ديپلوماسي

طالبان، چین د اسانتیا په اتحاد کې د یو بل ناوړه کړنې مني

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی دی، د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په دې عکس کې ښودل شوی دی. [ای اېف پي]

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی دی، د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په دې عکس کې ښودل شوی دی. [ای اېف پي]

کابل -- طالبان او چین په ښکاره توګه د اسانتیا په اتحاد کې يو ځای شوي، چې دواړه د يو بل د نه منلو وړ کړونو د منلو په تاوان د ستراتیژیکو ګټو په لټه کې دي.

طالبان د احتمالي متحدینو په لټه کې دي ځکه چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو لپاره د دې ډلې په اخلاص باندې باور له لاسه ورکوي.

په تاریخي لحاظ سره، طالبانو د وسلو او مالي ملاتړ لپاره ایران، پاکستان او روسیې ته مخه کړې ده.

اوس، د چین په شنجيانګ سیمه کې په پوله کې د طالب وسله والو سره، دا ډله د خپل لوی ګاونډي د راجلبولو لپاره هر ډول هڅې کوي، په داسې حال کې چې بیجینګ هیله لري چې د طالبانو مشران د بیمې د پالیسۍ په توګه خوشحاله کړي.

دوه مسلمانې میرمنې د شنجيانګ په اورومچي کې هغو نيم پوځي پوليسو ته نژدې تيريږي کوم چې د لوی بازار څخه بهر د ساتنې لپاره ولاړ دي. پخوانيو توقیفيانو او ساتونکو په دې وروستیو کې څرګندونه کړې چې د شنجيانګ په سیمه کې د چین د "بیا زده کړې" په کېمپونو کې د مسلمانو میرمنو سره په منظم ډول زنا کيږي، شکنجه کيږي او په جنسي توګه ورسره ظلم کيږي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

دوه مسلمانې میرمنې د شنجيانګ په اورومچي کې هغو نيم پوځي پوليسو ته نژدې تيريږي کوم چې د لوی بازار څخه بهر د ساتنې لپاره ولاړ دي. پخوانيو توقیفيانو او ساتونکو په دې وروستیو کې څرګندونه کړې چې د شنجيانګ په سیمه کې د چین د "بیا زده کړې" په کېمپونو کې د مسلمانو میرمنو سره په منظم ډول زنا کيږي، شکنجه کيږي او په جنسي توګه ورسره ظلم کيږي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

دا پخوانی عکس چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۷ مه اخیستل شوی، څاروي ښيي چې د افغانستان په واخان دهلیز کې د چین پولې ته نږدې څريږي. افغانستان له چين سره هم لنډه ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري، چې په لوړه ارتفاع کې موجود ده او د سړک لاره نلري، خو دا پوله یوه اندیښنه ده ځکه چې دا د شنجيانګ تر څنګ تیریږي. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

دا پخوانی عکس چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۷ مه اخیستل شوی، څاروي ښيي چې د افغانستان په واخان دهلیز کې د چین پولې ته نږدې څريږي. افغانستان له چين سره هم لنډه ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري، چې په لوړه ارتفاع کې موجود ده او د سړک لاره نلري، خو دا پوله یوه اندیښنه ده ځکه چې دا د شنجيانګ تر څنګ تیریږي. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

د طالبانو یو لوړ پوړي پلاوي د سخت دریځې غورځنګ د بنسټ ایښودونکي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تیره هفته په بیجینګ کې له چارواکو سره ولیدل.

د چین د کمونست ګوند (سي سي پي) د مشرانو په ملاقات سره طالبان ښيي چې دوی غواړي په شنجيانګ کې د مسلمانانو په وړاندې د چین ظلمونه له پامه وغورځوي، په داسې حال کې چې د حقونو ډلې او لویدیځ حکومتونه دې ظلمونو ته د نسل وژنې په توګه ګوري.

په ورته وخت کې، د چین د کمونست ګوند د طالبانو په افراطي ایډیالوژۍ او د افغان حکومت د نسکورولو لپاره په تاوتریخجنو هڅو باندې سترګې پټوي.

د خبرونو له مخې، چینایي چارواکو په افغانستان کې دغه یاغي ډله د "مهم پوځي او سیاسي ځواک" په توګه وستایله او له هغې څخه یې غوښتنه وکړه چې د ټولو تروریستي ډلو نه ځان "په بشپړه توګه جدا" کړي.

بیجینګ ویره لري چې افغانستان د شنجيانګ سیمې د اویغور بیلتون غوښتونکو لپاره د يوې اډې په توګه کارول کيږي. د چین لپاره د ځانګړې اندیښنې خبره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ايټيم) او د هغه ځای ناستې د ترکستان اسلامي ګوند (ټي آی پي) سره د طالبانو اړیکې دي.

بیجینګ په شنجيانګ کې د خپلو عملياتو د مشروع کولو لپاره د ايټيم او ټي آی پي له شتون څخه کار اخیستی دی، که څه هم له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دغه سیمه کې د پام وړ ترورستي پیښې نه دي راپور شوي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم وویل، "اسلامي امارت چین ته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي."

"دوی [چین] ژمنه وکړه چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه ونه کړي بلکې د ستونزو په حل کولو او سوله راوستلو کې به مرسته وکړي."

د راپورونو له مخې، برادر بیجینګ یو "باوري ملګری" بللی دی.

'د هدف د ترلاسه کولو یوه وسیله'

د چین لپاره، په کابل کې یوه باثباته او همکاره انتظاميه به په افغانستان کې د هغې بيلټ او سړک نوښت (بي آر آی) د پراخولو لپاره لاره هواره کړي.

ريډ سټېنډيش د جولای په ۲۱ مه د راډيو آزادي لپاره په یو کالم کې ولیکل، "د بیجینګ لپاره، طالبان د هدف د ترلاسه کولو یوه وسیله ده." "په عین حال کې، طالبان چین ته د نړیوال مشروعیت او د جنګ ځپلي افغانستان لپاره د سرمايه کارۍ د یوې معتبرې وسيلې په توګه ګوري."

په بیجینګ کې د سينګوا يونيورسټۍ د ملي ستراتیژۍ د انستیتوت د څېړنې مدیر قیان فنګ وال سټریټ ژورنال ته وویل، " طالبان غواړي چې چین ته ښه هیله وروښایي.

"دوی هیله لري چې چین ډیر مهم رول لوبولی شي، په ځانګړي توګه وروسته له هغه چې امریکا خپل سرتیري وباسي."

په آسټرالیا کې افغان سکالر نیشانک موټواني ای اېف پي ته وویل، "چینایان خپل لورې ته په اړولو سره، چینایان به دوی [طالبان] ته د [ملګرو ملتونو] په امنیت شورا کې سفارتي مرسته چمتو کړي."

"دا مهمه ده چې په یاد ولرو ... کله چې نور هیوادونه خپلې دروازې پرانیزي او له طالبانو سره ښکېل شي، نو دا د افغان حکومت مشروعیت کمزوری کوي او طالبان تقريباََ د يو راتلونکي حکومت په توګه وړاندې کوي."

له طالبانو سره د تړونونو په لاسلیکولو سره، بیجینګ هیله لري چې دا به په شنجيانګ کې د اویغور مسلو په اړه په عامه توګه بې طرفه پاتې شي، چیرې چې بیجینګ په وروستیو کلونو کې په دغه سيمه کې د اکثریتي مسلمانو وګړو د کنټرول او نظارت په هدف یو لړ سختۍ پاليسۍ پلي کړي دي.

د چینایي چارواکو لخوا په شنجيانګ کې ترسره شوي ځینې جرمونه په ځانګړي ډول د نړۍ مسلمانانو ته خفګان رسوي، چې په دې کې د سیمې د څه د پاسه د ۱۰۰۰ امامانو او مذهبي اشخاصو خپلسری توقیف، تقريباََ د ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول، او د مسلمانو ښځو سره په منظمه توګه جنسي تيري شامل دي.

داسې ښکاري چې طالبان، چې ځانونه د اسلام د مدافعینو په توګه معرفي کوي، غواړي چې -- د سم هدف په خاطر د مسلمانانو په وژلو او غلامۍ باندې سترګې پټې کړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ای اېف پي ته وویل چې یاغیان غواړي "د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري."

هغه وویل، "که يو هیواد غواړي چې زموږ کانونه وپلټي، نو مونږ دوی ته هرکلی وايو." "موږ به د سرمايه کارۍ لپاره ښه فرصت برابر کړو."

هغه وال سټريټ ژورنال ته وويل، "که چیرې [په چین کې] مسلمانان ستونزې لري، نو بې شکه موږ به د چین له حکومت سره خبرې وکړو."

'د ترهګرو ډیزني لینډ'

طالبان چین په مستقیم ډول یا د پاکستان -- چې د یاغیانو یو لوی سیمه ایز ملاتړی او د بیجینګ نږدې ملګری دی -- له لارې د سرمايه کارۍ او اقتصادي ملاتړ یوه مهمه سرچینه ګڼي.

بیجینګ په ۲۰۱۹ کال کې د يو بل طالب پلاوي کوربه توب وکړو، او د دې کال په پیل کې چین وړاندیز وکړو چې د سولې په اړه د بین الافغاني خبرو اترو کوربه توب وکړي.

په یونیورسیټي لیبر ډی بروکسلز کې د سیاسي چارو کار پوه تیري کیلنر له مخې، خو د پاکستان له لارې د یاغیانو سره پټې اړیکې لاهم زياتې شوي، او "چین ته یې اجازه ورکړې چې په افغانستان کې د هغې په پروژو باندې د هرډول تروریستي برید مخه ونیسي".

په دې پروژو کې کابل ته نږدې د عینک تامبې لوی کان شامل دی، د کوم لپاره چې یو چینایي شرکت په ۲۰۰۷ کال کې احتمالي ګټور رعايت ترلاسه کړی و خو چیرې چې کار د اوږدې مودې لپاره د جګړو له امله ودريدلی و.

په سنګاپور کې د نانيانګ د ټیکنالوژۍ په يونيورسټۍ کې د ترهګرۍ نړیوال شنونکي روحان ګونارتنا وویل، خو طالبان احتمال نه لري چې ښه ګاونډیان شي.

هغه وویل، دا ډیر احتمال لري چې دوی به د اویغور وسله والو ملاتړ بیا پیل کړي -- په ځانګړي توګه اوس چې ډیر جنګیالي غواړي له سوریې څخه افغانستان ته راستانه شي.

ګونارتنا وال سټریټ ژورنال ته وویل، "طالبان د هغوی اصلي کوربه و. دوی خورا نږدې اړیکې لرلې."

هغه وویل، د متحده آيالاتو د ځواکونو له وتلو سره، طالبان به هغه څه شي چې پخوا وو ځکه چې د طالبانو په ایډیالوژۍ کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

افغانستان "د ترهګر ډیزني لینډ په توګه راڅرګندېدی شي، چیرې چې دا ټولې بهرنۍ ترهګرې ډلې به خپل ناوړه شتون ښکاره کړي."

صدر محمد اشرف غني له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې "د سیاسي حل لارې په اړه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د دريځ بياکتنه وکړي".

هغه په کابل کې د جولای په ۲۸ مه په یو بيان کې خبرداری ورکړو، "د اندازې، ساحې او وخت له مخې، موږ له داسې یرغل سره مخ یو چې په تیرو ۳۰ کلونو کې يې مثال شتون نلري."

"دا د شلمې پیړۍ طالبان نه دي ... بلکې د بین المللي تروریستي شبکو او بین المللي جنایي سازمانونو ترمنځ د تړاو څرګندونه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500