت وتښتیده کله چې طالبانو دغه سيمه ونيوله، وویل، "موږ زندان ته نږدې لاشونه ولیدل او د هغوی تر څنګ سپي موجود وو.

د ډیرو خلکو په څیر چې له ای اېف پي سره یې خبرې کړې وې، هغې د غچ اخیستو د ویرې له کبله وغوښتل چې په بشپړ ډول د هغې شناخت ښکاره نشي.

له کندوز څخه یو بل کډوال عبدالمنان ای اېف پي ته وویل چې طالبانو د هغه د زوی سر پرې کړو.

هغه وویل، "دوی هغه بوتلو ... داسې ښکاريده چې هغه یوه ګډه وه او د هغه سر یې په چاقو سره پرې کړو او لرې یې وغورځولو."

د کندوز په بازارونو کې دوکانونه د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې له امله ویجاړ او وسوځول شول.

د کندوز اوسیدونکی حسیب، چې هوایي ډګر ته نږدې ژوند کوي، وویل، "طالبان په سیمه کې د خلکو په کورونو کې پټ دي او حکومتي ځواکونه پرې بمباري کوي."

اوسیدونکي د طالبانو تر کنټرول لاندې نورو سیمو کې د ورته وحشتونو په اړه راپور ورکوي.

رحیمه، چې له شبرغان صوبې څخه د تښتیدو وروسته د کابل په یو پارک کې د سلګونو کورنیو سره په يو کېمپ کې ځای پر ځای شوې ده، وویل چې طالبان وهل ټکول کوي او په لوټمار کې اخته دي.

هغې وویل، دوی په زور ځوانې جينکۍ یا ځوانې کونډې له کورنیو څخه بوځي. "موږ د خپل ناموس د ساتنې لپاره وتښتيدو."

'هیڅ څوک د خوندیتوب احساس نه کوي'

د کونړ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ډايريکټر عبدالرشید صافی وویل، د ۵ م اګست پورې تقريباََ ۹۰۰۰ کورنۍ له ناړۍ او غازي اباد ضلعو څخه بې ځایه شوي دي.

هغه وویل، "موږ په کونړ کې ۳۰۰۰ کورنیو ته ضروري خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو کړي دي او د مرستو هڅې روانې دي."

صافي وویل، "د مختلفو نړیوالو سازمانونو په مرسته، موږ د دریو میاشتو لپاره خیمې، توشکونه، د پخلې کټونه او خوراک هغه کورنیو ته ورکوو کوم چې سرپناه نه لري."

د کونړ ګورنر محمد اقبال سعید وویل، د ناړۍ او غازي آباد ضلعو څخه بې ځایه شوي کورنۍ بیرته میشته شوي او حکومت به د دواړو ضلعو د بیرته نیولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي ترڅو اوسیدونکي بیرته خپلو کورونو او سکولونو ته راستانه شي او حکومتي سازمانونه کولی شي خپل عملیات بیرته پیل کړي.

محمد رووف خاکسار د کونړ صوبې اسمار ضلعې ته وتښتیدو، خو ويې ویل چې پلار یې په ناړۍ ضلعه کې د خپل کور د پریښودو نه انکار وکړو.

هغه وویل، "که هغه لاړ شي نو زموږ کور به لوټ شي." "زما مور او پلار دلته پاتې کيږي ترڅو څوک زموږ کور لوټ نکړي."

خاکسار وویل، "د طالبانو په راتګ سره ژوند خراب شوی، او هیڅ څوک د خوندیتوب احساس نه کوي."

"موږ له حکومت څخه غواړو چې ژر تر ژره واک ترلاسه کړي ترڅو موږ خپلو کورونو ته ستانه شو."

دړې وړې ارمانونه

سعدیه، چې ۱۱ کاله عمر لري او د ناړۍ ضلعې اوسېدونکې ده، له خپلې مور، دوو وروڼو او یوې خور سره د کونړ ضلعې مرکز اسداباد ته وتښتېده.

هغې وویل، "زه په ناړۍ کې د جينکو په سکول کې زده کوونکې وم." "د سکول د کال په ختميدو کې یوازې یو څو ورځې پاتې وې. زه خوشحاله وم چې په وروستي امتحان کې ګډون وکړم او پنځم ټولګي ته لاړه شم."

هغې وویل، "خو جګړه پیل شوه، او موږ پيدل روان شو ځکه چې موټرې نه وې."

هغې زیاته کړه، "زه سوله غواړم چې خپل کلې او سکول ته بيرته راشم."

د شپږم ټولګي زده کوونکي او د غازي اباد ضلعې د جلاله سيمې اوسيدونکي ګل عالم وويل چې طالبانو د هغه سکول په خپله اډه بدل کړی دی.

هغه وویل، ویره لري چې د هغه سکول به ویجاړ شي. "زه نه غواړم چې بې سواده شم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500