مظاهرې

پاکستانیان په افغانستان کې د طالبانو ظلمونه غندي

د زرک خان له خوا

په لاهور کې د مدني ټولنې فعالان د جولای په ۲۱مه د طالبانو د روان تاوتریخوالي پر ضد مظاهرې کوي او د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره د خپل کلک ملاتړ اعلان کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په لاهور کې د مدني ټولنې فعالان د جولای په ۲۱مه د طالبانو د روان تاوتریخوالي پر ضد مظاهرې کوي او د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره د خپل کلک ملاتړ اعلان کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام اباد -- په پاکستان کې مدني فعالان، قانون جوړونکي او ولسي خلک په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو د ظلمونو په وړاندې احتجاجونه کوي، چې په وروستیو میاشتو کې یې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ د خونړیو جګړو ورځې لیدلې دي.

د مۍ له میاشتې راهیسې، د افغانستان په مختلفو صوبو کې د طالبانو عملیات په پراخه کچه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د زرګونو کورنیو د بې ځای کيدو او د پراخه تباهۍ لامل شوې دي.

د تاوتریخوالي په وروستي مثال کې، طالبانو د جمعې په ورځ (د اګست په ۶مه) په کابل کې یو جومات ته نږدې د افغان حکومت ویاند په ډزو ووژلو، څو ورځې وروسته له هغې کله چې دوی خبرداری ورکړو چې دوی به د زياتو هوایي بریدونو له امله د غچ اخيستلو په خاطر د انتظاميې لوړ پوړي چارواکي په نښه کړي.

په لاهور کې، ځایي خلکو د جولای په ۲۱مه په یو احتجاج کې برخه واخیسته چې د غيردولتي سازمان راوادري تحریک لخوا په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي د غندلو او له افغانانو سره د پیوستون ښودلو لپاره تنظیم شوی و.

د کراچۍ یوې اندیښمنې ډلې د جولای په ۲۵مه په کندهار کې د وسله والو طالبانو له خوا د افغان مزاحيه اداکار نظر محمد وژنه وغندله. [فایل]

د کراچۍ یوې اندیښمنې ډلې د جولای په ۲۵مه په کندهار کې د وسله والو طالبانو له خوا د افغان مزاحيه اداکار نظر محمد وژنه وغندله. [فایل]

مظاهره کوونکو وويل، دا یوازې افغانان نه بلکې ټوله نړۍ ده چې د طالبانو رژیم بیرته نه غواړي.

يو مظاهره کونکي جبار بهټي وويل، "پاکستاني خلک په ملکي خلکو د طالبانو د پرله پسې بریدونو په اړه اندیښمن دي او غواړي له هغو افغانانو سره یووالی وښیي چې د دوی پر وړاندې مزاحمت کوي."

هغه وویل، "طالبان له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري. هغوی ظالمان او وحشيان دي."

د ښځو د حقونو یوې فعالې فوزیه علی، چې په دغه احتجاج کې يې برخه اخيستې وه، وویل، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې، په افغانستان کې د ښځو حقوق ښه شوي، په داسې حال کې چې زياتې جينکۍ سکولونو ته ځي او ډيرې ښځې په کاري ځواک کې شامليږي او په سیاست کې برخه اخلي.

هغې راپورونو ته اشاره وکړه چې له مخې یې طالبانو په هغو سیمو کې چې په دې وروستیو کې یې نیولي دي په ښځو باندې محدودیتونه پلي کړي دي.

فوزیه علی وویل، "خو د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ښځې له افغان میرمنو سره دي او د طالبانو په وړاندې په مزاحمت کې د هغوی ملاتړ کوي."

د جولای په ۲۵مه په کراچۍ کې ځایي خلک هم د ځایي پریس کلب بهر راټول شول ترڅو د طالبانو لخوا د افغان مزاحيه اداکار نظرمحمد، چې په کندهار کې د خاشا ځوان په نوم مشهور و، وژل وغندي.

طالبانو د جولای په ۲۹مه د محمد، چې آنلاین د مزاحيه ویډیوګانو د پوسټ لپاره مشهور و، د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو، وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې ويډيوګانې خپرې شوې چې هغه په داسې حال کې ښيي چې وهل کيږي او بیا یې لاش ښودل کيږي.

په کراچۍ کې احتجاج کونکو د محمد د تصوير سره پلی کارډونه په لاس کې نيولې ول او ويې وویل، طالبان د خپلو تاوتریخجنو فعالیتونو له لارې افغان ولس نشي ویرولی.

د احتجاج تنظیموونکي ویلیم صادق وویل، "موږ هیله مند یو چې طالبان به ماتې وخوري او عدم برداشت، تاوتریخوالی او نفرت چې دوی ورته وده ورکوي به له منځه لاړ شي."

هغه وويل، "افغانانو کافي ستونزې لیدلې دي، چې زياتره نه ثبت کیږي." ټول پاکستان غواړي چې دا دوامداره وژنه پای ته ورسيږي."

افغانان د پاکستانيانو د ملاتړ مننه کوي

پاکستاني سیاستدانانو طالبان د خپلو کړنو په خاطر غندلي دي.

په پېښور کې د عوامي نېشنل پارټۍ یو مشر ذاکر شاه یادونه وکړه، پاکستانیان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، چې د افغان طالبانو سره تړلې ترهګره ډله ده، د ترهګرۍ له خوا ځپل شوې ده.

هغه وویل، پاکستانیان د افغان حکومت او ملکي خلکو له خوا د ترهګرو پروړاندې د مزاحمت په کلکه ملاتړ کوي.

تحريک طالبان پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په سلګونو بریدونه کړي دي.

د ۱۵۰ نه زيات پاکستانیان، چې زياتره په کې ماشومان دي، په ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت ووژل شول کله چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرو په پېښور کې په يو سکول باندې برید وکړو. په دغه برید کې د ۱۱۰ نه زيات نور کسان ژوبل شوې ول.

د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د هغو وسله والو ډلو پرضد د پوځي عملیاتو سره غبرګون وښودلو او تحريک طالبان پاکستان يې دې ته اړ کړو چې افغانستان ته کډه وکړي، چیرې چې افغان طالبان ورته پناه ورکوي.

شاه وویل، طالبان، که په پاکستان او یا افغانستان کې وي، د يوې سکې دوه اړخونه دي او د بې ګناه خلکو په وژلو کې ښکېل دي.

په کابل کې میشت سیاسي فعال عظمت نوري وویل، د زرګونو پاکستاني ځوانانو لخوا د طالبانو د کمپاینونو پرضد ښودل شوی ملاتړ د افغانانو لپاره يوه هڅونکې خبره ده.

هغه وویل، په ټولنیزو رسنیو پاکستانیان د افغان د سولې د فعالانو سره ملګري دي او د هغو طالب وسله والو پروړاندې خپل مخالفت څرګندوي چې په افغانستان کې سخت بغاوت رامنځته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کیدای شي چې د پاکستان یو شمېر ملکي خلک له افغنستان او افغانانو سره خواخوږي وښیي لاکن حقیقت دا دی چې د دغه ملک پوځ او آی ایس آی استخباراتي شبکه د ترهګرو پالنه کوي هغوی ته تربیت ورکوي، وسلې ورکوي او افغانستان ته یې د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ورانولو لپاره لیږي. هغوی دا کار له ۴۵ کالونو راهیسې کوي او دا خبره پخپله متقاعدو پاکستاني چارواکو او موجودو چارواکو او د پارلمان غړو هم تایید کړې ده.

ځواب